Announcement

Collapse
No announcement yet.

نوي کال

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • نوي کال


    نــــــــــــــــوې 2014 کــــــال

    نوې کال راغلې،په هر لوري خوشحالي ده
    زمونږه بد نصيبـو جــنګ ذپلـــې زندګي ده

    دنيا شوه نوې نوې، ارادې ئـي نـوې نـــوې
    زمونږ زړه کـيـږدئ او د بـــادارو بندګي ده

    دنيا ورته چمتو ده چې ابادې ســـيارې کړي
    زمونږ د پښتنو په مقــــــبرو کې ابادي ده

    دنيا په عيش و کوش ده معطره و خوشبويه
    په مـــونږ را وريدلې د بارودو ګندګي ده

    د نوي ګوند مشري ده، د لښکر سالار بدل شو
    يو مونږ پکې ازاد نه شو هم هغه غلامي ده

    د نن قاضي بدل دے د هر چا حق شي منلې
    زمونږ په ايف سي ار کې ئي ليکلې خاموشي ده

    د ژمي يخه شپه ده د باران شيبې هم راغلې
    خيمه کې مې بيماره مور په کومي د مرګي ده

    نن ساه هم په پيسو ده د ژوندون تيرول ګران دي
    په دې ګرانه ګرانئ کې بس د وينې ارزاني ده

    فيروزه داسې څوک دي چې دا خلق کړي په لاره
    د جهل تورې شپو کـــې د ژوند ورکه رڼائي

    فيروز افريدي
    26 دسمبر 2013 دوحه
    _________________

  • #2

    غـــــــزل
    تا اخيستې چې اختيار زما د خاورې
    وران کنډر شو کلې ښار زما د خاوري

    ستا په خاوره به د امن ساز غږيږې
    تود په وير دې کړو بازار زما د خاوري

    د اسمانه اور چې اوري په مونږ اوري
    خــلق ټول دي ګناهګار زما د خاوري

    مقبرو باندي مو ســرې جنډې رپيږې
    راشـه وګـــــوره سينګار زما د خاورې

    ګل مخونو شو د تورو خـاورو لاندې
    لاړو تير شولو بهــــــار زما د خاورې

    ښۀ پوهيږي نه پوهيږ ي خلق فيروزه
    هر يو کس دے قصوروار زما د خاورې


    _________________

    Comment


    • #3
      غزل

      د زوړ کال اخري غزل..شپې 12 بجے پاکستان ټائيم قطر 10
      فيروز افريدي


      دوه شعرونه تازه

      په ما خو نه دے د قاتل لالي خفګان ته ګوري
      زما په مرګ باندې بادار ګټې تاوان ته ګــوري

      مونږه په مړو باندې هم ژړا ته نه پريږدي څـــــوک
      زمونږ په کوکو خفه کيږي چې خپل شان ته ګوري

      زلمي مو لاړل ساه ئي تنګه شوه په غرو کې اوسي
      سپين سري هيڅ کولي نه شي پاس اسمان ته ګوري

      پښتون پخپله په ځان کړي ګيلې څه له کوي
      چرته د قام ګټو ته نه ګوري خپل ځان ته ګوري

      بيا هم د ښـې ورځې په طمع په سوکړه کوو ژوند
      لکـه پـه للــمه چې څوک کر کوي باران ته ګوري

      فيروز اپريدي
      31 دسمبر 2013 شپے لس بجے

      Comment


      • #4
        salam deer kh sharon a aw mazadar kalamon ye de manana

        Comment


        • #5
          ډيره منَنه ،فيروز لالا،کور مُو ودان،په خير راغلي.
          ډيره موده اُوشوه څه خير خبر مُو نشتے.
          نه پوهيږم چي دَ پښتو او پُښتنو به څه کيږې؟



          Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

          pa prady jaba khabarai pakhtun naka
          be laila bala soda kho majnon naka
          gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
          be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
          hamza baba
          پَښتو کښې اُولېکئ
          Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

          Comment


          • #6
            Der sha khwand hai waki. Manana sta da post na Feroz lala.
            Even Adobe Photoshop can't change me.

            A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

            For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


            The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

            -Ferishta, 1560–1620

            Comment


            • #7
              د ټولو نازولو دوستانو څخۀ يو جهان مننه...ګران ګدون وال ورور مې زه خو دلته موجود يم دا سائيټ څو ورځو له بند وو زما درک او پوخ درک تاسې زمونږ پخپل ويب سائيت کې موندلې شي يا په فيس بک مې هم پيدا کولې شي

              Comment


              • #8
                Originally posted by Feroz Afridi View Post
                د ټولو نازولو دوستانو څخۀ يو جهان مننه...ګران ګدون وال ورور مې زه خو دلته موجود يم دا سائيټ څو ورځو له بند وو زما درک او پوخ درک تاسې زمونږ پخپل ويب سائيت کې موندلې شي يا په فيس بک مې هم پيدا کولې شي
                www.destaar.com
                https://www.facebook.com/manzoormk
                jonday osay feroz lala,zamong stargi hum staso pashan pohano aw leekwalano tha lewala dey.daira manana



                Support pashto language and greater pukhtoonkhwa.

                pa prady jaba khabarai pakhtun naka
                be laila bala soda kho majnon naka
                gero jabo kre lahoo pa khpal tahzeeb ki
                be pakhtu ba de bal hestsok rastoon naka
                hamza baba
                پَښتو کښې اُولېکئ
                Pashto Keyboard Online (Afghan) LEXILOGOS >>

                Comment


                • #9
                  manana grana wrora pa dumra ezzatafazai bandey..

                  Comment

                  Working...
                  X