Announcement

Collapse
No announcement yet.

غزل

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • غزل

    center]


    درنه تير بدل دښمن اخلي پښتونه
    ننګ ناموس دې مرڅمن اخلي پښتونه

    ستا جنت وطن په تا باندې سور اور دے
    سرې لمبې دې شين چمن اخلي پښتونه

    ستا د ژوبل وطن هر اندام نيلام دے
    څوک دې سر څوک دې څرمن اخلي پښتونه

    ستا په خاوره به د ستا وينه بهيږي
    خون بها به دې واکمن اخلي پښتونه

    د نړئ په مخ که هر ځائي تيلې بل شي
    اور زما او ستا لمن اخلي پښتونه

    ستا په خاوره د وسلې ازمائيش کيږي
    ستا په سرروپئ تومن اخلي پښتونه




    11 اګست 2013
    Doha

    11 اګست 2013 دوحه
    [/center]
    Last edited by Feroz Afridi; 08-13-2013, 04:06 PM.
Working...
X