د اسراییلو پخوانی صدارعظم اریل شارون ومړ
د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - شنبه 11 جنوري 2014 - 21 مرغومی 1392
د اسراییلو پخوانی صدراعظم اریل شارون چې له تېرو اتو کلونو راهیسې په کوما کې نن د ۸۵ کلونو په عمر ومړ
د اسراییلو پخوانی صدراعظم اریل شارون د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی له یوې سکتې وروسته اته کاله په کوما کې و.
ورته مطالب
تړلي موضوعات
ښاغلی شارون په اسراییل کې د پوځي او سیاسي ډګر یوه مخکښه څیره وه خو د کار موده یې له ننداریو هم ډګه وه.
له تېرو اتلو کلونو راهیسې د هغه درملنه له تل ابیبه بهر د شیبا په نامه روغتیايي مرکز کې روانه وه.
په پام کې ده چې نوموړی روغتیايي مرکز ژر د ښاغلی شارون د مړینې په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.
د تېرې پنچشنبې په ورځ ډاکټرانو ویلي وو چې د ښاغلي شارون روغتیايي حالت مخ په خرابېدو دی.
ډاکټرانو اعلان کړی و چې د ۸۵ کلن اریل شارون د بډوډو په ګډون د بدن ډېر غړي په سمه توګه فعالیت نه کوي.
ډاکټرانو ویلي چې د هغه روغتیا ورو ورو خرابېده.
نوموړي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې له سکتې کولو وروسته تراوسه په کوما کې په داسې حال کې ساتل شوی و چې عصابو یې کار نه کاوه.
اریل شارون په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د اسراییلو صدراعظم شو.
د فلسطینیانو او اسراییلو په تاریخ کې اریل شارون توانېدلی و چې پر ستونزمنو حالاتو لاس بری شي.
په اسراییلو کې اریل شارون په ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو کې د جګړو اتل ګڼل کېږي.
د بیلګې په توګه په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د فلسطینیانو پر پاڅون.
هغه له دې امله او له فلسطینیانو سره د سولې د خبرو له ناکامېدو وروسته د اسراییل د پوځي اقداماتو له کبله په خپلو خلکو کې محبوب و.
ډېری اسراییلیان اریل شارون په ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو کې د جګړو یو اتل بولي.
اريل شارون د يوه پولنډي زوى و چې لومړى قفقاز او بيا فلسطين ته وکوچېد.
غبرګونونه
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي د اسراییل خلک به اریل شارون د تل لپاره یاد وساتي.
روغتون کې د وينا پر مهال د ښاغلي شارون زوى گېلاد وويل "هغه مړ شو، هغه داسې مهال لاړ چې د تللو پرېکړه يې وکړه"
د اسراييلو يوه دولتي وزير يوفال شتاينتز وويل چې اسراييلو خپل يو ستر مشر او پياړى سرتېرى له لاسه ورکړ.
منځني ختيځ ته د امريکا پخوانۍ استازې دېنس روس بيا بي بي سي ته وويل له دې سره سره چې ښاغلى شارون د يو لړ لانجمنو کارونو په ترسره کولو شهرت درولود خو هغه ځیني داسې زړور گامونه هم اوچت کړي چې ډېر لږ کسان يې وړاندوينه کولاى شي.
د فلسطینیانو غبرګون
که څه هم چې ښاغلى شارون د اسراييلو لپاره يو سترشخصيت و خو د صبرا او شتيلا په پنډغالو کې د فلسطينيانو د ډله ييزې وژنې له کبله فلسطينيان يې د"بيروت قصاب بولي."
د فلسطين يوه مخکښ مشر ډاکتر مصطفى برغوتي د شارون بل ډول ارزونه کړې او بي بي سي ته يې ويلي دي چې هغه فلسطينيانو ته ښه يادونه نه دي پرې اېښي.
د خپريدو وخت: 12:51 گرینویچ - شنبه 11 جنوري 2014 - 21 مرغومی 1392
د اسراییلو پخوانی صدراعظم اریل شارون چې له تېرو اتو کلونو راهیسې په کوما کې نن د ۸۵ کلونو په عمر ومړد اسراییلو پخوانی صدراعظم اریل شارون د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.
نوموړی له یوې سکتې وروسته اته کاله په کوما کې و.
ورته مطالب
- د اریل شارون کار او وژند ته لنډه کتنهاوريدل02:33
- اسراییل: د اریل شارون روغتیايي حالت ښه نه دی
- اسراییلي محکمې اولمرت په فساد تورن کړ
تړلي موضوعات
ښاغلی شارون په اسراییل کې د پوځي او سیاسي ډګر یوه مخکښه څیره وه خو د کار موده یې له ننداریو هم ډګه وه.
له تېرو اتلو کلونو راهیسې د هغه درملنه له تل ابیبه بهر د شیبا په نامه روغتیايي مرکز کې روانه وه.
په پام کې ده چې نوموړی روغتیايي مرکز ژر د ښاغلی شارون د مړینې په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.
د تېرې پنچشنبې په ورځ ډاکټرانو ویلي وو چې د ښاغلي شارون روغتیايي حالت مخ په خرابېدو دی.
ډاکټرانو اعلان کړی و چې د ۸۵ کلن اریل شارون د بډوډو په ګډون د بدن ډېر غړي په سمه توګه فعالیت نه کوي.
ډاکټرانو ویلي چې د هغه روغتیا ورو ورو خرابېده.
نوموړي په ۲۰۰۶ میلادي کال کې له سکتې کولو وروسته تراوسه په کوما کې په داسې حال کې ساتل شوی و چې عصابو یې کار نه کاوه.
اریل شارون په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د اسراییلو صدراعظم شو.
د فلسطینیانو او اسراییلو په تاریخ کې اریل شارون توانېدلی و چې پر ستونزمنو حالاتو لاس بری شي.
په اسراییلو کې اریل شارون په ۱۹۶۷ او ۱۹۷۳ کلونو کې د جګړو اتل ګڼل کېږي. د بیلګې په توګه په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د فلسطینیانو پر پاڅون.

Comment