طالبان: راتلونکې ټاکنې نه منو
د خپريدو وخت: 17:21 گرینویچ - پنجشنبه 16 جنوري 2014 - 26 مرغومی 1392
د بي بي سي مخکښ خبریال جان سېمپسن
د وسله والو طالبانو یوه ویاند د بي بي سي خبریال جان سېمپسن ته په یوې مرکې کې ویلي چې را روانې ټاکنې نه مني او نه به هم په ټاکنو کې د کوم کاندید ملاتړ وکړي.
ذبیح الله مجاهد وايي د بهرنيو ځواکونه په شتون کې به نه هم ټاکنې او نه هم د هغو پایلې رڼې وي او یا به خلکو ته د منلو وي.
ورته مطالب
تړلي موضوعات
د بي بي سي مخکښ خبریال جان سېمپسن چې د افغانستان حالات له نژدې څاري د طالبانو له خبریال ذبیح الله مجاهد سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
له کابله خوشحال تایب په خپل رپوټ کې وايي جان سېمپسن له ذبیح الله مجاهد سره د طالبانو پر راتلونکي دریځ، په افغانستان کې د بهرنیانو پر شتون او له افغانستانه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پر حالاتو غږېدلی دی.
ښاغلي مجاهد د بي بي سي د خبریال جان سېمپسن د پوښتنو په ځواب کې د وسله والو طالبانو پر بریا ډاډ څرګند کړی دی.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان به په راتلونکو ټاکنو کې له کوم کاندید سره معامله وکړي که څنګه؟ ښاغلی مجاهد وايي دوی ته را روانې ټاکنې د منلو نه دي.
له افغان حکومت سره د سولې او جوجاړي په تړاو ښاغلي مجاهد، د بي بي سي خبریال ته وویل تر اوسه هیڅ راز رسمي خبرې نه دي ترسره شوي او نه هم د طالبانو په استازیتوب چا په خبرو کې ګډون کړی.
ذبیح الله مجاهد وايي دوی په افغانستان کې داسې یو حکومت غواړي چې ولسي ملاتړ له ځان سره ولري.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان بیا هم واک ته ورسیږي نو د دوی په چلند کې به کوم بدلون راشي که نه؟ ښاغلی مجاهد وايي د دوی ټول قوانین د اسلامي شرعیت د اصولو پر بنسټ دي او هغه اصول هیڅکله هم بدلون نه مومي.
د خپريدو وخت: 17:21 گرینویچ - پنجشنبه 16 جنوري 2014 - 26 مرغومی 1392
د بي بي سي مخکښ خبریال جان سېمپسن د وسله والو طالبانو یوه ویاند د بي بي سي خبریال جان سېمپسن ته په یوې مرکې کې ویلي چې را روانې ټاکنې نه مني او نه به هم په ټاکنو کې د کوم کاندید ملاتړ وکړي.
ذبیح الله مجاهد وايي د بهرنيو ځواکونه په شتون کې به نه هم ټاکنې او نه هم د هغو پایلې رڼې وي او یا به خلکو ته د منلو وي.
ورته مطالب
- اسلامي ګوند راتلونکو ټاکنو کې ګډون کوي
- ''د ولسمشرۍ ټاکنو کې امريکا 'بربنډه' لاسوهنه کوله''
- ''امریکا د افغانستان تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې کرزی نه غوښت''