Announcement

Collapse
No announcement yet.

ایاامریکا سره دامنیتي تړون لاسلیک اړین دی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ایاامریکا سره دامنیتي تړون لاسلیک اړین دی

    دتېروڅه لپاڅه دوه کلونوراهیسې ویل کیږي چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه اوځي اوکله بیا بهرنیان وایي چې ځینی امریکایي پوځیان به دامنیتی تړون دلاسلیک په ترڅ کې پاتې کیږي ، کله دامریکا دبهرنیوچارووزیرجانکیري دافغان دولت ته دیوه اختارپه توګه وايي که چېرته له دوی سره ددوی په خوښه امنیتی تړون لاسلیک نه شي نودوی به دخپلوپوځیانوشمېرپه افغانستا ن کې صفرته راښکته کړي ، کله اوباما وايي چې مونږپه افغانستان کې خپلې دولس کلنې لاسته راوړنې له لاسه نشوورکولای ، یعنی له ۲۰۱۴ کاله وروسته به هم زمونږ دلاسته راوړنودساتلولپاره زمونږ پوځيان په افغانستان کې پاتې کیږي ، کله هم بارک اوباماويی چې په افغانستان کې پوځيان زمونږ مړه کیږي اوپه افغانستان کې دمعدنونومهم قراردادونه چین نیسي همدارنګه جمهوررئیس کرزی وايی چې ناټوپه افغانستان کې په خپل دولس کلن ماموریت کې پاتې راغلې ، دافغانستان دامنیت اوثبات لپاره یې کارنه دی کړی ، اوکله وايې چې امریکا غله ته وايی چې غلاوکړه اودکورمالک ته وايي چې خپل کوردې وساته کله هم وايی چې له امریکا سره دامنیتي سند دلاسليک اوپاتې کېدونکوپوځیانودخوندیوب لپاره به لویه جرګه راغواړي ، کله بیا کرزی وايي چې دامریکایي پوځیانوپاتې کېدل دافغانستان په ګټه دي دافغان اوامریکا یي چارواکودغومتضادوخبرودافغانستان ولسونه اوس ترډېره بریده حیرن اوپه اندېښنوکې اچولي دی ، کله چې دافغانستان ولسونه ددوی خبرې پرتله کوي نوله خلکوسره هم ډول ډول سوالونه پیداکیږي .
    غواړم چې په پورته متضاد خبرواودخلکوپه اندیښنولنډه تبصره تاسې سره شریکه کړم اوپه دې هم یوڅه ولیکم چې امریکا اودهغوی ملګروپه افغانستان کې دتېرودولسوکونوراهیسې دافغانستان دولس په کټه کوم ګټورکارونه کړي که نه ؟ دوی دڅه لپاره اډې غواړي ؟ اوکه اډې ورکول شي اغیزې به یې په افغانستان څه وي ؟ اوافغان چارواکي باید دامریکا ددغې غوښتنې په اړه کوم ډول اقدامات وکړي ؟ که امریکايي ځواکونه په زوراویا دنوروبهانوله لارې په افغانستان کې پاتې شي له کوم ډول برخلیک سره به مخامخ شي ؟
    کله چې دامریکا په مشرۍ ناټوځواکنوپه افغانستان پوځي یرغل وکړاوددوي پوځیان افغانستان ته راغلل هغه وخت دافغانستان خلکوداسې هیلې درلودې چې ددوی په راتګ سره به په افغانستان کې مثبت بدلونونه رامنځ ته شي ، دافغانستان خلک به دارام ساواخلي ، افغانان به نورله جګړووژنواوویرونووژغورل شی خواوس ددولس کلونوپه تېرویدوسره ترډ یره بریده دافغانستان دخلکوهیلې په ناهیلیوبدلې شوي ، ځکه که په افغانستا کې دناټودولس کلن پوځي ما موریت ته په غورسره وګورواوله تېروحالاتوسره یې پرتله کړو باید ووایوچې ددوي له لومړي پوځي یرغله تردې دمه ورځ تربلې دافغانستان په مختلفواړخونوکې ستونزې زیاتې شويدي ، ددوی په دوره کې دوی دافغانستان بې وزله خلک په یوه اوبل نامه پرته له نامالوم جرم څخه ووژل ، زندانې یې کړل ، ښځې ماشومان سپینږي دواده زلمی اوپه نیکریزوسره لاسونه ناوې ګانې یې په ډیره بې رحمانه توګه ووژلې اوحتي دافغانستان بې وزله خلک په سپیویې وخوړل ، ډیری ودانې خونې یې ړنګې کړې ،په افغانستان کې دبشردحقوقودادارې دراپورونوله مخې چې ددوي په دوره کې نږدې ۱۵۰۰۰۰ زره بې ګنا افغانان شهېدان شويدي ، اودغه لړي اوس هم په پوره خرپ اوترپ کې روانه ده چې دجمهوررئیس کرزي په ګډون هیڅوک هم نشي کولای له بهرنیانوددغووژنوپوښتنه وکړي ،کرزي هم دیوه عام اوبې وزله وګړي په توګه په دغوظلمونواوښکې تویې کړي اوبهرنیانویواځې دبښنې په غوښتنه بسنه کړې ، دوی په خپله خوښه دافغانستان دملي ګټوپلورونکي اوددوی ګټوژمن چارواکي دافغانستان په خلکوحاکم کړل چې دخلکووینې غوښې اوحتی هډوکې یې وخوړل ، چې اوس افغانستان دبهرنیودتېري اودسیسو له امله د نړۍ په کچه دلومړیومفسدوهېوادونوپه کتارکې شمېرل کیږي ، دوی قصدا دافغانستان ګاونډی هېوادونه په ځانګړي توګه پاکستان له سیاسي اقتصادي اوپوځي پلوه دافغانستان دګټوپه خلاف سمبال کړ اودافغانستان په کورنیوچاروکې یې داسې بربنډې مداخلې وکړې چې دافغانستان په تېرتاریخ کې پاکستان هیڅ وخت دداسې لاسوهنوجرات نه وه کړی خوددوی دملاتړاوډاډله امله یې اوس هم لاسوهنې دوام لري اوهره ورځ دهغوی دلاسوهنوله امله بیګنا ولس وژل کیږي ، دبن ، توکیو، شیکاګواونورونړیوالوکنفرانسونوپه ټولوکړوژمنویې سترګې پټې کړې نه یې دافغانستان پوځ سمبال کړ، اونه یې په افغانستان کې دکومې بسټیزې مهمې اوعام المنفعه پروژې کارپیل کړ، ترڅوافغان حکومت اوافغانان داوږدې مودې لپاره له اقتصادي سیاسي اوپوځي پلوه دوی ته محتاج وي اوتل دوی ته دسوال لاسونه وغزوي ، دافغانستان پریمانه اوبه نوروته وردرومي خوافغانان اوس هم دبریښنا له غوره نعمت څخه بې برخې اوپه تورتياروکې ژوندکوي ، څه موده دمخه جمهوررئیس کرزي په وازکومې اعتراف وکړ چې ناټودافغانستان په امن اوثبات کې پاتې راغلې ، اوویې نه غوښتل چې په افغانستان کې سوله راشي اودافغانستان ولسونه هوسااوارامه ژوند ولري نن دافغانستان ولسونه هم دې پایلې ته رسيدلي چې دوی قصد دخپلواوږدمهالوګټودپایښت اوبقالپاره په افغانستان کې سوله نه غواړي که چېرته دطالبانوکوم مشرپه افغانستان اویا له افغانستان څخه بهردسولې خبرواتروته زړه ښه کوي دوی یې نیسي اودزندان دتورومیلوشاته یې غورځوي ، ډيرې داسې بیلګې شتون لري چې دوی په لوی لاس دجګړې دواړولوریویعني افغان دولت اوددولت مخالفینوته وسلې وېشلي دي ، چې نږدې دوه کاله د مخه دبهرنیو له خوا شمال ته په الوتکوکې دجنګیالیوپه لیږد خپله جمهوررئیس کرزی هم چپ پاتې نه شواوپه دې یې اعتراف وکړچې امریکا په الوتکوکې شمال ته جنګیالي ولیږدول ، دجګړه ماروډولوله انتقاله وړاندې په شمال کې امن اوامان وه ، خواوس هره ورځ هلته جګړې روانې دي اوبې وزله افغانان وژل کیږي ، دوی په افغانستان کې قومي تعصباتوته لمن ووهله لږکي یې واک ته ورسول اودافغانستان لوی اکثریت یعنی پښتانه یې په لوی لاس له خپلوټولوحقه حقوقومحروم کړل ، دوی دقوم سمت ژبې ، سیمې اوداسې نوروتوپیرونوله امله دافغانستان دقومونوپخوانی دوستي په دوښمنیوبدلې کړې ، اوویې هڅول چې خپل ورونه په خپلوکې سره ووژني ، دوی په لوی لاس دپښتنوپه سیموکې په زرګونو قومي مشران مخورروحانیون اوهغه خلک چې ملي ګټوته ژمن وه هغه يې دمختلفودسیسوپه پایله کې ووژل اوله خپلې مخې یې لرې کړل ، دوی دافغانستان دڅوخرڅوشويوپردیوغلامانوسره جرمني اونورښارونوکې دافغانستان دخاورې دوېش په اړه متعددې ناستې وکړې ،دوی په افغانستان کې ددیموکراسۍ له نامه څخه دناسمې کټې اخیستنې په پایله کې ډول ډول اخلاقي فسادونوته لارې پرانیستي اودافغانستان په څیریواسلامي هېواد اوسنتي ټولنه یې داخلاقي فسادونوپه مرکزبدله کړه، اوس پوښتنه داده چې دوی په لوی لاس پورته ستونزې رامنځ ته کړي نوایا په راتلونکې کې به وغواړي چې له خپل دریځه واوړي اوکه نه ؟
    دوی چې اوس له افغان دولت سره دامنیتي تړون دلاسلیک خبرې کوي اوکرزی غواړي چې دغه بارله خپلواوږولرې اوولس ته یې ورپه غاړه کړي اولویه جرګه راغواړي ایا دامریکا پاتې کیدونکي پوځیان به دافغانستان ولس اوحکومت ته ګټه ورسوي ؟ هغوی به دخپلوګټولپاره دلته پاتې کیږي اوکه نه دافغانستان دولس دګټودساتلولپاره پاتې کیږي ؟
    دپورته پوښتنوپه ځواب کې باید ووایم ، لکه څنګه مې چې مخکې ددوی له بربنډودسیسواوظلمونوپرده پورته کړه زه په دې باوریم چې دوی لپاره هیڅ وخت هم دافغانستان ګټې مهمې نه دي دوی دافغانستان دثبات لپاره نه پاتې کیږي بلکي دافغانستان له ستراتیژیک موقیعت څخه په ګټې اخیستنې غواړي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي .
    امریکا وايي چې دامنیتي سندله لاسلیک څخه وروسته به لس یاشپاړس زره امریکايی پوځیان په افغانستان کې پاتې کیږي ، که دوی لپاره دافغانستان دامن ساتل مهم وي دوی په خپلواودناټوپه یونیم لک عسکروونشووکولای چې دافغانستان امنیت ټینګ کړي نوبیا به څنګه وکولای شي چې په راتلوونکي کې په دغه کم شمیرپاتې کیدونکوپوځیانودافغانستان دامنیت وساتي ؟زه وایم چې دافغانستان خلک اوس دګاونډیوله مداخلوپوزې ته راغلي اودامریکایي چارواکوڅوڅوځله ویلي دي چې که له دوی سره امنیتي سندلاسلیک هم شي دوی مسئول نه دي چې دهغوی دمداخلومخه ونیسي ، نوکله چې دګاونډیومخه نه نیسي نوبیا خوباید په غوث اکثریت ووایوچې په افغانستان کې ددوی پاتې کیدلوته اړتیانشته .
    دافغانستان اوسنې کړکیچن اوستونزوډک حالت اوډول ډول داناامنیوپيښوته په کتنې سره ډیری کارپوهان دې نتیجې ته رسېدلي دی چې امریکایان په لوی لاس په افغانسان کې ناامنیی رامنځ ته کوي ترڅوعامه ذهنیت دیته چمتو کړي چې له دوی سره امنیتی سند لاس لیک شي ، تاسې وګوري څومیاشتې دمخه په ارګ بریدونه وشول ، څیړنووښوده چې دوه، زرې موټروڅخه بریدګروګټه پورته کړې وه ، اومالومه شوه چې دغه زرې موټرامریکا یي مسئولینوله یوه افغاني شرکت څخه په میاشتنۍ کرایه اخیستي وه چې اوس دوی اودافغانستان ملي امنیت دهغه افغاني شرکت دمالک په لټه کې دي چې دوی ورڅخه موټرپه کرایه اخیستي وه ، اوس وینوچې په مسجدونوکې چاودنې کیږي اوپه لمانځه ولاړمسلمانان دډول ډول پیښوپه پایله کې ژوند له لاسه ورکوي ، دلوی اخترپه لومړی ورځ دلوګروالي مرحوم ارسلاجمال ووژل شوو، ویل کیږي چې درې ورځې دمخه هلته امنیتي تدابيرنیول شوي وه ، سره له دې چې امنیتي تدابیرنیول شوی وه نوبیا ولي اوڅنګه ارسلاجمال ووژل شو؟ که دغه دول وژنې دبهرنیودسیسه نه وي نوولې دامنیتي مسئولینودپوره پوره هڅوپه پایله کې بیاهم یووالي خوندي نه دی ؟ ایا نورې جګړه مارې ډلې داتونايي لري چې دغه ډول پیښې یادچارواکووژنې رامنځ ته کړي ؟ اوس دارګ چارواکې هم په دې پوه شویدي چې په دغوپیښوکې بهرنیان اوپه ځانګړي توګه امریکایان لاس لري .
    داټولې هغه پوښتنې دې چې دافغانستان دحکومت اوولس شک په بهرنیوزیاتووي چې که په افغانستان کې شته ډلې هم دغه ډول وژنې ترسره کوي نوحتمي ده چې ټول امکانات ورته ددوی په خوښه اولاس برابریږي ، ترڅوپه نړیواله کچه دمسلمانانواوپه ځانګړي توګه دافغانانوپه اړه کرکه اونفرت زیات کړي ، اونړیوالوته داسې وښايي چې مسلمانان په مسجدونوکې هم وژنې اوبریدونه ترسره کوي اوهیڅ ډول دیني مقدساتوته درناوی نه لري
    لنډه داچې زه دیوه افغان په توګه په افغانستان کې دامریکایي پوځیانوپاتې کیدل په زیان بولم ، اوزه په دې باوریم چې دوی به هیڅ وخت هم دافغانستان په ګټه قدم پورته نه کړي ، اوکه چېرته دوی ته دیوه تړون په ترڅ کې لویه جرګه اویا په کوم بل ډول ددوی دپوځیانوپاتې کیدل تائید شي زه وایم چې دوی به دتړون خلاف کړنې ترسره کوي اوبیا به دملګروملتونودسازمان په ګډونوهیڅوک هم ونشي کولای چې دوی دتړون په موادوکړې ژمنې ته راوګرځوي ، ځکه امریکایې چارواکې هروخت اوپه هرځای کې غولوونکي اودوکه مارثابت شوي ، اوهیڅ وخت په خپلوکړوژمنووفانه کوي ، اویا دافغانستان په څیریوکمزری اولاسپوڅی دولت چې تراوسه ځان ددوی احسان من بولي څنګه به وکولای شی چې دوی دتړون موادواوکړوژمنوته اړکړي؟
    دافغانستان جمهوررئیس که چېرته لویه جرګه راغواړي اوتش په نامه دولس استازې جرګې په نامه دامریکا دپوځیانوشتون په افغانستان کې حتمي کوي اودیوه سند په ترڅ کې دهغوی موجودیت اوپاتې کیدل تائیدوي دانوبیا دافغانستان دولس په غاړه کې په لوی لاس دغلامۍ دپړي اچول اودافغانستان دپاکې خاروې خرڅول دي .
    جمهوررئیس کرزی چې په خپلوسترګوددوی تېرې نادودې ویني اوپه خپله یې دهغوی له اړخه له ځینومهموستونزوپردې پورته کړې اوپه ډاګه یې ویلي دي چې دوی دافغانستان دستونزورامنځ ته کېدولامل ګرځېدلي ، اوس باید کرزي اودراتلوونکې لویې جرګې غړي ریښتیني افغانان شي اوتېریادونه اوبهرنیوتېرې کړنې پوره پوره په پام کې ونیسي اوداطمعه ترې ونه کړي چې دوی به مونږ ته ګټې راورسوي امریکادنړۍ په ډېروهېوادونوکې پوځي اډې لري ددوی داډواوپوځیانوپه اړه داسې اسناد خپاره شوي چې دوی دشپې له خواله اډووتي اوپه میرمنویې جنسي تېري کړي ، خلک یې له خپلوپلرنیوټاټوبوکډې کولوته اړکړي دي ، زه وایم دوی به په لوی لاس دافغانستان دکورني امنیت دخرابولولپاره ځیني کورني اوبهرني جنګیالي په اډوکې په جګړه ايزووسایلوسمبالووي اوحتی دافغانستان له خاورې په ګټې اخیستنې به دګاونډيواوسیمې دهېوادونوپه چاروکې هم ډول ډول لاسوهنې وکړي ، اوحتمي ده چې دافغانستان په اړه به نورهم دګاونډیوذهنیت خراب اوخپلومداخلوته به دوام ورکړي ، دافغانستان طالبانوویلي دي که چېرته یوبهرنی هم په افغانستان کې پاتې کیږي نودوی به یې په وړاندې جګړې ته زورورکوي زه وایم امریکا ته دداوږدمهالواډورکول په لوی لاس په افغانستان کې دجګړې ددوام رامنځ ته کول دي .
    مخکې مې اشاره وکړی چې بارک اوبا ما وايی مونږ په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کاله څخه وروسته هم خپلې لاسته راوړنې له لاسه نه ورکوویعني که چېرته دافغانستان دولس اوحکومت زړه وي اوکه نه وي نودوی به خپل پوځیان په افغانستان کې پریږدي یعني دوی داهوډ کړی چې حتمي به پاتې کیږي ، زه وایم که چېرته دوی په زورپه افغانستان کې پاتې کیږي اویا داسې شرایط برابروي چې له دوی سره تړون ته لاره هواره کړي دانودابه بیا په راتلونکي کې په دوی هم ډیرې بدې اغیزې ولري زه په دې بارویم که دوی دزورله لارې په افغانستان کې پاتې کیږي ددوی برخلیک به هم دپخوانیویرغلګرولکه مقدوني سکندر، مغل ، جنګیز، روسانواوانګریزانوپه څیرله سترې اوغاښ ماتوونکي ماتې سره مخامخ شي ، دافغانستان اوسني په ستونزوکې راګیرله مجبورې ورځې خاموش ولس به راپورته شي اودوی به دتيروپه څیرپه ډيربدحالت له خپلې پاکې خاورې وشړي .
    ښه خبره داده چې تړون له امریکا سره لاسلیک نه کړي دتړون دلاسلیک پرځای په جګړه کې له ښکیلولوریوطالبانوحزب اسلامي اونوروسره په افغانستان کې دمخامخ خبروزمینه برابره شي اوهغوی په دې قانع شي چی دوي په راتلوونکي نظام کې خپل ځان خپل ملګري خپلې اودولس ګټې وویني ، دجرګې په غړواوجمهوررئیس کرزي غږکوم که چېرته دوی دافغانستان دملي ګټوخلاف له امریکا سره امنیتی سندلاسلیک کوي پړه به یې بیا دولس په غاړه نه بلکې دجمهوررئیس کرزي اودجرګې دهغوغړوپه غاړه وي چې څوک په دې اړه پریکړه کوي زه وایم که چېرته امریکایان بیا په افغانستان کې هرډول جنایات ترسره کوي دوی ورسره شریک اوپه ورځ داخرت کې به دافغانستان دمظلوم ولس لاس اوددوی ګریوان وي اوتاریخ به هیڅ وخت دوی ونه بښي
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

  • #2
    prekrha lasleek kawal na ghwarhi no aya qami zwakuna ba da talibano yawazey makhniwey uki?

    Taliban pa qudrat ke yawazey brakha na ghwarhi, haghoy pa tol afghanistan qabza kawal ghwarhi

    Comment

    Working...
    X