ه خو پاکستانی یې، دلته څه کوې؟! احمدالله رحماني
Tuesday, 24 December 2013 9:00 لیکنه: تاند تبصره ولیکئ
writ
څانګې مقالې
اصلي لینک
خپروونکی: تاند
www.taand.com -
یوې افغانې مېرمنې او د هغې خاوند د هالېنډ په دنهاګ ښار کې د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړه. کوم وخت چې د هغوی هغه کار چې له سفارت نه یې تمه لرله تر سره نشوه، د سفارت د ديپلومات او ددې مېرمنې او خاوند ترمنځ خبرو زور واخست. په پایله کې افغان دیپلومات دا مېرمن او خاوند یې تر ستوني ونیول، په سوکانو او لغتو یې داسې وډبول لکه د کابل په منډه يي بازار کې چې د دوو لنډغرو ترمنځ جګړه وي.
تردې وروسته چې د جګړې خبره تر پولیسو او د هالېنډ بهرنیو چارو وزارت پورې ورسېده، اوس د بهرنیو چارو وزارت د پولیسو په ذریعه موضوع تر پلټنې لاندې نیولې ده. د سفارت غړو د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې د شخړې پخلی کړی، خو له نورو جزیاتو خپرولو یې ډډه کړې ده.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو پوښتنو ته له ځواب نه ډډه کړې او ویلي يې دي، چې هغوی له پوره بهیر نه خبر نه لري، د موضوع تر پلټنې وروسته به په راتلونکې کې ددې دیپلومات پر وړاندې د قانوني عکس العمل غږ د رسنیو تر غوږونو هم ورسېږي.
د هالېنډ رسنيو په خپلو تبصرو کې د افغانانو له خولې ویلي، چې په هالېنډ کې د افغانستان په سفارت کې له افغانانو سره د هغوی د چلند له کبله پخوا لا نیوکې شوې دي. د سفارت د کارکوونکو زیاته برخه يې دري ژبي دي او د سفارت ټول کاغذونه او فورمې هم په دري ژبو لیکل شوې دي. هغه افغانان چې په اروپا کې را لوی شوي، زیات یې فقط په خپله مورنۍ ژبه پوهېږي. هغه کسان چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده، د سفارت د دري ژبو فورمو سره ستونزې لري. که څوک پوښتنه وکړي، چې فورمې په پښتو غواړي، نو د سفارت د کارکوونکو له خوا د پاکستاني نوم پرې اېښودل کېږي او ورته وایي: ((ته خو پاکستانی یې، دلته څه کوې؟))
تر رسنیو رسېدلي معلومات ښیي، چې په هالېنډ کې په افغان سفارت کې د دغې ښځې او خاوند د مناقشې جرړه هم همدغې موضوع ته رسېږي، چې په یوه دیپلوماتیکه ساحه کې په اخ و ډب بدله شوه.
په بهرنیو هېوادونو کې افغان سفارتونه یو کوچنی افغانستان دی، چې د ټولو افغانانو ګډ کور دی او په هغه هېواد کې د ټولو افغانانو ستونزې ورحلوي او حقه حقوق یې ور برابروي.
پدې ځای کې نه یواځې لازمه ده، بلکې حتمي او ضروري ده، چې لږ تر لږه په دري او پښتو هم خبرې وشي او هم په دواړو ژبو فورمې موجودې وي، څو عارض کېدونکي کسان نور له دا ډول ستونزو سره مخ نشي.
تر دې جنجال وروسته دا ټوله کیسه لکه د هغه لوی او واړه سپي ده، چې ویل کېږي: ((یو سړی پر لاره تېرېده، یو کوچني سپي پرې حمله وکړه. دې سړي چې له هغه نه ځان په منډه خلاص کړ، وړاندې یې پر لاره یو لوی سپی ولید، چې کرار ویده دی. دا سړی دې سپي ته نږدې ورغی او لوی سپي ته یې کلکه لغته ورکړه. بل سړي پوښتنه ترې وکړه چې دا سپی دې ولې وواهه؟ حمله خو هغه کوچني سپي درباندې کړې؟))
ده ورته ځواب ورکړ، چې: ((هغه کوچني سپي له دې لوی سپي نه زده کړه کړې او زه یې وځغلولم، نو ما هم خپل زور له ده واخست.))
په هالېنډ کې د افغان سفارت دا ګناه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته متوجه کېږي، څنګه کېدای شي، چې په یوه بهرني هېواد کې د افغانستان دیپلوماتیک مرکز یوازې په دري ژبه خبرې وکړای شي او کاغذونه یې هم ټول په یوه ژبه وي؟
بل دا چې ولې پدې سیاسي او دیپلوماتیک مرکز کې چې په بهر کې د افغانستان استازیتوب کوي، د افغانستان د ټوټه کېدو کار کېږي او هغه هم په قصدي ډول؟
آیا د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پدې موضوع خبر دی او کنه؟ که خبر وي ولې یې مخنیوی نه کوي او که نه وي خبر دا یې هم کم اهلیتي ده، چې ګناه په ګناه نشي توجیه کېدای.
دا یوازې د هالېنډ کیسه هم نده، وړاندې هم څو ځل ورته کارونه په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د یو شمېر افغانانو لخوا د افغانانو پرضد شوي دي، چې نور باید دا موضوع جدي ونیول شي.

Comment