Announcement

Collapse
No announcement yet.

د برېښنا خاله د مړیني اعلان :

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د برېښنا خاله د مړیني اعلان :

    د هیواد ولسمشر حامد کرزی د اکا زوی، د اوبو او برېښنا وزیر تورن اسماعیل خان خوسر، د کندهار مخکني والیان ګلااغا شېرزی،یوسف پښتون،رحمت الله روفي او اسد خالد ماماګان،د کندهار او هلمند اوسني د برق ریسان لېورونه، همداشان د کندهار او هلمند د برق مرستیالان اخښیان،د کندهار د برق پخوانی متقاعد ریس فضل احمدخان د خاله زوی، کندهار والي توریالی ویسا د عمه زوی، په مشرانو او ولسي جرګو کي د کندهار او هلمند استازي خواخوږي ګاونډیان،د کندهار د ولایتي شورا ریس د خاله لېور، نور وکیلان د اکا د خوښیني زامن د برق ریاست ټول کارکوونکي خوریان، لمسیان او کړوسیان.
    د برېښنا خاله د مړیني له کبله ټولو دوستان او خواخوږو ته خبر ورکوي چي له نن څخه تقریباً شل ورځي وړاندي په داسي حال کي چي د هلمندـ کندهار پر لویه لاره د ساروان کلا په سیمه کي د مزو پر نیلي سپره وه د پېژاندو وسلوالو له خوا په داسی حال چي کندهار کي د دوستانو لیدني ته روانه وه په ډزو وویشتل سوه او جسد یې هلته پارچه پارچه وغورځېده،له بده مرغه چي تر اوسه یې دوستانو او چارواکو هیڅ ډول پوښتنه هم نه ده کړې.
    فاتحه یې د عامو خواخوږو له لوري د یوې اوونۍ لپاره د کندهار د برق په ریاست کي اخیستل کيږي،ټول دوستان او خواخوږي دي یې خبر وي.
    پاته دي نه وي چي فاتحې ته د راتګ پر مهال خپل مټرونه او د برق کتابچې د برېښنا ریاست ته هم وسپارئ.
    د یادوني ده چي برېښنا خاله د پنځه پنځو سو کلنو په عمر له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي کړې.

    روح دي يې ښاد وي
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.
Working...
X