Announcement

Collapse
No announcement yet.

توریالی ویسا د کندهار رشوت سالار او پاټک س

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • توریالی ویسا د کندهار رشوت سالار او پاټک س

    مظلوم کندهار او د توریالي ویسا ناشودي – پنځمه برخه

    د۲۰۰۸ کال د دسمبر د ۲۱ مي نیټې څخه چي کله د کندهار په ولایت مقام کي د توریالي ویسا ناولي ، او مردار قدمونه کښیښول سول تر ډیره د کندهاردمظلوم ولس سترګي او هیلي دې ته وې چي توریالي ویسا چي د نوم سره ئې د ډاکټر او پوهنوال مقدس مختاړي هم لګیدلي وه ، د یو علمي شخصیت په توګه به د کندهار او کندهاریانو په مخکي پرتې ستونزي حل کړي . د کندهاریانو په زړونو کي د کلنو پرتې درې عمده ناهیلیو ( بې امني ، بې برقي او بې روزګاري ) ته به د پای ټکی کښیږدي .
    خو خوار کندهاریان په دې څه خبر وه چي د انسان ، ډاکټر او پوهنوال په جامه کي یو پردی پاله شرموښ ئې په کور ورختلی چي نه ئې د کندهارۍ ابۍ پړونی او عزت پریښوی او نه ئې د بابا شمله او هډونه په هرڅه ئې د چور او تالان ناولي سیوری خپور کړ .
    له خانه تر غریبه ، له مشره تر کشره ئې ټوله وداړل .
    له چوکیداره نیولې تر مامور و ریس او ولسواله ئې د هر چا څخه په بیلابیلو نومو جبرا پیسئ وشکولې . چي هغه ئې د ځان کړل نو د تجاره نیولې د عامو ښاریانو ئې په خلکو په بیلابیلو نومونو جبرا پیسې کښېښولې ، د ولایت د بیارغوني ، مدني ټولني سره عامه مرستي ، د سړکونو د جوړولو او ان د تعلیمي بورسونو په نامه ئې په سړکونو پاټکونه او دپیسو ټولولو ځینځیرونه واچول .
    د کندهار د بریښنا د تیلو پیسې خو ۸۰ په سلو کي د ویسا خان جیب ته رواني دي او باقي ۲۰ سلنه ئې په جنراتورونو کي مطرفیږي . په اونۍ کي یوه ورځ د کجکي بریښنا د ډیزلي بریښنا په نامه په خلکو حسابیږي نور نو شپږ ورځي کندهاریان د بریښنا له نعمته په یوویشتمه پیړۍ کي بې برخي پاته وي .

    د کمي ورځي څخه چي د کندهار یو شمیر ځوانانو او د بېنوا مطبوعاتي مرکز د توریالي ویسا د اخلاقي فساد او اداري فساد په ضد مبارزې ته ملا وتړل او د توریالي ویسا فرعوني ځواک ئې څپڅپانده کړی دی دهغه ورځي خپل د رشوتخوري ناولي عادت ته لا کش ورکړی دی ځکه دي پوهیږي چي نور ئې په کندهار کي ځای پاته ندی او له دې غټي روسوائې به له دې دندي ډیر ژر وشړل سي .
    نوموړي په عام اداري مجلس کي یوه لایحیه را مخته کړې ده ده چي لمخي به ئې هر ولسوال او ریس د میاشتي په حساب له لسو څخه تر څلویښتو زرو دالرو پوري د ولایت مقام لخوا جریمه کیږي نوموړی د رشوت دغه رسمي بڼه په دې تعبیروي چي ګویا رییسانو او ولسوالان په خپلو دندو کي غفلت ونه کړي خو دا نه ګوري چي د یو ریس تنخوا د میاشتي یوازي ۲۵۰ دالره ده دا دونه پیسې هغه د کومه کړي .
    کله چي د ولایت مقام جریمې وضعه سي نو بیاښاغلی ویسا ریسانو او ولسوالانو ته اخطارونه ورکوي چي که یادي پیسې رانه وړي پر کور به ئې کښینو ي چي ښکاره مثال ئې د پوهني ریس شیراغا ساپی ، د خاکریز ولسوال او دبولدک ولسوال پاچا اغا د فضل الدین اغا ورور دی چي د هر یوه څخه ئې د څلویشت زره ډالرو مطالبه کړې وه شیراغا ساپي ئې په کور کښینوي . د خاکریز ولسوال له خپلي دندي استعفا ته اړ کړه سو او حاجي پاچا اغا چي یوڅه سمیز نفوذ او ځواک لري په ځای پاته خو د کندهار والي ویسا لا په خپل دفتر کي ورته غاښونه چیچي .
    د ښار په یو سر او بل کي ئې د پیسو ټولولو دوه پاټکونه جوړ کړي دي او د هر لوړ باروړونکي موټر څخه د ولایت د مقام مالیه په نوم هر ورځ سلګونه زره افغاني د غریب ولس څخه شکول کیږي .
    خو د تعجب خبره داده چي د توریالي ویسا کولمې په دې دونه رشوتونو ، پروژو ، او پاټکونو نسوې ډکي . د ښار هر تجار جلاجلا ټیلفونونه کوي چي د ولایت سره مرسته وکړي کله کله خو ځان ورته دونه فقیر کړي چي له ګرمئ مړ سوم یو دوه کولره یا پنکې خو راته واخلی . د ښار تجاران چي د والي دغه حالت ته وګور ي د یو کولر په ځای د درو کولرانو پیسې نغدي ورکړي . خو دا پنځه کاله نه د ولایت د کولرانو کمي پوره سو او نه د والي غوښتني .
    د کندهار د تعلمي بورسونو په نامه ئې د یو شمیر تجارانو څخه سلګونه زره افغانی راټولي کړې خو یوه ئې هم په ځای مصرف نه کړه ځکه کندهار خپل سهم محصلین د لوړو زده کړو د وزارت او هندوستان هیواد لخوا ولیږل سوه هغه پیسې چي د تجارانو څخه وشکول سوې ټولي د ویسا جان جیب ته ولاړې چي دیو تاجر چي حاجي عزیز الله نومیږي لخوا ورته دوه نیم سوه زره افغانۍ ورته ورکړه سوي دي پنځه سوه زره حاجي محمد انصاري صراف ورکړي وې .
    ددې ترڅنګ د یو شمیر کسانو سره ئې خورا پټي معاملې هم رواني دي چي په بدل کي ئې د هغه جملې څخه د کندهار یو مشهور تاجر حاجي پاچا کاکړ لخوا ورته په عینو مېنه کي ۲۴ پنځلس سوه متره نومرې چي ارزښت ئې شپږ سوه زره ډالره کیږي والي توریالي ویسا ته رانیولي دي دغه نومرې چي په سي- یو ساحه کي موقیت لري د نثاراحمد په نامه ثبت سوي دي .
    د کندهار یو بل مشهور قراردادي حاجي صدیق لخوا توریالي ویسا ته په کابل دوه ۲۰۱۳ ماډل زرې موټرونه چي ارزښت ئې دوه نیم سوه زره ډالره دي ډالۍ سوي دي .
    دا چي دپردې ترشا ددغه ډالیو لپاره څه معاملې رواني دي یو الله په خبر دی .

    دغفارشاه په نامه یو صراف ته ئې څلورنیم لیکه ډالره د کاروبار لپاره ورکړې وې خو هغه بیا د خدای کارونه دي چي په خپل کاروبار کي ډيوالي سو اوس والي پیاده دی او هغه سپور . کله ئې بندي کي کله ئې ووهي خو رسمي ئې لاس نه په لګیږي ځکه د والي د غلا او دارئې قیصه رسوا کیږي .

    د کندهار مظلوم ولس له ډيرو هیلو سره چي دغه به یو اکاډمیک شخصیت وي د بهره به په نس موړ راغلی وي په امید د توریالي ویسا هرکلی وکړ خو توریالي ویسا داسي کانې په خوارو کندهاریانو وکړې چي تاریخ په ئې په کندهاريتوب او افغانیت شرمیږي .
    کندهاریانو په سلګونه ځله د ولسمشر دروازه وټکوله خو ولسمشر هم د توریالي ویسا شرابي په ناولي واليتوب غوږونه کاڼه واچول ځکه چي دولسمشر دکورني یو دوه سپین ږېري ئې حمایت کوي او ولسمشر دهغوخوا بدولای نسي. نور که د کندهار مظلوم ولس د سر په وریښتانو ځوړنده دي د کرزي بابا ئې د توري بلا.
    ډیری کندهاریانو په یوه غلط فهمي کي دي چي د ویسا تر شا کاناډایان ولاړ دي د چا وس نه په رسیږي چي دا هیڅ حقیقت نه لري د توریالي ویسا سره مه درې کاله په یوه دفتر کي کار کړي دی د توریالي ویسا او کاناډایانو ترمنځ ډیر لوی واټن پروت دي هغه یوازي د کرزي د کورنۍ دوه مشران په تحفو او پیسو خوشحاله کوي چي د کرزي په غوږ کي د ویسا صفتونه چلانه وساتي نور نه مخ ته څوک لري نه شاته .
    زه د یو کندهاري په صفت ټولو کندهاریانو ته وایم چي راویښ سي دغه ډارن والي ستاسي د یوې مظاهرې تاب نه لري . نور د خپلو رواه حقوقو ږغ پورته کړی . ترڅو به کندهار بې تعلمه پاته وي . بې برقه به وی ، بې پرمختګه به وي . نور نو وخت راسیدلی دی چي د نورو ولایاتو د نجیبو ولسونو په څیر د خاینو چارواکو خولې ورماتي کړئ
    Alhamdulilah...for everything
Working...
X