Announcement

Collapse
No announcement yet.

پښېمانه جوړه، له عبدالله سره د حزب اسلامي 

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پښېمانه جوړه، له عبدالله سره د حزب اسلامي 



    موږ په مدرسه کې د يونان پخواني منطق او فلسفه لوستل چې مهم بحث يې جزء لا يتجزا و، چې په معاصر علم کې ورته ايټوم وايي. جزء لا يتجزا د دوی په وينا هغه ذره وه چې نه تجزيه کېدونکې ده. موږ ته هغه کتابونه تدريسېدل چې سوونه کاله مخکې ليکل شوي و او د ليکوال په باور په دنيا کې جزء لايتجزا هم شته. دوی ملامت نه و، هغه مهال ساينس وده نه وه کړې او عام باور همدا و، چې ايټوم نه تجزيه کېږي، خو وروستيو ساينسي تجربو او واقعيتونه دا معادله سرچپه ثابته کړه. اوس خو ايټوم هم تجزيه کېږي او نور ذرات ترې جوړېدای شي.
    د حزب اسلامي په اړه هم پخوا نظر داسې و، چې دا په ګلبدين حکمتيار باندې ډېر ټينګ ولاړ دي او که مري که پاتې کېږي، نو د ښاغلي حکمتيار تر سيوري لاندې به روان وي. مقصد سم دم هغه زموږ د مدرسې د ملايانو جزء لا يتجزا يې ورڅخه جوړ کړی و. خو اوس چې ورته ګورم دا جزء لا يتجزا نه دی، بلکې په ډېرو وړو وړو کتلو تجزيه کېدای شي. لنډه يې درواخلئ، ښاغلی ارغنديوال او کابينه يې له عبدالله عبدالله سره روان دي. د دوی حافظې د نويمو کلونو ډز و ډوز هېر کړی دی، چې له عبدالله او د هغه له ملګرو سره يې درلود. خالد فاروقي، په بله خوا روان دی. نوموړی خو ددې کريډيت هم لري چې وايي امريکا سټينګر توغندي په لومړي ځل ده ته ورکړل چې د افغان دولت او روسانو الوتکې پرې وولي، کېدای شي اوس هم د همدغسې يوې مرستې په تمه وي. ښاغلی سباوون خو لا هم په ارګ کې خپله حاضري امضاء کوي، خو د خالد فاروقي په څېر دی يې هم د ارغنديوال په کاسه نه خوري. هلال صاحب هم بېله کيسه روانه کړې ده، چې له کبله يې حکمتيار صاحب غوسه شوی او دی او ارغنديوال صاحب دواړه يې سياسي عاق کړي دي. د پکتيا والي جمعه خان همدرد بيا خپل دربار لري، هغه بيا تر ټولو وړاندې روان دی او که خان يې په ياران يې متل د ارغنديوال حزب اسلامي ته مخکې مخکې کوي. په تخار کې د حزب اسلامي تر ټولو سترې کتلې له حزب اسلامي سره خدای پاماني کړې ده. په دې نژدې ورځو کې به حزب اسلامي نورې څانګې هم ولري او دا ونه به لا ګوره شي. ځکه نو اوس حزب اسلامي جزء لا يتجزا نه دی، بلکې تر هغه به تجزيه کېږي چې وروستۍ ذره يې پاتې وي. وخت د حکمتيار کارېزما هم له کاره وغورځوله.
    د حزب اسلامي رايې:

    عبدالله عبدالله هم اوس پخپله له دې پوښتنې سره مخ دی، چې د انجنير محمد خان په ټاکنه يې کومه ګټه وکړه؟ انجنير محمد خان د ښاغلي ارغنديوال د حزب اسلامي مهم مشر دی چې يو وخت حکمتيار ته د نژدې کسانو په ډله کې و او ان د هغه د اطلاعاتو مشر هم پاتې شوی دی.
    له غزني څخه ولسي جرګې ته کانديد دغه پخواني وکيل په دويم ځل هومره رايې هم پوره نه کړې چې بيا پرې ولسي جرګې ته راشي، دا ځل يې نيت کړی دی چې عبدالله عبدالله بريالی کړي. ممکن يو څوک ووايي، چې دی يوازې د غزني د قرباغ په رايو حساب نه کوي، بلکې د حزب اسلامي رايې به له ده سره وي، خو دا خبره ځکه د منلو وړ نه ده چې حزب اسلامي لا له مخکې څو ټوټې دی.
    د حکمتيار د پلويانو رايې کېدای شي هېڅکله د ښاغلي ارغنديوال يا انجنير محمد خان په برکت د عبدالله په صندوق کې و نه لوېږي. شونې ده د جمعه خان همدرد پلويان هم د ځينې محلوظاتو له کبله د ښاغلي هلال ملا ور وتړي، خو خالد فاروقي او ښاغلی سباوون چې څو پلويان لري ممکن هغوی يې بل داسې کانديد ته رايې ورکړي چې پر بريالي کېدو يې باوري وي.
    د حزب اسلامي يوه بله لويه کتله هم شته چې په سياست کې هومره مطرح نه دي خو رايې يې کېدای شي پرېکنده رول ولري. دا په شمال کې په تخار او بدخشان کې حزبيان دي. د بدخشان د اکثرو حزبيانو رايه ممکن استاد سياف ته ولاړه شي او د تخار د هغو رايه به درېيم کانديد ته ځي چې همدا اوس يې په اړه خبرې روانې دي. پر دغو رايو ځکه ډېر حساب په کار دی چې تېر ځل يې په شمال کې د ولسمشر کرزي د رايو سلنه ډېره لوړه بېولې وه.
    عبدالله عبدالله هم اوس پر دې پوهېدلی دی، چې انجنير محمد خان يې د غاړې بار دی او که يې د انجنير محمد خان پر ځای له کوم بل پښتون تکنوکرات سره لاره وړې وای ممکن ډېرې رايې به يې ګټلې وې. له بلې خوا د حزب اسلامي پښېماني هم تر عبدالله کمه نه ده. هغه مهال چې جمعيت او بيا شورای نظار ووېشل شوه، نو عبدالله يوازې پاتې شو او لږو ډېره رايه يوې او بلې خوا ته ولاړه. د حزب اسلامي تېروتنه دا وه چې خپله محاسبه يې د واقعيتونو پر ځای په خيالي نخشو يا Fantasy باندې ولاړه ده. دوی تلواره وکړه او له يوې غټې کتلې څخه جلا شو چې پايله يې دا وه شوه چې نه يې پردی ملاتړ راخپل کړ او نه هم خپل قوت ورپاتې شو.
    ننګوونکې ټاکنې:

    اوسنيو ټاکنو د نوماندانو په ډله کې درې مطرح کسان، ډاکټر اشرف غني احمدزی، ډاکټر عبدالله عبدالله او قيوم کرزی حسابل کېږي. ممکن ځينې خلک په ټاکنو کې پر دې حساب وکړي، چې يو کانديد ډېر مشهور دی، هغه بل بيا زور او زر لري او هغه بل بيا حکومتي ملاتړ لري، هغه بل په قومي حسابونو کې مخکې دی، خو اوس شرایط د ۲۰۰۹ کال په پرتله توپير کوي. خلکو د کانديدانو ژمنې هم ولېدې او عمل يې هم وليد، اوس پوهېږي چې له چا سره چې پروګرام نه وي له هغه سره تګ بې مانا دی. زما يوه پوښتنه دا ده چې فرض کړئ عبدالله عبدالله نن بريالی شو، څنګه حکومت به کوي، هغه چې د بهرنيو چارو وزارت اداره نه کړای شي، نو د حکومت به يې څه حال وي. که قيوم کرزی بريالی شي څه به کوي؟ اصلي خبره د تګلارې ده چې په دې برخه کې اشرف غني احمدزی تر ټولو مخکې دی. د اشرف غني مهم خصوصيت دا دی چې کومه خبره کوي هغه عملي کولای هم شي او دا په ماليې وزارت، کابل پوهنتون، د لېږد په بهير او د هغه په نورو دندو ثابته شوې ده.
    خو ټاکنې به داسې هم نه وي چې خلک به ټول په اشرف غني باندې سلا کوي. د افغانستان په سنتي ټولنه کې لوی قومونه څه ان واړه واړه هم مطرح دي او له ډېرو مسايلو سره قومي چلند کېږي. ممکن يو شمېر نوماندان د قوم پره پورته کړي او له همدغې لارې د رايو خيرات وغواړي. ځينې کېدای شي جهاد، ګوند، لږکی او ډېرکی او ځينې نور مسايل رامخې کړي چې دا ټول پخپل وار سره په رايو باندې تاثير لري له همدې کبله دويم پړاو ته د ټاکنو د وتلو اندېښنه شته. موږ په ۲۰۰۹ کې هم دويم پړاو ته د ټاکنو د وتلو تجربه وکړه، خو زموږ شرایط اوس هغسې نه دي.
    هغه مهال امريکا له ولسمشر کرزي سره په دښمني کې د افغانستان ټاکنې وننګولې او دويم پړاو ته يې و ايستلې. که دا کار رښتيا هم د عبدالله عبدالله د رايو د ډېرښت له کبله شوی وای، نو هغه عبدالله چې زه پېژنم هېڅکله به هم ارام نه وای کېناستلی او په دويم ځل ټاکنو کې به يې برخه اخيستې وه. د تېرو ټاکنو پر مهال مې له ښاغلي عبدالله سره مرکه کوله، ترې ومې وپوښتل چې که ناکام شې څه به کوې؟ هغه په ډېره تونده لهجه وويل: زه ناکامېږم نه، خو که درغلي را سره وشوه نو کوڅو ته به راووځو.
    خو دا ځل د رايو د وېش له کبله د دويم ځل ټاکنو شونتيا شته. خو که دويم پړاو ته هم ټاکنې وځي او کومه لويه معامله و نه شي نو حزب اسلامي او عبدالله يې د ګټلو چانس نه لري. دوی هغه پره ډېره پخوا بايللې چې دغه ميدان پرې ګټلی شي ځکه بايد بيا هم د کوڅې او تاوتريخوالي افشن ته لاس واچوي او په دولت باندې د نيمه کودتا هڅه وکړي.
    له محور ورځپاڼې په منننې.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

  • #2
    der xa likal di muhemey khabarey ye pakey wrhandey karhi di ,,,abdullah aw da engineer muhammad khan arhikey aw stonzey me pa wrhambi zal wawredaley ,,,wayee che abdullah ye na shi gataley ...na pohegam che hizbe islami sumra votona darloodi

    Comment

    Working...
    X