د پکتیکا ولایت فرهنګي شورا مشر ویلې دي چې دغه ولایت پورې اړوند د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي د انکشافي پروژو په ځانګړي ډول د څو ولسوالیو د سړکونو د کارونو د پرمختګ او عملي کیدو په لار کښې د خپلو ځاني ګټو په خاطر خنډونه جوړوي. یعنې دا معنا چې د پروژو د عملي کونکو شرکتونو څخه باج غواړي او که شرکتونه دا کار و نه کړي نو بیا د جرګو نوموړي غړي د شرکتونو په کارونو کښې خنډان را منځته کوي. ماته دا خبره ډیره په زړه پورې ده، ځکه چې ما اوریدلي ول چې دا د جرګو غړي د ولس استازي نه بلکه کمیشن کاران دي او دا راته ثابته شوه چې دا د جرګو غړي هم د قراردادونو په تړون او حتی د خلکو د مقررولو لپاره هم کمیشن اخلي. څومره د شرمه ډکه خبره ده!. او بل راته دا پوښتنه پیدا شوه چې دا د ولس استازې په نوره نړۍ کښې د خلکو خدمت ګاران وي او که همداسې کمیشن کاران. په هر حال که یوازې د افغانستان د ولسي او لويې جرګې غړي کمیشن کاران وي نو بیا دا ولس ولې دومره ړوند او کوڼ دی او داسې خلکو ته رایه ورکوي چې د دوی استازیتوب وکړي. او که ولس په خپله خوښه همداسې خلکو ته رایه ورکوي نو بیا خو د شکایت حق نه لري او د شهید مجروح صاحب خبره سمه ده چې وايي ولس په خپله استبداد زیږوي، ملاتړ يې کوي او په پای کښې شکایت هم کوي. نو کومه پیتي چې چا په خپله پخه کړي وي، پکار ده چې پخپله يې وخوري. که یوازې خلکو دا اوریدلي وي چې ټاکنې د و لسواکۍ یوه برخه ده نو نیم کتاب يې لوستی دی. دا هم باید له یاده ونه باسو چې په اړینو شرایطو کښې د ټاکنو سره پریکون هم د ولسواکۍ یوه برخه ده. چې ولس هوښیار وي او پوه شي چې ټاکنې په سمه توګه نه ترسره کیږي نو د هغه سره پریکون کوي او دا عمل ناسمي ټاکنې بې اعتباره کوي او ښکاره کوي چې د ولس او ادارو ترمنځ رښتونی تړاو او پیوند نشته. زما په نظر د اوسني حاکم ټولګي په موجودیت کښې د رڼو او سمو ټاکنو هیڅ ضمانت وجود نه لري، بلکه بحران به نور ژور او ستونزې به لا زیاتې کړي. د تیرو دوه دورو ټاکنو ترخه تجربه زمونږ پر وړاندې پرته ده. که په ژور او رښتوني نظر وګورو او آزاد قضاوت وکړو نو پوه به شو چې د ذکر شوو ټاکنو پرته له دې چې ددغو کمیشن کارانو ناروا کړنو ته د مشروعیت ورکولو پرته هیڅ ګټه نه ده رسولې. که چیرې هغه ټاکنې چې په پوره ډول په ناسم ډول او ناسمو شرایطو کښې تر سره کیږي نو پریکون ورسره حتمي دی. او د هغه پر ځای باید په داسې یو میکانیزم غور وشي چې په هیواد کښې د نسبي ثبات رامنځته کولو سره مرسته وکړي، تر څو د هغه په پایله کښې زمونږ ولس د ټاکنو په معنا او د رایې ورکولو په سم استعمال پوه شي چې رایه څه او چاته ورکول شي.
په اوسني حالت کښې د ناسمو ټاکنو د سرته رسیدلو ډیرې او څرګندې بیلګې شتون لري. زه دلته د یو ناسم انتخاب او ټاکنو یو ژوندۍ بیلګه یادوم. د ده سبز د سیمي پورې اړوند یو پخوانی جنګ سالار چې اوس د ولسي جرګې غړی دی، څه وخت واړندې هم د خلکو او دولت په زرګونه جریبه ځمکه قبضه کړه. خلکو دده پر وړاندې غبرګون وښود چې خپلې ځمکې د قابض څخه و ژغوري. د قابض بد معاشانو پر هغوی برید وکړ او تر دیرشو زیات ولسي کسان يې شهیدان کړل. کله چې د وزارت داخله پولیسو او څارنوالۍ د نومړي د جلبولو کوښښ وکړ نو هغه پخپله هم مقاومت وکړ او د ولسي جرګې نورو غړو هم د هغه دفاع وکړه او ويې ویل چې هغه د پارلماني تحفظ څخه برخوداره دی او څوک يې نه شي محکمې ته جلبولای. په دغه موضوع ډیر خبرې نه کوم خو دا پوښتنه هم پیدا کیږي چې زمونږ په ګاونډي هیواد پاکستان کښې یو منتخب صدراعظم او د پارلمان غړي محکمې ته احضار کیدای شي خو په افغانستان کښې دا کار نه شي کیدای نو داسې بریښي چې زمونږ په قوانینو کښې هم ډیرې جدي ستونزې شته او یا دا چې دلته د قانون جوړونکی د قانون د تطبیق څخه معاف دی او یا هم دا چې پیشو يې د غوښې څوکیداره مقرره کړیده. راځۍ د سلیقوي برخوردونو څخه تیر شو، سالم فکر و کړو او سالمو اقداماتو ته لاره هواره کړو او خپل هیواد او خلک له دغو کمیشن کارانو څخه وژغورو.