د سعودی مفتی شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل شیخ اعظم چې له وتلو او پیژندل شویو عالمانو څخه دي تیر کال په خپله کلني وینا کې یې د عرفاتو په ورځ د عرفاتو په غونډي کې چې څه د پاسه دوه میلیونه حاجیان هم حاظر وه تینګار وکړ او وویل چې ځانمرګې حملي په اسلام کې حرامي او منع دي اوزیاته یې کړه هر څوک چې هڅه او یا هم ځانمرګې حمله کوي د الله(ج) لخوا به ونه بښل شې.
همدا راز ددوشنبه په ورځ د افغانستان د دینی عالمانود شورا مشر قیام الدین کشاف وویل ځانمرګې بریدونه په اسلام کې حرام دي او وروستي ځانمرګي بریدونه په جلال آباد ښار کې د قرآنی آیاتو او لارښونو سره په ټګر کې ډي. ښاغلي کشاف له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې دهغو طالبانو په وړاندي ودریږي چې ځانمرګي بریدونه کوي او بی ګناه ملکي وګړي وژنې.
څو ورځي مخکي د طالبانو مشر ملا محمد عمر یولیک خپور کړ او په هغه لیک کې یې لیکلې و چې طالبان ملکې وګړو ته زیان نه رسوي. برعکس د هغو لیک طالبانو واړه ماشومان یې ځانمرګې بریدونو ته چمتو کړي وه او د روژه په مبارکه میاشت کې یې هم بي ګناه خلک ووژل.
آیا فکر نکوي چې د ماشومانو څخه په ځانمرګې بریدونو کې کار اخیستل نه یوازي چې سړي کرکجن کوي بلکه د ملا عمر په ویناو او لیکونو باندي طالبان ملنډې وهې؟
آیا فکر نکوي چې هر اردو او یا لښکر چې ماشومان استعمالوي او یاهم په تحمیلی توګه له هغوي څخه بمونه جوړوي د انسانیت له چوکاټ څخه وتلي دي؟
په درنښت
حشمت
دامریکا د متحده ایالاتودعمومي قوماندانی دبریښنایې خبرواترو تیم غړي

Comment