Announcement

Collapse
No announcement yet.

روشنفکران د جنګسالارانو په خدمت کی

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • روشنفکران د جنګسالارانو په خدمت کی


    د افغانستان په ځوانه ډیموکراسۍ کی یو ځل بیا د ټول ټاکنو وخت راورسید او ډیرو نومانانو جنډی راپه سر کړی او د جور جاړیو لوبو ته یی لوستوڼی راونغښتل. د جمهوری ریاست د نوماندۍ لپاره د یو لکو رایو راټولول خو یوازینئ معیار ټاکل شوئ ؤ نو ډیرو راودانګل چی د ملک واګی په لاس کی واخلی او یوه هم و نه ویل چی څنګه به دا کار پر مخ بیایی او یوازی یی څو تش په نامه شعارونه ورکړل، چا د خدای رسول نومونه یادول، چا د سولی خبری کولی پرته له دی چی سر ګریوانه ته ټییت کړی چی هماغو چی د خدای رسول نومونه یادول هیڅکله مدین مسلمان نه ؤ او هغو چی د سولی ناری سوری پورتی کړی وی هغوی خپله د ملک د سولی شیرازه دړی وړی کړی وه او په ملک کی یی د ویر لوخړی خوری کړی وی.
    مګر د دی ملت وینی دومره ژر وچی شوی چی د دی خونړیو جنګسالارانو د تورو او برچو په څوکو زمونږد ډیر شازلميو او پیغلوټو سری وینی تویی شوی او په هیواد کی یی د غم ټغر هوار کړئ ؤ او اوس هغه جنایتونه یا د یاده ووتل او یا هم دومره وړه خبره وګڼل شوه چی یوازي په معذرت غوښتلو بسیا کوی او هغه هم په خپله خوله بښنه نه غواړی بلکه د خپل قاصدک په خوله بښنه غواړي.عبدالرشید دوستم د ملت نه بښنه غواړي چی ما ستاسو عزیزان وژلي، ما ستاسومیندی بوری کړی دي، ما ستاسو خویندی کونډی کړی دی، ما ستاسو ماشومان یتیمان کړي دي ، ما د کابل په کوڅو او د لیلی په دښته کی په زر هاو تنکی ځوانان په سرو وینو کی لمبولي دی او د هغوی میندی می بوری کړي دي خو اوس د ټول ټاکنو وخت دی هغه زړی بابولالی پریږدی او ما ته رایی راکړی ځکه خو زه هسی هم دوه درۍ ملییونه رایی د خپلو نوکرانو لرم.
    تر ټولو دردیونکی خبره خو دا ده چی دوستم د یوه متفکراو عالم ، اشرف غنی احمدزي کاندید مرستیال دئ او که چیری دا لیونئ عالم مړ شی او یایی د نور محمد ترکي په شان په خوله بالښت کیښودل شی نو مرستیال یی عبدالرشید دوستم د ملت قاتل او جلاد به د لوی افغانستان د پاچاهۍ په تخت کینی او د تاج و تخت په عیاشئ کی به د ملت د وینو د څکلو طلایی جامونه په سر کړي. د اشرف غنی دې بی عقلۍ او نادانای هغه کلیوالی ټوکه رایاده کړه چی مږې یو وخت په لټکه باندی ګونده بار کړې وه.
    دا خو ټوګه ده مګر تاسو یی اوس هم ټوکه بولۍ ، زه خو ګمان کړم چی نور نو دا ټوکه نه ده یو یی مږه دی او بل یی لټکه دا چی کوم یوڅه دی دا به معلومیږی او دا به هم معلومیږی چی دا بار تر کومه مزل وهي. په افغانستان کی د روشنفکرانو ونډه ډیره کمزوری وه او د څو لسیزو راهیسسی د ملک په لمنی کی د جګړو لمبی بلی وی او د لمبو د غوراری سره جوخت د جګړه مارو ناری اوریدل کیدی او بس. نن سبا د اشرف غنی په شان د یوه کاندید په شتون کی د روشنفکرانو تمه راټوکیدلی وه چی د دی جنګ سالارانو او جګړه مارانو نه بلاخره د خلاصون لاره تر سترګو شوی خواشرف غني د دوستم د لاسونو په پورته کولو سره د ولس د ځوان نسل، نه یواځی، دا تمه وشلوله بلکه ویره نوره هم زیاته شوه چی اوس په چا اعتبار وشي
    Alhamdulilah...for everything
Working...
X