د هیواد د نورو قومونوپه پرتله پښتانه د پوهي څخه لیري دي، په پښتنو کي بیا د ختیځو سیمو د استوګنو په پرتله د سهیل لویدیځي سیمي په پښتنو کي د پوهي څخه محرومیت ډېر بلل کیږي. دا که له یوې خوا د دښمن د لویي توطیې د تاریخي او پخواني پلان نتیجه ده د بلي خوا د حالاتو ځیني جزوي مسایل هم ددغه کرغېړن پلان د پلي کېدا لپاره زمینه برابروي. که لږڅه سپینه خبره وکړو نو د انګریزي پټو استخباراتي او په بېلابیلو لباسونوکي د تبلیغاتي دسیسوڅخه نیولې بیا د پاکستان تر زېږېدلو او د افغان وطن په ورانولوپسې کېدلو او بیا د روسانو ضد جهاد او کورنیو جګړو په شمول د اوسني دور تر مکتب سوځولو پوري جریانات یوه پروسه وبولو، بله د حکومتي دستګاه څخه راپېښه ستونزه ده.
که د اوسني حکومت د پیله ږغېږو نو د پوهي او فرهنګ چاري داسي چاته سپارل سوي چي هغو د پښتنو سره ښکاره دښمني کړې ده. زموږ د یادو چارو لومړني چارواکي یې بیخي په ګوته د پښتنو دښمنان راټول کړل، د افغان ( پښتانه ) سخت دریځي مخالفان یونس قانوني د پوهني د وزیر په توګه، پاییز هزاره د لوړو زده کړو د وزیر په توګه او مخدوم رهین د کلتور د وزیر په توګه! او دا لړۍ په ډېر کم توپیر پر مخ ولاړه.
په دې توګه د پښتنو سیمو د ښوونیزو مرکزونو شمېر کم سو، د زده کوونکو پوره جذب ونه کړای سو، د استادانو پرځای استخدام ونه سو، د تعمیراتو مسایل یې د پامه وغورځېدل او تر فراغت وروسته د لوړو زده کړو چانس ورنه کړه سو، بهرنیو هیوادونوته د سکالرشیپونوڅخه مناسبه ونډه ورنه کړه سوه .....او د دې کار نتیجه به پښتانه د ګډ حرکت څخه لسیزي لسیزي شاته پاته کوي.
دغسي د کندهار موضوع هم د مرکزي ادارې د تعصُب او مُضري بوریوکراسۍ ښکار سوه.
خو په کندهار کي یوه بله اداره هم د پوهني رڼا ته د مور پرځای میره سوه!
سیمه ییزه اداره یادوم، د کندهار ولایت دروند مقام!
د تېرو دوو میاشتو راهیسي چي د پوهني او ښووني پر کمبله دلته کوم غوبل روان دی چاچي نه وي لیدلی ورته بیانول ستره مبالغه ورمعلومیږي.
تر دې دمخه چي د محرمو خبرو یادونه وکړم، د سیمي د څو فکري ځوانانو نظرونه د هغو د فېسبوک د پاڼو څخه رانقلوم:
استعفا او اعتراف
زه په ډېر تاسف او خواښنۍ سره اعتراف کوم، چي ما د خپل ټول توان، ارمان، فکر او خيال په پام کي نيولو سره ونه سوای کولای، چي د کندهار د نن سبا خوږمن او ستونزمن معارف ته د خپلو څو تنو ځوانو ملګرو په ملتيا څنګه چي لازمه وه او ده، کار وکړم.
په ضرب د درو ورځو کي ما دا درک کړل، چي زه ددې ستر معنوي مقام پر اړخ کي د موجوده ستونزو او چلنجونو په رڼا کي ګټور نه سم تمامېدلای. هغه خوبۍ او ځانګړتياوي چي دا پاک او لوی موقف ته په کار دي، زه ورته نيمګړی او بېوسه وم او يم.
ما دي په دې برخه کي د کندهار شريف ولس وبخښي، زه له خپلو ټولو هغو دوستانو، ملګرو او اشنايانو څخه د سترګو د ديد په اندازه مننه او تشکر کوم، چي له لومړيو څخه تر نن ورځي پوري يې پر ما دا حساب کاوه او وړ يې بللم، چي په ياد موقف کي به ګران کندهار او ښايستو کندهاريانو ته د خدمت جوګه سم. د هغو مخلصو، مهربانو او ګرانو دوستانو او يارانو څخه هم منندوی يم، چي د فېسبوک د ټولنيزي پاڼي پر مخ يې زما په اړه فوق العاده له اخلاص، ميني او پېرزويني څخه ډک نظريات خپاره کړي وه.
زه د فيسبوک د ټولنيزي لاري څخه دا پيغام له دوستانو سره شريکوم، چي زه سر له همدې شېبې د يادي مهمي، حياتي او ستري دندي (د کندهارد معارف اداري او مالي معاونيت) څخه مستعفي يم.
په پای کي تکرارً له هر هغه فرد فرد څخه ممنون او متشکر يم، چي په ياده برخه کي يې هڅي کړي او يا يې هم حسن نظر لرلی دی.
همچنان له ټولو هغو دوستانو، مشرانو، ملګرو او کندهاريانو څخه د بخښني غوښتنه کوم، چي دوی ته مي په دې اساس او دروند موقف کي خدمت ونه کړی، او دوی دي زما دا عذر او اعتراف ومني، چي دا چوکۍ پر ما لويه، درنه او په عين حال کي له چلنجونو سره مخ وه او ده.
په درنښت
ستاسو پړ ورور مومنک
جانان مومن.
//
د کندهار معارف جوړ سو !
په تيره دوو اونيو کې د کندهار د معارف دپاره څلور رييسان وټاکل سوه .
خو تر اوسه يې د عزيزاحمد په نوم چې مخکي د کندهار د ولايت مقام سکتوري رييس د رييس په توګه دنده تر سره کوي .
دوې ورځي مخکي جانان مومن چې د کندهار پوهنتون څخه فارغ او لسانس دی د اداري مرستيال په توګه وټاکل سو ، خو نن خبر سوم چې پخوانی اداري مرستيال نعمت الله خاکريزوال د پوليسو په زور جانان مومن له شعبې ايستلی دی
معارف مو د مافيا لاس ته لويدلی دی ، نور تبا يو .
هههه نو ځکه وايم چې جوړ سو . .
د کندهار د معارف د جوړيدو هغه هيلي چې د موږ يې د سميدو دپاره لرو په ناهيلي اوښتي دي .
د دې موضوع د خبري پوښښ دپاره هم لاس په کار يم . چې مواد بشپړ سوه بيا يې ټول وګورو.
احمد لودین، د کندهار سیمه ییز خبریال
//
د کندهار دیوه مهم ریاست لپاره په یوه میاشت کي څلور ریسان
یوه میاشت مخکي د کندهار دپوهني ریس شېر اغا صافی د نامعلوم دلیل پر اساس له دندي لیري او پر ځاي يي مطيع الله روهیال وټاکل سو ، مطیع الله روهیال یوه اوونۍ وروسته استعفا ورکړه او د تیري پنج شنبې په ورځ دعزیز په نوم یو کس ریس وټاکل سو ، نن شنبه دغزني یوه اوسیدونکي دپوهني وزارت څخه امر راوړي او کېداسي سبا دریس په توګه معرفي سي.
-د کندهار د پوهني د نوي ریس سره احتیاط په کار دی !
احسان ناشر درې میاشتي مخکي په غزني ولایت کي خپل مدیر په چاقو ووهي او له دندي لیري سو
نوموړی کېداسي سبا یا بله ورځ د کندهار دپوهني د ریس په توګه خپل دنده رسما پیل کړي.
صادق رښتینی د ازادي راډیو خبریال
//
د کندهار کدرونه د والی د سرټمبګی سزا وینی !
نن چی کندهار پوهني ریاست ته ورغلم څو د خپل خواږه ملګری جانان مؤمن د نوی دندی مبارکی ورکړم ، خبر سوم چی مؤمن صاحب ګوښه سوی او پر ځای یې بیرته پخوانی اداری مرستیال ښاغلی نعمت الله خاکریزوال ټاکل سوی دی !
زه به د اوازو خبری نه را نقلوم ، سیده د اداری مرستیال شعبی ته ورغلم ، هغه بیچاره د پرون نه ابلی ورځ مکتوب را ښکاره کړ چی د پوهنی وزیر د کندهار والی ته پکی لیکلی وو چی د کندهار د پوهنی د ریاست په مامورینو ګی ګوتی و نه وهی او لاندی کسان پریږدی چی خپلی دندی پر مخ بوزی-
۱- نعمت الله خان اداری امر
۲- محمد شاه خان د پلان مدیر
او همداشان یې لیکلی وو چی د پوهنی رئیس ښاغلی احسان الله ناشر ټاکل سوی دی او قانونی لاسوند ورسره در روان دی -
وزیر لیکلی وو چی ستاسو د لوری ګوښه سوی مامورین ټول د خپلو پخوانیو دندو په ساحه کی مسئول دی او ستاسو د لوری ټاکل سوی کسان هیڅ قانونی ارزښت نه لری -
نو داسی ښکاری چی والی په بی مسئولیته توګه په ولسی ریاستونو کی ګوتی وهی او د اولس دردونه زیاتوی -
مخسد می دادی چی د څه مودې دپاره دی ټول فرهنګی ملګری محتاط و اوسی او د والی یا بل چا د خبرو په ګرو کی دی نه راځی او تر څو خبره معلومه سوی نه وی ، هیڅ دنده دی نه قبلوی.
جلال الرحمان شرر، لیکوال
/////
پورته نظرونه او تبصرې مي د بېلګو په توګه رانقل کړې، دې ته ورته په سلګونو نظرونه مي په تېرو څو ورځو کي د فېسبوک پر مخ لوستلي دي چي په ځینو کي یې خبري احساساتي سوي او د کلام عفت د پامه غورځېدلی دی ځکه یې تر خپرولو تېرېږم.
//
څو ټکي:
۱-د ولایت او وزارتونو جګړه:
د کندهار د اوسنۍ سیمه ییزي ادارې د مشر ښاغلي توریالي ویسا خپلسري او د کابل یا پلازمېنې سره په ډېرو چارو کي نه همږغي ده چي له یوې خوایې د کندهار په وړاندي د وزارتونو غوسه پارولې ده له بلي خوا یې په کندهار کي د هغو د نمایندګیو ( ریاستونو ) په کارونوکي خنډونه ورته پیدا کړي دي.
څه وخت ترمخه په یوه مجلس کي چا یادونه وکړه چي د پوهني ریس شېر اغا ساپی د وظیفې څخه ګوښه سو، یوه ناست ملګري وویل چي هغه خو زما نږدې ملګری دی ولي یې نه یم خبر کړی زه به زنګ ور ووهم چي دا خبره څنګه ده، ساپی یې روخ کړ، پوښتنه یې ځني وکړه او د تلیفون ږغ یې د وضاحت په خاطر لوړ کړ، ساپی صاحب شروع سو: زه په هیڅ نه یم خبر، کورته راغلی یم، دا اوس په کابل کي یم، خو یوه ملګري تلیفون راته کړی وو چي ستا پرځای بل سړی ریس ټاکل کیږي، ماچي د وزارت څخه پوښتنه وکړه هیڅوک هلته په جریان نه دي خبر! ملګري پوښتنه ځني وکړه چي د والي صاحب سره دي خبره شیریکه کړه؟ ساپی: هو هغه ویل کار دي خلاص دی..!
دا هغه پېښه وه چي د پوهني وزیرفاروق وردګ یې خپه کړ او مجبور سو چي اولسمشر ته هم شکایت وکړي، خو د والي صاحب ویسا سره به څوک دونه نامي سي چي ورسره سپینه یې کړي. یوه ورځ وروسته یې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ او پر مرکزي حکومت یې د نه همکارۍ تور ولګاوه، چي هدف یې فاروق وردګ وو.
ترپېښي وروسته مي ملګري چي د شېر اغاساپي سره یې ملګرتیا درلوده راته وویل چي شېر اغا بې چاره ته یې غټ شرط ایښی وو، د خاکرېز او بولدک د ولسوالانو سره یوځای په یوه مجلس کي والي صاحب ورته ویلي ول چي تاسي درو سرو سم کار نه دی کړی، په خپلو کارنوکي پاته یاست نو تاسي به د ولایت لخوا ټاکل سوې جریمه راوړۍ کنې نو رخصتوم مو، او دا جریمه د نفر پر سر څلوېښت زره ډالره ده.
خو وایي چي ساپي صاحب د جریمې پیسې وربرابري نه کړای سوې نو والي صاحب د وزارت د ادري پروسې پرته په خپل سر له دندي لیري کړ.
د مطیع الله روهیال ټاکنه چي وسوه هم ، یواځي د کندهارد مقام لخوا پروسه پرمخ ولاړه، وزارت په جریان نه دی خبر سوی ځکه نو ونه منل سو، خو هغه بیا خلکو ته د پوهني ریاست د محیط ککړتیا یادوي. او تر هغه وروسته د عزیز او ناشر په نومنو د ریسانو پر سر د ولایت او وزرات چنې او پایلوچي روانه ده، چي دا د ښاغلي ویسا سرزوري او د مرکزي ادارې سره نه همږغي ښيي.
۲-د ښونیزو مرکزونو پر سر مالي فساد:
د کندهار د زده کوونکو شمېره ۱۷۷۱۶۴ تنه ښوول کیږي، ۴۶۱۵۷ یې نجوني او ۱۳۱۰۰۷ تنه یې هلکان دي. د مرکز له خوا د ورکړه سوي ونډي ۴۷۱ ښوونیزو مرکزونو له جملې یې د ولایت په خبره ۳۶۲ فعاله او ۱۰۹ غیري فعاله دي دي.
خو لکه څنګه چي ولایت وایي خبره هغسي نه ده.
د شاګردانو د مجموعي شمېرې څخه د ۳۰۰۰۰ تنو زده کوونکو نومونه یواځي د شهادتنامو جوړولو په خاطر ثبت سوي دي او پر دې کار د مکتبونو د مدیرانو لخوا پیسې اخیستل کیږي چي د ریاست تر کچي ونډي پکښي رسیږي، او د شهادتنامو په مسایلوکي خو کله کله ولایت حتا والي صاحب هم د خلکو سره معاملې کوي چي ښه بیلګي یې څو وخت ترمخه د کندهار د ځینو وکیلانو د شهادتنامو په ډاګه کېدل دي.
د غیري فعالو تعلیمي مرکزونو شمېر چي ولایت ۱۰۹ ښيي ، په واقعیت کي ۲۸۹ دی یعني یواځي ۱۸۲ مرکزونه فعاله دي. دلته د ۱۸۰ تعلیمي مرکزونو هر اړخیزامکانات او بودجه ولایت ته پاتیږي.
په تعمیراتي او رغنیزو چارو کي هم پروژې هغه چاته ورکول کیږي چي د ریاست او د ریاست د لاري د ولایت ونډه ورکولای سي . د څو ښوونځیو د تعمیراتو جوړوونکي قراردادي دا خبره راته کړې ده خو نې غوښتل چي اړیکي یې خرابي سي ځکه یې نو ډېر معلومات رانه کړل.
کله کله داسي هم کیږي چي د یوه تعمیر د رغولو دپاره هم د وزارت څخه هم د دوو درو بهرنیو موسسو څخه فنډ اخیستل کیږي چي یو یې مصرفیږي او ګټه یې د والي صاحب خپل کمال بلل کیږي نو یی شخصي بانکي حساب ته لېږل کیږي. د لوجستیک او قرطاسیې د قراردادونو مسایل هم داسي!
نتیجه ګیري:
کله چي یوه علمي دولتي اداره، د پوهي د خپرولو پرځای؛ یواځي د تورو پیسو د لاس ته راوړلو په خاطر معامله کیږي او یو والي د مرکزي ادارې د استازیتوب پرځای د مرکزي ادارې په وړاندي دریږي او مخالفت یې کوي، هغه هم یواځي د خپلو ګټو دپاره نو معلومیږي چي والي به د یو غښتلي مُربي زور د ځانه سره لري. دلته که هرڅه احتیاط وسي بیاهم خبره د جناب او درانه اولسمشر چي تور وېښته یې د هیواد په خدمت کي سپین کړل، ورور قیوم خان ته دریږي. ویل کیږي چي ویسا صاحب هغه ته د انتخاباتي مصارفو د برابرولو وعدې ورکوي او د دهلې د بند په شمول د څو پروژو د پیسو څخه ښه فیصدي به ورکوي ځکه نو هغه ورسره ملګری دی، هغه چي یې ملګری سو معنا اولسمشر یې ملګری سو ځکه نو نه بیا د فاروق وردګ څخه خار خوري نه د خپلي وظیفې څخه د لیري کېدلو. خو پوښتني دا دي چي :
ایا اولسمشر به د خپلي لویي مېنې د اولادونو د راتلونکي پر سر د خپل ورور معامله او د ویسا غوبل وزغمي؟
ایا اولسمشر غواړي چي د سیمي ځوانان یې د سواده لیري بیا هم د توپک او باروتو ژبه زده کړي؟
ایا اولسمشر غواړي چي د هیواد د یوې پراخي برخي استوګن او مېړنی ملت ذلیل او یوه حاکم ( ویسا ) د خذلان په پار وساتي؟
نو که رښتیا ددې ټولو بدو عواقبو د وقایې هڅه کیږي، ګران اولسمشر او دده پر شاوخوا چارواکوته مو هیله ده چي هرڅونه ژر ممکنه وي دا کار دي وسي.
د پوهني د خپرېدا په هیله.
د بېنوا ویبپاڼي یادونه:
د یادي لیکني په اړوند د پوهني د وزارت څخه صادرسوی مکتوب هم تاسوته وړاندي کیږي چي په لوستلو به یې لا زیات درکونه او مسایل واضح سي، هیله ده چي په غور یې ولولۍ او پر باریکیو یې فکر وکړۍ.
د مکتوب د پوره کتلو دپاره، کلیک باندي وکړئ

په درنښت اداره
