ياغي
ګرانو دوستانو
زه فکر کوم چې بحثيت پلار،استاذ او رهبر مونږ خپله وظيفه په اخلاص تر سره کړې نه ده ځکه زمونږ بچي اوس زمونږ نه مايوسه شوې دي او د نورو خلقو په تعلماتو دې حد ته رسيدلي دي چي د دنيا د ژوند نه بيزاره نه اوس په خپل سر دي او نه د اولس ،وطن خاورې او ملي افتخار څه فکر لري..
ايا دا زمونږ د ټولني پست حالي او زوال نه دې ايا زمونږ په مقابل کې د نورو خلقو نظريات زيات قوي نه دي
.....يو خام کوشش دے ستاسو د رائے په هيله
اے د دې دور پلاره !
د مدرسي استاذه !
او د ملت رهبره!!!
وايه په څه ګنګس ئې؟
شپاړس کلن بچي دې
ستا د غفلت د لاسه
چا نامعلومه خلقو
په څه هنر د فکر
له تا نه پټ جلا کړو
د بابا ادم د وختو
پخې د وينې ريښې
د شعوري ارتقا
د لوړو زدهکړو پوهې
د مليت د احساس
د وطنپاله غيرت
يو لوئي مينار راړنګ شو
ياغي په جار او ډنګ شو
څوک پکې شک ګڼې اوس
چې تاسو درې مشرانو
خپله روحي وظيفې
تر سره کړې نه دي
اوس د پلار خوږ شفقت
د ګران استاذ تربيت
د خپل ملي وحدانيت
يو وران کنډر پاتې دے
خوشې اثر پاتي دے
په دې خبر شه پلاره
د مدرسې استاذه
او د ملت رهبره
چې د لاسونو وتې
ستا ګلالوټې بچے
ټوپک په لاس راپورته
بم په سينه تړلې
جيکټ د ځان تاؤ کړې
نه اوس په ځان ايسار دے
او نه د ستا په مرګي
چرته ئې غم او کار دے