Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښتانه او نړۍ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښتانه او نړۍ

    د پښتون، پښتو او پښتنو ټکي به په تاریخ کې هم کله دومره د نړیوالو له خوا نه وي یاد شوي چې په تېرو دوو لسیزو کې- لومړی د طالبانو د ظهور او وروسته د هغوی د نزول په تړاو چې عمومي افکار یې د پښتني ټولنې زېږنده بولي. پر دې به لا نه غږېږو چې طالب رېښتیا د پښتني ټولنې محصول دی او که پښتنو ته را صادر شوی دی. خو پر دې به هرومرو تمېږو چې دغو انګېرنو او اخیستنو پښتنو ته له ځانه سره څه راوړي دي.
    لومړی راځئ وګورو چې په لویه نړۍ کې د پښتانه تاریخي ځای چېرې او دریځ څه و؟
    پښتون ښايي د هغو لږو قومونو په ډله کې راشي چې ها زما د یوه همکار خبره «نه یې نړۍ وپېژانده او نه نړۍ دی سم وپېژانده!»
    پښتون په دودیز ډول له خپلې نژدې کړۍ ورهاخوا د اړیک پالنې شوقي نه دی او که یې پالي هم د پردو له کړکۍ. د ده راشه درشه تل له خپل سره ده: له چم، ګاونډ او تربره سره؛ چې له دې ورهاخوا شي له کلیوالو، سیمه والو سره؛ آن ډېر لږ د هېواد کچې ته وځي (یا لږ تر لږه تر دا وروستیو پورې دغسې وه). نوره نړۍ یې ډېره نه خوښېږي او «خپل غر د بل له تخت او زر سره نه برابروي». که له تاریخي پلوه ددغسې یوې مراودې پیلولو ته اړ شوی، نورې نړۍته مخامخ نه دی وتلی او له واسطې یې کار اخیستی دی او دا واسطه د سیمې هغه ولسونه و چې تر ده دمخه په نړیواله راشه درشه کېوتي و: په لوېدیځ کې فارسیان، په ختیځ کې د هند د نیمې وچې ولسونه او یو لږ مهال په شمال کې روسان. له نړۍ سره په دغو محدودو تاریخي روابطو کې چې موږ یې بېلګېموندلی شو، دده د ستونزې سټه هم په دغه پردۍ کړکۍ ده. په لوېدیځ کې د پښتانه تصویر د همدغو ګاونډیو ولسونو د تعریف پر بنسټ جوړ شوی دی چې له مخې یې پښتون داسې یو څوک دی: مغرور، دودپال، قهرجن، مکار، بې تمدنه، بې وعدې، سر ټمبه، خرافاتي، قانون ماتوونکی، جاهل، کینه کښ، غچ اخیستونکی او داسې نور.
    د شلمې پېړۍ په پیل کې انګرېز ښوونکی ډبلیو ګېلبرسن په خپل اثر «د پوختو لومړني کتاب» کې د پښتانه تر تعریفولو وروسته له هغه سره د رابطېمحدودیت داسې بیانوي:
    «له (پښتانه) سره په خپله ژبه خبرې نشي کېدای او راشه درشه ورسره له منځګړو پرته شونې نده. په دې کې له دوو دلیلونو څخه یو شته: یا دا چې دی پخپله د خپلې ژبې د ورزده کړې وړتیا نلري او یا دا چې د خپل ولس او خپلو چارو په وړاندې بې تفاوته دی».
    پښتو او پښتنو ته پام هم د لوېدیځ تر ټولو قامونو دمخه انګرېزانو اړولی او دا کار یې لومړی د مذهبي او وروسته پوځي دلایلو پر بنسټ کړیدی. د لندن د ختیځ پېژندنې پوهنتون- سواس په یوه څېړنه کې راغلي دی: « له پښتو سره د مفاهمې د یوې وسیلې په توګه د انګریزانو مینه د ۱۹ پېړۍ له نیمایي څخه پیدا شوې ده. لومړنی مقصد چې پښتو پکې وکارېدله د انجیل خپرېدل و. د عیسویانو دا سپېڅلی کتاب لومړی ځل پر ۱۸۱۸ کال په پښتو راووت. وروسته بیا هغو انګریزي افسرانو چې د برتانوي هند په پښتنی سیمو کې یې دندې درلودې پښتو ته مخه کړه چې له یوې خوا له ځایي ولس سره بې واسطې وغږېدلی شي او له بلې خوا دغه ولس چې پښتو وایي، وپېژني.»
    په پښتونخوا کې انګرېز افسر جګړن راورټي د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې ظاهراً لومړنی کس و چې د لندن چارواکو ته یې د پښتنو د پېژندلو او پښتو زده کولو سپارښتنه وکړه او پخپله یې هم ورته یو ګرامر ولیکه چې څېړونکي یې په دې ژبه کې لومړنی بولي. که څه هم په شمال کې روسانو د پیترزبورګ پوهنتون له لارې د پښتو پېژندنې هڅې تر انګرېزانو دمخه پيل کړې وې، خو انګرېزي افسرانو د عملي اړتیاوو له مخې پاموړ پرمختیا ورکړه. په «بنو یازموږ افغاني سرحد» نومي کتاب (۱۸۷۶) کې اېس اېس توربورن پر پښتون قبایلي وګړي د هغه انګرېز د خبرو اغېز ته ګوته نیسي چې پښتو یې زده کړې ده. دی لیکي:
    «د هغه غرني پښتون خوښي چې انګرېز بادار یې ورسره دده په پښتو ژبه خبرې وکړي رېښتونې او ناپایه وي.»
    د «لومړني پوختو کتاب» لیکوال هم خپلو همفکرو ته د پښتو زده کړه په پښتني ټولنه کې د بدلون راوستلو یواځينۍ لار معرفي کوي او لیکي: «دا هغه قام نهدی چې په سپکولو او د خورا ډ*ېر زور په کارولو مات شي، که څه هم ښایي دا هماغه یواځیني څیزونه وي چې دی پرې سم پوهېږي. موږ ته اما په کار ده چې ددغه کس د پېژندنې لور ته لکه هغسې چې دی، دده د ژبې د زده کړې له لارې پر له پسې هڅه وکړو؛ پخپله دی او د هغه چاپېریال وپېژنو؛ هڅه وکړوچې له ده سره د کلک خو سم سنجول شوي، عادلانه او دده له مذهبي عقایدو، دودونو او هیوادنیو رسمونو سره په همغږي چلند دده جهالت او سرکشي لهمنځه یوسو.»
    خو څرنګه چې د پښتنو او پښتو لور ته د لوېدیځوالو هڅې پر پوځي بنسټونو ولاړې وې چې دواړه لوري پکې خوږ شوي، نو د نژدې کولو پر ځای یې هغویلا هم یو له بل نه لېرې کړیدي. دا هماغه پړاو دی چې د «پیرنګي» ټکی چې د انګریزيforeigner یا «بهرني» اړول شوې بڼه ده، د یوه خورا ناوړه غلیممترادف وګرځېد او پښتون کلتور ته ننه وت. له پیرنګي سره تړلی هر شی د کرکې وړ شو، د هغه د موخو او نیتونو په اړه شکونه پیدا شول او څرنګه چېپښتون د هېڅ «پیرنګي» په ژبه هم نه پوهېده یا لږ پوهېده، د سیمې منځګړو چې دده په استازیتوب غږېدل دغه واټن نور هم ژور کړ.
    د پښتانه څېره چې څه ډول په نولسمه پېړۍ کې د لوېدیځوال په سترګو کې جوړه شوې، په ۲۱ پېړۍ کې هم وانه وښته. دغه تصویر د راند موسسې غړي جوناه بلانک په دې وروستیو کې داسې ښودلی دی:
    «د پښتنو هره روغه په هماغه شېبه کې د حالت د ساتلو لپاره وي. که حالت واوړي، روغه او تړون هم ورسره د سترګو په رپ کې ځي. هر تړون د شخصي روابطو پر بنسټ جوړېږي او له هر پښتانه سره اړيکي یو خوځنده څیز دی. دا لکه د شنه بوټي په څېر دی چې پرله پسې به اوبه ورکوي، که لږ غفلت دې وکړ نو ټول تړاوونه وچېږي او مري.»
    بلانک چې په پښتنو کې کوم بدلون هم موندلی، له بده مرغه هغه هم مثبت نه دی او دده پر مادي کېدو او اخلاقي ورستېدو ټینګار لري، لکه چې لیکي:
    «پیسې په هره ټولنه کې ښې ایسي، خو د پښتانه تر ټولو لومړی له دې امله خوښېږې چې د خپل عزت لوړوالی پکې ویني… یعنې چې نوم یې لوړ شي او خلک ورته په درنه سترګه وګوري. هغه معاملې او تړونونه چې په خپل ولس کې د یوه قومي مشر عزت لوړوي، تر هغو معاملو چې ده ته یوازې د بهرني ګوډاګي نوم ورکوي، د پایېدو ډېره وړتیا لري.»
    له پيسو سره د پښتنو مینه په تېر کې هم راغلې او آن د نولسمې پېړۍ انګرېزانو هم بیا بیا یاده کړې ده. د همدغو انګرېزانو خبرې پر ۱۹۸۰ کال د هغه مهال د واکمن ببرک کارمل پلار جنرال محمد حسین د شوروي ځواکونو یوه قوماندان جنرال الکساندر مایوروف ته د مشورې په بڼه له سره داسې تکرار کړې وې: «اورېدلې به دې وي چې افغان ماتولی نشې، خو په پيسو یې پېرودلی شي!»
    ډنمارکي بشرپېژندونکي فریدریک بارت یادونه کړې چې پښتنه ټولنه لږ تر لږه د شلمې پېړۍ تر اواسطو پورې خورا بې پيسو یوه ټولنه وه. تجارت بد بلل کېده؛ په تنخواه له حکومت سره کار کول د غلامۍ انډول و؛ او هېڅ داسې قومي مشر چې ځانته یې څه ویل ددې جرات نه کاوه چې په حکومت کې دنده واخلي. بارت یادونه کوي چې د لوېدیځ د ډالرو سمندر د افغانستان په ټولو وګړو کې د پیسو نه سړېدونکی حرص رامنځته کړ چې پښتانه هم پکې راځي.
    بهرني څېړونکي دا مني چې پښتنه ټولنه هم د یوه ژوندي موجود په توګه اوښتې، خو دا اوښتنه ددې پر ځای چې د پښتنو رنګ ښه کړي، لا یې بد کړیدی. د بي سي جورنال په نامه د یوې مجلې لیکوال رابرت کېمپ په همدې تړاو وایي:
    «د هغو دلیلونو له امله چې د افغان ټولنې په نورو برخو کې یې بدلونونه راوستل، پښتانه هم په تېرو دېرشو کلو کې له ژورو بدلونو څخه تېر شوي چې په دوی کې یې د افراطي کېدو کچه تر هر بل افغان قوم لوړه کړې ده. ښایي په دې کې د ډیورنډ لیکې پر دواړو خواو د شوروي د راتګ خلاف مبارزه کې د پښتنو ګډې ښکېلتیا ونډه لرلې وي. طالبان چې د نورو خبرو ترڅنګ محافظه کار مذهبي عقاید لري، د یوه پښتني جوړښت په توګه هم پاتې شوي او دې کارهم د نورو پښتنو په افراطي کولو کې ونډه درلودلې ده. د ډیورنډ لیکې په اوږدو کې د روان ترخه غبرګون سټه هم ښایي په هغو هڅو کې نغښتې وي چېغواړي په یوه کلیواله، دودیزه او قبایلي ټولنه کې د اوس مهال تمدن ور وتپل شي. ځینې پښتانه ښایي له یاغیانو سره د ملګرتیا له لارې غواړي د بهرنیوفلمونو، لیبرالو نظریو، نشه یي توکو او له ښځو څخه د ټولنیزو محدودیتونو د پورته کېدو مخه ونیسي.»
    په دې ډول نو هاغه د مرحوم سیال خبره، «تر سلو قیامتو وروسته هم » پښتون د بهرنیانو له نظره لا اوس هم د تنګ نظرۍ او افراطیت په هماغه «زاړه قبر کې پروت دی» چې د اړولو هيله یې نشي کېدای. د اوښتون لپاره د پښتنو د نه چمتو کېدو اصلي دلیل هم د دوی په قبایلي او کلیوالي جوړښت کې بلل کېږي.لوېدیځوال چې کله د افغانستان قومونه سره پرتله کوي، ناپښتانه ښاري شوي متمدن وګړي بولي چې نه یوازې اوسمهالي کلتوري او ټولنیز بدلونونه په ورینتندي مني، چې پخپله یې په خپرولو کې ونډه هم اخلي. خو د پښتنانه په اړه نظر هغسې دی چې دوه سوه کاله پخوا و . دغه نظر «د پښتنو خلاف زموږ جګړې» نومي کتاب کې خورا جوت راغلی دی. د کتاب لیکوال انتول لېوېن چې په لندن کې د کینګز کالج استاد دی، وایي:
    «له بده مرغه د پښتنو غوڅ اکثریت لا هم په کلیو کې ژوند کوي، یا په دې وروستیو کې ښارونو ته کډه شوي چې لا یې هم د ښاري ټولنې پرانستی چلند نهدی زده کړی. غملړلی واقعیت دادی چې د پښتنو په منځ کې لا هم داسې یوه پراخه ولسي کتله نده رامنځته شوې چې د لیبرالو اصلاحاتو لاره پرانیزي یا لږ تر لږه ددغو اصلاحاتو ملاتړ وکړي او یا پښتانه ځوانان دې ته رامات کړي چې د طالب لپاره د جنګېدو پر ځای د ځان لپاره وجنګېږي.»
    زما له نظره په پښتنو کې د ځان د بدلولو اړتیا اوس تر هر بل وخت ډېره ستره ده. دا بدلون تر ټولو لومړی مخامخ له نړۍ سره په مراوده کې راځي، په خبرواو راشه درشه راځي. له ښه مرغه چې اوس د بهرنیو ژبو زده کړې د واسطو اړتیا هم له منځه وړې ده.
    شکاکیت، کرکه، نه زغم، په پرېکړو کې بیړه، مخقضاوتونه، له مرکز تېښته، ځان بروالی، باټې وهل، خپلې نیمګړتیاوې په بل اړول، مرورېدل، ابدي کینه، ابدي دوستي، ړانده باورونه، خرافاتي والی، خپل ځان د نورو لپاره سېزل، بېځایه قناعت او دې ته ورته نور او نور لرې کول او غورځول غواړي. پښتون باید په ټینګه له نړۍ سره خپل روابط له هېڅ اسرې او پلمې پرته له سره تعریف کړي او پخپله خپل نوی او متمدن انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

  • #2

    زما له نظره په پښتنو کې د ځان د بدلولو اړتیا اوس تر هر بل وخت ډېره ستره ده. دا بدلون تر ټولو لومړی مخامخ له نړۍ سره په مراوده کې راځي، په خبرواو راشه درشه راځي. له ښه مرغه چې اوس د بهرنیو ژبو زده کړې د واسطو اړتیا هم له منځه وړې ده.
    شکاکیت، کرکه، نه زغم، په پرېکړو کې بیړه، مخقضاوتونه، له مرکز تېښته، ځان بروالی، باټې وهل، خپلې نیمګړتیاوې په بل اړول، مرورېدل، ابدي کینه، ابدي دوستي، ړانده باورونه، خرافاتي والی، خپل ځان د نورو لپاره سېزل، بېځایه قناعت او دې ته ورته نور او نور لرې کول او غورځول غواړي. پښتون باید په ټینګه له نړۍ سره خپل روابط له هېڅ اسرې او پلمې پرته له سره تعریف کړي او پخپله خپل نوی او متمدن انځور نړۍ ته وړاندې کړي.


    Please read at least this part of the article and you will see how much badlun/change Pashtuns need to introduce in their polity and society as well as mentality and approach to life.

    Comment

    Working...
    X