اولسي فکري تېر وتني ( اوله برخه )
ژباړه:محمد نعيم ازاد
Larawbar.com 2013-12-06
دا چي پخواني وختونه لا ښه وو !
يوه ناشولټه فکري تېروتنه(Fallacy) چي په ځانګړې او ټولنيزه توګه، مانا په دواړو بڼو کي شته او دGood Old Daysپه نامه يادېږي. په اولسونو کي ليدل کېږي، چي هر سپين ږيری د خپلي ځوانۍ وخت په ډېر ارمان سره يادوي. د خپلو مهالنيو ترخو څخه د ژغور لپاره د تېر وخت کيسې په ډېر خوند اوروي. ښکاره خبره ده، چي روان مهال په هيڅ ډول د هغه لپاره په زړه پوري نه وي. بېلا بېلو ناروغيو په مخه اخستی وي، يکړوالی يې ډېر په کلکه ځوروي، دا هر څه يې هر وخت ور په زړه وي ، زامن او لمسيان يې له خبرو اورېدلو ځان کاږي، يوه خبره يې پر غوږ نه نيسي، ږغېدا يې بې ځايه ورته ښکاري، را روان ژوند يې نهيلی وي! نو ځکه دی د تېرو وختونو په يادونه سره خپل زړه ته کرار مومي. په هم هغه تېر زمان کي چي دی يې يادونه کوي، په فکري توګه اوسېدلو خوښ وي. ډېری وخت ليدل شوي دي، چي کله درې يا څلور "شپېته کلن"کسان سره کښېني، نو و يوه او بل ته د خپلي ځوانۍ لاپي وهي. مانا دا چي د خپلو خبرو د پخلي لپاره له رښتينوالي تر ډېره بريده مخ اړوي. د اوسني دور په هره خبره کي د سپږو او ريچو په لټون وي، په ځانګړې توګه د ځوانانو لټۍ او بېلارۍ يې د خبرو اترو سکالو(موضوع)وي. د دوی په منځ کي ويل کېږي، چي ځوانان ورځ په ورځ له مذهب او سړيتوب څخه لېري کېږي، ټولنه ورځ په ورځ د ورانۍ لوري ته روانه ده. په خپلو کي که هر څومره په فکري توګه سره لېري وي! خو پر دې خبره په يوه خوله وي، چي زموږ ډېر ښه وختونه وو. څنګه سپين سپېڅلي خلګ وو، ځوانان مو په دې بدو چمونو څه پوهېدل، د نجونو خو پړونی هم چا نه ليدی، د دروه، دوکې او درغلۍ هيڅ اندېښنه هم نه وه. خبره دا ده، لکه څنګه چي د هر سړي تر مرګ وروسته خلګ د هغه پر بدو کړنو سترګي پټوي، د هغه ښه اړخونه راسربېره کوي. همدغه راز د تېر وخت ناوړي د وخت په تېرېدلو سره له سترګو نهامي شي، ښه اړخونه يې په ښه توګه د خلګو په مخکي را سربېره کېږي. د خلګو په څېر قامونه هم داسي وي، له کاره لوېدلو بوډاګانو په څېر لوېدونکي قامونه هم د مړو په ستاينه بوخت پاته شي. د تېرو شوو باباګانو سوبي شمېرل کېږي، د هغوی پر علمي، هنري او د مدنيت پر لوړتياوو او وړتياوو شخوند وهل کېږي. تاريخي پېښي د خپلي خوښي په روڼا کي په وړاندي کولو سره د نړۍ پر ټولو قامونو خپله لوړتيا او درنښت جوتول غواړي. لکه څنګه چي د بوډاګانو په خپل مهال کي زړه نه غواړي، هر وخت له خپل سباوون څخه په وېره وي؛ همداسي لوېدلي قامونه هم د وخت له غوښتنو مخ اړوي او د راتلونکي وخت سره په مېړانه له مخامخېدلو ډډه کوي. پايله يې په هره بڼه د هغه فکر د را منځته کېدلو لامل ګرځي، و کوم ته چي د "پخواني وختونه لا ښه دي" نوم ورکول شوی دي.
زموږ د وخت ځيني ليکوالان له دې فکري تېروتني په اغېزمن کېدلو سره دا خبره کوي، چي د انساني پرمختګ تصور له وهمه پرته هيڅ رښتينوالی نه لري. د انسان مهال رټلی دی، سباوون يې په تياره کي دی. ځکه د انساني ټولني د ژوندساتني لپاره په کار ده، چي پخواني روايتونه و پالل شي. ولي چي زموږ لپاره پرمختګ له ستړو سره مخامخ کېدل دي! نو په کار دی، چي موږ و شاتګ ته و هڅېږو، چي په درنو کي مو يادونه و شي. و داسي کړو ته د نفسياتو په ژبه Regression[1]ويل کېږي. دلته دا پوښتنه را منځته کېږي، چي رښتيا د انسان پخواني وختونه تر اوسنيو وختونو ښه وو.؟
تر ټولو له مخه به سياسي او ټولنيز ژوند و څارو. تر صنعتي اووښتون مخکي د نړۍ په ډېرو هېوادونو کي د واکمن ځبېښاک وزر خواره وو. پاچاهان خپلسري وو، غوږونه به يې شپه او ورځ د رييسانو او چارواکو څخه د ځان ستايني په اروېدلو اموخته شوي وو. د شاپون غوړه مالۍ په خبرو اروېدلو اروېدلو به يې پر ځان د يو بېل ډول وګړيو باور و شو، ځان به تر اولسي وګړو ورته ډېر اوچت ښکارېدی. له همدې بې ځايه تېروتني سره د پاچاهانو د اسماني حقوقو تصور تړلی دی. مانا دا چي پاچاهانو به ځانونه د لوی څښتن استازي ګڼل. ځينو پاچاهانو به ځانونه د څښتن نايبان ګڼل، ځينو به ځانونه د ديوتاګانو زامن بلل. داسي تېروتلو کسانو چي ځانونه به يې د هر څه څښتنان ګڼل، نه يې شوای کولای، چي د اولس ګټي يې په پام کي ساتلي وای. د اولس د ژوند يواځنی مرام دا وو، چي په خواري او زيارکښلو سره يې د دې کسانو د هوسا ژوند لاره رغېدلې ساتلای. همدا لامل دی، چي د زړو تاريخ ليکونکو په تاريخي کتابونو کي د اولسي ژوند ډېر تت انځورونه تر سترګو کېږي. پر دې سربېره د دغو ځبېښاکګرو پاچاهانو د خپلي خوښي و لاره ته د ژوند د تګلاري ارزښت ور په برخه وو. هغوی کولای شول، چي پر ډېرو ناوړو يې سترګي پټي کړي او تر پښو يې لاندي کړي وای. پر يوه وړوکې تېروتنه يې څوک د مرګ په سزا نيولی وای، هيڅ تور او بور نه وو سره ښکاره. تورنو کسانو ته په يوه تش په نوم عدالت يا جرګګۍ کي د سپيناوي وخت نه ورکول کېدی. په اولس کي د وېري او ترهي خورولو لپاره تر اند دپاسه ناوړي سزاوي ورکول کېدلې[2]. په وهلو وهلو به د خلګو هډونه مات څه چي ريچې ريچې او رېز مرېز کېدل، غوښي به يې په امبور ځني شکول کېدلې، سترګي به په تودو سلايانو ور تورېدلې، د انسان پر نازکو برخو به تاوده سيخان ور ايښوول کېدل، د ژونديو انسانانو پوست به ځني اووښتل(پرې) کېدی، په سره اور کي به اچول کېدل، له مارانو او لړمانو سره به په خونو کي اچول کېدل، د لرګي په څېر به خلګ په اره پر ميان ځله دوه ځايه کېدل، پر اور په ايشېدلو دېګونو کي اچول کېدل، د وژل شوو له کوپريو څلي يا منارونه جوړېدل، د شاهي ودانيو په بنسټونو او دېوالونو کي په زرګونو جنګي بنديان ښخ کړل شوي دي، د تورنو کسانو ښځي به په ډاګه په زور او جبر شرمول کېدلې، ښځي به په تيو يا تېيونو د کلاوو پر وره را ځړول کېدې، تورن کسان به په مزريانو او لېوانو سره څيري پيري کېدل، د پيلانو تر پښو به لاندي کېدل، ژبي به يې له تالو را پرې کېدلې، ويلي شوي سرپ به په کومي (غاړه) کي ور اچول کېدل، ژوندي کسان به په دېوالونو کي ايښوول کېدل. په داسي چاپېريال کي د انساني حقوقو د ساتلو، د قانون ساتني او د هغوی د غوښتنو د تر سره کېدلو هيڅ ډول هيله نه شوای کېدلای. د پاچاهانو په مخکي به يې رييسانو چارواکو له خلګو سره زياتوب او ظلمونه کول، د هغوی په نظر کي خلګو او څاروو هيڅ توپير نه درلودی. د مځکو د څښتنانو له خوا د کروندګرو مال، ځان، دولت او پت يو شی هم خوندي نه وو، پاچا او رييسانو به په زور د خلګو ښايسته لوڼي د شپې لپاره بيولې او دا به يې د ځان حق ګاڼی، په جاګيرداري نظام کي هري ناوي د واده لومړۍ شپه د سيمي له رييس سره تېروله او دا"شب زفاف" يې هم خپل حق ګاڼی.
تر صنعتي اووښتون وروسته منځني بهير واکمني تر لاسه کړه. د جمهوريت له خورېدلو سره ملوکيت له منځه ولاړی، د زرګونو کلونو د دې ناوړتيا په له منځه تللو سره خلګ يو څه هوسا شول. د ژوند ډاډ يې په برخه شو، هري خوا ته د انساني حقوقو د ارزښت او ساتني ځوږ خور شو، اوس مهال دا دی، چي ډېری پاچاهانو(شاهانو) د سياست ډګر ته خدای په امانی ويلی دی. يو، دوه چي پکښې دي، هغوی هم له خپلو پايلو بې خبره نه دي. اوس هر ځای قانون ته په درنه سترګه کتل کېږي، د عدالت ور پر هر چا پرانستی دی، و تورنو کسانو ته د سپيناوي لپاره وخت ورکول کېږي، چي لږ و ډېر ځای پکښې وي، سړی دژغور لار پکښي موندلای شي. د وېري ترهي سزاوي له منځه تللي دي، د خان او ملنګ توپير ورځ په ورځ له منځه تلونکی دی. لوی لوی کارخانې لرونکي هم دې ته اړ دي، چي د مزدور زړه دي و ساتي. د ښځي د پېړيو ځور او تر جبر لاندي ورځ له منځه تلونکې ده او په ټولنه کي د خپل درنښت او وړ ځای تر لاسه کوونکې ده. اوس هغه يواځي د نارينه د ساتېري وسيله نه ده؛ بلکې د نارينه سره د سيالۍ خبره کوي! نو په هغو قامونو کي هم چېري چي د ډېرو ماينو(ښځو) کولو مذهبي لاره پرانستې وي، همداسي قانون جوړېدونکی دی. د خلګو فکر اوس دې ته جوړ دی، چي يو څوک هم پر يوه ماينه سربېره دويمه ماينه ته زړه ښه نه کړي. سربېره پر دې اوس نجوني تر زدکړو وروسته له نارينوو سره وږه په وږه کار کوي. د ټولني په پرمختګ او د ژوند په هڅو کي د نارينوو په ملاتړ ولاړي دي. د پت پلورني بازارونه له منځه تللي دي، د مينځو خرڅول يو لوی جرم او ناوړه کار ګڼل شوی دی. په کومو مذهبونو کي چي د مينځو او مريانو پر يو بل خرڅول روا ګڼل کېدل، اوس يې پلويان يا پالونکي په ډول ډول خبرو سره د ځان ژغورني لاري پرانيزي او نه يې خوښوي.
په تېره يوه نيمه پېړۍ کي د ساينس هېښوونکي پرمختګ د انسان څرکتيا او ځيرکتيا ته ډېر بدلون ورکړی دی. د ناپوهۍ تيارې چي د وګړيو پر ذهنونو له پېړيو پېړيو غوړېدلي وې، سوکه سوکه روڼا شوي دي. دې بنسټيزي رښتينوالي چي د هر بدلون شا ته يو لامل وي، د کرکو کږنو او وهمونو ناوړتياوي په ګوته کړي دي. اوس د لمر او سپوږمۍ ترنځي نيول، توپانونه، زلزلې او د اورنيو غرونو چاودېدل د ديوتاګانو کار نه ګڼل کېږي؛ نه د خلګو د ناوړو کارونو غبرګون يا سزا ګڼل کېږي؛ بلکې د پام وړ لاملونه يې پلټل کېږي. له بېلا بېلو پلټنو په تر سره کېدلو سره د اولس باور پر ځای کړل شوی دی. اوس انسان له قدرتي څرګندېدنو څخه د وېري له کبله د خپل زړه د کرار لپاره ډول ډول دودونه او لمانځني نه تر سره کوي؛ بلکي د مخنيوي هڅي يې کوي. ډېر څه يې تر لاس لاندي کړي او ورباندي برلاسي شوي دي. اوس خو يې له مځکي پام اووښتی پر لمر، سپوږمۍ، ستورو او سيارو د ژوند خوبونه ويني. له نوو څېړنو، پلټنو او په ځانګړې توګه په هستوي يا جوهري واک تر لاسه کولو سره انسان ډېر واکمن شوی دی، چي د هغه واک په کار راوستلو سره وګړي په انساني ټولنه کي ډېر ستر اووښتون را وستلای شي. په دې کي شک نشته، چي ځيني خپل چاروکي او خپل واک پالونکي واکمن سياست پوهان تړۍ يا اخطارونه ورکوي، چي همدغه ياد شوی واک به د ورانۍ لپاره په کار واچوي! خو په باوري توګه د وګړيو بنسټيزه ځيرکتيا او څرکتيا کولای شي، چي د دغه خلګو ارادې له ناکامۍ سره مخامخ کړي. وګړپال اولس به ژر يا په ځنډ سره د هغوی له لاسونو څخه د واک واګي تر لاسه کړي، له دې لنډوينو او خپل چاروکو سياسيانو څخه د وېري له کبله ځيني خلګ شته، چي ساينس ته بد او رد وايي. په ډاګه وايي، چي ساينس انسانان د مرګ د ژوري کندي لوري ته بيايي. څرګنده ده، چي پړه د ساينس نه ده؛ بلکې د هغو خلګو ده، چي د ساينس لاس ته راوړني د ځاني ګټو د پالني لپاره د په کار اچولو هڅي کوي. که چېري يو سړی په باروتو په غرونو کي د کان کيندني پر ځای د يو چا کور ورانوي! نو پړه خو د باروتو نه ده؛ بلکې د هغه ناوړه کار تر سره کوونکي وګړي ده. تر داسې ډول دليل وړاندي کوونکو خو د څاروو پوهه ښه ده، چي څوک يې په لرګي و وهي او هغه په لرګي پسې نه ځغلي، چي دی يې ټپي کړی يا خوږ کړی وي، په لرګي وهونکي پسې ځي او هغه ته خوله ور اچوي! خو دا خلګ د ورانوونکو او باروت ايښوونکو يا غورځوونکو پر ځای باروت غندي. په هر حال د ساينس پوهانو علمي هڅو و انساني ذهن او دماغ ته روڼا ورکړې او د ژوند لاره يې ورته روڼا کړې ده.
د ساينس تر ټولو لويه لاس ته راوړنه دا ده، چي تر هر اړخيزه خورېدلو او پلي کېدلو مخکي يې د بېلابېلو نړيوالو قامونو نظر ډېر لنډوينی وو. د هغوی لپاره د انساني ورورګلوۍ تصور کول امکان نه درلودی. ځينو پوهانو په نظرياتي توګه بې له شکه د انساني ورورګلوۍ يادونه کړې ده! خو په عملي نړۍ کي دغه کړنلاره قبايلي پاته شوې ده. هغه داسي چي د هر مذهب پلويان اوس داسي ګڼي، چي هر سړی کوم چي زما په ځانګړي مذهبي چوکاټ کي راسره مل دی، هغه مو ورور دی او چي څوک هم په دې چوکاټ کي نه وي، هغه پرېدی او دښمن دی. د انسان د اندامونو او د انسان پوهني پلټنو دا جوته کړې ده، چي په کړه وړه ټول انسانان يو رنګه دي. که څه هم په رنګ، ژبه، مذهب او نژاد يو له بله بېل وي. ټول نړيوال قامونه په ملګرې توګه د وېري او ترهي له لومړي پړاو څخه په وتلو د تهذيب او مدنيت و پړاو ته ور ننوتلي دي. دغه تصور ته رېډيو، ټېلي وژن، راډار، الوتکي، ورځپاڼو، مجلو او نورو زښته ډېره په زړه پوري وده ورکړې ده. د انساني ورورګلوۍ تصور په څرګنده بڼه اوس د انسانانو تر سترګو کېږي. خبره تر دې ځايه پوري رسېدلې ده، چي کله کله موږ ته هغه خلګ تر ګاونډيو هم را تېر و ايسېږي؛ که مو څه هم دريابونه تر منځ وي. همدارنګه د ساينس له کبله د لوړ او درانه انسانيت د کړنلاري د عملي استازيتوب لاره روڼا شوې ده. د برابرتيا هغه خيال چي څرک يې د رواقيانو په فکرونو کي، د عيسی M په غرنۍ لارښوونه کي او د وجودي صوفيانو په اشعارو کي څرګند شوی دی، رښتيا کېدونکی او تر سره کېدونکی دی.
د دې يادي شوي فکري تېروتني يو اړخ دا دی، چي د تېرو زمانو خلګو تر اوسنيو انسانانو ښه سړيتوب(اخلاق) درلودی. ولي چي هغه ډېر مذهبيان خلګ وو او ننني خلګ له مذهب څخه د لېريوالي لامله له سړيتوب څخه لېري شوي دي. پر دې خبره د غور کولو پر وخت د څارونکو پام و دې خوا ته راګرځول به بې ځايه نه وي، چي سړيتوب يواځي په مذهب پوري نه دی تړلی. له مذهبي سړيتوبه پرته رسمي او دوديز يا روايتي سړيتوب شته، پېښاوو سړيتوب شته،( دا د رسمي سړيتوب يوه پراخه بڼه و ګڼی) او بل نظرياتي سړيتوب دی. مذهبي سړيتوب پر څه لارښوونو ولاړ دی. مانا دا چي هغه په څرګنده توګه وايي، چي دا به کوې او دا به نه کوې. رسمي او دوديز سړيتوب و يوې ځانګړي ټولني ته له نيکه ګانو په ميراث ور پاتېږي.
د تېر وخت دودونه او روايات په دومره کچه د هغوی په خټه کي اخښلي وي، چي له هغه څخه ځان ژغورل ممکن خو دي! خو زښته ګرانه خبره ده. نظرياتي سړيتوب د ځينو لوړو مرامونو تر لاسه کولو بلنه ورکوي، چي هغې خوا ته پوهان يا فلاسفه د خلګو پام وخت پر وخت را اړوي. پېښاوو سړيتوب هغه وي، چي په ټولنه کي له وخته سره سم وي، مانا دا چي که څه هم د يوې ټولني خلګ د ژبي پر سر د يو مذهبي يا نظرياتي سړيتوب خبره کوي، د هغوی د دې سړيتوب له کتني په علمي توګه د مرام ګټه اخستل کېدلای شي، د کومو چي هغوی په عملي توګه لاروي هم وي. د تاريخ او ژوند کتنه موږ ته دا را په ګوته کوي، چي د مذهبي سړيتوب هغه لار ښووني که په هر ډول ښه او کره توګه پلي کړل شي، پر رسمي، دوديز او پېښاوو سړيتوب چنداني اغېزه نه شي کولای. د بېلګي په توګه کله چي د عيساييت خورېدل د روم په بت پرستانو قامونو کي و شو! نو عيسايي مذهب د هغوی په خټه و نه اخښل شو. هغوی په خوله خو د عيسائيت منونکي وو! خو په عملي توګه يې هم هغسي رسمي سړيتوب پلي کاوی. د عيسائيت خورول هغه وخت ممکن شو، چي کله پال ولي عيسائيت ته د بت پرستو قامونو د زړو دودونو او زړو روايتونو پوښ ور واغوستی او وړاندي يې کړی. نو ځکه تثليث، کرسمس، عيد ميلاد، عشای رباني، مريم عذرا او د ماشوم مسيح لمانځنه، صليب، رهبانيت، قربان ګاه، بپتسيمه او نور دودونه او شعاير چي د روم کليساوو خپل کړل، له زړو مصري، يوناني، رومي، بابلي او ايراني دودونو څخه اخستل شوي وو. پر همدې بنسټونو د عيسوي لار ښوونو د پتريو وهلو يا پينو ګنډلو هڅي وشوې، چي سم دلاسه بريالۍ نه شوې! نو ځکه د منځني زمان د قامونو د سړيتوب ارزښتونه هم هغه وو، چي د بت پرستانو قامونو وو.
دا ډول د اسلام د خورېدا بېلګه هم زموږ په وړاندي ده. کله چي اسلام په روم، ايران او هند کي خور شو، نو هغو لار ښوونو د دغه قامونو په ذهن او زړه کي ځای و نه موندی، ولي چي دغه قامونه له پېړيو د دې رواياتو او دودونو سره تړلي پاته شوي وو، چي د ارين له پام او فکر سره ځانګړي دي، د چا لپاره چي د اسلام سامي لارښووني پرېدۍ وې. پايله دا شوه، چي د اسلام په پوښ کي ګډوډېدل؛ لکه تناسخ، تجسيم، سريان، وجوديت، اوتار او نورو فکرونو، روايتونو په پرله پسې توګه ځای نيوی او سوکه سوکه دومره پکښي و اخښل شول، چي نن يې له مذهب څخه جلا کول هيڅ امکان نه لري.
له دې څرګندونو مرام د دې رښتوني لوري ته پام را اړول وو، چي مذهبي سړيتوب او دوديز سړيتوب يا پېښاوو سړيتوب يو له بله بېل دي. پر دې سربېره چي کله يو مذهب د زوال پړاو ته ور ننوزي! نو د کرکي بې ځايه اندېښمن چاپېريال يوه ټولنيزه بڼه خپلوي. يو مذهب د بل مذهب بلکې د يوه مذهب يوه ډلګۍ د بلي ډلګۍ دښمنه شي. له دې کرکي بې ځايه اولسي انساني ارزښتونو ته زيان رسېږي! نو ځکه د مذهب پر نامه بې درېغه وينه تويېږي او دا له سړيتوبه لوېدلی کار نه ګڼل کېږي. د مذهب پر نامه چي کومه وينه توی شوې ده، په دې د نړيوال تاريخ پاڼي رنګېدلي دي. د يورپ په دېرش کلنه جګړه کي د روم د کليساوو او تر روزنه لاندي کليساوو پلويانو بې شمېره خلګ و وژل. په فرانس کي د سين بارتولوميو وژنه د عام مذهب پر نامه تر سره کړل شوله. سليم عثماني د اسلام پر نامه د پنځه ويشت زره بې ګناوو د اثنای عشره پلويانو عامه وژنه وکړه. و بلي خوا ته شاه اسماعيل صفوي د اسلام پر نامه شل زره سنيان د مرګ کندي ته ور پوري وهل. په منځني زمان کي په زرګونو ښځي د جادوګرو په نامه وسوځل شوې. په يورپ کي توره وبا و غوړېده! نو د مذهب پلويانو و ويل، چي لامل يې يهودان شول. ځکه يهوديان ټاکلي سړي را و ځړول شول. هندوانو په ډېره بې دردي او ناترسي سره د بدوګانو حقوق و ځبېښل، د هند د وېش پر وخت د مذهب پر نامه لږ او ډېر پنځلس لکهه انسانان چا چي هيڅ هم نه وو کړي، و وژل شول.
د وخت په اوږدو کي چي کله مذهب په خپله د بېواکو دودونو ټولګه جوړېږي! نو د هغوی د سمون او اووښتون اروا يا نفسيات له منځه ځي. د ايمان ځای خبرچڼ(د علم کلام ماهر) دليل او د خلوص ځای رياکاري نيسي. خلګ د سربېرنو احکامو بنديز د مذهب بنديز ګڼل پيل کړي. د وجدان ژوري سپېڅلتيا او سړيتوب ته ارزښت نه ورکول کېږي. چي کوم سړی برسېرن اداب او شعاير پالي، هغه دين پالونکی ګڼل کېږي. که څه هم دننه هغه ډېر بدبخته او په زړه خيرن وي. په داسي چاپېريال کي د مذهب پلويان سپېڅلتوب پلورونکي شي. په مذهبي پوښ کي د دنياوي چارو پالونکي شي. زموږ په وخت کي د ساينس له پلي کېدلو بې ځايه کرکي او رياکارۍ تر ډېره بريده پوري بې وسه شوي دي. د ساينس تر پلي کېدو له مخه د کرکي څرګندونه سپېڅلتوب او دين ګڼل کېدله. کوم سړي چي به د بل مذهب له پلويانو سره په څومره کچه بد کول، کرکه به يې پاللـه، په هغومره کچه به هغه د دين پلوي ګڼل کېدی. همدغه رنګه رياکاري د مذهب برخه جوړه شوې وه. زموږ په وخت کي د پلټونکو علومو له پلي کېدو سره سم کرکه او رياکاري دواړه له منځه تلونکي دي. د دې لپاره زړتيا خوښوونکو مذهب پالو دا خبري پيل کړي دي، چي خلګ له مذهبه پرېدي کېږي، ولي چي هغوی سړيتوب د مذهب يوه تړلې برخه ګڼي. د دې لپاره دا هم ويل کېږي، چي نن سبا سړيتوب ورځ په ورځ له منځه تلونکی دی. ډېری وخت د دې خلګو د سړيتوب تصور يواځي تر جنسياتو پوري وي. په عامه توګه له نه سړيتوبه دا مرام اخستل کېږي، چي په خلګو کي بې لاريتوب خورول کېږي.
لومړۍ خبره خو داده، چي سړيتوب يواځي تر جنسياتو پوري نه دی. دويمه دا چي په جنسي چارو کي هم د نن سبا ځوانان د خپلو مشرانو په پرتله ښه ژوند تېروي. کله چي د مذهب پر نامه د مينځو او مريانو خرڅېدل روا کار ګڼل کېدی، خلګو د شپو تېرولو او تودولو لپاره د سلګونو مينځو په رانيولو سره خپلي ماڼۍ ډکي ساتلې، کومو چي به د هغوی له هري غوښتني ځان نه سپماوی. د انسانانو د خرڅلاو مخ نيوي و ښځه ته خپل درنښت ور په برخه کړی. اوس يې څوک د څاروو په څېر نه شي رانيولای، چي له کبله يې پر سړيتوب ښه اغېز شوی دی. اوس ښځه هم له خپل مېړه څخه د دغومره سپېڅلتابه هيله لري؛ لکه مېړه چي يې ور ځني کوي. لکه څنګه چي يادونه وشوه، د سړيتوب مانا تر جنس پراخه ده. په دې کي سپېڅلي ږغونه، ښې رويې، خلوص، په چارو کي رښتينواله، د ښاري فرايضو تر سره کول، د ژوند د حقوقو ساتل، بلهارۍ، پېرزويني او نور په دې کي ګډون لري. يو کاروباري سړی چي په ښکاره توګه د مذهب چاري پالي! خو په څنګ کي د راکړي ورکړي په چارو کي له دروه او مکره په کار اخستلو ټولنه ورانوي، و دې ته مذهبي خو ويل کېدلای شي! خو په سړيتوب نه شي منل کېدلای. د درانه او لوی سړيتوب اړه له دې کړنلارو سره وي، چي د يوې ټولني ګڼ شمېر خلګ يې په ځانګړې او ټولنيزه بڼه د تر لاسه کولو هڅي کوي. دغه ارزښتونه چي څومره لوړ وي، سړيتوب يې هم هغومره ارزون لري. د ساينس موندنو چي انسان ته څومره پراخ نظر او لوی زړه ور ولوراوی، د هغه په روڼا کي موږ ويلای شو، چي د نوي دور په انسان کي يې يواځي دا نه چي د ټولنيزو هڅو احساس او شعور را سربېره کړی دی؛ بلکې ګڼ شمېر وسايل يې هم ور په برخه کړي دي، چي هغه وسايل د ارزښتونو په تر لاسه کولو کي مرستيال جوتېدلای شي. په دې مانا انساني ټولنه په باوري توګه پرمختګ کوونکې ده. د دغه پرمختګ پالني لپاره په کار ده، چي څوک دي د تېرو وختونو د ارزوني او ستايني پر ځای پر مهال لاسبرتيا او پر سباوون د باور اړتيا و لري.
[1] د کوشنيانو او ځوانانو د ژوند له ستړو څخه په زړه کي وېره پيدا کېدل او د مور په غېږ کي ځان ته ځای لټول
[2] زموږ په وخت کي د اولس دښمنو کسانو( چي د واکمنو ځبېښاکګرو له پاتي شونو څخه دي) له خوا پر اولس باندي ډېر ناوړه تېری او ظلم کيږي