خپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اشرف غني ، دوستم يو بشري جنايتکار دی دا دې غوره انتخاب نه دی
سيدحسين پاچا
ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ته :
زما په اند همدا ښه نوم - علمي او اکيډميک حيثيت، عزت او افتخار به دې په ملي ونړيواله کچه بس وي. د يو ظالم او بشري جنايتکار له ملګرتيا ځان وساته! کنه نو حيثيت، آبرو او عزت به دې له دې ظالم او وحشي سره په اوبو لاهو شي
ډاکټر صاحب،
وتعاونوا علی البر والتقوی ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان
تاسو ته پته ده چې د هالنډ حکومت تازه د هغو پينځو زرو کسانو لېست خپور کړ چې د وخت د حاکم کمونېست ګوند له خوا په يو او بل نوم يې وژلي. الله تعالی دې يې ورثه وو د زړه صبر ورکړي او هغوی ته دې الله تعالی د جنت الفردوس اعلی مراتب په نصيب کړي.
اګر چې ځينې د انقلاب ټوله پړه اوس يوازې په ډاکټر نجيب الله وراچوي ان تر دې چې د کارمل د وخت ټولې ناخوالې او وژنې هم نجيب ته منسوبوي او داسې وانمود کوي چې روسان هم د افغانانو په بېساري اعدامونو ناخوښ ول، نجيب دا وژنې د کارمل په نوم کولې او د ملي روغې جوړې پروګرام يې هم تش د غولونې يوه ډرامه وه او روسي جنرالان ثبوت راوړي. دا مسايل يو خپلواکې او مستقلې سروې (څېړنې) ته ضرورت لري. کمونيستي رژيم خو دا خلک په يو او بل نوم وژلي، خو په زرګونه طالبان دوی په دواړه پلاو کې په شمال کې په کوم نوم ووژل او ولې يې دومره په بېرحمۍ ووژل؟
که يې له بل لورې وګورو، نو امريکايي جنرالان هم د دوستم له کړو ناخوښي څرګنده کړې وه چې دوی ورته طالب بنديان ورتسليم کړل او هغه په کانتينيرونو کې خوسا کړل او څوک يې ژوندي خښ کړل. دا مسووليت يوازې د دوستم په غاړه نه، بلکې جمعيت، جنرال مالک او حزب وحدت هم پکې پړه دي. کله چې ملګرو ملتونو د هغو وژل شويو طالبانو د ډله ييزو قبرونو څېړنه وکړه، نو دوستم هڅه وکړه چې نښې يې له مينځه يوسي چې ملګرو ملتونو په دې اړه يو شکايت هم وکړ، خو پخواني ولسمشر بوش يې دوسيه وتړله او له ملګرو ملتونو سره يې هېڅ مرسته ونه کړه او تر ننه هغه دوسيه همداسې بنده ده. سيما ثمر يې راته بيا د بشري حقوقو مشره ټاکلې، نو هغه به څنګه د حزب وحدت په باره کې بد نظر ورکړي. په داسې حال کې چې ډله او حزب يې په بشري جناياتو کې ملوث دي.
خو د طالبانو له مشرتابه نه هم بايد وپوښتل شي چې دوی ولې د پاکستان په خوښه په زرګونو طالبان د پاکستان و د مالک په يوې معامله کې د مالک په لاس کې ورکړل او بيا د امريکا په جنګ کې د شمال ټلوالې، دوستم او د حزب وحدت په لاس ووژل شول او د ليلی دښته پرې ډکه ده. پاکستان خپل پوځيان له امريکا سره د يوې معاملې په ترڅ کې د کندز له هوايي ډګره وويستل چې امرالله صالح د مرموز پاکستان (Secret Pakistan) کې هم اشاره ورته کړې چې په لسو پروازونو کې يې وويستل او طالبان يې پرېښوول او د جمعيت، حزب وحدت او جنبش په لاس کې يې ورکړل او د هغوی بېرحمۍ ته يې پرېښوول چې امريکايي جنرال هم د دوستم په کړو خوښ نه وو، خو ولې څوک هغې ته ګوته نه نيسي؟ له ولس سره خو هر چا ظلم کړی. له بده مرغه چې د پړې ګوته بيا نورو ته نه نيول کيږي چې دا بيا هم انصاف نه دی. جنايت جنايت دی ولو که هر چا کړی وي.
ډاکټر صاحب،
افغانستان کې قحط الرجال نه دی. ډېر باسواده او اکاډميک علمي کدرونه شته. تاسو بايد پر هغو اتکاء وکړئ نه پر بشري جنايتکار او وحشي جنګسالار. دا هماغه بېسواده جنرال دی چې نجيب انسان کړ او بيرته يې د کارمليانو او د شورای نظار په نغوته پر همغه راودانګل چې بيا له شورای نظار سره هم تر پايه پاتې نه شو او د کابل ښار د همدې بېرحمانو يعنې د شورای نظار، جنبش، اتحاد، حزب اسلامي او د حزب وحدت په جنګونو کې په کنډوالو بدل شو او له پنځوس زره زيات ښاريان پکې ووژل شو. د جنرال حميدګل ارمان هم پوره شو چې ((کابل بايد وسېځل شي)) او ((کابل بايد وران شي)) چې هماغسې وشول. که امريکا او يا بله هره مرجع درباندې د نوموړي منښته کوې، نو بښنه ترې وغواړه ځکه چې يو اکاډميک وسياستوال او بشري جنګسالار سره جوړ نه راځي، لکه چې وايی :
کند همجنس با همجنس پرواز
کبوتر با کبوتر باز با باز
يا دا چې :
ياري د سيال سړي مزه کا
ځان ته به ګوري هسې به ستا کړي عزتونه
زموږ جهادي مشر ومفسر چې الله تعالی پرې ځمکه واسمان قحط کړل، نو تڼي او دوستم ته مجبور شو او اېتلاف يې ورسره وکړ، خو يو هم ورته کومه ګټه ونه کړه او داسې يې په ټولنه کې تجريد او تت انځور کړ چې زوم يې د شمال ښکرور بلنې ته ښه راغلاست وايی، خو د هلال او د ارغنديوال اېتلاف بيا له عبدالله عبدالله سره د دوی شخصي کار بولي او لا وايی چې په دې کار کې ورسره د حزب مشوره او ملاتړ نشته، خو دېته بيا نه ګوري چې نوموړي بيا ولې او د چا په مشوره او تاييد د نور بلنې ته ښه راغلاست وايی؟
ډاکټر صاحب،
تاسو ته په ملي او نړيواله کچه د يو متفکر - علمي او اکاډميک شخص په سترګه کتل کيږي او دا مقام په ډېرو پيسو او جنګسالارۍ نه ګټل کيږي، بلکې دا په کاري او علمي سويه ګټل کيږي. زما مشوره خو دا ده چې له نااهلو او بشري جنګسالارانو نه لېرې ګرځه. د دوی په ملګرتيا او ملاتړ کې بدنامېږې او حيثيت وابرو دې پايماليږي او څه درته نه پاتې کيږي. که يې شورای نظار، حزب اسلامي او نجيب الله ته ګټه کړي وي، نو تا ته به يې هم وکړي. د نوموړي ملګرتيا د پښ دوکان ته ورته ده. که بنۍ وهې، نو د اور بڅري او ايره به د تا پورې نښلي. سعدي صاحب وايی :
صحبت صالح ترا صالح کند
صحبت طالح ترا طالح کند
زه د نجيب الله طرفدار نه يم، خو په هغه وخت کې چې ما د ازاد افغانستان د ليکوالو په ټولنه کې له مرحوم پروفيسور عبدالرسول امين سره کار کولو او په څنګ کې د شورای تفاهم سره په کمپيوتري او اداري چارو کې وړيا مرسته کوله. ولي خان کړوخېل، جنرال کټوازی، ظاهرخان جبارخېل، محمد حکيم اريوبي او حکيم تڼيوال د رسول امين په شمول يو هم ژوندي نه دي الله دې يې وبښي. د بينن سېوان د خولې خبره ده چې ما له نجيب سره د يو سياسي حل لپاره مسلسل خبرې وکړې چې ما يوه خبره د هغه له خولې نه د خپل ځان په باره کې وانه ورېدله او ټولې يې د هېواد پر راتلونکې راڅرخېدې چې د هغه پلان هم د شورای نظار او د بهرنيو لاسوهنو په نتېجه کې شنډ او خبره د جبل السراج د نامنحوس تړون په نتېجه په کودتا تمامه شوه چې لا تر ننه د همدغو نامنحوسو اېتلافونو چې د بُن تړون هم پکې راځي او واک يوازې يوې مشخصې ډلې او مافيا ته په ګوتو ورغی او د حکومت زياتره مهم پوستونه له همدوی سره دي.
دا د نړيوالو او سيمه ييزو هېوادونو د لاسوهنو نتېجه ده چې تر ننه پورې د هېواد ډيری او غوڅ اکثريت د ژوند له ابتدايي حقوقو نه محروم دی. نام بدي هم موږ يو او جنګ هم راباندې راتپل شوی. زموږ مفسر وجهادي مشر چې فتوی ورکوي چې ((د ټوپک په شاجور کې مرمۍ اچوئ، نو دا به مو نيت وي چې دا به د دښمن په سينه کې تشيږي))، خو د خپل ټوپک او د مرميو سوړه بيا نه ښيي چې له کومه يې کوي؟ ولې د نورو په شان ټاکنو ته نه ودريږي، خپل زور خو دې له دې لارې هم وازمايي. له بده مرغه چې نوموړی نن د خپلو پلويانو پښې وهي.
نوره ستا خوښه، خو د يو افغان او خيرخواه په توګه مې د نوموړي ملګرتيا پر تا نه لوريږي. دا ځکه چې الله تعالی ظالمين، فاسقين ومفسدين نه خوښوي او په کلام پاک کې د ادم عليه السلام په کيسه کې د ملايکو له خولې د ((ويسفک الدماء)) کليمه کارول شوې د وينو تويولو ته فساد ويل شوی. د وينو په تويولو کې نه يوازې دوستم، بلکې نور هم ملوث دي چې امريکا خو رابرت بيلز د کندهار د پنجوايي د پېښې د شپاړسو افغانانو قاتل په امريکا کې په عمري بند محکوم کړ چې بښنه به ورته نه کيږي، خو زموږ د يوسلو شپاړشو افغانانو قاتل شجاعي خوشې ګرځي او د محقق له ملاتړه برخمند دی. د شهرت ننګيال خبره لږ تر لږه خو هلته د بند له سزا سره مخ شو، که دلته وای، نو وختي به خلاص شوی وای. موږ چې خپل نه شو نيولای، نو بل بهرنی به څنګه محاکمه کړو؟
د هېواد ځوان، روڼ انداو تعليميافته قشر له تا هيله لري چې د دغسې يو بشري جنايتکار په غوره کولو کې له سره فکر وکړې. الهي ونبوي ارشادات او هم نړيوال بشري قوانين او غوښتنې په نظر کې ونيسې. که تنها په ميدان کې ودرېږې او هېڅوک درته رايه درنه کړي دا به درته ډېره ښه وي نسبت دېته چې دغسې يو بشري جنګسالاران او جنايتکار له ځان سره مله کړې. محمد البرادعي سره له دې چې د اخوان المسلمين په مخالفت کې وو، خو چې پوځ د بل په اشاره او لمسونه د پيسو په مقابل کې پر اخوان المسلمين او پر خپل مصري ولس باندې ناتاره مرمۍ وچلولې، نو سملاسي يې له خپلې دندې استعفاء وکړه او مصر يې هم ورته ورپرېښووه او د راتلونکې له مسووليته يې ځان خلاص کړ.
په درنښت

Comment