Announcement

Collapse
No announcement yet.

(( د کندهار والي تر سختو تهديدونو لاندي يو ))

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • (( د کندهار والي تر سختو تهديدونو لاندي يو ))




    د خرقي مطهري متوليان : د کندهار والي تر سختو تهديدونو لاندي يو .
    وروسته له هغه چې شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون په کندهار کې د ايران هيواد سره د خرقي مطهرې د پنجرې د بدلون موضوع روښانه او رسوا کړه ، د ټولو افغانانو احساسات پاريدلي دي .
    د نورو غبرګونونو تر څنګ د خرقې مطهرې متوليان او د لوی احمدشابابا د مقبرې ساتونکي چې د احمدشابابا له وخته ياده دنده په ميراث ورپاتي ده وايې چې د کندهار والي تر سختو تهديدونو لاندي دي او زيات مالي زيانونه يې ور رسولي دي ..
    موضوع په ملې سطحه د ټولو افغانانو تر څيړني لاندي ده ، خو اوس د خرقې مطهري متوليان او ساتونکي وايې ، کله چې د کندهار والي په موافقه د ايران د راوړل شوي دروازي مخنيوی شوی دی دوی خپله د والي تر سختو تهديدونو لاندي دي .
    متوليان دا په زغرده وايې چې دا دروازه خپله د کندهار والي په لمسون د ايران د قونسلګرۍ له لوري راوړل شوې ده او د راوړلو پر مهال يې خپله کندهار والي توريالی ويسا هم حاضر وو .
    د خرقې مطهري مشر متولي مولوي حاجي حفيظ الله اخندزاده چې هره ورځ همدلته حاضر وي وايې :
    (( يو نيم کال مخکي چې يې دغه دروازه راوړل ، ورځ وه هلته يې په کرينګ ولاړ وو ، چي ومي کتل دروازه يې را واړول ، خلک ولاړ وه ، دغه والي توريالی ويسا ولاړ وو ، عسکر او مامورين ولاړ وه .
    زه بې طرفه يم کار مي نه په درلودی ، ويل دا ايران راوړل ، موږ هيڅ خبر نه وو ، ملګري مي را وغوښتل ټولو معلومات مو وکی ، د ولايت سره چې مو تماس ونيوی ويل دا ايران راوړي ده هغه زړه دروازه بيخي زړه شوې ده ، دا ايږدو .
    حکومت ويل دروازه خلاصه کړی موږ دا دروازه ږدو ، مزدوران يې راوستل زړه دروازه يې کښل موږ را وګرځول . دوی ويل چې دا د والي په اجازه ږدو ، بيا د اطلاعاتو او کلتور سړی راغی ما نه پيژندی باره يې مخه ونيول .
    د هغه راهيسي والي زموږ څخه بد وړي ، کورونه يې را ونړول ، په موږ پسي خبري کوي وايې چې دا غله دي داسي دی ، هاسي دی . اوبه يې راباندي بندي کړي دي ، پر خرقه شريفه يې برق هم بندی کړی دی .
    زموږ څخه يې امنتي کسان بيولي دي ۸۵ تنه وه اوس ۳۰ تنه وه . ))
    د خرقې مطهرې بل مشر متولي مسعود اخندزاده هم ورته څرګندوني کوي او وايې والي يې پر ديني مدرسو هم بنديزونه لګولي دي .
    (( دا ديرش کاله کيږي چې خوميني ډير زور وهلی دی چې ايران ته يې يوسي ، ضياالحق زور وهی چې پاکستان ته يې يوسي عربو کوښښونه کړي دي خو موږ هيڅ چا ته اجازه نه ده ورکړي ، څوک هيڅ شی نه شي وړلای .
    دا د ايران دروازه د والي توريالي ويسا په امر راوړل شوې ده . موږ را ګرځولي ده او څوک يې نه شي وړلای ، ايران دي خپله دروازه يوسي ، موږ هيڅ چا ته د مداخلي اجازه نه ورکوو . کندهار والي زموږ کورونه را ونړول ، پر مدرسو يې بنديزونه را ولګول ، مارکيټ يې را ونړی ، دکانونه يې را ونړول زموږ سره دښمني کوي چې ولې مو دا زړه دروازه کښلو ته نه پريښودل . د خدای روی دی دا خو زموږ نه ده ، د خلکو ده ، مبارکه چپنه ده .
    نژدي هره ورځ دلته د ايران قونسل راځي د ښاروالۍ مرستيال نسيم رضايي ورسره وي ، کونسل دلته څه کوي ؟ نه دي راځي ، ايران چې هر څو تاوان غواړي موږ يې ورکوو خپله دروازه دي يوسي . ))
    متوليان وايې چې په دې اړه دي غور وشي او پر دوی دي د لګيدلو بنديزونو د ليري کولو دپاره بيړنی اقدام وشي .
    که څه هم متوليان د تاريخي دروازې د يو ځل کښلو خبره نه مني خو هلته له شوي نوي کاره بريښي چې دروازه ختلي او بيرته د ګچو په واسطه ايښودل شوې ده
    کندهار ښاريان هم په دې اړه سخت په غصه دي او وايې چې د خپل ژوند په جريان کې به چا ته د کندهار د تاريخي اثارو د وړلو اجازه ور نه کړي .
    پوره دوې ورځي مو هڅه وکړه چې په دې اړه د ولايتي ادارې نظر هم واخلو خو زموږ تر ډيرو هڅو وروسته بيا هم ولايتي اداره خبرو کولو ته چمتو نه شوه . .
    که څه هم دا موضوع څه باندي يو کال مخکي پيښه شوې ده خو سپينه او حًقيقي خبره هغه وخت را پورته شوه کله چې شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د استازي عزيزاحمد عزيز په همکاري اسناد تر لاسه او هغه هر څه روښانه وويل.
    يو شمير سرچيني وايې چې خپله عزيزاحمد عزيز هم د ولايتي ادارې د تهديدونو سره مخ دی خو هغه خپله په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي .
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X