د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالی کی د وسله والو طالبانو په یو کمین کی د رسنیو د راپورونو له مخی ۱۶ تنه ملی پولیس وژل سوی چی ددی له امله ولسی جرګی د بدخشان د خلکو د وکیلانو د تند غبرګون وروسته سمدستی یو پلاوی و ټاکه تر څو سیمی ته لاړ سی او هلته ددی پیښی عوامل له نږدی وڅیړی، چی زه د هلمندی په توګه د ولسی جرګی ددی کار هرکلی کوم او د هر افغان په درد کی ځان شریک ګڼم خو تبه می په دی خرابه سوه چی په همدی جرګه کی زما د هلمند وکیلان هم شتون لری خو هیڅ کله هم داسی ونه سول چی دوی دی د هلمند په اړه په عمومی غونډو کی په یو اتفاق اعتراض کړی وی ځکه هلمند کی هره ورځ د وردوج په ډول پیښی کیږی ښه مثال یی د سنګین دی چی له ۶ میاشتو راهیسی په کښی جنګ روان دی او هره ورځ بیګناه خلګ په کښی وژل کیږی او ډیر خلګ مو بی ځایه سوی خو موږ تر اوسه په دی نه پوهیږو چی ولی زموږ سره داسی کیږی؟ دولت د انتخاباتو خبری کوی خو د هلمند باغران او دیشو خو څو کاله کیږی د وسله والو طالبانو په لاس کی دی خو یو بیشرم چارواکی می هم و نه لید چی را مخ ته سوی وی په دی اړه یی اعتراض کړی وی چی ولی زموږ ولس د اسانتیاوو څخه بی برخی دی که د بدخشانی انسان دی نو هلمندی هم انسان دی تر کومه حوصله؟ ایا د سنګین په جنګ کی چی انسانان وژل کیږی ددوی له وجوده د وینی پر ځای اوبه تویږی؟ د سنګین د جنګ له کبله دا یوه میاشت کیږی په هلمند کی د بریښنا څرک نسته او موږ وایو چی په یویشتمه پیړی کی ژوند کوو، یویشتمه نه بلکه د هلمند ولس بی کفایته مشرانو اولیه قرن ته رسولی، تیر کال می ښه په یاد دی په کابل کی د وکیل محمد ولی علیزی سره د سپینږرو په قطار کی د بریښنا وزارت مخ ته په مظاهره ولاړو او هلته وکیل محمد ولی او سپینږیرو په لاسپیکر کی د بریښنا بیسواده او بی کفایته تبعیضی او جاهل وزیر تورن سمایل ته ناری کړی چی اوو بیسواده تا ولی دا چوکی کلکه نیولی چی یو د کجکی بند دی پدی څو کاله کی جوړ نه کړ نو لږ شرم خو وکړه را کښته سه ددی چوکی څخه دی کنه نو موږ به دی وزارت ته در ننوزو او د تر غاړه به دی ونیسو را کش به دی کړو دباندی به دی وغورځو سمدستی دولت اعلامیی خپری کړی چی یو هیت ټاکل سوی چی هلمند ته ولاړ سی او د کجکی بند راپور راوړی او ژر به یی درته جوړ کړو خو هغه خبری هغسی هوایی پاته سوی او زموږ وکیل محمد ولی خان هم نور نه پوهیږم څه په وسوه چی وزیر یی تر غاړه راونه نیو که دا کار وکړی او دا بیسواده د جهاد ټیکدار د وزارت څخه را وباسی نو د میلیونو انسانانو دعاوی به خپلی کړی، همدا اوس د انتخاباتو وخت دی د هلمند د خلګو دا غټ غټ استازی دی یوه ورځ په عمومی جلسه کی د ولسی جرګی د هلمند د امنیت او برق په اړه خپل ملی رسالت ادا کړی او دولت ته دی ووایی چی که امنیت او برق را نه کړی نو په باالله که مو د رایی څکه لا وکړی.
که څوک ځان ته د هلمند مشر وایی او لږ شرم ولری نو د کوم کاندید لپاره دی زموږ څخه د رایی غوښتنی لپاره هلمند نه راځی اول دی امنیت او برق را جوړ کړی بیا دی راسی.
که څوک ځان ته د هلمند مشر وایی او لږ شرم ولری نو د کوم کاندید لپاره دی زموږ څخه د رایی غوښتنی لپاره هلمند نه راځی اول دی امنیت او برق را جوړ کړی بیا دی راسی.
