Announcement

Collapse
No announcement yet.

د رومی انعام

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د رومی انعام

    د اول ځل لپاره "رومی مینه وال" او په سل ګونو افغان انځورګر، سندرغاړې، شاعران، لیکوالان، د تلویزیون او راډیو کوربه ګان، او نامتو کسان د نړۍ د هر ګود نه د لاس فیګس په ښارامریکا کې راغونډیږي او تر ټولو غوره کسانو ته به په هره کټګوری کې انعام ورکول کیږي.
    د "رومی انعام" بنسټ ایښودونکی او د "لس زرو دعاګانو" لیکوال ناصر غواړی د عمومی موضوع ګانو پر اساس چې بشریت ته ګته رسول، هنر ته ښکلا بښل، موسیقي او لیکلو ته وده ورکول دي په یوه مینه ناکه فضا کې دا کار تر سره کړي. موسیقي د طالبانو د حکومت په وخت کې په ټول افغانستان کې منع وه او طالبانو شیطانی بڼه ورکوله. ډیری افغانان په دي اند دي چې موسیقي یوه پیاوړي ګوداګې ده او کولی شي ټولنیزبدلون او پر مختګ ته وده ورکړي او د خلکو تر منځ اړیکې ټینګې او یو بل ته د درناوی لارښونه هم وکړي.
    ستاسو په اند "رومی انعام" څنګه یو ابتکار دي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواتروتیم
Working...
X