د پلټونکو پوځيانو نښه به څوک وي؟
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ دحزب اسلامي جنګيالي وايي له امريکايي ځواکونو سره دصفريو په نوم قطعې قومندان محمد منصف له دوى سره له اوږدې اړيکې وروسته خپله دنده پرېښې او له امريکايي وسلو، مهماتو، د شپې پرمهال دليدنې عينکواونورو جنګي وسايلو ډک ټانک يې په کونړ کې د حزب اسلامي جنګياليو ته سپارلى او په خپله هم له دغه ډلې سره يو ځاى شوى .
د کونړځايي چارواکي وايي امريکايي ځواکونه قهر وړي دي او ګواښ کوي، که يې توکې د جرګې له لارې ورته ونه سپارل شي، خورا درانه عمليات به وکړي.
د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يوه وياند هارون زرغون له يوه نا څرګنده ځايه ملي باور ته دټيليفون په کرښه وويل دامريکايي ځواکونو د قوماندې په اډانه کې دصفر يو هغه قطعه چې د شپې په چاپو وهلو او نورو عملياتو کې برخه اخلي، قومندان يې محمد منصف چې له دوى سره يې له ډېرې مودې راهيسې اړيکې درلودې؛ د وسلو او مهماتو يو ډک ټانک له امريکايي پوځې مرکزه ويستلى او د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې يې دحزب اسلامي جنګياليو ته سپارلى دى. زرغون وايي پنځلس امريکايي ماشينګڼې ، لس تفنګچې، دشپې کاريدونکې عينکې او دعملياتو پروخت دامريکايي ځواکونو دتکنالوژۍ نوروسايل په دغه ټانک کې وړل شوي دى.
انجنير زرغون وويل امريکايي ځواکونو وروسته له هغې چې ډېرقومي خلک يې دجرګو په بڼه د دوى جنګياليو ته لېږلي او غوښتنه يې دا وه چې د پيسو په بدل کې دغه وسايل بيرته ور وسپاري، خو کله چې حزب اسلامي دغه غوښتنې ونه منلې، اوس قهر وړي امريکايي ځواکونه په دغه سيمه کې دپراخو عملياتو لپاره تابيا نيسي.
د حزب دجنګياليو دغه وياند وايي جنګيالي په کونړکې له امريکايي بريدونوسره د مقابلې لپاره چمتو کړي دي او که امريکايان هرډول بريد وکړي، نو دوى به يې ځواب ووايي.
کونړ والي شجاع الملک جلاله خان ملي باور ته وويل د سيمې قومي مشرانو ته يې دنده سپارلې چې د حزب اسلامي له مشرانو سره د موضوع په تړاو خبرې وکړي، څو دغلته د پيښيدونکې احتمالي جګړې مخه ونيول شي .
د کونړ يوه امنيتي سرچينه د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې دحزب اسلامي جنګياليو ته ورغلې جرګه مار بينوا را ستانه شوي او امريکايي ځواکونه اوس غواړي درانه عمليات د شيګل په دره کې وکړي .
که څه هم دافغان پوځ د سرتيرو يوځاى کيدل دمخاليفوجنګياليو له ليکو سره ډير ليدل شوي خو له دامريکايي اسختباراتو په قومانده کې ددغه ځانګړي ځواک له منځه دا ډول پيښه کمسارې ګڼل کيږي .
له دې وړاندې د کونړ په غازي اباد کې يوه افغان پوځي محمود د خپل ټوپک خوله امريکايي ځواکونو ته وګرځوله او د څوتنو له مرګ ژوبلې وروسته نوموړى په سيمه کې د وسله والو طالبان ليکو ته ورغى، په ورته يوه بله پيښه کې د کونړ په سرکاڼو کې يو افغان پوځي افسر خپل ملګري ووژل او وسله والو ته واوښت خو هغه مهال دولت او بهرنيو ځواکونو دغه پيښې ډيرې جدې نه ګڼلې .
خو دا اوس د امريکايي پوځ دټيکنالوژۍ تښتول بهرني پوځونه په غوسه کړي دي .
وېره داده،چې که دغلته عمليات او جګړه وشي دتېر په څېر به بيا ډېرى ولسي وګړي د بهرنيو ځواکونو د بم غورځونکو الوتکو نښه وګرځي
