سر فراز چې په شرف د ادميت يم
شکر دا چې بهره من په خپل قسمت يم
د انسان مقام خو لوړ د فرښتو وي
چې دا زه په څه نيمګړې نيم قامت يم
باشنده ئې زه د خاورې جنتي کړم
خو ژوندے پکې په ډير ستر هزيمت يم
رانه مه پوښته، چې څنګه ژوندون تير شو
راتير شوې تر لمحه لمحه قيامت يم
يو د وخت منډو کې پاتې بل هغه هم
ګام په ګام ئي ګرځولې ملامت يم
خدايه امن سوله غواړم په وطن کښې
په اميد ستا د کرم او د رحمت يم
زه هر چا لره د ښې ورځي طلب کړم
په دا کار په نيت کې روغ او سلامت يم
فيروزافريدي
دوحه قطر 15 جولائي 2013



Comment