Announcement

Collapse
No announcement yet.

د اسلام لوی مخالف ( ارنولد فاندرون) حاجی سو

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د اسلام لوی مخالف ( ارنولد فاندرون) حاجی سو

    د اسلام لوی مخالف ( ارنولد فاندرون) حاجی سو

    خبري څانګه
    Larawbar.com 2013-10-20


    د سعودی عربستان ( البیان ) او ( عکاظ ) ورځپاڼی راپور ورکوی چی هغه هالینډئ فلمی ډایرکټر ( ارنولد فاندرون ) چی د رسول الله (ص) پر ضد یې خراب او له حقیقته لیری فلم جوړ کړی و ، وروسته له هغه چی څه موده مخکی مسلمان سو ، سږ کال حج ته هم راغلی دی .

    ارنولد وایی چی « کله مکې مکرمې ته رارسېدلی یم ، نو اوښکی می هیڅ نه دریږی... ما په اسلام کی هغه څه ومیندل چی په تیر ژوند کی پسی ګرځېدم... زه ځکه حج ته راغلی یم تر څو الله (ج) ته زارۍ وکړم چی تیر ګناهونه می وبخښی... زما هیله دا ده چی د توبې څخه وروسته می اوښکی ټوله ګناهونه را پاک کړی... »

    ارنولد زیاتوی چی ما د رسول الله (ص) په حق کی ډیره ګستاخي او بې ادبي کړې ده ، خو اوس چی کله بیرته هالینډ ته ستون سم ، نو د رسول الله (ص) د اصلی ژوند او عالی اخلاقو په باره کی به یو فلم تهیه کوم .

Working...
X