ولس د انتخاباتوله ارزښت د منتخب ولس مشر او پارلمان له شتون څخه انکار نه شي کولاى. انتخابات د حکومت جوړولو يوه غوره لاره ګڼل کيږي په دې شرط چې له هر ډول لاس وهنو، بې ځايه سيا ليو، قومي او قبيلوي کرکو، بشپړو ناپوهيو ، او په تيره بيا له کورنيو او بهرنيو دسيسو څخه په امن کې پاتې وي.او د ټولنې، تاريخ، هويت او ملي منافع ذهني او عيني واقعيتو نه په رښتينۍ توګه په کې تامين شي.د کاذبو، ظاهري او چاپلوسو او کاسه ليسو ډلو ټپلو، ژبنيو توپيرونواو ناپوهو کسانو مخه ونيول شي او کار اهل کار ته په پوره ا ما نت و سپارل شي. انتخابات هغه وخت ګټور دى چې عدالت، مساوات، انصاف او د اسلامي نصاب معيار ونه ور سره ملګري وي په دې وخت کې مونږ دې ته اړه نه لرو چې سهار او مازيګر په خبرونو کې تکرارا د شفاف ، صاف او چالشونو په کلمو باند ځانونه خوشحاله کړو او يا دومره دموکراسي ناري ووهوچې د قلم ، پوهې، تګلاري نرخ رانه هم ورک او هير شي . د موکراسي دومره نېغه نېغه کرو چې بيا همدا لنډې او بوچې ميډيا کې کارپوه اويا اګاه امور را نه جوړ شي.! عام ولس بايد د نرخونو په ليست په دې پوه شي چې رايه ورکول يو ستر او تاريخي مسوليت دى او قيمت نه لري ، دميراث او قدرت خبره نه ده ، د پښتون او تاجک خبره نه ده بلکه د ټولو قومونو او قبيلو ګډ پيغام دى. هغه څه نه دى چې اوس په ډير ماهرانه تبليغاتوکې په دې او هغې پلمې نوم باندې خپرونې لري په تيره بيا د خوشحال ډزو خلک او دار ودسته بل فرهنګ ته نڅا کوى او خپل بد ورته بريښي . دا ټول له يوې سرچينې اوبه خوري! ډيره ناوخته خبره او هياهو دى. ددې مسوليت په وړاندې هر ډول چم، خيانت، اسراف او بې ځايه مرادرې پيسې مصرف کول په هېڅ تو ګه د ملت له ابادۍ، پر مختګ، بيدارى او سرلوړي سره مرسته نه شي کولاى ځکه دا ټول د هغې وينا سره په تضاد کې دي کوم چې تاسې ېې د پارلمان پر ديوال وينې چې ليکل شوى : \" واعتصمو بحبل الله جميعا ولا تفرقو \".دا ډيره ستره وينا ده او ددې وينا عملي کيدل په هېواد کې هرډول ستو نزو له منځه وړي او بې له عمله په خپلو سترګو کې خاورې شيندل دي، له واقعيت څخه ليرې کار کول او د خلکو لپاره يو ستر مصيبت دى چې نه ېې خداى(ج) خوښوي او نه ېې د هغه پيغبر رسول اکرم (ص) . دې کې هيڅ شک نه شته چې له ناکامه زعيم ټاکلو او زهير پارلمان وروسته به هېڅ مثبت بدلون را نه شي. حکومت به لکه همدا اوس د ولسوالي او ولايت له سطحې پورته نه شي او يوازې د يوې ډلې خلک نه شي کولاى چې د افغانستان ټول ملي منافع په هيواد کې تامين کړي. طبيعي خبره ده چې دوى دولس کاله به په يوه دايره کې محصور پاتى شو کوم چې په فردي ا ړيکو، خوشامنديو، زور او واسطو يو د بل ګټې په ساتلو سر ه همکار او همګام دي. نو دا علت وه چې د افغان ولس بده ورځ بدله نه شوه او ټول ولس له همدې سترې ناروغي څخه شکايت لري.زمونږ ددين،خلکو، خاورې او کلتور ناپوهان او دښمنان به له هرډول تيريو، توطيو او لانجو څخه کار اخلي خو دا زمونږ د ولس مسوليت دى چې څه ډول دريځ بايد غوره کړي،سم انتخابات د افغانستان د مشکلاتو مخه نيسي او په ډير کم وخت کې به د هيواد ټولې برخې سمسورې شي که دغه کار څو لسيزې د يوه منظم او ا ګا هانه مکانيزم په توګه رامنځ ته شوى واى نو اوس به افغانستان ددوهم جا پان نوم غوره کړى واى سره ددې چې افغانستان او جاپان په يو ه کال خپله خپلواکي تر لاسه کړي ده او د خپلواکي همزولي دي خو مونږ لا تر اوسه ددې کاروان په پاې کې د پاى خواته روان يو او ډيرې اجتماعي، اقتصادي، سيا سي او نورې مدنې برخې مو يوازې په لاپو او شا پونښتې دى چې هيڅ ګټه نه لري.ملت مو په ناولي سياست کې راګير کړي چې هيڅ ورنه نه جوړيږي. ددې کاسو او کپړيو دولس کاله پوره شول نور د ګټې وړ نه دى او با يد بدل شي .
د ميرويس خان هوتک اود افغانستان ملي زعيم تګلارى دافغانانو لپاره ستر پيغام ګڼل کيږي.
ريدی خان مومند د ميرويس يو ملګری په خپل کتاب محمود کې اصفهان ته دميرويس خان دا څلورم سفر بولي او وايي:
دا څلورم وار دی چې را ځم سلطانه
عرض د ظالم د لاسه کړم سلطانه
سلطانه ګوره پرځان رحم وکوه
خپل کلی کور په اورمه ورانوه
ګرګ دی ايله کړ پر رمه شو شبان(شپون)
جور او ستم کاندي بی حده ګرګين خان
وروسته ميرويس خان وطن ته د حج د فريضي د ادا کولو په پلمه غوښتل ولاړ شي او سلطان حسين صفوي چې هم يو ډېر مذهبي پاچا ؤد تلو يې مانع نه شو او اجازه نه ورکول يې ګناه ګڼله.
ميرويس په دی کال حج ته ولاړ اودعربستان د ملايانو او روحانيونو سره يې د ګرګين د ظلمونو او پښتنو د خلاصولو دپاره فتوا ځني واخيسته.
لکه چې ريدی خان مومندي وايي:
ولاړ د شپې يې په يثرب کافر ياد
رسول د خدای ته چې سو عوام برباد
ستا پر امت راغی د ظلم دوران
واوره رسوله ددی قوم فغان
پښتون خو ستا په نامه ځان کړی فرار
ای خيرالناس! واوره ته يې ندا
وژغوره دی ته دظالم له لاسه
ګرګين د منځه دپښتون وبا سه
ستا په نامه دی کلمه ګويه پښتون
نه به شی هيڅکله له تا نه راستون
مرګ او ژوندون مو داسلام له پاره
ستا د دربار ستا دسلام د پاره
مه موکړه هير خير الورای رسوله
فخر کونين نور الهدای رسوله
اوښکي مې څاڅې پر در باريم ولاړ
قوم شو په اور د ظلم ټوله لټار
يوار نظر وکړه پر موږ چې شو وړ
و ظالمانو ته ترڅو به يو پړ
ستا لطف او مهر دی شامل پر جهان
هر خراب زړه دی ستا په مهران ودان
که ستا نظر نه وی خراب دی پښتون
په اور د ظلم تور کباب دی پښتون
وژغوره زموږ نام او ناموس له بيداد
کړوبی ناموس ظالمانو برباد
سرکه را پورته زموږ حال و ګوره
د ظالم ظلم بدا حوال وګوره
په درناوي
د ميرويس خان هوتک اود افغانستان ملي زعيم تګلارى دافغانانو لپاره ستر پيغام ګڼل کيږي.
ريدی خان مومند د ميرويس يو ملګری په خپل کتاب محمود کې اصفهان ته دميرويس خان دا څلورم سفر بولي او وايي:
دا څلورم وار دی چې را ځم سلطانه
عرض د ظالم د لاسه کړم سلطانه
سلطانه ګوره پرځان رحم وکوه
خپل کلی کور په اورمه ورانوه
ګرګ دی ايله کړ پر رمه شو شبان(شپون)
جور او ستم کاندي بی حده ګرګين خان
وروسته ميرويس خان وطن ته د حج د فريضي د ادا کولو په پلمه غوښتل ولاړ شي او سلطان حسين صفوي چې هم يو ډېر مذهبي پاچا ؤد تلو يې مانع نه شو او اجازه نه ورکول يې ګناه ګڼله.
ميرويس په دی کال حج ته ولاړ اودعربستان د ملايانو او روحانيونو سره يې د ګرګين د ظلمونو او پښتنو د خلاصولو دپاره فتوا ځني واخيسته.
لکه چې ريدی خان مومندي وايي:
ولاړ د شپې يې په يثرب کافر ياد
رسول د خدای ته چې سو عوام برباد
ستا پر امت راغی د ظلم دوران
واوره رسوله ددی قوم فغان
پښتون خو ستا په نامه ځان کړی فرار
ای خيرالناس! واوره ته يې ندا
وژغوره دی ته دظالم له لاسه
ګرګين د منځه دپښتون وبا سه
ستا په نامه دی کلمه ګويه پښتون
نه به شی هيڅکله له تا نه راستون
مرګ او ژوندون مو داسلام له پاره
ستا د دربار ستا دسلام د پاره
مه موکړه هير خير الورای رسوله
فخر کونين نور الهدای رسوله
اوښکي مې څاڅې پر در باريم ولاړ
قوم شو په اور د ظلم ټوله لټار
يوار نظر وکړه پر موږ چې شو وړ
و ظالمانو ته ترڅو به يو پړ
ستا لطف او مهر دی شامل پر جهان
هر خراب زړه دی ستا په مهران ودان
که ستا نظر نه وی خراب دی پښتون
په اور د ظلم تور کباب دی پښتون
وژغوره زموږ نام او ناموس له بيداد
کړوبی ناموس ظالمانو برباد
سرکه را پورته زموږ حال و ګوره
د ظالم ظلم بدا حوال وګوره
په درناوي
