Announcement

Collapse
No announcement yet.

د یرغل تعریف د شخړی منځنی ټکۍ

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د یرغل تعریف د شخړی منځنی ټکۍ



    د رسنیو له لاری مې واوریدل چې د جان کیری او افغان ولسمشر ترمنځ د امنتي تړون په هکله اوږدی او ستونځمنی خبرې وسوې د شخړې منځنی ټکی د یرغل تعریف ؤ. دا خبره کرۍ ورځ زما په ذهن کې کښته او پورته کېده ، کله به می له ځانه سره وخندل چې د یرغل تعریف څه ستونځه لری خو چې د پردی هیواد پوځونه و بل هیواد ته د هغه هیواد د حکومت د غوښتنی پرته ننوتل څه هوایی څه ځمکنی هغه یرغل دۍ. بیا به می فکر وکړ چې اوسنۍ نړۍ خو پر تعریفاتو ډیر وخت ضایع کوی دا ځکه چې سیاست او دیپلوماسۍ پراختیا موندلی ده. په داغه فکر ورځ تیره سوه شپه راورسیده د خوب وخت سو بیا هم د یرغل تعریف زما ماغزه خوړل په همدی فکر ویده سوم خوب می لیدۍ.
    دښتی ته وتلۍ وم ترڅو یوازی سم او ډیر فکر وکړم چې د یرغل تعریف څه دۍ دوه خلګ په مخه راغلل یوه سپینی ملی جامی اغوستی وی پګړۍ یې په سر وه یو کتاب یې پر سینه نیولۍ ؤ او بل پاکه ښکلی دریشی په تن یو لاسی بکس یې هم په لاس کې وه سلام نه وروسته دوی وویل چې موږ پوهیږو تاته د یرغل تعریف ګران ښکاری ما ویل هو هغوی ویل اوس دا تعریف موږ درته وایو . ما ورته وویل زه له دی کبله صحرا ته راوتلۍ وم چې یوازی دا تعریف پیدا کړم اوس چې موږ دری نفره سو نه چې دا تعریف نور هم ستونځمن سی.
    یوه راته وویل ډیر اسان به درته ووایم یرغل هغه دی چې د یوه هیواد پوځونه ناببره په بل هیواد برید وکړی هغه ته یرغل وایې.
    ما ورته وویل چې په دی خو زه هم پوهیږم خو کله چې وینم چې روسانو او امریکایانو دواړو ناببره د حکومت د غوښتنی پرته برید کړیدۍ نو زه پکښی ورک سم ځکه د روسانو راتګ خو یرغل ؤ خو د امریکایانو راتګ ته بیا څنګه وکړم څه ووایم.
    دوهم سړی ستونۍ صاف کړ ویې ویل امریکایانو خو بیا تر برید وروسته چې هیواد یې تر ولکې لاندی راوستي د ملل متحد هوکړه ترلاسه کړه او یرغل یوازی پوځی یرغل مه بوله د هغه ترڅنګ ځانمرګی چې د یوه هیواده بل هیواد ته لیږل کېږی دیته هم یرغل ویل کېږی.
    لومړنی سړی په ډیر ادب او وقار وویل هو د یوه هیواد د حکومت پرخلاف که د بل هیواد څخه سټینګر توغندۍ ولیږل سی او که ځانمرګی ولیږل سی دواړه یرغل یا تجاوز بلل کېږی
    دوهم د اعترض په ډول وویل کوم وخت چې سټینګر رالیړل کېدل هغه د جهاد موسم ؤ خو اوس چې ارامه ارامی ده بیاهم ځانمرګی رالیږی دا په کلکه یرغل دۍ.
    لومړنی وخندل او ویل یې پاکستانی جنرالان او کرنیلان د هغه هیواد د جوړښت څخه بیا تر اوسه زموږ دښمنان دی په هره جامه او هر وخت کې چې وی زموږ دښمنان دی.
    دوهم په بیړه مداخله وکړه او ویې ویل پخوا مو جنرال حمیدګل د آی ایس آی مشر او ضاالحق دوستان ځکه وه چې روسان راغلی وه او جهاد ؤ اما اوس دښمنان دی ځکه ځانمرګی رالیږی طبعی خبره ده چې زموږ د ولس د وژلو او هیواد د ورانولو په موخه دی.
    ما ورته وویل د خدای دپاره زه خو مو نور هم د یرغل په تعریف کې ورک کړم ایا د روسانو او یا امریکایانو او یا نورو پوځی راتګ څه فرق لری که څنګه؟
    لومړنی وویل روسان انترناسیونالست دوستان وه مرستی ته راغلی وه بنیادی کارونه یې کړیدی خو امریکایان سرسری کارونه کوی روسانو د سالنګ تونل ، د نغلو د بریښنا بند ، د سیلو کارخانه د مزار د بریښنا او سری کارخانه دپولیتخنیک پوهنتون او ترټولو مهمه بی شماره وړیا مکروریانونه او نور جوړ کړیدی چې راتلونکو نسلونو لپاره څه کار کوی. خو امریکایانو هیڅ بنیادی کار ندۍ کړۍ روسانو د ټول افغانستان مامورینو ته په کوپون شپږ قلمه لومړنی مواد مفت ورکول ایا امریکایانو یو غریب مامور موړ کړیدۍ؟
    دوهم وویل هو روسان کمونستان وه کافران وه او د خلګو برابری یې موخه وه نو ځکه یې افغانی ملګری ملحدان وه او د ټانکونو او الوتکوسره راغلی وه خو امریکایان که کافران هم دی اما کتاب لری او زموږ دوستان دی پیسی ډیری لری مرستی هم راسره کوی امریکایان هرڅه چې وی کمونستان خو ندی خیر که یې بنیادی کار نه وی کړۍ زموږ مشران خو یې شتمن کړه. روسانو خو زموږ ښځی ، ماشومان او سپین ږیروی وژل.
    لومړنی په خندا وویل امریکایانو هم ستاسو ماشومان ،ښځی او زاړه ندی نازولی په کونړ کې ناټو نهه تنه ماشومان بمبارد کړه ،په لغمان کې یې اته تنی ښځی بمبارد کړی، د کندهار په زنګ اباد کې یې عامه وژنه وکړه د شپی د چاپو پرمهال په سپیو ښځی داړلی دی د مسلمانانو پرجسدونو بولی کوی ، قران شریف سوځی او نور نور.
    دوهم په غُصه سو په لوړ اواز یې وویل ته دومره هم نه پوهیږی که امریکایان او مرستی یې نه وای افغانانو به په ډوبی کې بنګلی له کومه کولی دا د کابل ښار ښارګوټی او بلډینګونه به له کومه کېدل .
    لومړنی وویل ښارګوټی او د ډوبی بنګلی خو شخصی دی امریکایانو خو ولس ته ندی جوړی کړی اما مکروریانونه خو روسانو د ولس لپاره جوړ کړه .
    دوهم نور زغم دلاسه ورکړ په لوړ اواز یې وویل ته په هیڅ نه پوهیږی علت هم دادۍ چې ته دینی اصولو ته پام نکوی ،جهاد دی ندی کړۍ پدی هم نه پوهیږی چې امریکایان زموږ د جهاد دوخته دوستان دی یوازی پاکستان مو پخوا دوست او اوس دښمن دۍ .
    ما ولید چې د دوی دواړو تضاد نور هم ډیریږی ناری می کړی چې یا خدایه ما هیڅکله د یرغل په تعریف مه پوهوه پری می ږدۍ چې یوازی اوسم ښه دی چې دانګلیس د یرغل ملاتړۍ نسته که نه خو زه به پاک لیونۍ سوی وای. په خپلو چېغو د خوبه راپورته سوم ژر می رادیو سویچ کړه خبر یې ووایه چې ولسمشر او جان کېری د امنیتی تړون په هکله موافقی ته ورسیدل یوازی لویه جرګه به د امریکایانو د مصونیت په هکله پریکړه کوی . ډیر خوشاله سوم رشتیا هم د چاچې د ورځی په څه کې ډیر فکر بند وی نو حتما هغه په خوب وینی نور می د یرغل تعریف د فکره وایستۍ ما دی خدای هیڅکله پدی ستونځمن تعریف نه پوهوی او په دی هکله ناپوهی مهمه هم نده ځکه زما په یاد دی د نړۍ ستر دیپلوماتان په ملګروملتو کې را غونډ سوه چې تروریزم تعریف کړی په ساعتونو لګیا وه خو په پایله کې یې بشر د دی تعریف په وړاندی ناتوانه وښود او بې له نتیجی غونډه پای ته ورسیده ستر ستر هیوادونه په تعریفاتو کې پاتی راغلی دی نو زما لپاره کوم شرم دۍ چې د یرغل په تعریف نه پوهیږم.

    4 تبصرې

    1. م. افغانOctober 13, 2013 په 17:57 تبصره عبدالباری عارض صیب الله دي آجر درکړی ښه لیکنه موکړیده.
      ديرغل اوتروریست تعریف نن سبا کمزوری خلک نشی کولای، څه چه زورورو خلکو وویل بس هماغه یی تعریف دی.

      والسلام
    2. ملا ميوند آخوندOctober 13, 2013 په 19:20 تبصره اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
      ښاغلي عارض صيب هڅه کړې د خپل خوب تعبير ته يو واقعي انځور په سرو خيالونو کې ورکړي او د روسانو ځينې پروژې يې د روسانو له يرغل سره داسې نغښتي دي، چې ګواکې هر څه ښه ول او هره نيکمرغي وروسته له سرې غميزې او يا وروسته د ۱۳۵۸ کال د جديې له شپږمې تر سره شوي يرغل پايله ده! خو له بده مرغه د افغانستان تاريخ ليا هم خپلې پاڼې له ځينو سترګو پټې ساتلې دي، چې هم يې د روس يرغل محکوم کړی او هم يي د امريکا يرغل يو تېری نومولی دی.
      وروسته له دويمې نړيوالې جګړې ټوله نړۍ دوه قطبه شوه، چې افغانستان د برتانوي هند له ټوټې کېدلو وروسته د پاکستان او د شوروي اتحاد د منخنۍ اسيا د ملکونو تر منځ يو سيمه ييز جيوپوليتيک بوفر ونومول شو! نو طبيعي خبره ده، چې په افغانستان کې د امريکا او روس سيالي او د دوی له پلوه په افغانستان کې ځينې له مقصده ډکې پروژې پلې شوې دي، چې ليکوال يې ځينو ته نغوته هم کړې ده!
      د امريکايانو لخوا دروسي پولتخنيک تر څنګ امريکايي کابل پوهنتون او د سيمې جلال آباد پوهنتون بنسټ کېښودلو، د حبيبيې ليسې تعمير يې جوړ کړ، چې د افغانستان ډېر نامتو خلک ترې فارغ شوي دي. په هلمند کې يې د کجکي بند جوړ کړ، چې هغه سيمه په «امريکايي کوچک» مشهوره وه، په زراعت کې يې ډېر اصلاحات راوړل، د کندهار هوايي ميدان يې جوړ او فعال کړ، د آريانا شرکت يې پرانيستلو، د وردګو د چک ولسوالي بند او برېښنايي سيستم يې جوړ کړ، د کابل هرات لويه لاره، چې د ۸۰۰ کيلومترو شاوخوا ده، کېدلی شي د کابل مزار له لارې سره چې ۴۰۰ کيلومتره ده، مقايسه شي، چې لومړۍ لاره امريکايانو او د کابل مزار بيا روسانو پخه کړې ده، خو توپير يې دا دی، چې د کابل هرات سړک ليآ اوس هم نسبتآ ښه ساتل شوي دی، خو د کابل مزار په لاره کې ليآ د سالنګ په تونلونو کې ډندونه او خنډقونه جوړشوي دي او داسې په لسهاو نورې عامالمنفعه پروې شته چې امريکايي ونومول شي!
      په دې کې شک نه شته، چې روسانو هم پوليتخنيک ليا په ۱۹۶۴ کال کې جوړ کړی، د خانه سازي فابريکه يې د اعليحضرت ظاهر شاه په موده کې جوړه کړې، چې ميکروريانونه هم په زړو، نيمه نويو او نويو ميکروريانونو وېشل شوي دي، چې لومړۍ دوې برخې يې ليآ د ظاهر بابا او سردار محمد داود په صدارت او جمهوريت کې جوړ شوي ول، چې وروسته له يو سلو پنځوسم تعمير بيا تريو څو لسو نورو تعميرونه يې له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۹۲ پورې جوړ شوي دي، چې له زړو ميکروريانونو سره د مقايسې وړ نه دي! خو بيا هم کوم غريب شخص او يا بې پرې ولسي ته ته په ميکروريان کې چا کور نه دی ورکړی، ځکه هلته هم لوړپوړي دولتي چارواکي او يا هم د ګوند غړو او د هغه مهال د دولت ډګروالانو، پيلوټانو اوجنرالانو ته کورونه ورکول کېدل، خو يو چا به په واسطه او قصت هم کوم کور اخيستی وي! خو يو شمېر سایقه حزبيان خپل د ميکروريان کورونه اوسمهال خرڅوي او په دوبی او يآ هم لوېديزه نړۍ کې کورونه پرې اخلي! نو د پروني چور له ننني چور سره توپير صرف د سياسي قمار د پوړني د پيسو او يا هم شيانو اندازه ده!
      روسانو د افغانستان د لس کلنې جګړې پور، چې د ولاديمير پوتين د دولت لخوا ليا څو کاله مخکې (وبښل) شو، نو هغه پور «لس ميليارده ډالره» ياد شوی دی، مګر امريکايانو د افغانستان په جګړه کې تر نننه «۱،۶» ترېليونه ډالره مصرف کړي دي، يعنې ۱۶۰۰ ميليارده ډالره، نو د روسيې د لګښت پيسې او د امريکا د لګښت د مقدار توپير هم ډېر دی، ځکه هغه مهال يواځې ميکروريانونه دولتي چارواکو ته جوړېدل، نو نن په دغو پيسو لوړ پوړي چارواکي ځانونو ته شهرکونه جوړوي! خو ملامت او در په در په دواړو کې ملت دی!
      د روسانو خيانت له افغانستان سره نه يوازې چې په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان برنډ يرغل وو، مګر د دې ترڅنګ يوه څرګنده نامردي وه، ځکه افغانستان ورته د غرب په مقابل کې سپهر وو، د منګجېک، قرقين او جرقودوق طبيعي ګاز ليا د ظاهر بابا په موده کې په نشت بيه ورلېږل کېدلو او دوی روسانو به ليآ غلا کول هم او د روسيې له يرغله وروسته د کمونيستانو د واکمني په موده کې مفت وړل کېدل او کنټرول هم نه و پرې، چې د نظاريانو په موده کې هم د افغانستان طبيعي ګاز په پرېمانه پيمانه غلا کېدل او نن هم له کنټروله وتلې خبره ده، ځکه نو موږ د روسانو د هېڅ خدمت احسانمند نه يو، مګر که سمه افغاني اداره رامنځ ته شي، نو بايد له روسانو او امريکايانو او د هغوی له حاميانو د افغانستان د تباهي پوښتنه وشي او له بادارانو يې غرامت تر لاسه شي، مګر که په افغانستان کې په امريکا پلورل شوي او په روس خرڅ شوي ذهنيتونه وي، نو ټولنه به يو شمېر پر امريکا سودا کوي او بل شمېر به يې په سرو روسانو پلوري! موږ بايد په افغانستان کې د وروستيو څو لسيزو د جګړې د نقص او اقتصادي بربادي عاملين روسان وګڼو او هغه نه جبرانېدونکي انساني غميزه ياده کړو، چې عاملين يې همدغه روسان او د هغوی لاسپوڅي ول او دي، چې له امريکايانو سره يې هم لاسونه يو کړي او د خپل ملت په وينو، عزت او خپلواکي لوبوي کوي! نو دا بيا خوب نه دی، مګر زموږ افغانانو د ژوند تريخ تاريخ دی، بس همدغه د افغاني روڼاندو فکر او د فکر محصول يې دی!
      معه سلاموکم الاهلول افغانيون
      ملا ميوند آخوند
    Pressure makes diamonds.
Working...
X