پټ شم
اټک يوسفزی
خپل سيوري او ځان نه چېرته پټ شمه
تښتمه انسان نه چېرته پټ شمه
زړه مې کلک راټينګ کړي ترېنه تلی نه شم
څنګه د جانان نه چېرته پټ شمه
سترګو نه مې څاڅي څه اسمان نه نه
مخ باندې باران نه چېرته پټ شمه
ستا غلط نظر ته به سر وښوروم
بيا به خپل وجدان نه چېرته پټ شمه
تا نه چې اټکه اوس محروم يمه
غواړم چې جهان نه چېرته پټ شمه
© http://benawa.com/details.php?id=56720#ixzz2dQyEqMRQ
اټک يوسفزی
خپل سيوري او ځان نه چېرته پټ شمه
تښتمه انسان نه چېرته پټ شمه
زړه مې کلک راټينګ کړي ترېنه تلی نه شم
څنګه د جانان نه چېرته پټ شمه
سترګو نه مې څاڅي څه اسمان نه نه
مخ باندې باران نه چېرته پټ شمه
ستا غلط نظر ته به سر وښوروم
بيا به خپل وجدان نه چېرته پټ شمه
تا نه چې اټکه اوس محروم يمه
غواړم چې جهان نه چېرته پټ شمه
© http://benawa.com/details.php?id=56720#ixzz2dQyEqMRQ
