Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان د خلاصون لار، طرحه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان د خلاصون لار، طرحه

    د افغانستان د اوسنی حالت او وضیعت په نظر کی نیولو سره چې ملت نور له شته ناخوالو او روان جنګ نه ستړی دی هره ورځ په لس ګنو بی وزله افغانان خپل ژوند دلاسه ورکوی، میندی مو بوری ځوانی کونډی او ماشومان مو یتمان کیږی ،پردی شعارونه چې په مختلفو نومونو چې لا تراوسه ورته روښانه تعریف نشته ده د ګوته په شمار کسانو له لوری بدرګه کیږی ،جنګ او د جنګ موخي او دوام نه دی معلوم که ښه زیر شو افغانان د پردیو له لوری د تپل شوی جګړی په نتیجه کی وژل کیږی ، امریکا او ملګرو هیوادونو یی افغانستان د تروریستانو د ځپلو په موخه لاندی کړ، واک یې خپلو داسی پلویانو ته وسپاره چې د ملت استازیتوب نشی کولای او ددوی د تصور خلاف په اوږده جګړه کی ښکیل شول او اوس تری سر بر خطا ده سرتری یې وژل کیږی اقتصاد له رکود سره مخ راتلونکی يې نامعلومه ده اوخپل ملتونه يې ناراضه دی.
    او د دموکراسی د تمثیل د پاره یې دوه ځلی داسی ټول ټاکنی ترسره کړی ، چې روستی تر لمړی څو واری زیاتی له ټګیو او درغلیو ډکی وی ،اوکوم حاکم ټیم چې د ټاکنو په پایله کی واک ته رسیدلی د ملت د ارادی ممثل نه ده.
    دایو څرګند حقیقت ده چې په افغانانو باندی د پردیو نظریو تپل او منل په هیڅ صورت سره شونی نه دی که چیری بهرنیان چې په سرکی یې د امریکا متحده ایالات قرار لری په موجوده واکمن ټیم چې د ملت استازیتوب نشی کولای په تشو وعدواو ژمنو ځان خطا باسی نو ښکاره ده چې دا جنګ نه ختمیدونکی جنګ ده او په پای کی به له جنجال نه د خلاصی لار ونه مومی .
    دادی یو ځل بیا د دریم ځل لپاره د ټول ټاکنو لپاره د غونډو او اتحادونو پوره غوبل جوړ دی، خو دا ښکاره خبره ده چي دا اتحادونه په ګروهی ، سمتی او ژبنی بڼه ترسره کیږی، چي دهیواد او هیوادوالو د پاره دښه راتلونکی په ځای تردی زیات د جګړی دوام ،قومی او ژبنی توپیر او تعصب خواته هیواد بیای.
    افغانان ګوری چې نه خو اوسنی نوماندان کومی نوی څیری دی بلکه ټول د دولس کلن واکمن نظام د ټیم کلیدی غړی دی ، که تیری دولس کلنی دوری او نظام ته وکتل شي پرته له دی چې اداری فساد یې معمول وګرځاوه ، واک د ایتلافونو په پایله کی په ډلګیو ویشل شوی ده ملی او دولتی شتمنی د زورواکونو لخوا غصب شوی او په ملت کې یې د سمتی قومی او ژبنی تعصب ریښی وکرلی .
    د ټول ټاکنو له لاری روښانه راتلونکی ته انتظار د وخت ضیاع ده دا له لمر نه روښانه ده چي نه خو انتخاباتو ته زمینه برابره ده او نه هم په انتخاباتو کی د ټول ملت اراده تمثیل کیدایشی .
    هر څوک او ډله چي ددی ټول ټاکنو په پایله کی واک ته رسیږی اداره به یی له دی اوسنی هغی په مراتبو او کراتو بدتره او له فساده ډکه وی ، او په همدی ډول سوله چي یو اړین حقیقت ده په راتلونکی اداره کی له دی امله له پام غورځول کیږی چي دغه اداره د خپل واک او قدرت د دوهم ځل پایښت دپاره دی ته نه حاضریږی چي بل څوک په واک له ځان سره شریک کړی بل دوی له وړاندی نه چوکۍ او مادی امکانات په خپلو کی سره ویشلی دی.د موجود واکمن نظام په دولس کلنه موده کی د سولی او ډاډمن امنیت دپاره هیڅ و نشو دا په داسی حال کی ده چې افغانستان او افغان ملت له هرڅه وړاندی سولی او امنیت اړتیالری.
    په تیرو دولسو کلونو کی چې د سولی په نوم کوم خوځښتونه تر سره شوی دی یوازی د یوی پروژی شکل یې درلود د رښتیونی سولی دپاره ورسره قوی اراده او پاک نیت نه وه موجود ، که چیری خارجی ځواکونه په ځانګړی توګه امریکا او د افغانستان موجوده او د ټاکنو په پای کی راتلونکی نظام چې د چوکیو او پوستونو له تغیر او تبدیل پرته بل څه نلری ، په دی نظر وی چې په نظامی زور او قوت سره به مخالفین له منځه یوسی دا ناممکن او محال کار په دی ده چې د طالبانو تیره واکمنی د ملت لخوا نه ده نسکوره شوی د طالبانو نظام د امریکا او ورسره ملګرو لخوا په زور چپه کړای شو ،او په تیرو دولسو کالو کی نه یوازی دا چې وسله والو مخالفینو ماتی نه ده خوړلی ورځ تر بلی غښتلی شوی او پرته له پښتون میشته سیمو نورو ته هم رسیدلی دی ، دا ځکه چې له انتقالی اداری روسته خلکو په ټول ټاکنو کی له یو څه دلچسپی سره له دی امله برخه واخیسته چې ګوندی د کوم سالم او معقول نظام ته لاره پیداکړی ولی بدبختانه نړی والی ټولنی او په خاصه ډول امریکا د افغانانو ارادی ته په درنه ونه کتل او دا موقعي ورنکړه چې افغانان په کور دننه خپل نظام او مشرتابه په خپله خوښه وټاکی ، که بهرنیان هرڅومره دعدالت او دموکراسی شعارونه ورکوی خو په عملی ډګر کی د نیواک ګرو او اشغالګرو په څیر کړنی اعمال ترسره کوی ، نه خو ملت د ملی واکمنی په لور تللی او نه هم د مشرتابه په انتخاب کی د خپلی ارادی د ښودلو دپاره د خپل واک درلودونکی دی.
    همدارنګه تیر وخت ته په کتو سره سیاسی ګوندونه (احزاب) نه یوازی دا چې هیواد او هیواد والو ته د خدمت جوګه نه شول بلکه افغان واحد ملت یې په خپلو کی په مختلفو نومونو سره ویشلی او بیل کړی ده.
    دا چې څنګه له اوږده ۳۶ شپږدیرش کلن بحران او جنجال نه ځان خلاص کړو او نړی واله ټولنه په ځانګړی توګه امریکا ته چې دطمع خلاف په نه اټکل کیدونکی جګړی کی ښکیل شوی له افغانستان نه د ابرومندانه وتلو لار هواره شوی وی او جګړه پای ومومی لاندی طرحه عملی بولو:ـ
    ۱ – له هرڅه وړاندی د وینو تویولو د مخنوی په موخه اوربند او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لنډ او روښانه مهال ویش.
    ۲ – له ټولو افغانانو(پشتون،تاجک ،هزاره،ازبک ،ترکمن ،پشه ای ،سنی او شیعه،..... ) نه چې په اسلام ،هیواد او ملت یې زړه دردیږی د یو ملی ناپیلی یون او حرکت جوړیدل.
    ۳– دغه ملی خوځښت به یوه غښتلی او قوی مؤقته اداره جوړه کړی.
    ۴– یاده مؤقت حکومت به په ټول توان او قوت سره د رښتیونی سولی او امن دپاره کار کوی ، ملی وحدت او یوالی به یی له لمړیتوبونو نه وی .او د ملی حاکمیت بنسټ به کیږدی.
    ۵ – او د همدی ملی مؤقتی اداری د کار په موده کی به د مشرتابه د تعین دپاره د رڼو او پاکو ټول ټاکنو زمینه برابریږی.
    ۶- د واقعی سولی او ثبات دپاره د نړی والی ټولنی په ځانګړی توګه د ګاونډیو هیوادونو صادقانه او رښتیونی همکاری ته اړتیا لرو، دا غوښتنه موږ له دی امله په زغرده مطرح کوو چې مونږ د اسلامی او افغانی اصولو له مخي نژدی ګاوندیو هیوادونو سره د اخلاصمندو نیکو او حسنه اړیکو درلودلو ته ژمن یو.
    ۶– د نړیوالو نورمونو په نظر کی نیولو سره په نړی کی د یو کور او فامیل په څیر ژوند کولو ته ژمن یو خو د افغانستان د نظام دپاره اسلامی شریعت اساسی او سیاسی فلسفه بولو او دا مو تل پاتی عقیده ده.
    ۷– ښه ګاونډیتوب او حسنه اړیکی مو د اسلامی او افغانی کلتور غوښتنه ده. څنګه چې په خپلو چارو کی د بل مداخله نشو زغملای د بل په کور کی هم د مداخلی او لاس وهنی اراده او هوډ د تل لپاره نلرو.
    ۸– د دوستو ګاونډیو هیوادونو د ګټو او منافعو په خلاف ددوی له غلیمانو سره معامله د اسلامی او افغانی اصولو خلاف بولو.
    ۹- پورته طرح نه یوازی داچې د افغانستان د نجات او خلاصون سبب ګرځی بلکه د اقبال لاهوری په اند دټولی اسیا او نړی د سکون او امن زیری ده.

    یادښت:
    درنو لوستونکو که چیری زموږ له دغی طرحی سره موافق او هم نظر یاستی نو له موږ سره خپل اند شریک کړی ،همدارنګه که څوک په دی برخه کی نیوکه وړاندیز اویا سپارښتنه لری موږ سره یی شریک کړی. دا هم د یاد ولو ده چي ددی طرحی د اجرا دپاره لمړنی تفاهمات شوي دي.
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X