لاند نی متن د آیساف د عمومی قوماندان جنرال جوزف دنفورد د وینا متن ده :
د افغانستان عزتمند ولس السلام و علیکم !
زه ستر جنرال جوزف ډنفورډ د ناټو او آیساف عمومي قوماندان غواړم د خپلو غړو په استازیتوب د افغانستان ټولو خلکو ته د ۲۰۱۳ کال د مهم پړاو د رارسیدو له کبله مبارکي ووایم. په دې تاریخي پړاو کې چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو د امنیتی چارو مشرتابه د هیواد په ګوټ ګوټ کې په غاړه اخلي، افغانان یو ستر تاریخي ګام د راتلونکي په لور اخلي. وروسته لدې څخه د افغانستان خلک د امنیت په راوستلو کې به ایتلاف ځواکونو ته اړ نه وي. افغان سرتيري او پولیس به له خپل هیوادوالو څخه ساتنه کوي، د لیږد د پنځمې دورې په اعلان سره، موږ د انتقال وروستي پړاو ته داخلیږو. دا چاره په دې دلالت کوي چې باید د هغې نه لمانځنه وکړو، نه دا چې وډارېږو.
په داسې حال کې چې زموږ د اړيکو شکل تغيير خوري، د نړیوالې ټولنې ژمنې به افغانستان لپاره قاطع او دوامداره پاتې شي.
دوه اونۍ مخکې د ناټو د دفاع وزیران د افغانستان لپاره یو نوی ماموریت منظور کړ، د دې نوي ماموریت تفصیلات چې د ”قاطع حمایت” په نامه یادېږي په راتلونکو میاشتو کې به بشپړ شي.
څه ستونزې لا هم پرځای پاتی دي . مګر د نن اعلامیه د یو آزاد افغانستان وړتیا شی چی نوموړو ستونزو باندې برلاسی اوسي. د افغانستان خلک به هغه څه وګوري چې ددوي زامن او لورګانې ددوي لپاره امنیت برابروي. د افغانستان دښمنان به له یوغښتلي او معتبر ځواک سره مخامخ وي.
نن ورځ افغانستان ته له ویاړه یوه ډکه ورځ ده. په داسې حال کې چې تاسو د فرصتونو نه ګټه پورته کوﺉ او د سوله ایز او سوکاله راتلونکي په اړه فکر کوﺉ، زموږ متحدین به په راتلونکو میاشتو او کلونو کې ستاسو څخه ملاتړ وکړي.
تشکر مننه
تاسې څه فکر کوي چې افغان ملي پوځیان به وشي کولاي د افغانستان امنیت ټینګ او سمبال کړي؟
په درنښتحشمت
دامریکا متحده ایالاتودعمومي قومندانی دبریښنایې خبرواترو تیم
