Announcement

Collapse
No announcement yet.

دافغان ملی پوځیانو پرمختګونه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • دافغان ملی پوځیانو پرمختګونه

    اوس محال افغان ملی پوځیان د ټول افغانستان د امنیت چاری په لاس کې لري او پرله پسې پر مختګونه کوي. په تیره یوه لسیزه کې افغان ملی پوځیانو خپل شمیر او وړتیاوي ډیري کړي او هغه امنیتی پر مختګونه چې د امریکا او ناتو لخوا شوي دي په ښه توګه یي ساتلی دي. د بی شمیره نورو لاسته راوړنو تر څنګ یوه ډیره مهمه او ارزښتناکه لاسته راوړنه چې ملی پوځیانو تر سره کړي ده دا ده چې اوس هوایي پوځیان کولي شی پرته له مرستي او په خپلواکه توګه ټپیان د جګړي له ډګر څخه د هوا له لاري انتقال کړي. دغه لاس موندنه نه یوازي هوایی ځواکونوته بلکه ټول افغان پوځ ته روحیه او مورال ورکوي.
    د روان کال د نوامبر په پنځمه د ناتو عمومی منشې اندرس فو راسموسن یو مطبوعاتی کنفرانس ته وویل: " افغان پوځیان به ددي وړتیاوي ولري چې وروسته له ۲۰۰۴ کال څخه امنیتی چاری په بشپړه توګه په خپل لاس کې ونیسي"
    ستاسو په اند دوي لویې ستونزي چې ملی پوځیان به له هغو سره مخامخ شي کومي وې؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
    U.S. Central Command

  • #2
    dere khey khabarey di kho aya qami zwakuna ba da talibano da zaan margi briduno aw da noro hamlo makhniwey ukrhey shi? aw pa zwakuno ke bayad tol afghanano ta brakha warkrhey shi

    Comment


    • #3
      Originally posted by badlun View Post
      dere khey khabarey di kho aya qami zwakuna ba da talibano da zaan margi briduno aw da noro hamlo makhniwey ukrhey shi? Aw pa zwakuno ke bayad tol afghanano ta brakha warkrhey shi
      بدلون خانه
      هره ورځ افغان ملی پوځیان ځانمرګ بریدکونکې نیسی او یا یی هم وژنۍ. ددغه پوښتنې ځواب می په سیاسی خبروکې هم درته لیکلی دي
      په درنښت
      حشمت

      Comment

      Working...
      X