Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان سیاسي قیامت! - حلیم فدايي

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان سیاسي قیامت! - حلیم فدايي



    د افغانستان سیاسي قیامت! - حلیم فدايي

    | چهارشنبه, 29.05.2013, 11:54 AM | (267 لیدل شوی)


    هغه څه چې موږ یې نلرو هغه د هېواد لپاره ملي لرلېد دی. همدا وجه ده چې کشر، مشر، دهقان، آمر، مامور، رییس، والي، وزیر، لیکوال، سیاستوال او هر وګړی دا پوښتنه کوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څه کېږي؟ دا هېواد به جوړ شي، کنه؟ راتلونکی ولسمشر به څوک وی؟

    په نوره نړۍ کې یو سپاهي په دې پوهېږي چې پنځه کاله او لس کاله وروسته به دی چېرته وي، څه کاره به وي؟ اما زموږ راتلونکی ولسمشر پرته له دې چې الله تعالی ته معلوم او یا که خضر علیه السلام ورباندې لاس تېر کړی وی او پاچا شي، نور هیچا ته معلومات نشته!

    یو ځلې د ولایت په دوران کې یوه دهقان راته وویل چې والي صیب څه چل به کېږي؟ بیا د ولایت رییسانو او معاون راته وویل چې څه چل به کېږي؟ بیا یوه وزیر ته ما او هم ده راته وویل چې څه چل به کېږي؟ تر دې چې د ولسمشرۍ له یوه مرستیال سره په یوه کتنه کې یې راته وویل چې حالات کوم خوا روان دی؟ داخلې او بيرونیو به هم دا پوښتنه کوله چې د افغانستان حالات به څنګه شي؟

    دا پوښتنې د ملي لرلید او غښتلی ټیم د کمزورۍ نښې دي. د الله جل جلاله ټولو پیغمبرانو یو مشترک لرلید درلود او هغه توحید، معاد، رسالت او اخلاقي اصول ول؛ لکه چې الله جل جلاله فرمايي: ((و لقد بعثنا فى کل امة رسولاً ان اعبدوا اللّه واجتنبوا الطّاغوت)). د مشترک لرلید ترڅنګ یې هر یوه ځانګړی لرلید هم درلود، لکه:

    ·ابراهیم علیه السلام د بت پرستۍ او شرک له منځه وړل

    ·د شعیب علیه السلام له اقتصادي بدعت سره مبارزه

    ·د صالح علیه السلام د اشرافی ژوند او دنیا پرستۍ پر خلاف مبارزه

    ·لوط علیه السلام له جنسي او اخلاقي انحرافاتو سره مبارزه

    ·د موسی علیه السلام د استضعاف، استکبار له منځه وړل او سیاسي اصلاحاتو برقرارول

    ·د یوسف علیه د اللهی مدیریت او اقتصادي غښتلتیا لپاره مبارزه

    ·د سلیمان علیه السلام د سیاست، حکومتدارۍ او لوی سلطنت جوړول

    ·عیسی علیه السلام د ذهد، تقوا او اخلاقو لپاره مبارزه

    محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول انسانیت د نجات، عادلانه نظام د قیام او د واحد رب د اطاعت او پیروي د تحقق مبارزه.

    د الله جل جلاله پیغمبرانو سره له دې چې اللهي مرسته هم ورسره وه، اما بیايي هم د صحابه وو په بڼه یې د خپل لرلید (ویژن) د حصول او ددنیا د کارونو د تدبیر لپاره له هر پلوه غښتلي ټیم جوړ کړ.

    اما موږ تر اوسه هم داسې پوښتنې کوو چې باید د لومړۍ ټولګۍ زده کوونکې یې ځواب لرلای. ماته هغه د ځینو ملایانو خبره را یاد شوه چې وايي یو حدیث شریف دی: ((دقیامت له علامو څخه یوه داده چې پوهه او ناپوهه، عالم او جاهل ټولو به لاره ورکه وي)) اوس دې پوښتنو له ټولو لار ورکه کړېده. نو ما چې دا حالت ولید، نو د افغانستان سیاسي قیامت او مرګ مي سترګو ته ودرېده، له دې مرګه او قیامته د اسرافېل غوندې یوې غایبانه ملکوتې شپېلۍ ته ولس شپې او ورځې سبا کوي! په افغانې ظرفیت کې خو تر اوسه دا نه تر سترګو کېږي.
    taandمحمد حلیم فدایی
Working...
X