Announcement

Collapse
No announcement yet.

د پښتنو پر ضد يو ځل بیا نامقدس اتحاد!!!

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د پښتنو پر ضد يو ځل بیا نامقدس اتحاد!!!

    بی اتفاقه پښتنو ځان ټينګ کړۍ د پنجشيريانو- هزاره ګانو حکومت بيا راروان دی؟؟؟
    د شمال د پخوانۍ ټلوالې تقریباً ټول مشران لکه د ملي جبهې مشران ضیا مسعود، محمد محقق، عبدالرشید دوستم، د ملي ايتلاف مشر عبدالله عبدالله، یونس قانوني، د بلخ والي عطا محمد نور، د استخباراتو پخوانی رييس امر الله صالح او د رباني زوی صلاح الدین رباني د دې اتحاد مشران دي چې د انتخاباتو لپاريی د دې نوې تشکیل (اتحاد) اعلامیه لاسلیک کړه.
    په دی ناسته کی چی د ګلم جم عبدالرشيد دوستم په کور کی د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنوپه منظور او هم د کانديد د غوراوی اوځينو تصميمونو په اړه جوړه شو وه، پورته زکرشويو وطن فروشانوګډون کړی وو خو تر اوسه يی کوم ځانګړی کانديد نه دی غوره کړی.
    د پخوانې لويې بريتاني د دوهمې نړيوالې جګړی په وخت کی د هغه وخت صدرآعظم يا لومړی وزير سر وينسټن چرچل يو وخت ويلی وو چی " په سياست کی نه د تل لپاره دوست شته او نه د تل لپاره دشمن بس يواځی ګټي يعنی منافي مهمي دي". د چرچل دا تاريخی خبره می ځکه وکړه چی د شمالی ټلوالی دغه پورته زکر شويو کسانو د ربانی د کابل او خيرخاني مينی د جمهوری رياست په وخت کی د يو بل ډير سخت دشمنان وو، خو اوس چی خبره اقتدار ته راغله نو خپلی ټولي دشمني يی پريښودی او د يواځينی دشمن یعنی پښتون په مقابل کی سره متحد شول. يو متل دی چی وايی " سپي پخپل منځ کی دشمنان دي خو فقير ته يو دي".
    کله چی خاين ربانی په واک کی وو او خاين مسعود پنجشيری يی د دفاع وزير وو او د کابل په ښار کی کور په کور او کوڅه په کوڅه خونړۍ جګړي روانې وي مسعود پنجشيری د نظار د شورا اوباشانو ته په ميرويس ميدان، افشارو، مهتاب قلعه، قلعه ای شاده، دريمه کارته او نورو ځايونو کی د هزاره ګانو د قتل عام آمر وکړ چی پکی د دواړو غاړو څخه په زرهاو خلک ووژل شول.
    له بلی خوا د کابل ښار په دغه جګړو کی د مسعود پنجشيری د نظار شورا او هزاره ګانو په ګډه سره ډير پښتانه قتل عام کړل، پښتنې ښځي يی بی پته کړي، د پښتنو په سرونو کی ميخونه ټکوهل شول، دپښتنو ځوانانو زړونه او ځيګرونه په برچو واايستل شول، په تبۍ باندی وراته او بيا وخوړل شو، دپښتنو ښځي په مجلسونو کی وګډول شوي لکه د عصمت مسلم ښځه چی رشيد دوستم په مزارشريف کی په مجلسونو کی وګډوله او داسې نوري زړه بوګنونکي پيښي چی ليکلو ته يی قلم عاجز پاتی کيږی.
    ۱
    د افغانستان ټولتاکنو ته ډيره کمه موده پاتې ده، د شمالی ټلوالی اوباشان د ايران، ترکيی، روسی، اروپايی هيوادونو او حتی امريکی لخوا مالی او تبليغاتی مرستي ترلاسه کوي او د راتلونکو ټاکنو لپاره په پراخه پيمانه کمپاين ته ادامه ورکوی او پښتانه که مشران دي يا کشران د هاتی (پيل) په غوږ کی آرام ويده دي. سره ددې چی د شمالی ټلوالی دملی خاينانو، جنايتکارانو او اوباشانو په غونډه کی فيل مارشال فهيم او کريم خليلی نه ليدل کيږی خو داسی ښکاری چی دغه دواړه ورسره په پټه ملاتړي دي.
    خدای دی هغه ورځ نه راولی چی دغه خاينان پخپلو شومو اغراضو کی بريالې شي خو که دا کار وشی او ټولټاکنې وګټې نو د پښتنو ورځ به د بد نه بد تره شی او بيا به پښتانه د طالب او القاعده په نوم وژل کيږې او هيڅوک به نه وی چی پوښتنه یی وکړی. دا ځکه چی بسم الله خان چی د شمالی ټلوالی مهم غړی او د دفاع وزير دی ټول عسکری امکانات د هغه په لاس کی دي.
    ښه، خبري ډيري او سر يی يو. زما ددي ليکنی څخه موخه داده چی شمالی کرغيړنی شورا خو خپله تګلاره جوړه او اعلان کړه اوس به بی اتفاقه پښتانه څه کوي؟ ايا پښتانه به ددغو وطن فروشانو او جنايتکارانو په مقابل کی په يو واحد مشر او رهبر باندی راټول شی؟ او که بيا به ديو بل پر ضد د دسيسو او دشمنيو څخه کار اخلی؟ بله پوښتنه داده چی ځينې بی ضميره او بی وجدانه پښتانه به ددغی شمالی خاينی ټلوالی سره د چوکۍ او اقتدار په خاطر يوځای نه شی؟ چی ژوندي مثالونه يی د حاجی قدير او استاد سياف وو چی د طالبان د راپرځولو په موخه د شمالی ټلوالی سره يوځای شول چی په اخر کی همدغی شمالی ټلوالی حاجی قدير د مرګ کندی ته وګوزار کړ.
    اخرنۍ پوښتنه داده چی د شمالی ټلوالی ددی کرغيړن اتحاد په اړه به د کابل ښاريان څه ډول عکس العمل ښکاره کړی؟ ايا د کابل ښاريانو د هزاره ګانو او د نظار د شورا نادودي هيري کړی دي او که څنګه؟ زه بيا هم وايم چی ای بی اتفاقه پښتنو خپلمنځې اختلافات او تربګنۍ يوی خواته کړۍ او يوه واحده رهبری جوړه کړۍ ، وخت له لاسه مه ورکوۍ، د انتخاباتو کمپاينونو او تبليغاتو ته زور ورکړۍ. ډير پښتانه شته چی په ميلينونو ډالر يی پيدا کړې دي، کله چی د ټولټاکنو لپاره وطن پرست مشر وتاکل شی دهغه دی مالی او معنوی ملاتړ وشی، د تبلغاتو لپاره يې بايد د هر چا سره چی پيسي وي په پراخه پيمانه ولګول شی. د پښتون ولس د سر لوړۍ او برياليتوب په هيله. پاچا
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

  • #2
    der xa
    This post may be circulated in all social and other forums so that Pashtuns may be sensitized for the forthcoming elections. Pashtuns should leave supporting Taliban and may focus on elections.

    Comment

    Working...
    X