داسي هم شته
کندهارپاڼه :د بګيو کلتور مخ پر ورکېدو دئ
| جمعه, 07.06.2013, 07:23 PM | (242 لیدل شوی)
کندهارپاڼه :د بګيو کلتور مخ پر ورکېدو دئ
| جمعه, 07.06.2013, 07:23 PM | (242 لیدل شوی)
کندهار پاڼه - بګۍ د هغوټرانسپورټي اسانتياووله جملې څخه دي، چيپه تاريخي لحاظ د لوى احمدشاه بابا د وختو څخه خلګ د تګ - راتګ له پاره ګټه ځني اخلي.د بګيوارزښت ځکه ډېر دئ،چي له يوې خوا ئې تر نوروټرانسپورټي وسايطو کرايه لږ ده او له بلي خوا ئې سفر هم په نسبتاً خلاصه فضا کي وي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتوررياست چارواکي وايي،چي دا مهال په کندهار ښار کي شاوخوا ٥٠ بګۍ يا آس ګاډياني سته،چي د خلکو له پاره د ښار په څو ټاکلو ځايونو کي درېږي. شاوخوا يو نيم کال د مخه د اطلاعاتو او کلتور رياست او کندهار ښارواليپه مرسته ٣٠ بګۍ له سره رغول سوي او خلکو ته ورکول سوي وې، خو اوس ئې لهجملې څخه يوازي د ګوتو په شمېر بګۍ تر سترګو کېږي.
په کندهار کي د دغو ګاډيو چلوونکي بيا وايي چي ورځ په ورځ ئې کار د ستونزو سره مخ کېږي. د دوى په خبره پوليس او ټرافيک ئې د ښار په يوه برخه کي هم د درېدو له پاره نه پرېږدي، ځکه دوى مجبوره دي چي د ښار څخه ليري د چوڼۍ په اردو بازار نومي سيمه کي ځان ته ځاى ونيسي.
فيض الله چي د چوڼۍ او نوي سړک تر منځ آس ګاډۍ چلوي وايي،پخوا ئې کار تر اوس څو چنده ښه وو، خو په ښار کي د ټکسيانو، زرنج موټرسايکلانو او شخصي موټرانو ډېروالي د دوى د کارومخه نېولې ده.دىهمدارنګه وايي،په اوسنيو وختو کي د دې ګاډيو چلوونکي يوازي هغه خلګ دي،چي د بل کار کولو توان نه لري.د ده په خبره پر دې حال ئې هم پوليس نه پرېږدي،چي پر يوه ځانګړي ځاى ودرېږي.
ده کندهارپاڼي ته داسي وويل:"اوس خلګ عصريان سوه، لين ټوله موټرانو او زرنجانو نيولى دئ.بله خبره دا ده، چي د آس بګياني فقط هغه خلګ چلوي،چيبل کارنه سي کولاى. لکه زه چي معيوبهم يم،ماته تر اوسه پوري خپل پلار ښکنځل نه دي کړي،خو يو ټرافيکچي په ژوند ئې حلاله ګوله نه ده په خوله کړې، ښکنځل راته کوي او وايي چي د سړک پر غاړه مه درېږئ، نو موږ چيري ولاړ سو؟".
سردار ماما چي د دوهمي ناحيې اوسېدونکى دئ او په ښار کي د آس بګۍ چلوي وايي،داسي ډېري ورځي راغلي ديچي سل افغانۍ ئې هم نه دي پيداکړي.خو کورني مصارف ئې د ورځي درې سوهاو د آس مصرف ئېدوه سوه افغانۍ دئ. سردار ماما دا ګواښ هم کوي، که چيري دولت مرستهورسره ونه کړي او يا ئې پر همدې حال پرېنه ږدي، دوى مجبور دي چي دغه پخوانى کلتور ورک کي.
دى وايي:"نن مي د سهار راهيسي څلور پيرې کړي دي.فقط اتيا افغانۍ مي ګټلي دي. پخوا کارونه ډېر سم وه او خوارۍ تر اوس ډېري خوندوري وې.هغه وخت چي زرنجان او ټکسياني لږ وې،موږ به دا مهال شپږ سوه افغانۍ پيداکړي وې. که چيري دولت موږ ته يو بل کار راپيدا کي موږ به ګاډياني بېخي ورکي کو".
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي بګۍ يا آس ګاډۍد هغو تاريخي عنعناتو څخه دي،چي سوونه کلونه دمخه په کندهار کي رامنځ ته سوي دي. د کندهار د هنر او فرهنګ آمر عزيزاحمدعزيز وايي،پخوا د آس ګاډيو له پاره ځانګړى سړک جوړ سوى وو، چي د ګاډيانو سړک په نامه يادېدى. د ده په خبره پخوا بهسيلانيانود نورو هيوادو څخه د راتلو پر مهال په کندهارۍبګيو کي د سپرېدو له پاره ځانګړى وخت ټاکى.
عزيزاحمد د کندهار پاڼي سره په ځانګړې مرکه کي وويل:"اوس زموږ ډېرى ځوانان فېشيني سوي دي او په دې شرميږي،چي په بګيانو کي سپاره سي. په داسي حال کي چي دا په خاص ډول د کندهار د خلګو يو دود دئ.په تېرو وختو کي موږ د دغو ګاډيانو له پاره يو خاص سړک درلودئ،چي د ګاډيانو د سړک په نوم سره مشهور وو. هر سهار به د ښاروالۍ له خوا جارو کېدى".
په کندهار کي د آسانو نه روزل کېدل، د دولت له خوا دغه کلتور ته پام نه کول او د نورو ټرانسپورټي وسايلو ډېروالى د دې سبب ګرځېدلى دئ،چي د بګيوفرهنګ د ورکېدو د ګواښ سره سوى دئ.خپله ښاريان هم وايي،چي تر پخوا ئې آس ګاډيانو کي تګ را تګ کم کړى دئ.دوى په بګيو کي د لږ يا هيڅ نه سپرېدودوه علتونه ښيي. يو ئې دا چي دآس د ګاډيانو په واسطه پهلږ وخت کي تر ټاکلو ځايونو پوري نه سي رسېدلاى. بل دا چي په د غوګاډيانو کي د سفر کولوپر مهال ئې روغتيا ته تاوان اوړي.خو ځيني نور کسان بيا وايي چي خلګ د بګيو څخه يوازي د دې له پاره کار نه اخلي،چي تر يو ځايه پوري شيان پکښي يوسي، بلکېتر ډېره دي د مېلو او تفريح ځايو ته د تلو له پاره کار ځني واخلي.taand
