Announcement

Collapse
No announcement yet.

ولسمشریزي ټاکنې

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ولسمشریزي ټاکنې

    د ټاکنو هره پریکړه د هغو خلکو په لاس کې ده چې د رایو صندوقونو ته ځې او رایې ورکوې. د رایو صندوقونو ته تلل او رایې ورکول د راتلونکې کال د حمل په شپاړسمه به ټولوافغانانو په خاصه توګه ښځو ته چې د رایو ورکولو په شرایطو برابر وي یو بل طلایي فرصت وي. موږ ټول د رایو ورکولو په شرایطو برابرافغانان هڅوو چې په ولسمشریزو او ولایتی شوراګانو ټاکنو کې ونډه واخلي.
    ولسمشر حامد کرزی د ټاکنو په اړه داسې وویل:«ټاکنې په هیواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت یواځینۍ لاره ده، د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو په اړه باید هیڅ شک شتون ونه لري.»
    نړیوالي ټولني او افغانانو دبریالیتوب او پر مختګ بنسټ په افغانستان کې ايښي دي. دا به غوره وي چې د دي پرمختګونو پربنسټ افغانان نور هم کار وکړي او د یو آزاد او پر مختللي افغانستان چې د ټولو افغانانو هیله ده ځان ورسوي.
    جان کیري دامریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د راتلونکوټاکنو په اره داسي وویل « واشنګتن به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې مداخله نکوي او د کوم خاص نوماند ملاتړ به هم په مستقیمه توګه نکوي. »
    ستاسو په نظر دافغانانو به غټ مشکل په تاکنو کې څه وي؟
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم

  • #2
    خدای دی وکړي
    Last edited by Atal; 09-20-2013, 03:44 PM.

    Comment

    Working...
    X