
مقدمې ته اړتيا نشته، زما په اند حزب اسلامي نه، خو انجنير ګلبدين حکمتيار د دې منلو ته نه دى چمتو چې ګوند یې له حزب اسلامي مخکې دې چا په افغانستان کې اسلامي مبارزه کړې وي، هغه په دې ټينګ ولاړ دى چې حزب اسلامي د افغانستان د اسلامي بيدارۍ لومړى ګوند او منظم خوځښت دى.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری يې ورسره نه مني، او حتى په بنياد کې يې ورسره اختلاف لري، په دې اړوند د هغه په مخالفت کوونکو کې به داسې څوک هم پيدا کړو، چې د عمر په نسبت انجنير صيب هغوى ته د زوى يا لمسي ځاى لري، او که په خپل وخت کې يې پوهه پرتله کړو، نو انجنير صاحب به يې د شاګردانو د شاګرد ځاى ونيسي.
نه يوازې دا بلکې دا هم يوه ستره اختلافي موضوع ده چې د خوځښت پيل چا وکړ، پنځوونکي يې څوک، بيا پر مخ چا بوت؟ دغه راز ښاغلى انجنير صاحب په کوم بنياد حزب اسلامي د جوانان مسلمان ميراث خور بولي؟
دغه لانجې د کمونست رژيم له حاکمېدو دمخه دي، وروسته چي د جهادي تنظيمونو مشران پاکستان ته مهاجر شوي، او ګوندبازۍ پيل شوي، نو يو بل اختلاف زېږېدلى دى، حزب اسلامي وايي چې هغوى د جهاد د پيل تاج پر سر لري، خو نورو ورسره نه ده منلې، انجنير حکمتيار وايي چې زه لومړى مشر يم، خو د نورو تنظيمونو مشران او غړي يې ورسره نه مني.
خو که سترګې پټې کړو، په زړه ډبره کېږدو، دغه موضوع ونه شاربو چې څوک په حقه دى او څوک په ناحقه، او دا ومنو، يا فرض کړو چې حزب اسلامي په خپله خبره کې صادق دى، نو دا بيا د بشپړ پياوړي سيستم سره سره، په فکري لحاظ يو پاشلى تنظيم بللى شو، داسې يو ګوند چې غړي يې هيڅکله يو فکر ته معتقد نه وو، داسې يو ګوند چې مشر يې هېڅکله هم نه دى توانيدلى چې خپل پيروان په يو صف کې راغونډ کړي، او داسې يوه ډله چې د افرادو په لحاظ ډله ده، خو د موخو په لحاظ بيا هم سره بېل بېل دي.
دا ځکه چې د پيدا کېدو له ورځې د اختلافاتو ښکار، او د شړيدلو سره مخ شوى دى، که جوانان مسلمان د حزب اسلامي مور وبولو نو د مبارزې د پيل راهيسې دغه ګوند د انحصار طلبانو په لاس کې و، انجنير حکمتيار په خپل يو کتاب (اسلامي نهضت د نادري کورنۍ له راوستو د روسانو تر ايستو) کې وايي (د مرحوم نيازى د جنازې د رارسېدو په وخت كې د كابل هوايي ډګر د يوې داسې سترې غونډې شاهد و چي مثال يې نه مخكې ليدل شوى و او نه وروسته او سبا ته د فارياب په لورې د ده د جنازې د لېږلو مراسم هومره شانداره و چي مثال ې نشو په ګوته كولى.
د همدې مراسمو په دوران كې يوه خاصه خبره د يادولو وړګنم: له وروستيو ليكو نه څوك په منډه راغى او په وارخطا لهجه يې راته وويل: مجددي له خپل موټر نه راكوز شو او غواړي په لاريون كې داخل شي، له هغه سره څه وكړو؟ ما ورته وويل: په لاريون كي د برخې اخيستو اجازه مه وركوئ او ورته ووايئ چي زموږ او ستاسو لار بېله ده، ورغى، هغه ته يې دا خبره وكړه. او په همدې سره خپل موټر ته وخوت او په خپله مخه ولاړ).
په همدې کتاب کې د (د اسلامي نهضت قيادت او د مشر ورور عبد الرحيم نيازي فراق) تر عنوان لاندې بيا د صبغة الله مجددي، برهان الدين رباني، انجنير احمدشاه او څو نورو سره د يوې غونډې يادونه کوي، او د هغوى څخه په دې توګه مشروطه مرسته غواړي چې وايي (دا ځوانان نه تجربه لري او نه كافى ديني پوهه، دوى لارښودنې ته ضرورت لري. خو موږ د ملګرتيا دوه شرطونه لرو….)،او په همدې ناسته کې چې مجددي يوه مشوره ورکوي نو ښاغلى حکمتيار يې ردوي، خو د بند پر مهال بيا د مجددي مشوره احساسوي، دا بيا ډېر ناوخته وي، او کېداى شي چې بيا انجنير صيب په خپل جذباتي طبعيت ملامتي هم ويلي وي.
حتى په جنازه کې د مجددي نه پريښودل که په هر دليل وي، او د مشورې نه منل، يا لږ تر لږه په اړه يې بحث ته مجال نه پريښودل که ريښتيا شوي وي، نو د همدې معنى لري چې ښاغلى حکمتيار د سر د پاسه سر نه مني، کېداى شي هغه د مجددي د نفوذ څخه وېره درلوده ځکه يې په جنازه کې نه پريښود، او مشوره يې چې نه ده منلې، دا د دې معنى لري چې ما لومړى د خپل مشر په توګه ومنئ، بيا به ګورو، کنه په جنازه کې ګډون خو د هر چا حق و.
زه بيا وايم دا به هغه مهال وي چې د حکمتيار دغه څرګندونې ومنو، کنه په هغه هاى هو، هجوم او دکابل د ښار په څېر ځاى کې د مجددي په څېر يو بانفوذه شخص هېچا هم په جنازه کې د ګډون څخه نه شو منع کولاى.
بيا کله چې په پاکستان کې مشران او مجاهدين سره راټوليږي نو هم يوازې حزب اسلامي د ګڼو ستونزو سره مخ کيږي، ځکه همدا ګوند دى چې درز پکې پيدا شوې، بيا پکې بل پيدا شوې، د وخت په تېرېدو سره بيا درزيدېلى، چاوديدلى او حتى دې اوسني حالت ته رارسيدلى دى.
برهاني الدين رباني، مولوي محمد يونس خالص، مولوي محمد نبي محمدي، او داسې نورو ډلې يې نه مني، خو حزب وايي چې دا له دوى څخه جلا شوي تنظيمونه دي.
وروسته له دې ګوند څخه د قاضي محمد امين وقاد په مشرۍ يو بل ګوند جلا شوى دى، او په خپل وخت کې نژدې وه چې مطرح هم شي، ځکه چې د شمشتو په کمپ کې د انجنير ګلبدين د مهاجر کمپ سره چې په نصرت مېنه ياديده، قاضي امين هم يو کمپ جوړ کړى و، او يو وخت پکې مهاجرو ژوند کاوه خو قاضي امين د چوکۍ طلبه خوى له کبله ونه توانيد خپل ګوند پر مخ بوځي.
له همدې ګوند څخه د جهاد پر مهال او وروسته بيا د تنظيمي جګړو پر مهال وخت په وخت قوماندان جلا شوي، او نورو ګوندونو ته اوښتي دي.
د طالبانو له راڅرګنديدو پس هم د حزب ملګرو او قوماندانانو دغه تنظيم پريښود او د طالبانو په ليکو کې منظم شول، دا داسې وخت و، چې په حالاتو خبرو خلکو د مخالفت ميدان نه نيوه، يا د طالبانو ملګري کيدل او يا غلي کېناستل، يوازې هغه کسان جنګيدل چې د پرديو ملاتړ يې درلود، حزب اسلامي هغه وخت ايران ته ولېږدېد کله يې چې په چهار اسيا کې ماتې وخوړه.
د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال حزب د يو کمزوري جلا وطن ګوند حيثيت درلود، ځکه چې نه يې د طالبانو د خوځښت ملګرتيا کوله او نه د مخالفينو، په داخل کې يې هېڅ خوځښت نه محسوسېده، مرکې او بيانيې يې ورکولې، او په ځينو غونډو کې يې استازو ګډون کاوه، خو مثبته پايله يې نه درلوده.
د طالبانو په وړاندې د خپلو ځينو غوښتنو څخه د نه تېرېدو له کبله دغه ګوند نور هم ضعيف شو، غړو يې محسوس کړه، چې نور سر نه شي پورته کولاى، له يوې خوا يې پاليسۍ او سياستونه زاړه دي، او له بلې خوا يې مشر د نورو ګوندونو د مشرانو په څېر په دې نه پوهيږي چې ځان فعال ژوندى وساتي، د يو ګوند د مشر په حيث يې شتون ثابت دى، خو کار امد نه، له همدې امله يوازې په بيلا بيلو سيمو کې څو تنه استازي، او په شمشتو کې هغه مهاجر کمپ ورپاتې و، چې اوسيدونکي يې يا د بې وزلۍ او يا شخصي ګټو له کبله ترې نه بې ځايه کېدل.
د دې چانس و چې محترم حکمتيار يو ځل بيا له لاسه ورکړى نفوذ تر لاسه، او خلک پر ځان راغونډ کړي، دا هغه مهال چې امريکا افغانستان ته ګواښېده، خو په دې شرط چې حکمتيار صيب کندهار ته پر ايران ترجيح ورکړې واى، او د ملا محمد عمر په مشرۍ د اسلامي حرکت سره يو ځاى شوى واى، خو د ده لپاره له بده مرغه او د طالبانو لپاره له نېکه مرغه چې دا کار ونه شو، که چرته ښاغلى حکمتيار په اسلامي امارت کې تنظيم شوې واى نو لرې نه وه چې اوس به يې د افغانستان د خلکو، روان جهاد او نړيوالو لپاره که د ملا محمد عمر په څېر اهميت نه درلود نو په دوهمه درجه کې خو به يې درلود، اوس به داسې نه واى چې د څلور دېرشو ولايتونو له منځه به يې يوازې په څلورو ولايتونو کې څو په شمار ملګري او پلويان درلودل، بلکه اوس به يې په اسلامي امارت کې د اپوزيوسيون ځاى نيولى واى.
دا به د ښاغلي حکمتيار د ناسم سياست، کږو پاليسيو، بې ګټې دريځ او ديکتاتوري خوى نتيجه وي چې د افغانستان د اشغال پر مهال يې د سنګر ملګري د اشغالګرو ملګري شول.
عبد الهادي ارغنديوال د حزب اسلامي مشر، وحيد الله سباوون د متحد اسلامي حزب مشر، خالد فاروقي د يو بل حزب اسلامي مشر، او دا دى د دولسو کلونو په تېرېدو سره د حکمتيار صيب نژدى ملګرى او د سياسي کميټې پخوانى مشر انجنير قطب الدين هلال ځان ولسمشرۍ ته کانديدوي.
که په ښکته کچه د مجاهدينو خبرې واورېدل شي نو ډېرې يې پخوا هم د حزب اسلامي سره پر يو ځاى کېدو پښيمانه دي، دا په داسې حال کې ده چې د استاد محمد زمان مزمل په څېر وتلې څېره هم له حزب اسلامي څخه په نالان ده، هغه مزمل چې يو وخت يې د حزب لپاره سر په لاس کې ګرځاوه.
ما اوريدلي چې د لړمې بچي د زېږون پر مهال خپله مور خوري، مور يې له منځه ځي، خو ګڼ شمېر بچي ترې پيدا کيږي، دا به يا سمه وي يا نه، خو داسې ښکاري چې حزب اسلامي په همدې برخليک اخته کېدونکى دى، تر اوسه پورې د حزب برجسته برجسته غړي د نورو ګوندونو سره يو ځاى شوي، او يا يې په ازاد حيثيت د حامد کرزي په مشرۍ د اوسني حکومت سره ځان نښلولى دى، کوم چې حکمتيار ګوډاګى بولي.
يوازې څه چې حزب ته ورپاتې دي، هغه خپله د ښاغلي حکمتيار شخصيت دى، خو نه ده معلومه که خداى مه کا هغه په منځ کې نه وي، نو ګوند به د صلاح الدين حکمتيار لاس ته غورځيږي او که د حبيب الرحمن حکمتيار، او يا د هغه پرکټي فيروز حکمتيار ته؟
چې د مشر په شتون کې يې د ګوند غړي د خپلو شخصي ګټو لپاره په يو او بل لور روان دي، نو د نه شتون په صورت کې خو ډېره ستونزمنه ده، چې سره دې په يو راغونډ شي.
