Announcement

Collapse
No announcement yet.

د فوټبال ملي لوبډله

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د فوټبال ملي لوبډله

    عزتمندو لوستونکو!
    موږ هم په خپل وار د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته د سویلي آسیا فوټبال اتلولۍ بریا مبارکې وایو. نن په زرګونو افغانانو ښځینه او نارینه د سویلي آسیا فوټبال اتلولۍ له بریا وروسته په نیپال کې چې د افغانانو په نصیب شوه بي صبره او بی حوصلی د کابل په غازي لوبغالی کې د خپل ملي ټیم د ښه راغلاست لپاره انتظار وه. د ویلو وړ ده چې ۱۲ کاله مخکې طالبانو په همدي غازی لوبغالی کې بې ګناه خلک اعدامول. دغه پرمختیاوي چې نن موږ او تاسې یې شاهدان یو یوه لسیزه مخکې تصور یې هم نه کیدو. هیله مندیو چې دفوټبال ملي لوبډلي بریا ، یو ملي یوالي د افغانانو تر منځ راوړي.
    په درنښت
    حشمت
    دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
Working...
X