Announcement

Collapse
No announcement yet.

۵+۱ د ايران د اتومي پروګرام په اړه موافقه وک&#

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ۵+۱ د ايران د اتومي پروګرام په اړه موافقه وک&#

    د خپريدو وخت: 04:28 گرینویچ - 24 نومبر 2013 - 03 لیندۍ 1392
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ

    د امريکا ولسمشر بارک اوباما به د ګرينويچ په ګړۍ په ۰۳: ۱۵ بجو يوه اعلاميه خپره کړي
    د ايران په اتومي پروګرام کې ښکيل د بهرنيو چارو وزیران وايي، ايران او د نړۍ شپږ ځواکمن هېوادونه په جنيوا کې د تهران د اتومي پروګرام پر سر يوې موافقې ته رسېدلي دي.
    تر اوسه د شوې پرېکړې په اړه چې پر سر يې بحثونه پنځمې ورځې ته وغځېدل جزييات نه دي خپاره شوي.
    ورته مطالب
    ' که هوکړه و نه شي پر ایران به نوي بندیزونه ولګوو'
    ايران د اتومي پروګرام په اړه بیا خبرې پيل شوې
    م.م وايي ايران د اټومې وړتيا ډېرول درولي
    تړلي موضوعات
    ايران، د امريکا متحده ايالات
    د امريکا، برتانيا، روسيې، چين، فرانسې او جرمني مرکچيانو له ايران نه د بنديزونو د نرمولو په بدل کې د يورانيمو د غني کولو بندول غوښتي دي.
    ایران تر دې وړاندې ويلي، چې د هر ډول معاملې په ترڅ کې به د 'يورانيمو د غني کولو حق' له ځانه سره ولري.
    د ايران لپاره د بي بي سي خبريال چې په جنيوا کې دی وايي، ښايي دا په تېره يوه لسيزه کې د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ مهمه موافقه وي.
    تمه ده چې د ايران او لويديځ مرکچيان ډېر ژر په يوه خبري کنفرانس کې د شوې موافقې د جزيياتو په ډاکه کولو لپاره راڅرګند شي.
    د امريکا ولسمشر بارک اوباما به هم د ګرينويچ په ګړۍ په ۰۳: ۱۵ بجو يوه اعلاميه خپره کړي.
    پرون (شنبه، نومبر ۲۳مه) د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ايران د اتومي لانجې د غوڅولو لپاره په جنيوا کې سره راټول شول.
    خبرو کې پرمختګ
    دوی وروسته له هغه جنيوا ته ولاړل چې وپتېيل شوه له ایران سره په خبرو کې پرمختګ شوی او يوې معاملې ته سره نژدې شوي دي.
    د ځواکمنو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران هيله لري، چې ايران د بندیزونو نرمولو په بدل کې د يورانيمو غني کول کنټرول کړي.
    خو ايران ټينګار کوي چې د اتومي انرژۍ ترلاسه کولو ته پرېښودل شي او د اتومي وسلو تر لاسه کول ردوي.

    ايران ويلي چې د يورانيمو غني کول يې خپل حق دی او په هر ډول معامله کې ترې نه تېريږي
    ځينې امريکايي سياستوال وايي که خبرې ناکامه شي، نو پر ايران به نور بنديزونه ولګېږي.
    مرکچيان د چارشنبې ورځې راهيسې پر داسې يوې موافقې کار کوي چې د دواړو لوريو لپاره د منلو وړ وي.
    د مهالويش له مخې دغه خبرې بايد د جمعې په ورځ پای ته رسېدلې وای، خو په مذاکراتو کې د ممکنه پرمختګ له امله غځېدلې دي.
    د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، جان کيري چې د شنبې سهار وختي جنيوا ته رسېدلی هدف لري چې ''د اوسنيو توپيرونو په راکمولو او يوې موافقې ته په نژدې کېدو کې مرسته وکړي''.
    په جنيوا کې د بي بي سي خبريال جيمز رينولډز وايي، د ښاغلي کيري ګډون پخپل ذات کې دا نه ثابتوي چې معامله ترلاس لاندې ده، بلکې دا ښيي چې خبرې يوه حساس پړاو ته رسېدلي دي.
    فيسبوک
    ټوېټر
    گوگل پلس
    ملګري ته يې واستوﺉ
    چاپ يې کړﺉ
    په دې اړه نور مطالب
    ورته مطالب
    ' که هوکړه و نه شي پر ایران به نوي بندیزونه ولګوو'
    ايران د اتومي پروګرام په اړه بیا خبرې پيل شوې
    م.م وايي ايران د اټومې وړتيا ډېرول درولي
    تړلي موضوعات
    ايران، د امريکا متحده ايالات
    ايران په اړه نور خبرونه
    ۵+۱ د ايران د اتومي پروګرام په اړه موافقه وکړه 16 دقيقې وړاندې جنيوا کې د ۵+۱ هېوادونو وزيران راغونډ شوي 23.11.13 ايران د اتومي پروګرام په اړه بیا خبرې پيل شوې 21.11.13 بشري حقونه وايي ايران کې افغانان ځورول کېږي 20.11.13
Working...
X