Announcement

Collapse
No announcement yet.

پاکستان د پوځ نوى مشر وټاکه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پاکستان د پوځ نوى مشر وټاکه

    د خپريدو وخت: 12:10 گرینویچ - چارشنبه 27 نومبر 2013 - 06 لیندۍ 1392
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ

    تردې مخکې جنرال شريف د پوځ د ښوونې او روزنې د برخې مشري کوله.
    پاکستان جنرال راحيل شريف د هېواد په ترټولو ځواکمنې څوکۍ کې وټاکه.
    جنرال شريف د جنرال اشفاق کياني چې د پنجشنبې په ورځ تقاعد کوي ځاى نيسي.
    ورته مطالب
    "د بلوچستان ستونزې د قانوني سیاسي حل ملاتړ کوو"
    پاکستاني پوځ ځینې جګپوړي افسران بندیان کړل
    ۱۱ کاله وروسته د پاکستاني پوځ نظر کې بدلون راغلی
    تړلي موضوعات
    پاکستان، پښتونخوا
    پاکستاني حکومت دغه راز جنرال رشيد محمود د لوى درستيزانو د گډې کميټې د مشر په توگه وټاکه.
    دا دواړه څوکۍ پاکستان کې د طالبانو په وړاندې جگړه کې ډېرې مهمې بللې کېږي. همدا راز دغه څوکۍ له دې کبله هم مهمې دي چې تل يې د پاکستان په سياسي ډگر کې رول درلودلاى.
    خبريالان وايي لومړي وزير نوازشريف به د جنرال شريف پر دغه مهمې ټاکنې په دې ډېر ځير کړى وي چې هغه يې خپل سړى نه دى. د دغه غور بل لامل به دا هم وي چې ښاغلي شريف خپلو تېرو دورو کې له پوځيانو سره ستونزې درلودلې.
    "تمه کېږي چې د پوځ نوى مشر به د جنرال کياني تگلارې تعقيبوي او له دې به ډډه وکړي چې په ښکاره د پاکستان په سياست کې مداخله وکړي."
    پر ١٩٩٩ کال نواز شريف د جنرال پرويز مشرف له لوري د يوه پوځي عمل په پايله کې له واکه وشړل شو.
    پر ١٨٨٣ کال بيا د پاکستاني پوځ مشر وحيد کاکړ د هغو هڅو مخکښي وکړه چې پر بنسټ يې ښاغلى شريف اړ شو چې له خپلې دندې استعفا وکړي او ټاکنې ترسره کړي.
    اسلام آباد کې د بي بي سي خبريال شازيب جيلاني وايي د جنرال شريف غوراوى به د نواز شريف د واک دريمې دورې څرنگوالى ټاکي.
    تراوسه پورې د جنرال شريف په اړه ډېر څه نه دي څرگند.
    تمه کېږي چې د پوځ نوى مشر به د جنرال کياني تگلارې تعقيبوي او له دې به ډډه وکړي چې په ښکاره د پاکستان په سياست کې مداخله وکړي.
    دغه ټاکنه د لومړي وزير له لوري دغو څوکيو ته د احتمالي کسانو د پېژندلو په اړه له اونيو اټکلونو وروسته ترسره کېږي. داسې ويل کېږي چې د پوځ مشر څوکۍ ته د لومړي وزير په ليست کې د جنرال شريف نوم دريم و.
    د بي بي سي خبريال وايي نوموړى د يوه هڅاند جنرال په توگه شهرت لري.
    تردې مخکې جنرال شريف د پوځ د ښوونې او روزنې د برخې مشري کوله. د پوځ د قول اردو او د ايبټ آباد د پوځي اکاډمۍ قوماندانې گانې يې هم کړي دي.
Working...
X