Announcement

Collapse
No announcement yet.

دقرآن کريم لوستلو ښه لاره

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دقرآن کريم لوستلو ښه لاره

    دقرآن کريم لوستلو ښه لاره



    اووه څیزونه چې له قرآنکریم سره د ا ړیکو په ټینګولو کې مرسته کوي
    آیا تاسو یو له هغو کسانو څخه یاستۍ چې په رښتینې توګه قرآنکریم لمس کوۍ؟یا هره ورځ د قرآنکریم تلاوت کوۍ خو په تاسو باندې اغېزه نه کوي چې باید ویې کړي؟ ممکن همداسې وي یا نه وي.لاندې اوو کړنې ترسره کړي ترڅود قرآن کريم دلوستلو څخه پوره ګټه واخلي :

    1- مخکې له لوستلو:


    مخکې له دې چې قرآنکریم راواخلي، خپل زړه وګورۍ. په رښتني توګه له قرآنکریم څخه د ګټې اخيستنې کیلي زړه دۍ. خپل زړه په صادقانه توګه وپوښتۍ چې ولې قرآنکریم تلاوت کوۍ. یواځې د دې لپاره چې مالومات ترلاسه کړۍ قرآنکریم تلاوت کوۍ او بېرته یې له ځانه لېرې ږدۍ؟ په یاد ولرۍ چې رسول اکرم (ص) د خپلې مېرمنې عائشي رضي الله تعالي عنها له خواه د((قرآن سره قدم وهونکي)) په نامه یادېده په دې مانا چې ده نه یواځې قرآنکریم تلاوت کاوه بلکه تل یې په زړه کې وا او عمل يې پرې کاوا یې.

    2- اودس کول :


    اودس کول تل تا سو ته يادونه کوي چې باید د قرآنکریم تلاوت وکړۍ او د دې لپاره چې قرآنکریم تلاوت کړۍ اودس کول یو ښه فزیکي او روحي چمتووالی دۍ. کله چې تاسو اودس وکړۍ، له پاک خدای (ج) سره معاملې ته نېږدې شوي یاستۍ، نو پاکوالی له ده سره د اړیکې په ټینګولو کې لومړیتوب لري.

    3- ورځنې تلاوت :


    هره ورځ یواځې پنځه دقیقې قرآنکریم تلاوت کړۍ، موږ فکر کوو چې باید لږ تر لږه د یوه ساعت لپاره قرآنکریم تلاوت کړو. که تاسو په دایمي توګه نه وي تلاوت کړی، نو یو ساعت رښتیا هم زیات وخت وي. د ورځې یواځې په پنځو دقیقو سره تلاوت پیل کړۍ، که دې کارته دوام ورکړۍ نو انشاءالله تاسو به ووینۍ چې پنځه دقیقې مو په لس بدلې شي، بيا په نیم ساعت، وروسته یو ساعت او کېدای شي له دې نه هم ډېر.

    4- دقرآن شريف په معناپوهيدل :


    ډاډ تر لاسه کړۍ هغه څه مو چې لوستي دي په مانا یې هم پوهېږۍ. پنځه دقیقې د قرآنکریم تلاوت په عربي ژبه کافي دۍ، اما تاسو ته لازمه ده چې پوه شۍ کوم شی مو چې لوستي مانا یې څه ده. په هغه ژبه چې تاسو ورباندې ښه مسلط یاستۍ د قرآنکریم ژباڼه ولولۍ. تل هغه څه چې تلاوت کړي مو دي، ژباڼه یې لولۍ.

    5- په کميوټرکې تلاوت کول:


    په یاد ولرۍ چې قرآنکریم له مخې لوستل د سی ډي څخه ډېر غوره دۍ، ځینې خلک په دې آند دي چې د سي ډي یا دکمپیوټر دبل پروګرام له لارې مطالعه په زړه پورې وي او د کتاب له مخې ستړې کوونکې وي خو قرآنکریم په دې شان نه دۍ. په یاد ولرۍ کله چې تاسو د قرآنکریم تلاوت کړۍ، تاسو له پاک خدای (ج) سره په رابطه کې یاستۍ. دی له تاسو سره او تاسو له ده سره خبرې کوۍ نو په دقت سره مو توجه ورته واړوۍ او همداراز له مخې قرآن کريم لوستل يو له هغودرې شيانوڅخه دي چې د سترګوپه ليدکې ډېر زياتوالى راولي.

    6- قرآن کريم ته غوږ نيول :


    يواځې تلاوت یې مه کړۍ بلکه غوږ هم ورته نیسۍ. اوس د قرآنکریم ډول ډول غږیزې پېتې او سي ډيانې پیدا کېږي چې ځېنې یې ژباڼه هم لري. غوره به وي چې په خپل مبایل یا کومه بله جیبي آله او یا د موټر چلولو په وخت کې کله چې له کوره کار ته او له کار څه کور ته ځۍ په موټر کې له ځان سره ولرۍ. له ورځني تلاوت سربېره دا کار هم وکړۍ نه د تلاوت پر ځای.
    7- له تلاوت وروسته دعاکول :


    له تلاوت څخه ورسته تل دعا کوۍ. له الله (ج) څخه وغواړۍ چې د ښې لارې لارښوونه درته وکړي. ستاسو موخه یواځې له پاک خدای (ج) سره مینه او د هغه درناوی دۍ د تلاوت، زدکړې، غوږ نیولو او دعا له لارې له پاک خدای (ج) سره اړیکه ټینګه کړۍ او ورڅخه وغواړۍ چې تل د قرانکریم د تلاوت توفیق درکړي اوماخوارکى هم له دعاهيرنکړي.

    ددعاپه هيله انبیاء ژمن

    ژباړن : انبیاء ژمن

    بېرته شاته
Working...
X