Announcement

Collapse
No announcement yet.

Afgun's Round Up

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • Afgun's Round Up

    څه وخت چې د اگست په څوارلسمه د پاکستان د آزادۍ ورځ وه . نو زموږ ځینو وطندارانو دا ورځ د تورې ورځ په نوم یادوله. چې په ځواب کې پاکستانیان ډیر ناراضه وو. همداسې یو پاکستاني اشنا خپله گیله رالیږلې وه او ویل ېې چې زه تاسو نه پوښتنه کول غواړم چې ایا د افغانستان د ټول مصیبتونو او مشکلاتو مسول یوازې پاکستان دی او که پخپله افغانان هم څه مسولیت لري.
    هغه پوښتنه ما خپل دفیسبوک لوستونکو ته ورسوله او ومې لیکل چې
    یو پاکستاني آشنا راته شخصي پیغام کې یو څو ترخې خبرې لیکلي دي او هم د هغه په ژبه ېې درته رسوم
    دا تاسو افغانایان چې دا دومره پاکستان پسې خبرې کوئ.زه تاسو نه یو څو تپوسونه کوم .چې جواب ېې راکړئ؟
    دا ستاسو د افغانستان خاوره په انگریزانو ستاسو امیر عبدالرحمن خرڅه کړې وه. که زموږ قایداعظم.؟ دا ستاسو امیر امان الله خان پسې خلک ملتان نه درغلي وو که د کلکان نه؟
    دا چې تاسو په تیرو کلونو کې ځانته یو اسلامیه کالج،یو شیرپاو هسپتال او یو ریل گاډی جوړ نه کړو .نو زموږ ایجنسو درته ویلي وو چې مې جوړئ که خپلو مشرانو مو عیشونه کول؟
    دا راته ووایه چې ستاسو سردار داود خان چا ووژلو؟. ترکي ته ای ایس ای ویلي وو ؟که کارمل د جماعت اسلامي سره کار کوه ؟او که حف*ی*ظ الله امین مسلم لیگ کې و؟ دا روسانو ته جنرال ضیا خط لیکلی وه چې په افغانستان حمله وکړي او دا افغان ماجر پاکستان ته چا را غوښتي وو که ستاسو د خپلو دلاسه را ماجر شوي وو؟
    تاسو وایئ چې نصیرالله بابر ستاسو جهادیانو ته ټریننگ ورکاوه چې افغانستان وران کړي. نو دوي ماشومان وو چې بابر به ورته ویل چې ووله کابل ووله او دوي به ووشته.. که زموږ پاکستان دومره تکړه وی نو بنگله دیش به ورنه نه تلو. کشمیر به ېې آزاد کړی و کنه. خو خبر دا ده چې بنگالیانو او انډیا والو کې غداران نشته.؟
    بس تش د پاکستان گناه درته ښکاري خپل قصور نه منئ.پاکستان درته ویلي او تاسو کړیدي.تاسو خو ووای چې موږ د احمد شاه بابا لمسیان یو .نو څنگه د یو پنجابي کرنل په اشاره خپل وطن ورانوئ.روسان تاسو په ځان راوستل. پخپلو خلکو مو خپله بمونه ورول. خپل مو در په دره کړل. خپل کابل مو وران کړو. بیا وای چې پاکستان دلاسه. نو که اشاره د پاکستان وه نو گوته او ماشه خو ستاسو وه کنه؟.دې خپلو غدرارانو کې یو جټ بټ او چوهدري راته وښایه کنه ؟ یا خان دی. یا ملا دی یا مکتبي.
    نو ښه به دا وي چې خپله گناه ومنئ. خپل گریوان کې وگورئ. اول د خپلو منځو نه غداران وباسئ. د پردو وفاداران وباسئ. ترڅو چې خپل ځان سم نه کړئ نو هر چا ته به یو یو غلام په لاس ورځي. انگریز نه واخله پاکستانه پورې هرچاته به یو کلکاني او حقاني تاسو کې پیدا کیږي؟
    بیا وای چې پاکستان خراب کړو. خپل کور سم کړئ. ورور مو پخلا کړئ. د بل منل پریږدئ. د پاکستان مرده باد ویلو سره افغانستان نه ژوندی کیږي. گني سبا به هم د تورخم په گیټ همداسې ټیټ سر ولاړ ېئ . ځئ خپل کور ودان کړئ. خپل ځان وپیژنئ.خپل تاوان وپیژنئ. بیا به درته معلومه شي چې گناه د چا ده. خپله د افغان ده که د پاکستان ؟

    دا پیغام چې په فیسبوک خپور شو نو یوه غوغا جوړه شوه. په سوو خلکو و خلکو یو بل ته وساتوه .زرو نه زیاتو کسانو ورباندې تبصرې ولیکلې. د هغو تبصرو او نظرونو په اساس مې یوه ورځ پس بیرته هغه پاکستانی آشنا ته ځواب ولیکه او ورته مې ولیکل چې
    آشنا ما ستا پیغام ټکي په ټکي خپلو وطنوالو ته ورسولو او هرچا ورته پخپل فکر ځواب ورکړیدی.چا منلی او چا رد کړی .څوک ماته غصه دي او څوک تاته . زما وطنوال وايي چې
    چې د دې پاکستاني آشنا ژبه خو زموږه ده خو فکر ېې د بل چا دی.داسې معلومیږي چې تا د افغانستان تاریخ یوازې د خپل سکول په کتابونو کې لوستولی دی او افغانان دې یوازې د ماجرو په کمپونو کې لیدلي دي
    .زما خلک وايي چې د افغانستان تاریخ نه په امیرعبدالرحمن شورو کیږي او نه په امیرالمومنین ختمیږي. افغانستان د امیرانو نه ، د خانانو وطن دی. هغه خانان چې تاسو ورته پټان وائ او د خپل عزت لوړولو دپاره وای چې هم پیچهې سې پټان هې. خو موږ وايو چې موږ دواړو خواو نه خانان یو
    زما وطنداران وايي چې افغان یوازې هغه نه دی چې د نصیرالله بابر نه شاته او کرنل امام نه مخکې روان وو .بلکې افغان خو د هغو اتلانو نوم دی چې غوري غزنوي او ابدالي یادیږي چې نومونه ېې تاسو په خپلو راکټو او میزایلو ایښي دي او ځان پرې ساتئ.
    زما خلک وايي چې د دالو په اندازه وړوکی فکر مه کوه بلکې د پامیر د څوکو نه وګوره نو د افغان شان او د افغانستان د کمال نه به خبر شې
    افغانستان خو هغه وطن دی چې په رقبه او نفوس کې به ستا د وطنه کم وي .سواد به ېې هم زیات نه وي . مشکلات به هم لري خو د ګاونډیتوب په هنر ډیر ښه پوهیږي .یاد که هغه وخت چې پاکستان د هند سره په جنګونو و او افغانستان کولی شو چې خپله خاوره ېې ستا خلاف ستا دښمن ته ورکړې وی او د تاریخ حساب ېې درسره برابر کړی وی.خو نه، افغان دومره بې ننګه نه دی چې په ګاونډي به د شا لخوا نه گزار کوي. دوستي هم کوي او دښمني هم کوي خو مخامخ .که د جرمن سره ننگ کولی شي نو د همسایه پت هم ساتلی شي. د چا سفیر او بهیر د پیسو دپاره نه خرڅوي..
    زما خلک درته دا هم وايي چې د افغانستان د سیاسي څهرو او دسیسو مسول زما ولس مه ګڼه . هغه پرون هم د کابل په سیاسي جنګ کې سوزیدلی و او نن هم. که حفیظ الله بې کوره کړی نو صبغت الله خرڅ کړیدی . د وطنجار او حکمتیار په شر کې ستا کور ته درغلی . خو خبر نه و چې سبا به همدا تګ ورته پیغور شي. موږ تل د پټو مخونو او سیاستونو دلاسه ځوریدلي يو. د خلکو کور مو کور وران کړو او ستا اسلامي بهاي چارې مې ورور وران کړو.
    واوره آشنا افغانانو ځان خراب کړو خو اسلام اباد ېې وساتو. ورشه د جنرال ضیا د قبر نه پوښتنه وکړه. که افغان هم د سب سې پهلې افغانستان نعره وهلې وی او روس ته ېې لاره ورکړی وی نو نن به د پاک سرزمین څه حال و؟
    زما وطنداران وايي چې افسوس موږ د خپلو دلاسه نه د دین پاتې شو نه د سادین .نه تور او نه سپین. نن چې زما سیاستوال د کریملن منارې او د اسلام اباد آبپارې گوري او بیا د کابل کنډوالو ته پام وکړي نو خپل سرونه به وهي. چې دا مو څه وکړل او چا دپاره مو وکړل. هغه روس چې نن ېې په یادگارونو ستاسو جنرالان د گلونو گیډۍ ږدي پرون مو ورسره جنگولو او موږ ته کیږدۍ هم نه پریږدئ.
    زما وطنوال ستا ټولو خبرو او پیغورونو ته فقط یو ځواب لري چې افغانستان ته د حال په سترگه مه گوره .د یو گاونډی د خیال په نظر ورته وگوروه. هغه افغانستان چې ستاسو اقبال لاهوري ورته د اسیا زړه ویلی دی. نو که آسیا زړه بیقراره وي نو نه به لاهور په ارام وي نه پنچگور. نو که د پښتون کور وران وي .نو د ممنون کور به څنگه اباد پاتې کیږي؟. که همداسې زما د غرونو ونې وهې نو کورونه به دې حتما سیلابونه وړي. که واسکټونه بند ن*شي نو شیرواني به هم سلامته نه پاتې کیږي. دا وختونو او مصیبتونه به تر شي. خو افغانستان به همدلته وي. نو د لنډې گټې دپاره د اوږدې مودې تاوان مه کوه. په افغان باندې دومره سپک گمان مه کوه.
    ټيټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مه کړه * زه په دې افتادگۍ کې لوی گړنگ یم
    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

  • #2
    der muhem likal di
    pakistani pashtun aw afghan pashtun myanz ke dera kha maraka da
    dwarha pa sama di , afghanan aw pakistanyan dwarho ke chal dey

    I will highly appreciate if some one has time and translate this wonderful piece in English for the international benefit.

    Comment


    • #3
      راتلونکې ټاکنې ، ناولي اېتلافونه او پټې غ&#160



      په تېره لسيزه کې دافغانستان په سياسي تاريخ او اقتدار کې يو څو سياسي، تکراري او سولېدلې څېرې کارته پورته کېږي او د واک اصلي زړی بياهم په يوه محدوده سيمه او زورواکي اقليت پورې تړلی او محدود دی .
      په دغه لسېزه کې پښتانه نه يوازې چې په بې ساري ډول ځپل شوي، بلکې شته کليدي او مهم پستونه هم ترې په زور او رضا اخيستل شوي او يا هم دناولو دسيسو او پلانونو ښکار دي.
      له بده مرغه چې پښتانه تل په دې خوښ او تېراېستل شوي، چې ولسمشر يا دنظام دسر سړی تل پښتون دی، په داسې حال کې چې تر ډېره د ادارې داصولو له مخې مشر يو سبموليک شخص وي او ډېر مهم او کليدي اجرا ات مرستيالان او دهغوی تر لاس لاندې کوي، ددغه لسيږې په اوږود کې نه يوازې چې اصلي واک او کليدي پوښتونه همغسې له ځانګړې سيمې او ځانګړې غير ملي مفکورې لرونکو اشخاصو سره وساتل شول، بلکې تر دې ښکته پستونو کې هم دکار وړ او په کار پوه کسان په يوه او بل نامه وځپل شول، چې په يوه ډول نه يوه ډول له دندو زړه توري او هغوی يې پرځای خپل نا راضه او نا اهله ياران مقرر کړي. هغه دشاعر خبره “چي يې سر په لکۍ اړوې هغه دی “.
      دا هم په صورت دلته مهم خبره بيا هم دهغوی د رضايت ده، افغان دولت سره ددې چې دخلکو په رايو رامنځته شوی، نړيوال ځواک ، مشروعيت او مرستې تر شا دي، خو بيا هم ددغه اشخاصو او ډلو ناز وړي او دپښو له يوه درب او ګواښ سره يې لسګونه ارادې بدلوي، دغه اشخاص دخپلې بې علمۍ او معاصر جهالت ته په پام سره بيا هم په دولت کې ددوی دشتون کمی احساسوي او د لا نورو امتيازاتو غوښتونکي دي .
      دهېواد په شمال کې دجوزجان پاچا جنرال دوستم ددغه ولايت له پخواني والي محمدعالم سره اختلاف پيدا شو، د ولايت پر مقام يې وسله والو بريد ته تياري ونيوه، خو هغه متل دی چې وايي “خره نه ژاړي ، بارونه ژاړي ” مخکې له دې چې د برحاله والي غږ واورېدل شي، دده پلويانو نارې سورې جوړې کړې، چې ګني رهبرجنش دهغه ملاقات ته ور روان و، چې د راتلونکو ټاکنو په اړه ورسره مشورې وکړي، خو والي يې له ليدنې انکار وکړ او پر ضد يې وسله را اوچته کړه .
      په هر صورت دوستم خپل زور او ددولت بې ظرفيتي او کمزورې اراده په جوزجان او تخار کې تجربه کړه، دلته يې هم دخپل خوښې را ووست او په تخار کې يې هم خپل مخالف والي د څو ورځو لاريونونو په ترڅ کې په دولت لرې کړ او اوس يې نو خپل کسان مقرر کړل، چې ده ته هر ډول باج ورکولو ته تيار دي .
      عجيبه خو لا داده، چې خپله په دولت کې ددولت مخالفين او اپوزيسيون شته، دولسمشر لومړی مرستيال چې چانس او بخت ورسره تل بې ساري ياري کړې، اوسمهال د راتلونکو ټاکنو د نوماندانو په سر په ډېرو پټو او ښکاره ناستو کې ليدل کېږي، دی دده په خپله اصطلاح “مرد شماره دو افغانستان ” دی ، اوسنی ټول حکومت هم دده او دده د تنظيمي اوپخوانيو يارانو په لاس څرخېږي، خو سړی نه پوهېږي، چې مارشال صاحب له دې نه وړاندې دڅه تمه لري؟ ولسمشري غواړي او که دغه څوکۍ ته يې دخپل کوم کس د راوستو خوبونه ليدلي .
      دهېواد ولسي جرګه هم سره ددې چې ولس ريښتني استازي په کې شته ، خو دځينو ځانغوښتو او متعصبو وکيلانو له امله اوس خپله دمعامعلو په يوه مرکز بدله ده ، دا چېرته امکان لري، چې دکورنيو چارو وزير دې دامنيت نه خوندي کولو او بې کفايتۍ له امله دصلب صلاحيت او عدم اعتماد له رايې سره مخ شي او بيا دې بېرته دهغه نه په يوه جګ او مهم پست دفاغ وزيز په توګه وټاکل شي. هغه څوک چې خپله دهېواد په دننه دکور امنيت خوندي نه کړي ‎، نو دبهرني ګواښ او ننګونو پر وړاندې به څه وړتيا ولري؟ په دې موضوع ټول پوهېږي، چې ” که غوا توره ده، شيدې يې سپينې دي”
      اوس چې دده حکومت په شمار څو مياشتې پاتې او د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې په را نږدې کېدو دي . نږدې هره اونۍ نوي ايتلافونه او ډلې رامنځته کېږي، دغه بهير ښه په درز کې روان دی، کله دمارشال صاحب په کور کې ماښامنۍ او شپنۍ غونډې جوړېږي، کله د دجنرال دوستم او کله هم دبلخ والي عطامحمدنور په مېلمستون کې ، ددوی ددغه غونډو راپورونه او تصويرونه که څه هم دافغانستان د راتلونکو ټاکنو په اړه دبحث په نامه خپرېږي، خو له دې سترګې نه شو پټولی، چې ددوی لومړۍ موخه يوازې دواک او ځواک نشه ده، چې څنګه يو ځل بيا په راتلونکو ټاکنو کې يو داسې ولسشمر وړاندې کړي، چې ددوی دهر ډول غوښتنو تابع او نازونه يې پرې وچلېږي.
      خو حقيقت دادی، چې ولس په تېره لسيزه کې دغه دواک او څوکۍ مينان پېژندلي، تجربه کړي او دخپل قضاوت په تله تللي دي، دوی دخپل شخصي ګټو پر وړاندې دملي ارزښتونه پېژني، دملي حاکميت او خپلواکۍ ته درناوی لري او نه هم دهېواد دغوڅ اکثريت قوم حقونو او امتيازاتو ته په يوه زره درناوي قايل دي .
      ولس بايد پوه وي، چې دغه لنډ مهالي ايتلافونه، جبهې، حوزې، ګوندونه او اجماع ګانې دولس دخير له پاره نه، بلکې دشخصي، سمتي، تنظيمي او غير ملي ګټو دخوندي کولو له پاره دي .
      ددې اېتلافونو جوړونکي نه په افغانستان کې ديوه مقتدر او قوي حکومت غوښتونکي دي، نه ملي ګټې تعريفولی شي، نه علمي او فکري وړتيا لري او نه هم د روانو خړو اوبو روڼوالی والي غواړي، ځکه چې بيا نو وروسته له دې دوی ته دکبانو نيول ګرانېږي .
      ولس بايد نور په اوسنيو دولتي او غير دولتي څېرو، چې په تېره يوه لسيزه کې تل دخپلو ګټو او معاملو له پاره لوبېدلي، هېڅ باور ونه کړي، ددوی ژبې ډېرې نرمې، څېرې يې ډېرې زړه راښکونکې او ظاهرا معصومې، خو په حقيقت کې يې دګوتې پنجې خنجرونو او څېرو يې مظلومانوله وينو رنګ اخيستی. که رامخکې کېږي او ټاکل کېږي، نو نوې څېرې ، په هېواد مين، په زده کړو او ملي فکر سمبال خلک دې وي، که نه نو ددوی له ټاکنې نه ټاکنې ډېرې ښې دي .
      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

      Comment


      • #4
        روسي یتیمان د امریکایي غلام بچه ګانو په رو&#16

        پر کابل یو ځل بیا خبیثه ارواګانې را غونډې شوې، له شماله تر جنوبه، له شرقه تر غربه ټولې هغه ککړې، خیرنې، بې ولسه، بې ادرسه، بې نامه، بې مقامه، بدنامه او ناکامه خبیثه ارواګانې چې په تېرو څو دېرشو کالو کې یې په افغاني قوارو، څېرو او جولو کې د وطن د مور پر پوړوني بهرني غشي وار کړي دي د افغانستان د واک او واکدارۍ پر ګدۍ د تسلط په خاطر په پردو پرزو او پردو اشارو سره راغونډې شوې دي.
        کابل دا څو ورځې د سیاست د کارتوني لوبغاړو د تمثیلي ډرامې سټیج دی، دغه لوبغاړي کارتونونه په ظاهره حرکت کوي، ښوري او د سټیج پرسر متحرک ښکاري، خو طبیعي افغاني روح نه لري او د نورو په مصنوعي اداګانو، حرکتونو او امرونو باندې خوځښت پیدا کوي.
        تېر ماښام مې چې د محقق، عبدالله، دوستم، قانوني، امرالله او احمد ضیاء قوارو ته کتل د افغانستان پر بېوسۍ ژړا راغله.
        هغه څېرې چې تر پرونه پورې د روسي تجاوز د پېنځم ستون په توګه په میدان کې لوبېدلې نن د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د نړیوال شعار تر چتر لاندې د افغانستان د سرنوشت پر سټیج باندې په داسې لوبه کې د لوبغاړو رول لري، چې د افغانستان د ملیوني پرګنو له مېنځه شړل شوي دي، خو یوازې ډالري رنګونه او له بهر څخه را واریدېدونکي ماسکونه دي، چې په مصنوعي توګه په اصطلاح د دغو جهادي او مقاومتي رهبرانو خوړینو سږیو ته اکسیجن ورکوي.
        په ۱۳۵۸ هه ل کال چې کله ببرک کارمل د روسي ټانګونو په ورا کې د افغانستان د واک په ډولۍ کې کښېناست، نو د حکمرانۍ په ۹ ورځ یې خبریالانو ته وویل، زموږ سترو دوستانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اقتدار له اکثریت څخه واخیست او اقلیت ته یې ور ولېږداوه.
        هغه ببرک کارمل چې نه یې د افغانستان د خلکو په مېنځ کې ځای درلود او نه یې کولای شوای چې د افغانستان د خلکو په زور د یوې دقیقې لپاره هم د افغانستان د واک او اختیار د ترلاسه کولو تصور وکړي، هماغه ببرک کارمل په خپله ژبه د تاریخ یو بې رحمه اعتراف ته مجبور شو.
        د ببرک کارمل د واک او اختیار قوتونه هماغه د (کي، جي، بي) د پېنځم ستون بانډونه وو، چې د افغان وطن د لوی اکثریت پرضد د ناروا عقدو او بېګانه پرستو دسیسو په حکم وجنګېدل او لا تر اوسه پورې د افغان وطن او افغان ولس پرضد د پردو نیتونو او پردو هوډونو جنګیالي دي، چې د جګړې هدف یې هم اجنبي دی او د جګړې ګټه یې هم د اجانبو په اکاونټ او بانکي صندوق کې جمع کېږی، نه د افغانستان د خلکو د سیاسی تاریخ په امیانۍ او بوخڅه کې.
        وایي، تاریخ تکرارېږي، هو موږ په تېرو دوو پیړیو کې د تاریخ د تکرار لیونۍ او خندنۍ څپه لیدلې ده. زموږ پرسر ولاړ اسمان او زموږ پر لرغونې خاوره ولاړو غرونو، زموږ په شیلو او کندو کې بهیدونکو حادتاثي سیلاوونو، طوفانونو، تاړاکونو، چپاونو، زلزلو او خوځښتونو د تاریخ د تکرار لیونۍ نڅا لیدلې ده.
        د بېګانه پرستو هوسونو او شهوتونو په ځګیروي کې یې د فاحشو او رقاصانو د ډمتوب اداګانې او ګډاګانې لیدلې دي.
        د افغانستان د ژورنالېزم پلار محمود خان طرزي په خپلو خاطرو کې لیکي، پر کابل باندې د انګریزانو د یوې خونړۍ حملې په نتیجه کې کیوناري د کابل واکمن وټاکل شو. د کابل له جنوب شرق، غرب او شمال څخه د وطني مجاهدینو حملې پیل شوې. کیوناري او ورسره عسکر یې د کابل بالاحصار ته ورڅېرمه وسوځول شول. انګریزانو متقابلې حملې پیل کړې، کابل ته نورې لښکرې راغلې.
        د افغانستان تاریخ د ویاړلو بریاوو او ترخو ماتو او شکستونو تاریخ دی. طرزي لیکي، انګریزانو هوډ درلود، د کیوناري د انتقام او غچ په بهانه د کابل پر کورونو او هستوګنو سیمو باندې د توپونو ګولۍ و اوروي.
        نوموړی لیکي، موږ د انګریزانو د احتمالي انتقالي ناتار له ډالره تصمیم ونیو، چې ښځې او ماشومان د هغو خلکو کورنو ته ور ولېږو، چې د انګریزي تسلط لپاره یې د جاسوسۍ غړوندي غاړې ته اچولي وو، نور حال به په خپله د طرزي په خوله کټ مټ درته وړاندې کړم.
        طرزي لیکي، موږ د یوه داسې کس کور ته د پناه لپاره ورغلو چې غیر پښتون وو، خپله طرزي وړاندې لیکلي: افتاب جهانتاب شعاعات نخستین خیره خون الود خودش را بر تالاقهای بلند ترین اسامالی و شیر دروازه نو به پرتو افشانی اغاز نهاده بود که دفعتاً از دروازه حرم سرا یک زن بلند قد برقع سفید در آمده و از زیر بغل یک دایره برآورده بنواختن بیت (باداباد مبارک باد) که در مراسم عروسی و سنتی و غیره خوانده می شود به اواز بسیار بلند بخواندن شروع نمود، بلند شدن غزلخوانی این زن که مادر جبار نام داشت همان بود و بالا شدن پته های ارسی ها از هر طرف همان یک سه دانه ارثی بود. در مقابل زینه کفشکنی که قافله مادر آن است چون ارسیش بالا شد.
        یک بی بی چاق پخته سالی که در پتو پیچیده و از هر طرف بر متکا های پر تکیه زده بود پدیدار ګردید با یک صدای غری فریاد بر اورد.
        زود بګو چه خبر است مادر جبار؟ آه بی بی جان خوشخبریم بالای تان غازیها تازیها شکست خوردند، در تمام کابل یک نفر باقی نماند، وی مه نمیګفتم که این کولچکای پای لچکا از کجا و دولت برتانی کجا آخر همین میشد که شد، هزار شکر به این روز.
        در این اثنا دیګر بی بی ها و کنیز ها پیدا شد، بی بی کلانرا که زن ولی محمد خان است تبریکها و مبارکباد ها میګفتند.
        محمود خان طرزي یو بل ځای لیکي، انګریزي عسکرو چې به کله هم مجاهدین پیدا کول، نو د مجاهدینو په نامه به یې د بالاحصار په دار پورې راځړول.
        هماغه تاریخ نن هم تکرارېږي، د جهاد او مقاومت په نوم د روسي لښکرو د پېنځم ستون جاسوسان اوس هم د مادر جبار دایرې ته نڅېږي او د جګړې اور یې د پښتنو په لمن کې ور اچولی دی. د ډیموکراسۍ په ډرامه کې پښتانه د جګړې په اور کې راګیر دي او د پنجشیر د پنځوس زره کسیزه ولسوالۍ اته تنه روسي یتیمان د افغانستان د دېرش ملیوني ټولنې د سیاسي تصمیم نیولو د ډګر امریکایي غلام بچه ګان دي.
        له محور ورځپاڼې په مننې.
        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

        Comment


        • #5
          د پنجاب تښتېدلې عورته

          د ملا شمس العارفین اخندزاده قواره، کرکټر، ناسته پاسته او حرکات بیخي افغانانو ته نه پاتې کېدل. د وچ کلک او اوږده قد په وجه کنداریانو د ډینګ اخندزاده په نامه یاداوه.
          د کندهار د ملایانو، اخندزاده ګانو او صاحبزاده ګانو برخلاف د شمس العارفین اخندزاده اوږده څوکړه ږیره په مټ کې دېرش څلویښت تاره وه، چې ده به ویل، په هر تار پورې یې ملایکې زنګېږي او ټالۍ پکې وهي.
          دده په اصل او نسب پورې په ښار کې مشهوره وه، چې اصلاً بخارایي مهاجر دی، کله چې یې وطن سرو غجرو لاندې کړ، نو د عارفین اخندزاده کورنۍ لومړی د افغانستان شمال ته راغله او بیا وروسته د صدر اعظم شا محمود خان په زمانه کې کندهار ته راغله.
          پلار یې د خرقې مبارکې په مخ کې د تاویزونو او څاښتونو کاروبار کاوه او هم د فارسي خط میرزا وو، چې قرار میدارم یې نوشته کولای شوای او هم یې کله کله د قوالو او جایدادونو د خرڅلاوو د اسنادو د لیکلو او جوړولو مهارت درلود.
          عارفین اخندزاده هم کټ مټ د خپل پلار په څېر وو، چې سهار وختي به یې د خرقې شریفې مخ ته خپل خړ ټاټ هوار کړ، نو له فلزي بکس څخه به یې څو زاړه کتابونه چې د اکترو دفتنې او پښتۍ به څېرې وې او پاڼې به یې هم د وخت په تېرېدو سره تکې زیړې شوې وې راوکښل او بیا به یې د کتابونو دپاسه دوې درې مشواڼۍ چې ده به ویل د مشکو او زعفرانو رنګونه په کې دي کېښودلې او په خپل هندي قلم به یې په لیکلو پیل وکړ.
          د عارفین اخندزاده صاحب کاروبار هغه وخت ډېر زیات پرمختګ وکړ، چې دده د تاویز په وجه د ښار څړه سما وارچي لال دین مامک ته د توپ خانې بازار یوه دوکاندار پخۍ ګل ماد خپله لور مفته جفته ور وبخښله.
          په ښار کې اوزه شوه چې د عارفین اخندزاده تاویز ټیک او پتری لګېږي. هر سهار به د خرقې شریفې مخ ته د عارفین اخندزاده د تاویزونو او څاښتونو د حاصلولو لپاره نامراده ښځې، نارینه او د توهماتو او خرافاتو په جال کې بند بنیادمان کتار کتار ولاړ وو او اخندزاده صاحب به ماښام له ګڼلو پیسو سره پرخپل امبر بایسکل باندې کور ته روان وو.
          د اخندزاده د تاویزانو ګټه دومره زیاته وه، چې په یوه کال کې یې د ښار په ګران بیه سیمه کې یو ښه کور په نغدو چغدو روپو رانیوه او د بادامو په سرای کې یې یو سپک تجارت هم شروع کړ.
          هر سهار به عارفین اخندزاده د ملا عالم اخند له کلي څخه ښار ته پر امبر بایسکل راتللو او ماښام ته به یې د بایسکل کنجغه له سودا څخه ډکه کورته وړه او پنځه سره ګوني یې په غوړو کې ډوبې وې. یوه ورځ یو ارزګانی ځوان ورته راغی او د خپل نامراده عشق د کامیابۍ لپاره یې ترې تاویز وغوښت، اخندزاده هم په پوره اشتیاق د مشکو او زعفرانو په اوبو تاویز ورته وکیښ او پوره پنځوس افغانۍ یې ترې جیب ته کړې.
          بله ورځ بیا ارزګانی ځوان ورته راغی او د خپل عشق د نامراده مراد د حاصلولو لپاره یې بل تاویز ترې وغوښت، اخندزاده صاحب دا ځل هم تاویز ورکړ او په نویو جامو کې یې د ګنډلو لپاره هدایات او فرمایشات ورته صادر کړل.
          یوه اونۍ وروسته بیا هماغه ارزګانی ځوان چې قوي اندامونه، لوړه ونه او ښکلې څېره یې درلوده د اخندزاده صاحب په حضور کې ودرېد او ورته ویې ویل، چې اخندزاده صاحب تر تامې قربان کړې، تر تا مې ځار کړې، دا لاس دې راکړه، چې در مچو یې کړم، معشوقه مې رامنې کړه، هغه اوس له ماسره نکاح ته حاضره ده، چمتو ده چې واده راسره وکړي، خو بدبختي داده چې مور او پلار یې نه راضي کېږي، مور او پلار یې نه راکوي، هغوی بالکل انکار کوي او وایي، چې خدای یو مالکې تروي که یې راڅخه ماینه (ارتینه) کړي.
          اخندزاده صاحب د عاشق د مور او پلار د رضایت لپاره هم کوشش وکړ او د تاویزونو زور یې بشپړ خرڅ کړ، خو د نجلۍ مور او پلار راضي نه شول.
          بله ورځ ارزګاني ځوان ورته وویل، چې نجلۍ راسره تښتي، اخندزاده صاحب یو داسې تاویز راته وکاږه، چې د نجلۍ د تېښتې عمل په بشپړ ډول کامیاب او موفقانه ترسره شي.
          اخندزاده صاحب هم د ارزګاني ځوان له غوښتنې سره سم تاویز وکیښ او ځوان ته یې توصیه وکړه، چې نن سه شنبه ده، دغه ورځ ستا د قسمت د ستورو د عروج او لوړتابه ورځ ده، معشوقه دې همدا نن وتښتوه که دې تر نن ورځې تېره کړه بیا به د تېښتې عمل دومره بریالی نه وي.
          د سې شنبې په ورځ چې عارفین اخندزاده پر خپل امبرسایکل باندې کورته ورسېد، نو په کور کې یې میرمن په چیغو او فریاد وه.
          اخندزاده ته یې وویل، چې پېغله لور دې وتښتېده، لور دې په خپل عاشق پسې ولاړه، د اخندزاده د تاویزونو او څاښتونو منترونه د پېغلې لور د بېرته راګرزېدو په کوښښونو کې نامراده او ناکامه وو.
          کیسه مې اسلام آباد ته د جمهور رییس حامد کرزي د تازه سفر په باره کې درته وکړه. اسلام آباد هڅه وکړه چې د دین په نامه، د جهاد په نامه، د شریعت په نامه او بالاخره د ښه ګاونډیتوب په نامه د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمېنځ حایل جغرافیایي موقعیت د خپل ستراتیژیک عمق د حاصلولو لپاره د ځان کړي.
          ددې کار لپاره یې عربي خره، انګریزي کچر، ایراني آسونه او هندي اوښان وځغلول افراطیت او مسلح بغاوت ته یې لمن ووهله.
          خپله خاوره یې د یوې ناروا نیابتي جګړې د تمریناتو په ګارنیزیون بدله کړه، خو ددې ټولو منترولو او شعبده بازیو په نتیجه کې د پنجاب خپله عورته تښتېدلې ده.
          بلوڅان د پاکستان له وجود څخه منکر دي، سندیان د خپلو دوو رهبرانو د قتل داغونه د پنجاب په لمن لټوي، پښتانه د پښتون وطن اوبه د کالاباغ په پنجابۍ کاسه کې نه پرېږدي او اسلام آباد د خپلې تښتېدلې عورتې په غم اخته دی.
          د کنړ پر اوبو به ډېم جوړ شي، خو دغه ډېم به د افغان وطن ملکیت وي او پنجاب به ددې وس او توان نه لري، چې په دې هلکه خپل فرمایشونه وړاندې کړي.
          څو کاله وړاندې اختر عبدالرحمن ویلي وو، چې کابل تر هغو پورې وسوځوئ، تر څو مو وس رسېږي. اوس د پنجاب د سوځېدلو وار راغلی دی او ماته د حفیظ الله امین هغه وینا را یادېږي: اسلام آباد تر هغو وټکوئ ترڅو د جنوبي آسیا د محکومو قومونو د ادارې او استثمار توان وبایلي.
          له محور ورځپاڼې په منننې.
          Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

          Comment


          • #6
            د جګړې قرباني ماشومان د درملنې چانس نلري

            په جګړه کې د زيات قرباني قشر افغان ماشومانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زياتېږي، خو د درملنې چارې يې تر ډېره د جرمني د سولې کلي پر غاړه اخستې، چې د دغو ټولو قربانيانو درملنه به ورته ناشونې وي.
            تېر کال په افغانستان کې د ښکېلو غاړو په جګړه کې ۸۶۷ ماشومان ټپيان شوي وو، چې ۵۰۰ پکې جدي وو، خو په ورته وخت کې د جرمني د سولې کلي يوازې ۱۷۰ ماشومان د درملنې لپاره دغه هېواد ته بیولي دي.
            د دغه ډول قربانيانو په تړاو اوس اندېښنې دادي، که چېرې دا بنسټ خپلې مرستې ودروي، نو په افغانستان كې د دا ډول درملنې د دوام كورنی امكان او تضمين نشته.
            هر کال له ١٥٠ تر ٢٠٠ پورې هغه افغان ماشومان چې د هډوکي او يا هم جدي سوځېدلي وي او درملنه يې په افغانستان کې ناممکنه وي، د رغېدو په هدف د افغاني سرې مياشتې په ملاتړ جرمني ته استول کېږي، خو د دغو ماشومانو بله لویه برخه د جګړې قربانيان وي.
            د افغاني سرې مياشتې د تشريفاتو مسوول عنايت الله صديقي محور ته وويل، دغه پروګرام چې له ۲۶ کلونو را پدېخوا پيل شوى، په مټ يې هغه ماشومان، چې عمرونه يې تر ١٢کلونو ټيټ وي او په افغانستان کې يې درملنه ناشونې وي، د جرمني ډاکترانو تر کتنې وروسته په وړيا توګه جرمني ته استول کېږي، څو هورې يې د سولې کلي په نوم یو بنسټ لخوا درملنه وشي.
            دى زياتوي، په افغانستان کې د ماشومانو لګښت د افغاني سرې مياشتې پر غاړه دی، خو هر ماشوم له شپږو مياشتو تر يو کال پورې په جرمني کې تر طبي کتنې لاندې وي، چې تر يو ميليون ډېر لګښت ورباندې راځي او دغه لګښت د جرمني د سولې کلى ورکوي (ان تردې، چې ناروغ له اړتيا سره سم، څو ځلي جرمني ته استول کېږي. د جرمني د سولې کلى په هرو شپږو مياشتو کې سوځېدلي او د هډوکو په ناروغيو اخته ماشومان د درملنې لپاره هغه هېواد ته بيايي، چې د دوى ډېرى د جګړو قر*بانيان دي او يوه کمه برخه يې د طبيعي پېښو قربانيان وي.))
            د ورکړل شويو شمېرو له مخې د تېرو ٢٦ کلونو په جريان کې تر ١٠ زرو ډېر دا ډول افغان قرباني ماشومان جرمني ته استول شوي او بېرته روغ رمټ راستانه شوي.
            خو په افغانستان کې چې په جګړه کې د زيات قرباني قشر ماشومانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې زياتېږي دا به ناشونې وي، چې د دغو ټولو قربانيانو درملنه دې د جرمني سولې کلی تر سره کړای شي.
            د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له لوري د خپرو شويو شمېرو پر بنسټ ويل شوي، په ١٣٩١ لمريز کال کې د ښکېلو غاړو په جګړه کې د ۸۶۷ ماشومانو ټپيان شوي دي. د يادو قرباني ماشومانو په ډله کې ۵۰۰ جدي ټپيان وو او په کور دننه يې د درملنې امکانات نه وو.
            د جرمني د سولې کلى په ١٣٦٧ کال کې ددې هېواد په اوبرهازن ښار کې د هغو هېوادونو د ماشومانو لپاره، چې تر ډېره د جګړو قربانيان دي جوړ شوی دی.
            د روغتيايي چارو متخصصين وايي، په تېرو کلونو کې افغان حکومت په دې برخه کې هومره بېغوري کړې، چې حساب يې نشته، ان د روغتيا په سکتور کې ډېرو ابتدايي چارو ته پام ندی شوی.
            ډاکټر شمس القمر محورته وويل، عامې روغتيا وزارت په تېرو دوولسو کلونو کې ډېر کار تر سره کولای شوای، خو وخت يې ايله د ورځو په نمانځلو او نورو جشني او فيشني کارونو تېر کړى دى. دى زياتوي، په ټول هېواد کې يو پرمختللى لابراتوار او مرکز نه لرو، نو له دې امله مو ناروغان بهر ته ځي. د ښاغلي شمس القمر په خبره، کله چې د جرمني سولې کلی خپلې مرستې ودروي، نو هله به افغان حکومت راويښ شي، خو څه به په لاس نه راځي (په جګړه کې د قرباني ماشومانو شمېر تر دې دوه برابره زيات دی، خو غوښتنې دا دي، چې په کور د ننه ورته د درملنې مرکزونه جوړ شي، ځکه ډېری افغانان ان په دې بهير لا خبرېږي هم نه.))
            د سرې مياشتې د مسوولينو په وينا، په افغانستان کې د جګړې د قرباني ماشومانو د درملنې لپاره يې هېڅ سنبال مرکز نشته او نه هم ورته په تېرو کلونو کې پام شوى دى: ((که د دغه ډول ماشومانو درملنې ته پام ونشي، نو ټول معيوبيږي، دا يوه ستره تراژيدي ده.))
            د روغتیا وزارت ډېره بودجه یوازې د ورځو په نمانځې لګېږي، چې تر ډېره دا پروګرامونه هم تشریفاتي بڼه لري او پکې کېدونکې وعدې هم ندي عملي شوې.
            له بار بار اړیکو سره د روغتیا وزارت ویاند حاضر نشو پدې اړه معلومات ورکړي.
            Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

            Comment


            • #7
              افغان اولس او جنګ سالاره شجاعیان

              له کلونو راپدیخوا د افغان اولس پر وجود ، داسي ناروا ظلمونه او پر وړاندي د سیتم او سیستم ناخوالو ، تجربې وکړې چي د نړی په یوه هیواد کي به هم نه وي تجربه سوي . دیرش کلنه جګړه او ورسره د ستم جبر زموږ اولس پر خپلو اوږو په خپلو وینو لمبولې ساتلې ده . افغان اولس د خپل تقدیر بد حالات د معاصري نړی په ډیر روښانه وختونو کي ډیر تاریک تیروي . زما اولس که له یوی خوا د زبرځواکي نړی تر جبري سیستم او ستم لاندي دی ؛ له بلي خوا که د ظالم او فرصت طلبه ګاونډيانو سره په چم کي پروت دی ؛ خو له بده شامته د داسي بدو ، ظالمو ، سادیستو قومي قصابانو په لاس کښیوتی دی چي د ځان د خلاصون لاره یې ځیني ورکه کړی ده .
              کلونه وړاندي د هزاره توکمي ټوپکمار شجاعي په لاسونو په لسګونو بیګناه ماشومان ، ښځي او پښتانه په دې جرم چي طالبان دي ووژل سول ، بهرمیشتو او د هیواد دننه مدني ټولونو د دی انساني ، افغاني او اسلامي عمل پر ضد خپل اوازونه اوچت کړل چي په نتیجه کي شجاعي په کابل کي ونیول سو او د تحقیق لپاره د اوسپنیزو میلو شاته کښینول سو خو د یوه بل مشر ټوپکمار او میخونو متخصص چي د ډبرو په کلا ( ارګ ) کي ناست دی ، ټولو امنیتي دفترونو ته د حکیم شجاعي د بیرته په عزت پریښودلو امر وکړ .
              اوس بیا د شجاعي د نیولو امر سوی دی خو د چا په وسیله باید ونیول سي او څوک باید پوښتنه ګرویږنه ځیني وکړي ؟ د اوسني دولت د حاکمانو چاړه نوره د اولس تر هډه رسیدلې ده . له بلي خوا د همدې هزاره توکمو يو شمير بې انصافه او بیعقلو ډلو له خوا د ظالم شجاعي په دفاع کښي داسي جعلي ویډیو جوړه کړی ده چي هر څوک یې وویني د جعل او په لاس جوړي سوې ویډیو یقین پر کوي . د دې ویډیو پیغام دا دی چي په لوی لاس د یوه ظالم وژلو او ستم ته برآت ورکول کیږي . داسي اعمال نه یوازي د قومونو تر منځ نفاق اجادوي بلکي د انسان او اسلام وژني دود ته قانوني او حقوقي بڼه ورکوي .
              موږ که پښتون ظالم او ستمګر په بدو الفلظو یادوو نو د نورو قومونو څخه مو هم هیله ده چي ځانونه د یوه داسي انسان وژونکي څخه خلاص کړي . زه لومړی دې وحشي صفته شجاعي ته وایم چي د ښاغلي خلیلي او امریکایانو تر هغه وخته په کار یې تر څو د ډبرو کلا د دوی تر شا ولاړه وي ، دا څو ورځي دي ، دا به تیري سي خو ته او ستا ټوله کورنی د ارزګانه څخه چیري تلالی سي ؟
              دوهم مي خپلو هزاره ورڼو ته پیغام دادی چي تاسو د داسي یوه جنایت کار د کارونو څخه په دفاع کښي لومړی خپل ځان او بیا خپل قوم د خطر کندي ته ټیل وهۍ !
              دریمه هیله مي د ښاغلي خلیلي څخه دا ده چي په دې حساس وخت کي د قومونو تر منځ دښمنیو ته لمن مه وهه . زما باور دی چي تاسو به د سبا په تاریخ کښي د یوه ځیرک خو خاین هزاره په نامه ونومول سۍ ، ځکه چي تاسو به د خپل قوم تر ساتلو د خپل ځان ساتل لومړي ګڼلي وي .
              زما ورستی هیله له هزاره وروڼو څخه دا ده چي د قاتل شجاعي په نیولو کي د خپلو پښتنو ورڼو سره مرسته وکړي او ټول هغه قاتلین د خپل قوم د ژوند او پایښت له کبله پښتنو ته وسپاري تر څو د یوې جرګې په حضور کي د پښتنو حق اعاده سي
              دوباره دي راتله نه سته په دنیا
              نن دي وار دی که دروغ کړې که ریشتیا
              تر ورخ تیري اوبه بیرته نه جاروزي
              نه جاروزي تیر ساعت په بیرته بیا
              هره نښه چي صحیح کڼې په زړه کي
              په غرور به هغه نښه کړی خطا
              سر دننه په ګریوان کړه سترګي رڼي
              ډیر په پورته پورته مه ځه په هوا
              چي د مرګ سختۍ خوارۍ دا ستا په خوا دي
              آی رحمانه ولي نه مرې لا پخوا
              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

              Comment


              • #8
                په افغانستان کي د يرغلگرو لښکرو د بشري ضد ا&#1

                سريزه
                د امريکاد متحدو ايالاتو دولتمشر يا جمهور رييس ، بارک اوباما، د کندهار د پنجوايي اولسوالۍ د زنگاوات د الکوزو او نجيبان په کلو کي د امريکايي عسکرو له خوا زموږ د مظلومو کليوالو د وحشيانه وژني په اړه وويل:« دا وژنه خواشينونکې او لړزونکې ده؛ خو د امريکايي لښکرو د لوړ او بې ساري کرکټر استازيتوب نه کيي...»۱د امريکا د دباندييو چارو وزيري، هيلري کلينټن، د زنگاوات و نه بخښوونکي قتل عام ته د اشارې په ترڅ کي وويل:« موږ ټول داسي نه يو.» په افغانستان کي د ناټو قواوو عمومي قومندان، جنرال جان الن، هم په بگرام هوايي اډه کي د امريکايي عسکرو له خوا د قرآن مجيد د سوځلو پر مهال ورته بيان کړئ ؤ:« دا کارونه زموږ استازيتوب نه کيي. موږ ټول هغه څوک نه يو، چي دغو عسکروکړي دي.» تر دغو نه هېرېدونکو جنايتو څه موده مخکي د امريکا د دفاع وزير، ليون پنيتا، هم د کندهار په ميوند اولسوالۍ کي د عامو کليوالو( دوی په نظر وسله والو طالبانو) د بدن له پرې سوو غړو سره د امريکايي عسکرو د وحشتناکو او شرموونکو عکسو په باب داسي وويل:« موږ هغه څوک نه يو، چي تاسي يې په دې عکسو کي گورئ.»

                « موږ هغه څوک نه يو» غولوونکی عبارت وار دواره د ۱۹۶۸ع کال د مارچ پر شپاړسمه، د امريکايي عسکرو له خوا د ويتنام په مي لای(My Lai) نومې سيمه کي د کوچنيانو، ښځو او سپين ږيرو په گډون د څلورو سوو(۴۰۰) ملکي ويتناميانو د وحشيانه وژني په اړه، د اشغالگرو امريکايي قواوو د قومندان، جنرال ويليم ويسټمورلنډ(General William Westmoreland) په وينا کي استعمال سو، چي دا دئ له هغه وخته تر اوسه هر وخت او هر چيري په هر استعمارځبلي هيواد کي د يرغلگرو پوځو د وحشتناکو بشري ضد او جنگي جنايتو پر مهال تکراريږي.۲

                انگرېزي يرغلگرو په نونسمه پېړۍ کي زموږ پر خپلواکه او سرلوړې خاوره دري پلا( ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲ع، ۱۸۷۸ - ۱۸۸۰ع او ۱۹۱۹ع ) ناروا او ظالمانه يرغل وکئ؛ او په هر وحشيانه يرغل کې( کي يې ) د دې ځنځير ماتوونکي هيواد و بېوزلو او مظلومو خلگو ته د سر او مال درانه تاوانانه واړول. سره له دې يې هر وار په بې شرمۍ او سپين سترگۍ سره ادعا کوله، چي برتانوي پوځونه د افغانانو د امنيت، ترقۍ او سوکالۍپه خاطر و افغانستان ته تللي دي. په۱۸۹۷ع کي د برتانوي استعمار نامتو ايډيالوگ - جوزيف چمبرلېن(Joseph Chamberlain) و خپلو استعماري نخشو ته د انساني او مترقي پوښ په ور اغوستلو سره استدلال کاوه، چي د انگلستان امپراتوري« د تصاحب يا مځکو لاندي کولو د منطق» پر اساس نه، بلکي د« د وجيبې د منطق » پر اساس جوړه سوې ده؛ او هغو هيوادو ته يې امنيت، سوله او نسبي سوکالي راوستې او لا يې راولي، چي پخوا يې دا ښېگڼي گرسره نه پېژندلې. تر شاوخوا يوې پېړۍ وروسته دا دئ په نسبتاً بېله بڼه د اوسنييو امريکايي مشرانو په ويناوو کي د چمبرلېن د همدې استعماري نظريې پراخ انعکاس گورو؛ د مثال په توگه د امريکا د متحدو ايالتود دباندييو چارو د پخوانۍ وزيري- مادلين البرايت) Madeleine Korbelová Albright ( په يوې وينا کي داسي لولو:« امريکا د نړۍ يوازنۍ ستر او پياوړی ملت دئ؛ او دې استثنايي ځانگړتيا و دې ځواکمن ملت ته دا واک ورکړئ دئ، چي د امپرياليزم ښه او گټوره بڼه پر مخ بوزي.»د امريکا اوسني دولتمشر، بارک اوباما، د عراق په ظالمانه جنگ کي د خپلو پوځيانو د ستايني په مراسمو کي وويل:« د پخوانييو امپراتورييو پر خلاف، موږ د مځکو يا زېرمو ترلاسه کولو په خاطر نه ، بلکي د دې دپاره دا قربانۍ ورکوو، چي دا کار پر ځای او پر حق دئ.»۳

                په دې ترتيب گورو، چي د استعماري نخشو مدافعان او مزدوران د خپلواکو ملتو و بې رحمانه اشغال، ځبلو او لوټولو ته په يوه او بله بڼه د ښېگڼو، معقول او برحق کار په سترگه گوري؛ او د خپلو يرغلگرو لښکرو پر تورو او کرغېړنو جنايتو د تېروتني، ناپامۍ، ناروغۍ يا خورو ورو پېښو نومونه اېږدي. د دوی په نېز( نزد) د سولي، امنيت، ترقۍ او سوکالۍ سپيني ملايکي چيري او بشري ضد يا جنگي جنايتونه چيري. د استعمار ميرايثخوران او منتروهلي هم هر ځای په وياړ سره د خپلو بادارانو پر همدغو استعماري بابولالو شخوندونه وهي. په ډېري خواشينۍ سره د حقايقو د بېشرمانه مسخ کولو او تحريف دا لړۍ تر اوسه جاري ده.

                په دې لنډه، خو هر اړخيزه ليکنه کي د حقوقي اسنادو او منطقي دلايلو په وړاندي کولو سره زباتوو، چي د بې گونا( گناه ) افغانانو، په تېره بيا د ډيورنډ د منحوسي او مردودي کرښي په دواړو خواوو کي د سرلوړو او خپلواکۍ مينو پښتنو عامي او پرله پسې وژني تېروتنه، ناپامي، ناروغي يا خورې ورې پېښي نه، بلکي د امريکايي او ايتلافي لښکرو هغه وحشتناک بشري ضد او جنگي جنايتونه دي، چي زموږ پر خپلواک او وياړلي هيواد د هغو له ظالمانه يرغل او يوولس کلن اشغال سره نه شلېدونکي اړېکي لري؛ او تر هغه وخته به جاري يي(وي)، چي په دې استعمارځبلې مېنه کي د نړۍ او سيمي د استعمارگرو دولتو، گاونډييو هيوادو او مزدورو ډلو ټپلو استعماري يرغلونه، تپل سوي جگړې او خاينانه لاسوهني رواني يي. له لومړۍ او دوهمي نړيوالي جگړۍ څخه را نيولې بيا تر ويتنام، افغانستان، عراق، ليبيا، سوريې او فلسطين پوري، هيچيري د دغه راز بشري ضد او جنگي جنايتو مخه نده نيول سوې؛ او نه يې څوک د مخنيوي وس لري.

                ليکنه په څلورو برخو کي تنظيم سوې ده. په اوله برخه کي د بشري ضد او جنگي جنايتو حقوقي مفاهيم شنل سوي دي؛ په دوهمه برخه کي د روم اساسنامې د احکامو له مخي د امريکايي او ايتلافي لښکرو د بشري ضد او جنگي جنايتو و متشکله عناصرو ته ځغلنده کتنه سوې ده؛ په دريمه برخه کي د امريکايي او ايتلافي لښکرو ځيني بشری ضد او جنگي جنايتونه د روم اساسنامې له مسجلو احکامو سره پرتله سوي دي؛ او په څلرمه برخه کي د دغه راز جنايتو پر بېلابېلو عواملو او انگېزو اوږدې خبري کيږي. د طرحه سوو موضوعاتو په اړه تر ځينو تيوريکو، مقايسه يي او تحليلي بحثو وروسته د ليکني و نتيجې ته رسيږو، چي د ټولو څېړل سوو مطالبو کُلي او عمومي تصوير وړاندي کيي.

                لومړۍ برخه: د امريکايي او ايتلافي لښکرو بشري ضد او جنگي جنايتونه
                د ليکني په لومړۍ برخه کي و دې ارزښتناکي حقوقي پوښتني ته جواب وايو، چي د مظلومو افغانانو پر خلاف د امريکايي او ايتلافي لښکرو جنايتونه د څه دلايلو له مخي تېروتنه، ناپامي، ناروغي يا خوري ورې پېښي نه، بلکي په بشپړه او دقيقه مانا بشري ضد(Crimes against Humanity) او جنگي جنايتونه(War Crimes) دي؟ خو دې پوښتني ته تر جواب ويلو مخکي گټور، بلکي ضروري گڼو، چي د ځينو معتبرو حقوقي اسنادو په روڼا کي د بشري ضد او جنگي جنايتو د حقوقي مفاهيمو په اړه څه نا څه تيوريک مالومات وړاندي کو، تر څو درانه لوستونکي د شنل سوو موضوعاتو د سموالي او ناسموالي په باره کي په خپله روښانه، ازاد او عيني قضاوت وکي:

                د نورمبرگ ( د ۱۹۴۵ع کال د نومبر له شلمي څخه د ۱۹۴۶ع کال د اکتوبر تر اولي پوري ) او توکيو( د ۱۹۴۶ع کال د اپرېل ۲۹مه ) د محاکمو پر اسنادو سربېره د جينيوّا يا ژنيو په کنوانسيونو او ځينو نورو معتبرو حقوقي اسنادو کي د بشري ضد او جنگي جنايتو په اړه پراخي خبري سوي دي، چي ټول يې په گډه د وسله والو شخړو او منازعو په بين المللي حقوقو کي د ارزښتناکو سرچينو په توگه کاريږي.۴ له دې کبله چي په دې وروستييو لسيزو کي د نړۍ له گوټ گوټ څخه د جگړو او تصادماتو بېلابېلو پېښو او حالاتو د بشري ضد او جنگي جنايتو تعريف، متشکله عناصر، ډولونه، جزاوي او ډېر نور جزييات هم تر ډېره حده بدل کړي دي، بېځايه نه ده په دې لنډه ليکنه کي يوازي په هغه ارزښتناک حقوقي سند اِستِناد وکو، چي د بشري ضد او جنگي جنايتو د بېلابېلو ډولو او حالاتو په اړه يې جامع احکام تسجيل کړي دي. دا نوی سند د جزا د بين المللي محکمې(International Criminal Court) هغه اساسنامه ده، چي د روم اساسنامې(Rome Statute) په نامه شهرت لري. دا اساسنامه د يو سل و شپېتو( ۱۶۰ ) دولتو له خوا د ۱۹۹۸ع کال د جولای پر اوولسمه تصويب سوې؛ او د ۲۰۰۲ع کال د جولای پر اوله نافذ سوې ده. که څه هم د ځينو نورو بين المللي مؤسسو په شان د دې محکمې اداره هم د ځواکمنو غربي دولتو په لاس کي ده؛ خو سره له هغه هم د« بشري حقوقو»،« ډيموکراسۍ » ،« قانونواکۍ » او« عدالت » نړيوال مدافع ( د امريکا متحده ايالتو ) او ځينو نورو هيوادو لکه اسراييلو، روسيې، چين، شمالي کوريا او ليبيا د هغې له غړيتوبه ډډه کړې ده. ځينو نورو لوېديځو دولتو که ظاهراً د دې محکمې رسمي غړيتوب تر لاسه کړئ هم دئ، خو په عمل کې و هدفو او صلاحيتو ته درناوی او اعتنا نه کيي. تر هغه وخته، چي په محکمه کي يوازي د بېوزلو افريقايي هيوادو يا ځينو په اصطلاح نافرمانه دولتو جنگي مجرمين و محاکمې ته بېول کيږي؛ او زموږ د عصر تر ټولو بې رحمه جنگي جنايتکاران لکه اريل شرون، نتنياهو، بوش، چيني، بلېر او داسي نور ازاد گرزي، و دغه راز محکمې ته د خپلواکي، بې پرې او عادلانه محکمې خطاب کول، له انصاف او حقانيت څخه ليري خبره ده. سره له دې هم، روم اساسنامه د بشري ضد او جنگي جنايتو د بېلابېلو حالاتو د پېژندني په اړه د بين المللي بشري حقوقو تر ټولو نوی او گټورسند بلل کيږي ، چي دلته يې تر دوو بېلو عنوانو لاندي، د ځينو غټو ټکو يادونه کوو:

                الف ) بشري ضد جنايتونه
                روم اساسنامې د خپلي اوومي ( ۷ ) مادې په لومړي پاراگراف کي، بشري ضد جنايتونه داسي تعريف کړي دي:« د دې اساسنامې د هدفو او مخسدو دپاره« بشري ضد جرمونه » د لاندي عملو په مانا دي، چي د ملکي خلگو پر خلاف د يوه پراخ او سيستماتيک شعوري بريد د يوې برخي په توگه، ارتکاب سوي يي:
                الف ) وژنه يا قتل؛
                ب ) ورانکاري؛
                ج ) مريی کول؛
                د ) د خلگو تبعيدول يا جبري لېږدول؛
                هـ ) د بين المللي حقوقو له اساسي قواعدو څخه په سرغړوني سره د خلگو بندي کول يا له جسمي ازادۍ څخه د بې برخي کولو نور سخت او ربړونکي شکلونه؛
                و ) شکنجه يا ځوروَنه؛
                ز ) جنسي تېری، جنسي مريی کول، جبري بدلمني( فحشا)، جبري اوميدواره کول، جبري شنډول (عقامت) يا د دغه راز جنسي زورزياتي نور شکلونه؛
                ح ) د سياسي، نژادي، ملي، قومي، کلتوري، مذهبي، جنسي عواملو او انگېزو له مخي ( لکه څنگه چي د دې مادې په دريم پاراگراف کي تعريف سوي يا نورو هغو عواملو او انگېزو له مخي، چي په دغه پاراگراف کي د مندرجو جرمو او يا د دې محکمې تر واک لاندي جرمو په تړاو په بين المللي حقوقو کي ناجايز پېژندل سوي دي) د يوې ځانگړي ډلي يا عامو خلگو ازارول؛
                ط ) د اشخاصو جبري تَريتم کول؛
                ی ) نژادي جلا ساتنه( اپارټايټ/ اپرټايډ)؛
                ک ) په بين المللي ډگر کي نور ورته جرمونه، چي انسان ته لوی عذاب يا د وجود و فکري يا جسمي روغتيا ته جدي زيان رسيي.۵

                د اوومي مادې په دوهم پاراگراف کي د لومړي پارگراف د ټولو مندرجو جرمو تعريفونه بيان سوي دي. دلته يوازي د لومړي پاراگراف د هغو دوو حقوقي تعريفو متن را اخلو، چي د دې ليکني له مضمون سره نيژدې ارتباط لري.

                د دوهم پاراگراف په (الف) فقره کي پر ملکي خلگو عمدي بريد و داسي تگلاري ته ويل سوئ دئ، چي په لومړي پاراگراف کي پېشبيني سوي عملونه، د يوه دولت يا سازمان د پاليسۍ له مخي، څو واره ارتکاب سوي يي.که په ساده ژبه و وايو، د اوومي مادې په لومړي پاراگراف کي درج سوي جرمونه يوازي هغه مهال بشري ضد جنايتونه بلل کيږي، چي په ارتکاب يا کولو کې(کي يې) دغه دوه متشکله عناصر تحقق ومومي:

                - د ملکي وگړو پر ضد مندرج جرمونه بايد د يوه دولت يا يوه سازمان د پاليسۍ يا تگلاري پر اساس ارتکاب سوي يي(که څه هم د دغه راز دولتي يا سازماني پاليسۍطراحان رسماً نه يې پېژندل سوي) يا يې د يوه حکومت يا ډيفاکټو واکمنۍ له خوا وکولو ته اجازه ورکړل سوې يي يا يې پرکولو سترگي پټي سوي يي.
                - د ملکي وگړو پر خلاف ډول ډول جنايتونه بايد پراخه او سيتماتيکه بڼه ولري. ياني څو څو واره ارتکاب سوي يي.۶

                د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې د اوومي مادې د لومړي پاراگراف په « ط » فقره کي د اشخاصو د جبري تريتم کېدو موضوع د همدې مادې د دوهم پاراگراف په « ط » فقره کي، داسي تعريف او تفسير سوې ده:
                « د اشخاصو جبري تريتم کېدل د يوه دولت يا سازمان په وسيله، اجازه، ملاتړ او رضايت د اشخاصو د نيولو، بندي کولو او تښتولو په مانا دي، چي وروسته يې اوږده موده له قانوني مصوونيت څخه د بې برخي کولو په مخسد( مقصد)، د بندي کېدو له ابلاغ او د ژوند او ځای ځايگي په اړه له مالومات ورکولو څخه هم ډډه کيږي.»۷ ياني شخص په پيل کي د يوه دولت يا سازمان په وسيله، اجازه، ملاتړ يا رضايت نيول کيږي؛ بندي کيږي يا تښتول کيږي؛ او بيا يې له قانوني مصوونيت څخه د بې برخي کولو په خاطر پر بندي کېدو خوله پټيږي؛ او حتا د ژوند او ځای ځايگي په اړه يې له مالومات ورکولو څخه هم نټه کيږي.

                د جزا د بين المللي محکمې د روم اساسنامې پر دې روښانه حکم سربېره، له نن څخه څلور شپېته کاله مخکي، د بشر د حقوقو د نړيوالي اعلاميې په نمه/نهمه( ۹) ماده کي هم د خپلسر نيولو، توقيفولو يا شړلو د مخنيوي په باب خورا صريح بيان راغلئ دئ. دا ماده د ملگرو ملتو و ټولو غړو ته په لنډ، خو څرگندو ټکو داسي لارښوونه کيي:« هيڅوک بايد له خپلسر نيولو، توقيفولو او شړلو سره مخامخ نسي.»۸
                _____

                لمنليکونه

                1 Emily Schultz, CNN Senior White House Producere, “White House on Afghanistan shooting”, March 11, 2012: http://whitehouse.blogs.cnn.com/2012/03/11/ white-house-statement-on-afghanistan-shooting/

                2 Dan DeWalt, “American Atrocities: Not Who We Are? Really?
                So Then Who in the Hell Are We?”, Information Clearing House, n.d.: http://www.informationclearinghouse....ticle31262.htm

                3 Ben Schreiner, “Afghanistan: US press withdraws”, Asia Times Online, Jan 6, 2012: http://www.atimes.com/atimes/South_Asia/NA06Df01.html

                4 B. M. Klimenko, V. F. Petrovsky and Yu. M. Rybakov, A Dictionary of International Law. ed. Saifulin Murad, Trans. from Russian(Moscow: Progress, 1986) 59 - 59; D. I. Feldman et. al., International Law, ed. Prof. G.I. Tunkin. English translation from the Russian, ed. Muran Saifulin, Cand. Sc. (Law), ( Moscow: Progress Publishers, 1986 ) 512 - 13.

                5 United Nations, Rome Statute of the International Criminal Court, in force on 1st July, 2002, 3 - 4: http://www.icc-cpi.int/NR/rdonlyres/...StatutEng1.pdf

                6 ـــــــ, “Crimes against humanity”, From Wikipedia, the free encyclopedia: http://en.wikipedia.org/wiki/Crimes_against_humanity

                7 United Nations, Rome Statute of the International Criminal Court, in force on 1st July, 2002, 5: http://www.icc-cpi.int/NR/rdonlyres/...StatutEng1.pdf

                8 United Nations, The Universal Declaration of Human Rights , adopted on 10 December, 1948: http://www.un.org/en/documents/udhr/

                پاته په بله برخه کي
                Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                Comment


                • #9
                  جګړه نه، جرګه! – د پښتونستان په یاد: شهرت ننګی

                  مجاهدین چې پر کابل ور وغورځېدل جلال آباد کې یې د پښتونستان څلور لارې له نوم اړولو پیل کړه… کابل کې یې له پښتونستان واټ، د پښتونستان جنډه کوزه کړه ـ راډیو کې یې د پښتونستان خپرونې په خوله لاس کېښود….
                  استاد رباني جنرال حمیدګل خپل پوځي سلاکار وټاکئ….
                  خو تاریخ نشي مسخه کېدای، پر حقیقتونو څوک خاورې نشي اړولی، چې له واقیعتونو سره دښمني هېچا سرته نه ده رسولې…
                  د ډیورنډ کرښې د بطلان پرېکړه تاریخ پخپله خوله اعلان کړې، لویې جرګې مردوده بللې، د لویې جرګې د پرېکړو ماتېدو واک نه پاچا لرلی شي، نه ولسمشر او صدراعظم ـ له دغسې ملي پرېکړو سره مخالفت ملي خیانت دی.
                  د افغانستان په ملي او سیاسي تقویم کې د وږي نهمه له ۱۳۲۸ لمریز کال راسې د پښتونستان ورځې په نامه ثبت ده ـ چې پارلمان توثیق کړې او په دې اړه یې یو ګتابګوټی د (پښتونستان ) په نامه چاپ کړی دی. په دې توګه تر لوړ نامه لاندې دغه ورځ د افغانستان د ملي تاریخي ورځو او لمانځغونډو لړ لیک ته ننوتلې او تر همدغه نامه لاندې په ملي او سرکاري کچه لمانځل شوې…
                  دغه ورځ له پښتنو او بلوڅو سره د پیوستون په نامه ثبت نه ده ـ د افغانستان ملي او سیاسي تقویم کې دغسې سیاسي بدعتونه د پردیو په ناړو لمدو رژیمونو رامنځته کړي، چې ښایي مخه یې نیول شوې وای.
                  پیوستون موږ د سوریې له خلکو او ولس سره هم لرو او له فلسطینانو او مصریانو سره هم، خو هغه زموږ داعیه نشوای کېدای…
                  د وږي نهمه زموږ له وجود د بېلې شوې برخې د را یوځای کولو ژمنه او ملي تعهد دی. دا تردې نشي پېیل کېدای چې له کرښې اخوا سیاستوال څه کوي، څه غواړي…؟
                  دا پر موږ ټولو د ملي جغرافیې او ملي تاریخ پور دی، چې د پښتو او پښتنو په نومو جوړو شویو ګوندونو او ډلو د سیاستونو او پالیسیو په تله نشي تلل کېدای، چې دا سیاست نه بلکې یو اټل حقیقت دی، تاریخ دی او د تاریخ پرېکړه ده…
                  ډیورنډ د تپلې کرښې په کچه غزېدلې نه د پولې، که څوک دې ته د پولې په سترګه ګوري ښایي په ملي خیانت پړه وپېژندل شي، د ملي خیانت سزا څرګنده ده…
                  چې ډیورنډ نه پوله ده، نه وه او نه ګرځېدای شي، د حکومتونو بې توپیري ددې مانا نلري چې موږ خپل حق ته شا کړو، چې دا د پرګنو او ولسونو حق دی، د سل میلیونو انسانانو حق دی، هغه چې حق العبد باله شي، هېڅوک یې چاته د بښلو او تېرېدلو حق نشي لرلی.
                  پاکستان کشمیر خپل شارګ ګڼي، اوس هم د لاهور شرکت چاپخونه کې (کشمیر شهرګ پاکستان) مجله په لوړ تیراژ په سرکاري لګښت خپرېږي ـ د کشمیر پارلماني کمېټه فعاله ده، خو موږ د پښتونستان پر ځای له پښتنو او بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځې ته په شاتګ کړی، هغه هم په داسې کچه او بڼه چې ځانونه یې په یادولو او لمانځنه زهیر ګورو…
                  که کشمیر د پاکستان شارګ کېدای شي، پښتونستان یا پښتونخوا هم د افغانستان شارګ دی، چې دلته د ګډې ژبې ، تاریخ، وینې او کولتور له مخې یو ځواکمن ملي جوړښت غزېدلی، هغه چې کشمیر ترې بې برخې دی.
                  که زموږ ملي جغرافیه بشپړه شوه د ترهګرۍ مخه ډب ده ـ چې ترهګري او ترهګرو په همدغسې یوه تشه کې د پښې اېښودو مخه موندلې، پنجابي طالبانو وزیرستانونو کې موږ ته اور کرلی دی.
                  پاکستان د کشمیر لپاره د اورپکو پانګونه له لاسه ورکړه، بلکې د خپلې غاړې غور یې وګرځېده، خو له کشمیر نشي تېرېدای…
                  موږ پاکستان ته ګواښ نه یوو، د پښتانه آزادي، بسیاینه، سوکالي، یو والی او په لوی کور افغانستان کې ګډ ژوند غواړو چې نړیوالو نورمونو او بین الدول قوانینو د ملتونو حق پېژندلی.
                  زموږ ځینې رسنۍ او سیاست مداریان د غرض مرض نیولي ـ که نه د ډیورنډ کرښې د منلو نه منلو پوښتنه بېځایه او د ملي ګټو منافي ده.
                  میډیا ښایي په ملي مسایلو کې یوه خوله او پېښو او پرمختیاوو ته په جهت ورکولو کې یو لاس اوسي. د حقونو ترلاسه کولو لپاره له زور او جګړې پرته نورې لارې او اپشنونه هم شته ـ د خبرو لار، د فعالې د یپلوماسۍ لوری، چې ۲۱ مه پېړۍ کې له زور او جګړو اغېزمنې راخېژي.
                  په دې اړه د رڼې پالیسي، روښانه ستراتیژي او A.B.C پلان اړتیا ده، چې د سرحدونو چارو له ځوان وزیر یې د رژېدا هیله کېدای شي ـ چې ده له مودو وروسته د وږي نهمې ته له سره ساه ورکړه، د ملي ارزښتونو د ځلاینې تېږه یې کېښوه ـ د یوه ملي کاروان د بهیر مخه یې پرانیسته، پر یو ملي خوځښت پرتې دوړې یې پاکې کړې او یو منلی سنت یې ژوندی کړ…
                  ددغه خوځښت بری او غوړېدا ته د فعالې دیپلوماسۍ، بریمنې ستراتیژي او ملي جرګو اړتیا ده، چې د ښاغلي خپلواک هوډ، اراده او انرژي یې د دوام او بري زیری ورکولای شي…
                  ځینو ته چوکۍ او مقام عزت ورکوي، خو ځینې پخپله وړتیا او عظمت چوکۍ او مقام ته درنښت ور په برخه کوي.
                  خپلواک خپله وینا کې د جګړې پر ځای د جرګې خبره وکړه ؛((جګړه نه، جرګه!)) ـ دغه ټکي کې د پښتني ژوند، کولتور او تاریخ فلسفه پرته ده. چې جرګه بایلونکی نلري، له جرګې هره غاړه ګټونکی راوځي ـ جګړې پردۍ او جرګې زموږ خپلې دي ـ سرحدونو وزارت د جرګو کور دی. موږ د جرګو په مټ له خپل هېواده د جګړو لمن ټولولی او د جرګو پر ټغر سوله راوستلی شو.
                  راځئ د ښاغلي خپلواک دا شعار په یوه خوله بدرګه او په ګډه عملي کړو: ((جګړه نه، جرګه!))
                  له محور ورځپاڼې په منننې.
                  Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                  Comment


                  • #10
                    پښتو د خرڅلاو لپاره

                    یو وخت په پېښور کې د نورو ارزښتونو د خرڅلاو ترڅنګ د اسلام او جهاد د ارزښتونو کاروبار داسې تود شو، چې ټولو دغه کاروبار ته لاس ور واچاوه.
                    د پاکستان د پلازمېنې اسلام آباد ترڅنګ د کوټې او پېښور ښارونه د دینارونو، ریالونو، پونډونو، ډالرو او… خارجي اسعارو د خرڅلاو په تورو ادرسونو او مدرکونو بدل شول.
                    نر هغه وو، چې دوکان خلاص کړي، ږیره اوږده کړي، سپینه جالۍ داره خولۍ پرسر کړي او له انجینر حبیب الرحمن، مولوي حبیب الرحمن، غلام محمد نیاري او عبدالرحیم نیازي سره په اسلامي تحریک کې د ګډې مبارزې د شریک باڼو او ګډون والو په توګه د مبارزاتي قدامت او سابقې دعوه وکړي.
                    دوی له اسلام پرته د بل شي خبره نه کوله، هر شي ته یې د اسلامي ناب حکومت او حاکمیت په دوربین کې کتل.
                    سید قطب د احمد شاه ابدالي پر ځای او حسن البناء د میرویس هوتکي پرځای د مهاجرینو په پنډغالو کې د افغانستان د تاریخي قهرمانانو په توګه د تاریخي تدریس وړ عنوانونه وو.
                    پر اسلامي حزب برسېره په اسلامي جمیعت کې هم د سپینو خولیو، اوږدو ږیرو او اسلامي مبارزاتي سوابقو دعوه جلبه مداریان موجود وو.
                    دوی نه پر دین باور درلود او نه پر سادین، یوازې د جیبونو د ډکولو کاروبار یې زده وو او له همدې لارې یې د فقیر آباد او حیات آباد په نقره یي بنګلو کې د عیش او نوش د لګښتونو لپاره اسلام، اسلامي تحریک، اسلامي شریعت، عُمري عدالت او اسلامي ایډیالوژیک هویتي شعور د کاروبار وسیله ګرزولې وه.
                    خدای دې مولوي خالص وبخښي یوه ورځ یې سندغاړي حضرت باز ته ویلي وو، چې که خدای د جهاد او هجرت آجر د قیامت په ورځ پر افغانانو وېشلو، نو حضرت باز او د ننګرهار نور سندرغاړي به په لومړي صف کې ولاړ وي او خدای پاک به خالص له منافقینو سره د ملګرتوب په تور تر څټ نیولی وي.
                    د خالص له خولې یې واورۍ، زما ګناګار پر خوله باور مه کوئ. خالص په رښتیا دی او زه په درواغو یم. یوه ورځ یې ماته وویل، چې قانع ګله زه د سیاف او ګلبدین په ایمان کې شک بولم.
                    همدارنګه وایي، چې خړ سپی د لیوه ورور دی. د ګلبدین، سیاف، ملانبي او ملا منصور توپکیانو د افغانستان په جنوب، جنوب غرب او شرق کې د اسلام په نوم د هنرمندانو، کارګرو، خانانو، ملکانو او د افغاني ټولنې د نورو هغو برخو په بې عزته کولو، وژلو او رټلو کې د اسلام د سیاسي سوداګرۍ مارکېټ تود ساتلی وو.
                    په شمال کې د رباني د ډلې اخوانیانو، منګل غچک نواز، عزیز الله دروازي، فتح الله دروازي او یو زیات شمېر محلي هنرمندان ووژل، د هغوی لاسونه یې د کوکچې سیند ته ور وغورځول او په پېښور کې یې د همدغو وژنو او ترورونو په بیه د اسلام د سیاسي سودا مارکېټ نور هم پسې ګرم کړ.
                    کله چې د اخوان المسلمین د مکتبې اسلام د سیاسي سوداګرۍ بازار په کابل کې د غازیانو د پړسېدلو خیټو په مردادیو ولړل شو، نو د سودا او کاروبار لپاره نور دوکانونه خلاص شول، د نورو مارکېټونو تابیا وشوه، نور منډیي ګان ولټول شول.
                    په دغو نویو مارکېټونو، دوکانونو، بازارونو، منډیګانو او د خرڅلاوو په ډګرونو کې دا ځل د اسلام پرځای د ژبې، سمت، توکم، قبیلویت او قومیت بوتان د سودا لپاره اېښودل شوي دي او د دغو توکو سوداګر د ږیرو پر ځای خریېلي مخونه او د شیطان کُلاه پر ځای نیکټایي په غاړه کې اچوي.
                    خو د هرې ژبې د تکامل او تعمیم مدعي د سفارتی پروفوزلونو د دلال او معامله ګر په توګه خپل خپل جیبونه ډکوي، هېڅوک هم د ژبې او کلتور د اصلي مدعیانو په توګه خپله دعوه په کلتوري او فرهنګي ساحه کې نه پرېږدي، بلکې سودا ته یې وړاندې کوي.
                    موږ پوهېږو، چې دغه دوکانونه یوازې او یوازې د څو تنو دلالانو د کاروباري اهدافو وسیلې دي. د پښتنو یوه ستره بدمرغي داده چې د دوی له ادرسه د پښتنو د حقونو د ضیاع او تاوان بار د هېواد پر اقلیتي او بېوسو قومونو ور اچول کېږي.
                    زه فکر کوم دا ډول پروپاګنډونه تر هر چا زیات د پښتنو په تاوان او خسران دي. افغانستان مساوي له پښتنو سره دی او پښتانه د افغانستان د مساوي حیثیت مفهوم دي. هېڅوک حق نه لري، چې فهیم ته د تاجک ټیکه دار اعتبار ورکړي، هېڅوک هم ددې حق نه لري، چې دوستم د ازبکو د افغان توکم نماینده وبولي، هېڅوک دا حق نه لري، چې هزاره ګان دې د محقق او خلیلي ملکیت وبولي او هېڅوک هم د پښتنو د کلتوري او فرهنګي نماینده په توګه د کاروباري دلالي سند او جواز نه لري.
                    په اوسني وخت کې د افغانستان بېړۍ د زمانې په متلاطم سمندر کې له توپاني څپو او طغیاني توپانونو سره مخامخ ده.
                    جنابانو: پښتانه دومره هم نه دي خوار، چې څو تنه نا معلومه مداریان یې د ژبې او حقونو د ټیکه دارانو په توګه د هېواد سرنوشت د معاملې و ډګر ته ور واچوي. افغانستان د پښتنو هېواد دی او په دغه هېواد کې له دوی سره نور اتنیکي توکمونه هم ژوند کوي.
                    له پښتانه سره حوصله ددې هېواد د انساني ټولنې د وحدت تر ټولو ښه تومنه ده، موږ دومره هم نه یو وړوکي، چې د خپلو اتنیکي اقلیتونو له لاسه وژاړو او دومره هم نه یو ویده، چې پښتو دې د مارکېټ په متاع بدله شي.
                    دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
                    Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                    Comment


                    • #11
                      دوالي سره تر لیدو مخکي د قومی مشرانو د لمبو&#1

                      مظلوم کندهار او دتوریالي ویسا ناشودي ، پرلپسې لړۍ دریمه برخه ! د اوس څخه څلور نیم کاله وړاندي خبره ده چي د کندهار ولایت په مظلومو خلکو د توریالي ویسا د پراشوټي نزول ایله څو میاشتي تیری سوي وې نو د نوموړی لخوا چي ځان ورته د کاڼاډایانو د اته زره کسیزه پوځ تر سیوري لاندي په خاورین کندهار کي د کاناډا صدراعظم ښکاریده د کندهار ولایت په مقام کي یو عجیب او غریب حکم جاري سو .
                      په حکم کي د ولایت مقام ټولو مامورینو ته وویل سوه چي د توریالي ویسا دغوښتني سره سم باید د ولایت هر مامور چي د والي سره ګوري خپل لاسونه په صابونه ووینځي او د ولسوالیو هر قومي مشر چي د والي سره ملاقات لری باید دملاقات څخه یو ساعت مخکي ولمبول سی .
                      دې حکم د ولایت د مامورینو په منځ کي یو کمیډي ډرامه جوړه کړه چي هر سند او کاغذ ته به ئې لاس وروړه نو نورو به د پسخنده ورږغ کول چي لاس دي پریولی دی کنه ،!

                      دوه درې ورځی دغه کار په مجبوره مامورینو عملي سوخو کله چی د پنجوائې څخه راغلي هغه قومي پلاوي چي دملي پیوستون پرګرام په هکله والي راغوښتی و ته د لمبیدو وویل سوه نو هغوی په سپکو سپورو سر د ولایت څخه په ښکنځلو ووتل .
                      کله چي په څلورمه ورځ اداري غونډه جوړه سوه د غونډي تر ختمیدو وروسته د کندهار ولایت اجرايوي ریس حاجي محمد انس چي خپل هم یو هم طبعه ځوان و د ټوکو په انداز کي ورته وویل چي والي صاحب د کندهار ولایت او خلک ئې دغسي پیدا سوي دي که په دوړو لړلي وي که خیرن وي خو همدا مو خلک دي باید موږ د دوی لپاره ځانونه بدل کړو دوی زموږ لپاره نه بدلیږي .
                      والي ډاکټر توریالي ویسا د سترګو تر کونجو ورته هیښ ووکتل ، ول (( زما مشکل د خلکو سره ندی ددوي د مردارخورګئ او مکروبونو سره دی ))
                      حاجي انس وخندل ول والی صاحب که خبره د مکروب وي نو تر لیدو کتلو وروسته لکه د ښآر ډاکټران چي کوي ته هم خپل لاسونه پریوله ! خو دا کار چي ته کوې نه یوازی د ولسونو د خپګان سبب کیږی بلکې د ملت او دولت واټن نور هم زیاتوي .

                      که څه هم د والي امر پر ځای و خو د کندهار اجرایوي ریس حاجي محمد انس ټولو مامورینو ته وویل چي د دپریولو او لمبولو خبره به نور ختمه وي که والي څه ویل زه ئې جواب وایم
                      دا چی د انس او والي تر منځ پر دې خبره څونه بحثونه او ناندرۍ سوي وې زه نه یم په خبر خو نتیجه ئې دا سوه چي والي صاحب به د قومي مشرانو د راغوښتلو وروسته ځان د خاریجانو سره د مخصوصو مجلسونو به بهانه د هغوی د کتنو او مجلسو څخه راګرځاوه .
                      تر دې وروسته چي به هر کله د لیرو ولسوالیو څخه قومي مشران د خپلو ستونزو د حل لپاره د ولایت مقام ته راتلل ورته ویل کیدل به چي والي صاحب د کاناډایانو سره په خاص مجلس کي دی خو والي صاحب به یا په دفتر کي پښې غځولي وې خوبونه به ئې کول ، یا به ئې د واټکا بوتل پر سر پورته کړی و او نشه به وو . او یا به ئې د خپل لور سره د ولایت په حرم سرای کي واليبال کاوه . او قومي مشران به تاکله تاکله له یوه خوني وتل په بله ننوتل . ترڅو والي پیدا کي او خپل مشکلات په حل کي .

                      یوه ورځ د کندهار د معروف څخه څه باندي پنځوس کسان قومي مشران ، ملایان د ولسوالۍ د ولسوال او امنیه قومندان په ګډوون د یو شمیر مشکلاتو د حل لپاره کندهار ولایت مقام ته په داسي حال کي راغلل چي دوه ورځي تر مخه ئې ولایتي اداره په جریان کي اچولې وه او والي ( توریالي ویسا ) ورسره د لیدو ژمنه هم کړې وه . کله چي د قومي مشران ولایت ته د تلاښۍ د ذلته را فارغه سول نو دولایت په برنډو کي د اداری مرستیال امین کمین لخوا ورته وویل سوه چي والي صاحب د خاریجانو سره په یو عاجل مجلس کي دی تاسي انتظار وکړي .
                      دغه سپين ږیرو چي د معروف سخته لاره په څلورو ساعتونو کي په سخته ګرمۍ کي وهلې وه او د هر یوه ژبه له ګرمۍ دباندي راوتلې وه د ولایت په برنډو کي هیښ هیښ یو بل ته کتل او د والي دفتر ته د ننوتلو شیبې ئې شمیرلې .
                      خو نه دوالي جواب ورته راته نه د ناستي او اوبو کوم ترتیبات .
                      په داسي حال کي چي والي دننه په دفتر کي په اوږده کوچ ایرکنډیش ته غځیدلی و او په جرمني کي ئې د کوم ملګري سره د تیلفون په کرښه د کندهار په چارو کي د ډيري بې روزګارتیا څخه سر ټکاوه چي هیڅ شی نسته څه وکم . .
                      کله چي ئې تیلفون خلاص کړ ورته ومي ویل چي والي صاحب د معروف خلک راغلي دي .
                      توریالي ویسا په جواب کي راته وویل چي ورته ووایه چي هغه مهم امنتي میټنګ ( مجلس ) لري خارجیانو سره اخته دي سبا راسئ . او په کوچ کي اوږد وغځیدی د تیلویزون ریموټ ئې پورته تلویزون ته ونیوه ا و امریکائې فلم چي اواز ئې ساکت کړه سوي و بیرته پیل کړ .
                      د والي دغه بې پروائې او د هغه سپین ږیرو للمي وهلي حالت سخت وزوکلوم . د معروف ولسوال ته راووتم او د والي خبره مي هغسي ورته وکړه چي څنګه والي راته ویلي وه .
                      ددې سپین ږرو ملایانو په ستونو کي اوبه وچي سوې هر یوه و بل ته کتله ښائې هر یوه به همدا په زړه کي وه چي دا شپه به د خپلو کورونو لیري په دې ښار کي چیري تیروي . نه ورته د ځای بندوبست وسو نه ورته د ډوډی . همداسي رخصت سول .
                      ټوله ورځ مي د معروف ددې غریب سپن ږیرو جل وهلي څهرې او د والي ایرکنډیښن ته یخه څملاسته سترګو ته ولاړه وه مازیګر د اجرایوي ریس خوني ته ورغلم د ریس سسره د کار او ټولنیزو چارو ریس هم ناست و د چایو پیاله ئې را ډکه کړله خو په ما کي د یو غړوپ د څکلو تاب نه و. حاجي انس ته مي د والي او سپین ږیرو کیسه وکړه . څه ئې ونه ویله خو په څهره کي ئې دبیتابۍ نښي راغلې سر ئې وښوراوه د معروف ولسوال ته ئې زنګ وواهه چي میلمانه دي منډیګګ ماڼۍ ته بوزه او د والي د کوټۍ اشپز ته ئې زنګ وواهه چي دشپیتو کسانو د ډوډۍ انتظام وکړي .
                      چي ریښتیا سي د کندهار په دولتی اداره کي د حاجي محمد انس خدمتونه او د خلکو سره اخلاقي سلوک د هیرولو ندي د هغه په تلو سره د ولایت مقام او کندهاري ولس تر منځ واټن څه چی سمیټي ډیوالونه راغلل .
                      په دوهمه ورځ سهار بیا د ولایت انګړ بیا د سپین ږیرو ملایانو او قومي مشرانو ډک سو خو بیا هم د والي په امر پرویز نجیب لخوا ورته امر وویل سو ه چي والي د کاناډایانو د یو مخصوص مجلس لپاره میدان هوائې ته ولاړ چيري چي د هغوی غټ نظامي بیس ( هډه ) ده تاسي مازیګر راسئ .
                      په داسي حال کي چي والی دننه په حرم سرای کي د خپلي لور سره په چمن کي په رسمي ساعتو کي والیبال کاوه .
                      د نجیب په دې جواب سره د سپین ږیرو په تندیو کي ګونجي پیدا سوې او هر یوه ویل تر هغو نه ځو همدلته کښینو تر څو والي وونه وینو .
                      ټوله د ولایت مقام په انګړ کي لکه بې برخلیکه یتیان کوټي کوټي کښینستله .
                      کله چي په ولایت مقام کي د کاڼاډائې ځواکونو د خاص استخباراتي بیس ( ای جي سی سی ) دفتر ته څیرمه د دونه زیاتو خلکو هغه هم خړو پښتنو شتون ولیده نو دولایت امنیتي تیم ته ئې وویل چی دوی ددې ځای څخه د امنیتي دلایلو لکبله وشړي .
                      د امنیتي ټيم او قومي مشرانو جنجال دونه ډیر سو چي خبره تر اداری ا اجرایوي ریسانو ورسیده .
                      محمد امن کمین او حاجي محمد انس والي ته ورغلل او د کاناډایانو د شکایت او د قومي مشرانو د مجبورت داستان ئې ورته ورساوه . خو والي به خپل خره سپور و ول نه ورسره ګورم .
                      شیبه وروسته حاجي محمد انس دغو قومي مشرانو ته راغلی ، ول والي صاحب به یا نه وي یا به نه غواړي ستاسي سره وویني . په دې لمر کي مه کښیني راځي چي سالون ته مو بوځم یخي پیپسیاني اوڅیښۍ هلته به خبري سره وکړو .
                      د قومي مشرانو څخه یوه ئې حاجي انس ته وویل چي وروره موږ دونه بې غیرته نه یو چي ددې هرڅه سره سره بیا هم په مړو سترګو همدلته کښینو . ستا د اخلاقو او رویئ قدر کوو خو نور موږ ځو په خپله لاره ، که د والي د لیدو اړتیا وه هم هلته دي راسي . خو دا یوه خبره والي ته ورسوه چي د ولسونو سره داسي بې احترامي به د دولت لمن نوره هم ورټوله کي .
                      ټوله د ولایته به غصه ووتل . او په خپله لاره ولاړه .
                      دا په کندهار غوندي د برمه په ډک یو ولایت کي د کندهار د نجیب ولس سره د توریالي ویسا د سلوک یوه کوچیني انځور و .
                      توریالي ویسا تر نن ورځي پوري یا د لیري پرتو سیمو د خلکو سره نه ویني که ویني نو دستي خپل لاسونه په صابونه پریولي وائې ددې صحرایانو څخه سړی مکروب اخلي . او کله کله خو تر لیدو وروسته تر شا سپکي سپوري هم پسي وائې .

                      د کندهار د ولایتي شورا د غړي حاجي اغالالي دستګیري سره تر لیدو وروسته ئې یوه ورځ د ټولو دفتر مخته وویل چي دصدري ئې د خولو بوي راځي دصدری دپاکیدو ندي راغلی په سیاست پسی دی .
                      د ارغنداب د نورزو یو قومي مشر حاجي باریداد خان چي په خا ن اکا مسمی دی په هکله ئې د ارغنداب ولسوال ته په تیلفون کي ویل چي هغه رزیل مه درسره راوله دهغه د خولې بویان راځي بیا زه ناجوړه کیږم . !!!

                      په کندهار کي اوس د ولایت مقام د خلکو د سترګو یو پنا سوي ځای ته ورته دي لومړی خو خلک ورځي نه او بیا که ورځي نو د امنیتي کسانو لخوا ئې د صدری ، لنګوټې ، چپلویو څخه نیولې تر بدن د خاصو اندامونو پوري پکښي لاس وهل کیږي . او په دونه بي ابيۍ او بي عزتۍ ترې راوځي چي اخیر په ځان توکوي .
                      د کندهار ولس ، قومي مشران نن ورځ خپلي ټولي فیصلې د ولسمشر په ورور شاولي خان کرزي کوي او د هر ډول مرستي ږغ هم د هغه پوري رسوي .

                      او ښائې علت ئې هم همدا وي چي والي دلومړي ورځي په خپلو دریو سره وعدو کي چي ( امنیت ، برق ، روزګارکندهاریانو ته ورکول و ) نه یوازي درواغجن وختی بلکې هغه شته امنیت ، روزګار او بریښنا ئې په خلکو ودروله او ترننی ورځي پوري ئې پرته د وعدو او دوراغو بل څه کندهاریانو ته ندي ورکړي .
                      د غلو یو ډله ئې جوړه کړې چي هر څه ئې پر ځان بیسا کړي دي او په خوارو کندهاریانو ئې د ژوند هرڅه درولي دي .


                      .
                      څلورمه برخه ا و راتلونکي سرلیک : د مارچ پر اتمه د کندهار ښځو ته د توریالي ویسا تاریخي وینا


                      ----------------------------------------------------------------------------------------------------------------
                      یادونه : ددغه لړۍ ټولي برخي زما دهغه یاداشتونو برخه ده چي په کندهار کي مي د توریالي ویسا سره د ولایت په مقام کي د درې کلني کاري دورې په جریان کي راټول کړي دي . دا چي زه لیکوال نه یم نو د پېښو په وډنه او د تاریخونو په تسلسل کي به نیمګړتیاوي موجودي وي . ځکه تر ډیره زما هڅه او هاند د هغو ناویلي حقایقو په راسپړولو کي دی چي د کندهار د عظمتونو په سپڅلې خاوره د یو داسي ناولي ، فاسد ، غله اوپردیپاله وحشي ځناور په پنځه کلنه توره دوره کي پېښ سوي دي چي په لیدلو او اوریدلو ئې سړي ته هم خندا ورځي هم ژړا .
                      ددغه ياداشتونو نشرول ښائې میاشتي میاشتي وخت په بر کي ونیسي چي دپرلپسې لړۍ هر برخه به ئې یوې یوې موضوع ته ځانګړې سوې او دهغه موضوع په اړوند سرلیک سره به خپریږي .
                      Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                      Comment


                      • #12
                        شمالي ټلواله په پښتون مېشته ولایاتونو کې &#158

                        د ۱۳۹۳کال ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټولټاکنو ته شاوخواء اوو مياشتې پاتې دي، امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګښت، ولسواليو ته د ټاکنيزو توکو رسولو ترڅنګ دا ادعاوې هم کوي، چې ټولټاکنې به په ډاډمن امنيت کې ترسره شي، له بل لوري سياسي ائتلافونه او هلې ځلې هم روانې دي، نوماندان سر له اوسه په کمپاين بوخت، او کوښښ کوي، چې له سياسي څټو، اشخاصو، بنسټونو او بنيادونو سره اړيکي ټېنګې وساتي، د دې ترڅنګ دا هم ويل کېږي، چې د کانديدانو شمېره به تر لسو زیاته وي.
                        ما په تېره يوه مياشت کې د هېواد شمالي ولاياتونو، ختيځو سيمو، لوی کندهار، لويې پکتيا او کابل ته سفرونه وکړل، زما د سفرونو يو هدف دا وه، چې حالت له نږدې وګورم او هغه خبرې چې ويل کېږي، په راتلونکو ټاکنو کې به پښتانه کم رول ولري حقيقت لري کنه، د دې تر څنګ مې دا هوډ هم و، چې ولاياتونه وګورم او د ولاياتو له احوال څخه ځان خبر کړم، پدې سفرونو کې مې له يو شمېر چارواکو او خلکو سره ناستې هم کړي، چې په لنډه ليکنه کې يې تاسو ته رسول غواړم.
                        په شمالي ولاياتونو کې حالات ډېر نورمال او هر څه ښه په مخ کې روان و، د نارينو ترڅنګ ښځې هم د رايې اخيستو مرکزونو ته تلې او د رايې اخيستو کارتونه يې ترلاسه کول، داسې کوچنيان مې هم وليدل چې ۱۸کلنۍ عمر يې نه و پوره کړی خو د رايې کارت اخيستو لپاره به يې مرکزونه ته مراجعه کوله، شمالي ولاياتونو خلک راتلونکو ټاکنو ته ډېر خوشبېنه ول.
                        ختيځو ولاياتو کې د ننګرهار پرته نور ولاياتونه ټاکنو ته ډېر لېواله نه و، او کارت اخيستو مراکزو ته ډېرو کمو خلکو مراجعه کوله، چې د ښځو ګډون د شمال په پرتله پکې ډېر زيات کم يا په نشت حساب و.
                        لوی کندهار او لويې پکتيا په ولایاتونو کې که څه هم په لومړيو ورځو کې ډېر د امنيتي ستونزو له وجهې ونه ګرځېدم، خو کله مې چې پوره معلومات ترلاسه کړل، په هغه اندازه امنيتي ستونزې نه وي، څومره چې اورېدل کېدي، دلته حالت د امنيت له پلوه ډاډمن و، خو په هغه اندازه نه چې په شمال کې و، پدې ځايونو کې د رايي کارت اخيستو بهير پڅ روان و، هغه مشرانو چې عمرونه يې تر ۴۰کلنۍ رسيدلي هم زړه نه ښه کاوه، چې د رايې اخيستو کارتونه ترلاسه کړي، دوی د امنيت له نه شتون څخه ويره درلوده.
                        د ډېرو دقيقو معلوماتو تر لاسه کولو وروسته چې د ملي اردو، ملي پوليسو او عامه خلکو څخه مې تر لاسه کړل، داسې انګيرل کېده چې په لوی لاس په پښتون مېشته ولاياتونو کې د ټاکنو مخه نيول کېږي، شمالي ټلواله غواړي چې راتلونکي واګې په لاس کې ونيسي، او بيا هم په راتلونکي کې ځپل شوی پښتون قوم نور هم وځپي او له ستونزو سره يې مخ کړي.
                        شمالي ټلوالې د پښتنو ځپلو لپاره په دقیقې طرح پخوا کار کړی او اوس يې هغه طرحه عملې کېدو لور ته روانه ده، پدې برخه کې د شمالي ټلوالې نوموتی او د رهبرۍ شوراء غړی بسم الله خان محمدي چې اوسمهال د دفاع وزیر او له دې مخ ته د کورنيو چارو وزیر و، بسم الله خان محمدي د پښتون مېشته ولایاتونو کې د ناامنيو او بدامنيو اصلي زیږنده ده، ډېر شمېر شمالي وال يې په پښتون مېشته ولایاتونو کې د قول اردو، لواء، کنډکونو قومندانانو په صفت ګمارلي، له دې مخته يې بيا په ملي پوليسو کې داسې اشخاص ګمارلي و، ګمارل شوي اشخاص يوازې او يوازې په منفي تبلیغاتو لاس پوری کړی، د رسنيو په مخ کې د لویو او غټو عملياتو خبرې کوي، هره ورځ د ماينونو او بمونو د خنثی کېدو خبرونه هم ترلاسه کېږي، داسې هم ويل کېږي چې په ډليز ډول خلک وژل کېږي، په لویو لارو کې موټرونه چور کېږي، د عملياتو په جریان کې د کورنو څخه اسلحې او قيمتي اسباب ويستل کېږي، او خلکو ته منفي ذهنيت ورکول کېږي، چې دا د بسم الله خان محمدي او شمالي ټلوالې طرح شوی پلان دی.
                        د دوی د پلان مطابق کوښښ بايد دا وشي، چې په پښتون مېشته ولایاتونو کې د امنيت د نشتوالي په بهانه ټاکنې ترسره نه شي او يا هم که ترسره کېږي يوازې د ولاياتو په مرکزونو کې او بس!!
                        شمالي ټلواله ويره لري، چې بيا ځل پښتون مشر واک ته ونه رسي او هڅه يې دا ده چې د شمالي ټلوالي یو نوماند بايد د ولسمشر په توګه غوره شي، چې دا د پښتون قوم سره په ښکاره زياتی او ظلم دی، پښتانه، د پښتنو مشران او چارواکي بايد پدې پوهه شي، چې په پښتون مېشته ولایاتونو کې د امنيت ستونزه هغومره جدي نده، څومره چې شمالي ټلوالې مخکښ غړی او د دفاع وزیر يې وايي، په يادو ولایاتونو کې ټاکني امکان لري، چې وشي، خو هله کله چې ورته پښتانه مشران پوره فکر او توجه وکړي.
                        زه د پښتنو مشرانو او چارواکو څخه هیله کوم، چې تاسو خپل راتلونکی خپله وټاکئ او د شمالي ټلوالي په منفي خبرو خطا نشئ کنه راتلونکی به مو له تيارو ډک وي
                        Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                        Comment


                        • #13
                          [MENTION=2]Admin Khan[/MENTION]
                          @Tor khan

                          Kindly manage to translate this great article in English for the benefit of all. Its amazing. First hand information on the state of affairs of Afghanistan regarding the imminent elections.

                          Comment


                          • #14
                            [MENTION=1034]Badlun[/MENTION]
                            I don't have as great translations skills as you, the honor is yours.
                            Even Adobe Photoshop can't change me.

                            A line[Durrand line] of hatred that raised a wall between the two brothers -Hamid Karzai

                            For generations, the Hindus of India prayed for deliverance from "the venom of the cobra, the teeth of the tiger and the vengeance of the Afghan."


                            The men of Kábul and Khilj also went home; and whenever they were questioned about the Musulmáns of the Kohistán (the mountains), and how matters stood there, they said, "Don't call it Kohistán, but Afghánistán; for there is nothing there but Afgháns and disturbances." Thus it is clear that for this reason the people of the country call their home in their own language Afghánistán, and themselves Afgháns. The people of India call them Patán; but the reason for this is not known. But it occurs to me, that when, under the rule of Muhammadan sovereigns, Musulmáns first came to the city of Patná, and dwelt there, the people of India (for that reason) called them Patáns—but God knows!

                            -Ferishta, 1560–1620

                            Comment


                            • #15
                              انتخاباتی ایتلاف که دجبل سراج ایتلاف بیا &#158

                              زمونږ دګران هیواد افغانستان جغرافیی موقعیت او به سیمه کی یی استراتیژیکی اوجیوپولیتیک ارزښت او دسرشاروطعبی منابعو په درلودلوسره همیشه دسیموهیوادونو او په سرکی د سترو قدرتونواوامپراطوریو تربرید سیاسی مداخلو اوتیریو لاندی راغلی دی او هرځل یرغلګرو تاریخی ماتی خوړلی اوخپلو شومو اهدافو کی شرمیدلی او ناکامه شوی دی. مګر څپلو نا پاکواهدافوته درسیدلوبه خاطریی همیشه خپلو مداخلاتوته ادامه ورکړی او خپل تالی څټی یی فعال ساتلی دی. همغه دانگریز پخوانی فارموله یی په کار اچولی ده یعنی تفرقه واچوه او حکومت کوه.چی دهمدغو مداخلو به نتیجه کی زمونږ هیواد ویجاړ او تباهی سره مخ شو او مونږ دخپلی خاوری اعظیمی برخی له لاسه ور کړی. دتاریخ په اوږدوکی د دغوتوطیوپه نتیجه کی زمونږ ملی یوالی او وحدت ته ډیری نه جیبران کیدونکی صدمی رسیدلی دی. دشاهی نظام- جمهوری نظام- دیموکراتیک نظام‘ دطالبانو نظام په سقوط کی یی ډیر رول درلودلو. دجبل سراج تړون چی د خارجیانو او ګاونډیانولحوا جوړ او نتیجه یی دهیواد تباهی ،قومی ، مذهبی تعصباتو رامینځ ته کول و او محصول یی دهیوادملی اوتاریخی اردو، زیربنایی تاسیسات ویجاړول- ملی یوالی او بی اتفاقی ته لمن وهل سولیملی روغی جوړی او دملګرو ملتونو دسولی د پروګرام له منڅ تلل اوناکامول و. زمونږ باعزته افغانانو باندی دظلمونو انتها وشوه حتی دغوږونو پزو،پرسرونو د میخونو وهل،دانتخاب مرګ او رقص مرده فلمونو جوړول  کوڅه په کوڅه حکومتونه  پاچاهی، پر مظلومو ښاریانو دراکیتونو بارانونه اوډیری افغانی خویندی اومیندی بی پته او بی عزته شوی. چی شه مثال یی ناهید شهیده ده دهیواد نه د معزونو فرار او سیاسی خلا او انارشیزم حاکم شو. دطالبانو درﮋیم دسقوط څخه وروسته دبن کنفرانس چی دخارجیانو او ګاونډیانولخوا دغیر متجانسو څیرو سره رامینځ ته شو دغو توطیو او مداخیلو ته لا موقع او زمینه برابره شوه او هیواد کی یی قومی ، مذهبی ، سمتی،*ژبنی اختلافاتو ته لمنه ووهله او دبی اتفاقی اور یی بیا راتازه کړو. ګاونډیانو په تول قوت سره خپلو مداخلوته دخپلو تالی څټو به ذریعه یی ادامه وکړه .د ښاغلی حامد کرزی په حکومت کی دغه توطیی او مداخلی بلکل اوج ته ورسیدلی حتی بربنډی شوی. دخارجی او ګاونډیو هیوادونو جاسوسان او تالی څټو دهیوادحساسو ادارتو ته لکه ملی امنیت،دکورنیو چارواو ملی دفاغ وزارتونو، اطلاعات او کلتور، پارلمان ،مشرانو جرګه اوحتی دجمهوری ریاست ته لاری پیدا کړی. دهیواد یو تعداد مشهور تلویزیونونو ته یی به ظاهره دیموکراسی د ودی او پراختیا په نوم ډیر مالی لګښتونه اختصاص کړل مګر په باطن کی ځبلی کلتوراوژبنی موخو لپاره به کارواچولی چی محصول یی دانشګاه، دانش کده ، داد ستان کل او بازارګانی شوه حتی ایرانی اصطلاحات دخصوصی تلویزنونوبرخه وګرځیدله دترجمی اودوبلی چاری هغو کسانوته سبارل کیږی چی ایرانی لهجی یادی ولری او په ډیر لوړ معاش به کار ګمارل کیږی..د دتیرو انتخاباتو کمیسیون هم د اجنبیانو او مداخلګرو تر مستقیمی اغیزی لاند ی راغلو او داسی کړنی وکړی چی تاریخ به یی یاد ساتی دلوی اکثریت قوم سیمی یی بی ثباته وښودلی حتی دغزنی ولایت چی اکثریت نفوس یی پښتون قوم جوړوی هلته یی ټول بښتانه ناکام وګرځول او هزاره ورونه یی دیولسو نماینده ګانو به توګه ولسی جرګی ته لار بیداکړه چی دا هم د ګاونډیو سفارتونو یوه مثالی کامیابی وه. دحکومت دناسمی پالیسی او سالم اداری سیستم نه مو جودیت له امله هروالی صاحب پر خپل سر خارج ته سفرونه او هیواد کی میشتو سفارتونو سره اړیکی  ارتباط  تماسونه او ملاقانونه کوی زمونږ خارجه وزرات او ملی امنیت یی تماشه کوی او په چپه خوله کاڼو غوږونواوړاندو سترګو ورته ګوری.
                              اوس چی ګران هیواد یوڅل بیا د انتخاباتو په درشل کی دی دتیرپه شان بیا سیاسی احزاب اتیلافونه او سیاسی جبهی ، سیاسی یوالی ته ځی، تش به نوم ملی ایتلاف دعبدالله عبدالله په مشری ملی جبهه داحمد ضیا به مشری، حزب وحدت دمحقق په مشری، جعمیت اسلامی د صلاح الدین ربانی په مشری. ملی جنبش دعبدالرشید دوستم په مشری، روند سبز دامرالله صالح په مشری او حزب نوین د ښاغلی یونس قانونی به مشری یو سلسله حرکتونه او خوځښتونه شروع کړچی یو سری یه جرمنی کی دافغانستان به فیدرالی کیدو اوسیستم ته دتغیر به شعارسره راځرګند شواو دهمدی سلسلی نور ملاقاتونه به دوبی او نورو خارجی هیوادونوکی دپاکستان داستخباراتو سره تنظیم شول. او دیاد ایتلاف غړو څوځلی په جرمنی کی دخارجیانو سره مشترکی غونډی جوړی کړی. د پاکستان د صدراعظم به سیاسی او امنیتی چاروکی د مشاورو اوصلاح کار وزیرسرتاج عزیز دافغانستان دفیدرالی کیدلو پلان اواجندا چی لمړی مطبوعاتو کی نشر شوه اوبیا یی دکابل سفر کی څان سره راوړه او دملی ایتلاف دمشرانو عبدالله عبدالله او محقق سره شریکه کړه دهمدی ایتلاف یوه برخه اولړی تشکیلوی. داسی شواهد هم ترلاسه شوی چی دیاد ایتلاف دمشرانو سره دګاونډیو هیوادونه استخبارات داسی نتیجی ته رسیدلی دی چی تاسی دیورند کرښه به رسمیت راسره ومنی موږبه افغانستان کی سیاسی واک تاسی ته درکړو. دا چی انتخاباتو ته وخت رالنډ یږی نوی ایتلافونه او جبهه هم راسره اعلان دموجودیت کوی جبهه اعتماد ملی ، اجماع ملی. اجندا ملی ،میثاق ملی، جبهه نجات ازبحران ،ملی مخور، ملی تحریک ، ملی غورڅنګ اوداسی نور ډیر سیاسی حرکتونه ګړندی شوی ډیر سیاسی او مستقل شخصیتونه لکه علی احمد جلالی، زلمی خلیل زاد ،حنیف اتمر ، اشرف غنی احمدزی اودی ته ورته نور شخصیتونو غوښتل چی یو واقعی ملی ایتلاف رامینځ ته کړی تر څو شفاف انتخابات تر سره شی او یو واحد اوټولو اقشارو او خلکوته منونکی کاندید راوړاندی کړی.دهمدی هدف لپاره د تیری اونی به جریان کی د عبدالرشید دوستم او محقق به کورکی دجلسواو ملاقانو اوتودواوتوندو بحثونو اوهمدارنګه د زلمی خلیل زاد او امرالله صالح تر مینڅ دلفظی شخړو وروسته کومی نتیجه ته ونرسیدل عبدالله عبدالله،یونس فانونی،محقق. امرالله صالح،قوماندان عطامحمد نور، احمد ضیا مسعود او صلاح الدین ربانی او یوتعدا نور سیاسی جریانونو دانتخاباتی ایتلاف په نوم اعلان دموجودیت وکړواو دجبل سراج ایتلاف یادونه او ترخی خاطری بیا را تازه کړی چی خلک او ولسونه یی په تشویش کی کړل چی خدای مکړه هغه پخوانی تراﮋدی او غمیزی بیا تکرار نشی. د سیاسی کلتور له نظر یو شه حرکت هم ورته ویلی شو مګر په هغه صورت کی چی دی حرکت ملی اهداف درلودلی نه دهیواد دتجزیه اوقومی تفرقو. دبلی خوا داحرکت پخواهم ازمایل شوی دی او وایی چی ازموده را ازمودن خطا است .دا ایتلاف د راتلونکی لپاره کومه جامع او مقوله طرحه او پلان نلری صرف دګاونډیوطرحی اوپلانونه عملی کوی او خپلو شخصی منافعو دساتلو په فکر کی دی دوطن ، خلکو اوملی ګټو او ولس ته دخدمت احساس په دوی کی نه لیدل کیږی . په هرصورت ددی ایتلاف اعلان کیدولو سره کبوتر به کبوتر او باز به باز ته لاړل تور اوسپین سره جلا شول دغه ایتلاف به دی شه پوهیږی چی نه ورسره اولس شته اونه انتخابات ګټلی شی صرف د راتلونکی حکومت کی د برخه تر لاسه کولو او خپلو منافعو څخه د ساتنی لپاره دفشاره وسیله ګرځیدلی شی. مګر دا هم کیدلی شی دتیرو انتخاباتو ته په کتنی سره دا ایتلاف ډیرزر مات هم شی. به اخیرکی زمونږ خواست مستقلو احزابوسیاسی اوملی شخصیتونو څخه دادی چی د دی فرصت ځخه په ګټه اخیستلو سره ټول ملی او مطرحه ګوندونه ،سیاسی جریانونه ،مدنی ټولنی ،مستقل سیاسی او ملی شخصیتونه سره راټول کړی اویو قوی سیاسی قوت او ایتلاف رامینځ ته کړی او یو واحد کاندید انتخاباتو ته راوړاندی کړی او ولسونه سره راټول او واقعی ملی پخولاینی او روغی جوړی ، خلکو ، وطن او ملی ګتو ته ژمن حکومت رامینځ ته کړی تر څو هیوادکی موجود فساد ختم او یو قوی اداری سیستم رامینځ ته کړی تر څو هیوادوالو ته مصدر دخدمت وګرځی او دغه غمیزه ته دپای ټکی کیږدی.
                              Bismillah, alhamdulillah, all praises due to Allah and may Allah increase the honor of Prophet Muhammad and protect our nation from any harm.

                              Comment

                              Working...
                              X