Announcement

Collapse
No announcement yet.

د افغانستان په شمال کې د سیمه ییزو پولیسو ج

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د افغانستان په شمال کې د سیمه ییزو پولیسو ج



    د افغانستان په شمال کې د سیمه ییزو پولیسو جنایات

    | سې شنبه, 28.05.2013, 11:51 AM | (50 لیدل شوی)

    تاند- ډیلي بیسټ، چې د نیوزویک مجلې برخه ده، د مشهور ژورنالیست سمیع یوسفزي په قلم په یوه راپور کې د افغانستان په شمال کې د سیمه ییزو پولیسو، چې خلک یې سهواً اربکي بولي، له بې رحمیو او جنایتونو پرده پورته کړې ده.

    سیمه ییزو پولیسو یا د خلکو په ژبه اربکیانو د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې، چې قومي جوړښتونه تقریباً په خپل حال پاتې دي، د طالبانو په وړاندې موثر رول لوبولی دی خو په شمال کې، چې قومي جوړښتونه له منځه تللي او مختلف قومونه سره اوسي، ډېر ځلي خلک له کړاوونو سره مخامخوي.

    که څه هم په شمالي ولایتونو کې هم دغه ملېشه ځواک د طالبانو بېخ ایستلی دی خو ورسره یې د خلکو په ذهنونو کې د شر وفساد خاطرې ژوندۍ کړي دي. د شر وفساد د بربریت له کبله د افغانستان خلکو طالبانو ته د نجات د فرشتو په توګه پناه یووړه. اوس هم د شمال په یو شمېر سیمو کې چې سیمه ییز پولیس ایجاد شوي خلک له تعلیم او د تمدن له نورو مظاهرو سره د طالبانو له مخالفت سره سره دا ډله غوره بولي ځکه چې طالبان که هر څه ورڅخه وړي تقریباً ناممکنه ده چې چا ته بې ناموسي واړوي یا غلا وکړي.

    ډیلي بیسټ د کندوز د یوه اوسېدونکي جمعه الدین کیسه کوي. ۴۵ کلن جمعه الدین د جنورۍ په میاشت کې یوه ورځ ناوخته کور ته ځي، که ګوري چې د کور دروازه یې ماته شوې، په منډه کور ته ننوځي، خپلې ۱۹ کلنې لور ته ورنارې کوي چې په کور کې یې یوازې پرې ایښې وه. د جمعه الدین مېرمن او درې نور کوچنیان د خپلوانو د لیدو لپاره پاکستان ته تللي ول.

    د ده لور(منېژه) په کوټو کې نه وه. بالاخره یې هغه د څارویو په غوجل کې په داسي حال کې وموندله چې هڅه یې کوله ځان زندۍ کړي.

    جمعه الدین وايي، لور یې د شاک په حالت کې وه، سترګې یې نه پرانستلې.

    خو بالاخره یې کیسه ورته وکړه، ویې ویل چې درې تنه کور ته ورننوتل او په دې یې جنسي تېری وکړ.

    دا کار هغو ملېشو کړی و چې د امریکا له لوري روزل شوي او اوس سیمه ییز پولیس بلل کېږي.

    جمعه الدین وايي:«موږ دواړو په ساعتونو وژړل، لور ته مې وویل، دا مو په تقدیر کې لیکل شوي ول، نو هر څه چې شوي باید ویې زغمو.»

    جمعه الدین زیاتوي:«زموږ په بې رحمه طن کې، که پر یوې نجلۍ تجاوز وشي د نجلۍ کور ته هیڅ مخ نه ورپاتې کېږي. موږ زلزله زغملی شو، ناروغي منلی شو خو جنسي تېری د کورنۍ عزت لوټي. موږ تباه شوي یو.»

    د پېښې په سبا سهار جمعه الدین د کلي جومات ته ځي چې مالومه کړي پرون په کلي کې څه پېښ شوي ول. خلکو ورته وویل چې پرون سیمه ییز پولیس د طالبانو د موندلو لپاره ځینو کورونو ته ننوتل.

    جمعه الدین په پاکستان کې د خپلې کورنۍ غړیو ته ټېلفون وکړ، ورته ویې ویل چې همالته پاتې شي. ده په کندوز کې جایداد خرڅ کړ، تر څارویو پوري یې اکثره شیان په یوه اوونۍ کې وپلورل.

    ده د ډیلي بیست خبریال ته وویل:«موږ نور په کلي – کور کې نه شوای پاتې کېدلی.»

    دردېدلی جمعه الدین، چې اوس د پاکستان په یوه کمپ کې اوسي، وايي: لور یې لا هم په خوب کې بېرېږي، چیغې وهي، له ده څخه په خوب کې مرسته غواړي.

    «هغې ته صرف پوستکی او هډوکي ورپاتې دي. ډوډۍ نه خوري، هره شپه په خوب کې چیغې وهي بابا جانه، بایا جانه ما وساته.»

    جمعه الدین وايي، هغو ملېشو چې د ده پر لور یې تېری کړی، د مشهور بدنام قومندان میرعلم کسان دي.

    میرعلم د کندوز تر ټول و منفور او ظالم قومندان دی. د ده کسانو تېر کال د کندوز په کنم کلي کې شاوخوا شپاړس بېګناه پښتانه وژلي ول خو څرنګه چې میرعلم د شمال ټلوالې غړی دی د فهیم په شان کسانو له ملاتړه برخمن دی ځکه څوک ورته څه نه شي ویلی.
    د دې راپور بشپړ متن د تاند په انګلیسي ویبپاڼه کې ولولئ:

  • #2
    دا اربکی نه دی
    دا ټول جرایم پیشه خلک دی
    اربکي خو به یی هغو ته ویلی چه کله به په وطن حمله وه نو د کلو او ښارونو نه به ځوانان
    راټول شول چه وطن ازاد او ساتنه یی وکړی.

    دا خو ټول غله او پوډریان دی او د وطن د استقلال پر خلاف کار کوی

    Comment

    Working...
    X