Announcement

Collapse
No announcement yet.

د هزاره خواخوږى ولسمشر/ نظيم سمون

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د هزاره خواخوږى ولسمشر/ نظيم سمون



    د هزاره خواخوږى ولسمشر/ نظيم سمون

    | سې شنبه, 28.05.2013, 12:42 pm | (454 لیدل شوی)


    کرزي په لوړو تشريفاتو سره پرون هزاره اعتصاب کوونکو ته خپل وزيران او مشاورين ولېږل او د هغوى غير مشروع غوښتنې يې ومنلې.
    د هزاره ګانو غاړه هسکه ده، په خپلو کې يو بل ته د بريا تبريکي ورکوي او د کرزي دې کار په ټولو هزاره ګانو کې دا احساس ژوندى کړ، چې د دوى مبارزې حتمي رنګ راوړي.
    دا دوى لپاره يو اساس او د پيل نقطه شوه، له دې وروسته به په حکومت کې د خپلو امتيازونو، فدراليزم، افراطي شيعه ييزم او د افغانستان د وېش لپاره اعتصابونه او لاريونونه کوي.
    زه باوري يم چې دا خلک هرڅه کولى شي، دوى به زموږ راتلونکي باداران وي. موږ پښتنو ته همدا کاذب غرور او افتخارات کافي دي چې ټوله ورځ په پخوانيو وړياړونو او حماسو ځانونه تلقين کوو.
    پښتانه بايد پوه شي چې دا روان وضعيت زموږ د تدريجي زوال او بدبختۍ يو بهير دى چې ورو ورو له داسې جدي او ګواښونکو مسايلو سره د معافيت رنګ خپلوو.
    هزاره ولس د خپلو مشرانو د خدمت او مهربانۍ پوروړي دي او راتلونکى نسل به يې د خپل خدمتګاره مشرانو قبرونو ته د ګلونو ګېډۍ ور وړي، خو زموږ راتلونکى نسل به د خپلو مشرانو قبرونه په کاڼو ولي.
    خو دا زموږ بدبختو مبارزه ولې رنګ نه راوړي؟
    په کوټه کې د هزاره ګانو د وژنې په غبرګون کې هزاره ځوانانو اعتصاب وکړ. کريم خليلي، محقق، انوري او مدبر يې خيمې ته د ډاډ لپاره ورغلل، قيمتي کمپلې، اعلى خوراکي توکي او نور وسايل يې ور وړل او د ملي مبارزينو لقب يې ورکړ.
    د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي د رييس او استادانو پرضد هزاره فاشستانو وروستى سازمان شوى اعتصاب هم له ګڼو تشريفاتو سره مل وو، د محقق او خليلي په شمول د ولسي جرګې د وکيلانو، مدني سازمانونو، محصلينو، استادانو، شيعه شئونستانو، سوداګرو او سفارتونو يې کلک ملاتړ وکړ.له اووه ورځني اعتصاب وروسته د ملي وحدت! سمبول سپنتا، شهراني، عبيد او نورو ته امر وکړ چې ورشي له هزاره محصلينو د ده لوري د بخښنې د غوښتلو ترڅنګ د هغوى په وړاندې د ټولنيزو علومو د پوهنځي د بې ګناه رييس او استادانو ګوښه کول ابلاغ کړي.
    موږ دوه مياشتې مخکې په کابل کې د کانکور د غير عادلانه پايلو په غبرګون کې لاريونونه وکړل او هرې دروازې ته لاړو د عدالت چيغې مو ووهلې، نه يوازې دا چې چا مو غږ وانه ورېده بلکې خولې مو په شعارونه ستړې شوې خو څوک مو عرض ته نه راوتل. خو برعکس د محقق په کوچني کنفرانس د علومو اکاډمۍ رييس لرې شو او د مزار له راډيو نه د عطا په وړې اشارې په تذکرو کې د ملت پرځاى د قوم يادونه هم ومنل شو.
    ملامتيا زموږ ده چې خپل برخليک مو د کرزي په څېر پښتون دښمنه غدارانو ته په لاس ورکړى، دى د پښتنو په نوم د ولسمشرۍ امتياز خوري، خو په يوه لسيزې کې يې پښتنو ته داسې نه جبرانېدونکي زيانونه اړولي چې جبرانول يې پېړۍ وخت نيسي.
    ده تل د ځان او د يوه ځانګړي ټيم د ګټو لپاره له جنګسالارانو او لږکيو سره معاملې کړي او فکر يې کړى چې مرګ او ژوند يې د همدوى په لاس کې دى.
    موږ به د کرزي دا عذر ومنو چې په موقته او انتقالي دوره کې يې ځيني مجبوريتونه لرل، خو دوه ځلي د ولس په رايو انتخاب شو او بيا يې هم د تېر په څېر جنګسالاران د نظام د مشروعيت اساس وګڼل او د ملي مصالحو خلاف مصلحتونه دوام لري.
    کرزى راتلونکو ټاکنو ته د خپل ورور لپاره د يوه قوي ايتلاف د جوړولو په هڅه کې دى او په دې ډول غواړي چې د خپل واک په وروستيو شېبو کې له هزاره مشرانو سره معاملې وکړي.
    کرزى به دا ځل هغه تړون هم عملي کوي چې په تېر ځل ولسمشريزو ټاکنو کې د ده او محقق ترمنځ شوى و. د تړون پر اساس درې هزاره مېشتې ولسوالۍ به ولايت ته ارتقا کوي، په مهمو کليدو پوستو کې به هزاره وزيران او رييسان ګومارل کېږي او په لوړو زده کړو کې به يې سهم معلوم وي.
    پښتانه دې د کرزي په څېر معامله ګر وپېژني. هغه به ډېر جاهل او احمق انسان وي چې دا ازمايل شوې پښتون دښمنه کورنۍ بيا ازمايي.
Working...
X