خدای بخښلی ملنګ جان رښتیا ویلی :
نن زړګی می دافسوس په اور سوځیږی چه ګیدړکوی زمری باندی ګواښونه
دکارغه سترګی له بازه نه شرمیږی په همت سره راپورته شه پښتونه
پښتون قام په رښتیاویده دی،همت یی بایلودلی اودناپوهۍ اودغفلت له خوبه بیداریدل یی ناشونی دی،سره له دی چه دومره نادودی ګوری بیا هم نه پوهیږی چه څه وکړی؟
څه وکړم کله چه نور قامونه ګورم اوبیاخپل پښتون قام ته وګورم ډیره غصه راشی بیرته ځان غلی کړم وایم که رښتیا ووایم هسی نه چه زما دخپلوپښتنوله خوا په کفرتورن نه شم بیا به نه دبر شم او نه دکوز ! ځای ځیګی به می ورک شی او که څه نه وایم زړه می چوی ،په، زړه یی تیرولی نه شم، ځان ګرم بولم چه ولی خپل تاریخی رسالت نه اداکوم، نن په دی کشمکش کی پورته ویره له ځانه لیری کوم او خپل پښتون قام ته درړه له تله یوه چیغه په دی هیله کوم ګوندی زماپه دی چیغه زما ویده قام سترګی وموخی او دغفلت له خوبه لږبیداره شی اوپه خپل ګریوانه کی سرښکته کړی چه زه څه وایم؟
څه چه تاسو لولۍ دا دبلخ ولایت ته زما دسفریوه تریخ یاد دی چه چیغه تری جوړه شوه اوغواړم چه ستاسوغوږونوته یی درورسوم:
زه او زما یوڅوملګری دبلخ ولایت ته دیوی کاری موخی له وجی ولاړونوملګرومی راته وویل راځه چه دحضرت علی(رض)دروضی زیارت وکړو نو ما ورته وویل وروره حضرت علی(رض)په جزیرهّ العرب کی په شهادت رسیدلی وو او روضه یی هم په نجف کی ده خوهغه زماخبره رد کړه چه نه داسی نه ده اصلی قیصه داسی ده چه کله علی صاحب په شهادت ورسیده نودهغی جسد مبارک یی په یوه تابوت کی کښیښوده او دری نور یی چه تش تابوتونه وه په څلورواوښانوبارکړل اوپه دښته کی یی پریښودل اوپه کوم اوښچه دعلی صاحب تابوت بار وه هغه سیده بلخ ته راورسیده.
په دی کی ډیر کلونه تیر شول چه بالاخره دافغانستان یو پاچا په خوب کی حضرت علی (رض) ولیده چه ورته وایی ته داسلام پاچا یی او زه دلته په دی دښته کی پروت یم راشه او زما په قبر زیارت جوړ کړه ! او بیا دوخت پاچا راغی اوپه دی ځای یی دا زیارت جوړ کړو.
کله چه می دملګری دخولی نه داسی یوه ناشونی قیصه واوریده نو په خندا شوم ملګری می را باندی په قهر شوویلی ولی خاندی؟ نو ما ورته وویل چه وروره ته خویو لیک لوستی سړی یی چه ته داسی وایی نو د نورو څه ګیله ! خو هغه په خپله خبره ټینګ ولاړ وه نو ما ورته وویل چه وروره داسی هیڅ کوم تاریخی شواهد نه شته چه ستاادعا ثابته کړی او که لږفکروکړی نوپه دنیا کی هیڅ داسی څوک نه شته چه دخپل خپلوانودمړی جسددی په اوښانو بار کړی اوپه بیابانونو کی دی خوشی کړی ځکه دادمړی مقام ته یو توهین دی ،بله دا چه کیدلای شی په بیابانونو کی یی ځناوروخوری اوډیره مهمه لا دا چه وروسته له مرګه په جسد کی ډیرکیمیاوی تغیرات راځی او دا تغیرات د تودوخی دلوړی درجی سره لکه څنګه چه په جزیرةالعرب کی ده ډیرچټک او سریع وی او داوښ د مزل دسرعت په اساس ډیره ناشونی ده چه دومره واتن دی ووهی او بیا دی سلامت راورسیږی.
خوب هم حقیقت نه دی بلکی یوخیال دی او پاچا داپه خوب کی لیدلی دی .خیر مونږ پوهیږوچه پښتانه دیوی خبری خاوندان دی او زما ملګری هم په خپله خبره ټینګ ولاړ وه نوماورته وویل چه وروره ته صحیح وایی سمه ده لاړ به شوزه به دسپاه سالار غازی وزیر محمــــــــد اکبــــــر خان مقبری ته ورشم او دعا به ورته وکړم تر څو دیو افغان په صفت دهغی روح ته له الله(ج)نه دمغفرت غوښتنه وکړم او هغی دمبارزو قدردانی وکړم .
کله چه روضی ته ورننوتلونوزه دوزیر محمد اکبرخان مقبری ته ورغلم ګورم چه څو قفله یی دروازی ته پراته دی ،په قبر یی دخاورو او دوړو څادر غوړیدلی دی فقط دهغه تصویرچه دیوڅوکاغذی ګلانو په مینځ کی هغه دقبردپاسه ایښی وه !!! ډیرخفه شوم اودځانه سره می وویل چه ګوره دی چه ددی هیواد اصلی قهرمان او دفیرنګی استعمارپه مقابل کی دهیواددآزادۍ دډګر یوستر مبارز وو او د افغا نستان دتاریخ یوه ستره هستی ده څومره بی قدره پروت دی .
دا تصویر می دبندی پنجری تر شا اخیستی دی تاسو خاوری او دوړی په کی کتلای شۍ
دا هغه قفلونه دی چه دروازه پری قفل شوی ده
مافکرکولوچه دداسی شخصیتونو او ملی قهرمانانومزارونه باید دځوانانواوراتلونکو نسلونو له پاره دعلمی سفریوه بیلګه وی چه ځوان زدهکوونکی ورته راځی او ګوری چه څوک دوطن سره مینه لری او دهیواددخلکوخادم وی که هغه مړ هم وی بیا هم څومره دقدروړوی دا راتلوونکو نسلونو ته دعبرت یوستردرس ورکولی شی خو افسوس چه دلته هرڅه سرچپه دی اصلی میړنی هیڅ قدرنه لری.دحضرت علی (رض) په نامه یوه خیالی روضه چه هیڅ نوع تاریخی حقیقت نه لری اوپه هغی کی خلک دالله سره دشریک په لویه او عظیمه ګناه اخته کیږی ځکه هلته په واضحه الفاظو لیکلی وه چه (آن که دردل حب علی ندارد کافراست،علی مشکل کشا است) ډیره مجلله ،ښکلی او سینګار شوی وه خوددی هیواددآزادۍ دلاری دیوپیاوړی مبارزدمزاردروازه تړلی اوپه خاورو اودوړو کی پټه وه زړه می نا قراره شوچه اخیر دا ولی؟ زما دولی دځواب په لټه کی شوم ترڅومسوول کس پیدا کړم اودمسلی په هکله تری وپوښتم بلاخره یوکس راته وویل چه نورڅوک خونشته خودروضی دموزیم آمر صاحب شته دی کولای شۍ چه دهغی نه معلومات تر لاسه کړی ،دروضی دموزیم آمرڅخه چه نوم یی عبدالقیوم انصاری راوښودوپوښتل چه وروره دادروازه ولی بنده اودامقبره ولی داسی په خاورو دوړو پټه ده نوهغی ښاغلی په پاړسوکی وفرمایل چه ( برادر اینجا بسیار مشکلات است مردم سر پوهنتون ودانشګاه جنجال داردواګر این جا راباز کنیم جنجال دیګرهم زیات میشه)یعنی وزیـــــر محمد اکبرخان هم پښتون وه او که ددی میړانه وستایل شی نوبیاستونزی پیدا کیږی ماورته وویل چه دا خویواځی په پښتنوپوری اړه نه لری بلکی دټولوافغانانواتل دی ویل یی(می فهمم ولی نه می توانم).
ددی خبرو په آوریدوسره ډیرخفه شوم چه زمونږپه خپل ټاټوبی کی اوس پښتونواله هم جرم دی،که پښتون یی نو هیڅ نه یی ژوندی خو دی لا څه کوی چه مړی دی هم ددی سزا ګوری.
کله چه می ملګری راباندی پوهه شول نوراته ویی ویل وروره مه خفه کیږه او داموضوع نوره مه چیړه دلته کاروان په څټ شوی دی ګوډ او شل اول شوی اونو ورپسی دی،په دی هیواد کی هغه سړی اتل اوقهرمان وی چه خلک ووژنی،لوټ مار وکړی،دخلکو په ناموس اوعزت تیری وکړی ،احمد شاه مسعود وګوره څومره لوی قهرمان دی !!!!!
کابل یی وران کړ،۶۵۰۰۰ نه زیات انسانان یی ووژل،دکابل په افشاروکی خو یی هزاره ګان په عام ډول قتل کړل خلاصه دهغی ټول قبیحه اعمال ګران دی چه وشمیرل شی ولی هغه ته ملی اتل ویل کیږی او حتی دمرګ ورځیی عمومی رخصتی وی.
پښتانه نور سیند وړی دی،اوبلخ خو هسی تش په نامه دافغانستان په جغرافیوی قلمرو کی دی نور خو ددی سیمی پاچاعطاګی( ددکاندارځوی) ځان افغان نه ګڼی اودافغان دنوم نه دومره کرکه لری چه په تذکره کی یی هم نه غواړی نوستاداتلانو به څه قدر وکړی،دلته که دی دپښتون او پښتونولۍ خبری وکړی نودطالب په نامه به دی ووژنی اودپښتنومرګ خو هسی هم آسان دی ځکه چه دپوښتنی یی څوک نه شته نو ښه به دا وی چه چپ شی ،خو ضمیرمی ملامته کولم چه ولی چپ شم؟دیوڅو لحظودغه چوپتیا می په یوه چیغه بدله شوه نوومی غوښتل چه دلیکاڼی په ژبه دغه چیغه چه زما دزړه له تله راپورته شوی ده د خپل ویده قام غوږته ورسووم خو په دی هیله که څوک یی وواوری او لږ غور پری وکړی
