Announcement

Collapse
No announcement yet.

پردېسه ونه (لنډه کیسه) ډاکټر نصيب الله سيما

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • پردېسه ونه (لنډه کیسه) ډاکټر نصيب الله سيما



    پردېسه ونه (لنډه کیسه) ډاکټر نصيب الله سيماب

    | شنبه, 25.05.2013, 06:07 PM | (7 لیدل شوی)


    ستا اوښکې نن بيا را توى شوې دي، زه هم څومره لېونى يم چي خپل غمونه تاته راوړم او... او تا ژړوم، خو زه څه وکړم، بې له تا خپل درد چاته بيان کړم، دلته هيڅوک نه شته چي زما په درد پوه شي. ژوندون يو وار بيا پر ونه لاس را و ګرځول.

    ژوندون له څه وخته څخه له ونو ډک دې غره ته راتلى، کله چي به د ښار له ستړي ژونده تنګ شو، دلته دې ونې ته به راغى. دا ونه له هغو ټولو ونو جلا وه، کومې چي په دې غره کې د زرو په شمېر ولاړې وې، هر رنګه ونې وې، جلا- جلا ځان ته يې خپل جلا رنګونه او ښکلا درلوده، خو بيا هم ټولې يو رنګ وې، دا يوه ونه له دوى ټولو جلا وه، بالکل مختلفه، داسې ښکاره کېده لکه له يو بل ولات څخه چي راغلې وي، پستې پاڼې، نرم ښاخونه، ښايسته ډډ، په اوښکو لړلې ژيړې لارې يې پکې جوړې کړې وې.

    ژوندون چي به کله غوځي (غېږ) پر را وګرځوله، دا اوښکې به يې پر جامو لکه کونډرې ونښتې، د بېلېدو پر وخت به داسې ښکاره کېدى لکه ونې چي يې پر لمن اوښکې پاکې کړې وي. ژوندون د ونې په سيوري ناست لوړ د ونې و ښاخو ته يې کتل:

    - ته خبره يې نن زموږ په ښار کې څه وسول؟

    د ونې پاڼې هم باد داسې رپولې، لکه د ژوندون د خبرې ځواب چي ورکوي:

    - څه وسول؟

    - نن بيا څلور تنه و وژل سول، د شپې په تياره کې يې څوک کور ته ور واوښت، سره زر، پيسې ټول شيان يې وړي وو، وړي دي يې واى، خو دا خلک يې نه واى وژلي

    يو تېز باد راغى، د ونې ښاخونه يې و رپول، لکه يو څوک چي له وهمه و رېږدي. يو پينځلس کلن ځوان وو، نن سهار يې د لسم ټولګي د امتحان نتيجه راغلې وه، په کومه ورځپاڼه کې چي يې رولنمبر ليکلي وو، هغه د ده په وينو تک سور اوښتى وو. خلکو ډېر څه ويل، ما څه ويلي واى؟

    ژوندون ژړغونى شو، سترګې يې را ډکې شوې، زما په خبره خو نه څوک پوهېږي او نه غوږ ورباندې نيسي. دا يو ته يې چي زما خبرې اورې او په غمجنه کېږې، کنې دلته څومره ډېرې ونې ولاړې دي، دا ټولې ونې داسې دي لکه زما د ښار خلک، پر ځان مين او په ځان اخته.

    ژوندون د ونې ډډ ته ملا ووهله، يو ساعت يې سترګې پټې کړې، لږ يې زړه په سکون شو، بيرته يې سترګې را روڼې کړې، ونې ته يې لوړ وکتل:

    - تا هم لکه چي زموږ خودغرضه رويې ژړوي، هره ورځ چي زه راسم، يوه اوږده اوښکه دي پر ډډ را بهېدلې وي، ما بله يوه ونه نه وليده چي دا رنګه دي يې اوښکو پر ډډ لاره جوړه کړې وي، زه پوهېږم ته زما خبرې اورې او ځواب به هم ښايي چي راکوې، خو زه نه پوهېږم، اوس ولاړم بيا به سره ګورو که خداى کول

    ژوندون د ونې يو ښاخ په لاس کې ونيو، لکه اجازت چي ورڅخه اخلي. ښار ته چي راغى، هرې خواته خاموشي وه، لکه له هر کور څخه چي مړي وتلي وي، سوکه- سوکه د خپل کور و خواته لاړ، د شپې تر ناوخته پورې خوب نه ورتلى، يو وخت يې سترګې پټې شوې وې، په خوب کې ونې په غېږ کې نيولى وو، لکه يوه مور چي خپل کوشنى په غېږ کې ونيسي، ښاخونه يې لکه لاسونه داسې تر جاروتلي وو، په وېښتانو کې يې کوشني ښاخونه داسې ننوتل لکه د لاس ګوتې چي په وېښتانو کې وهل کېږي، يو ږغ يې تر غوږ شو، د الاهو ږغ، لکه مور چي د خپل کوشني سر پر خپله ګوډه کښېږدي او سوکه- سوکه يې ښوروي او د الاهو په سندره يې ويدوي.

    د ژوندون په غوږو کې د الاهو دا خوږه سندره روانه وه، چي د الله اکبر ږغ يې تر غوږو شو، ژوندون سترګې را روڼې کړې، سهار د ملا اذان شروع وو، د ژوندون دا سفر هم دا رنګه روان وو، کله چي به داسې څه وشول چي دى به ډېر غمجن شو، بيا به په خوب کې داسې ونې، لکه کوشنى په غېږ کې نيولى او د الاهو سندره به يې ورته ويله.

    دا يو څه وخت کېده چي د ښار حالات ډېر خراب شوي وو، داسې ورځ نه وه چي څوک به نه قتلېده، په مکتبونو کې، په مدرسو کې، په دوکانونو کې هر ځاى قتلونه شروع وو، داسې ښکاره کېده لکه دا ښار چي قصاب خانه (سلاټر هاوس) جوړ شوى وي، خلک يې هم اوس په دې اموخته شوي وو، د انسان قتل اوس ورته د عادي ژوند برخه ښکاره کېده، اوس خو داسې حالت راغلى وو چي څوک انسان به نه وو قتل شوى، لکه ډېره ناشوده چي شوې وي، هر سړى به حيران وو چي نن خو نه قتل شوى دى، نه غلا، نه بل څه...

    ژوندون چي به هر څومره خوابدى وو، د خپل ښار د انسانانو د قتلېدو ډېر حالونه يې ونې ته راوړي وو، خو ده د ونې له اوښکو پرته بل هيڅ ونه ليدل، نه بيا ونه په خوب کې ورته راتله، نه يې د الاهو سندره ويله، اوس يې په خوبونو کې دا نورې ونې ډېرې راتلې، کله به ور وخوت خو بيا به را کښته کېداى نه شو، کله به ونه ورباندې را ګوزارېده، خو کله به يې پر ښاخ ناست وو ښاخ به مات شو، دى به لاندې را ايله شو، په ويره به له خوبه را کښېنوست، په خولو کې به ډوب وو، زړه به يې جګ- جګ غورځېده، کله چي به يې په خوب کې هغه جلا ونې ته د رسېدو هڅه کوله، په دا نورو ونو کې به لار ورڅخه ورکه شوه.

    نن ژوندون پخپله د ده له کوره پر لږ فاصله باندې د کچرې پر ټپ باندې يو کوشنى ماشوم وليد، چي له پيدا کېدو سره سم په ټپ کې غورځول شوى وو. د پلاسټيک په کڅوړه کې يې اچولى وو، د سپيو ورباندې غرږارى وو، درې سپي شاوخوا ورته ولاړ وو، ور نيژدې کېدل نه، تش غرږارى يې درلود، ښايي چي د انسان په غوښه لا نه وو اموخته شوى. ژوندون کوشنى را واخيست، د ښار په څنګ کې هديرې ته راغى، په يوه نړېدلي قبر کې يې کښېښوو او خاورې يې پر واړولې.

    ماځيګر د معمول سره سم ونې ته راغى، ونه هم ډېره ژيړه شوې وه، ډډ يې اوښکو داسې خراب کړى وو، لکه څوک چي په تبر لارې پکې جوړې کړي، ژوندون ډېر ساعت غوځي پر ګرځولې وه، زړه يې نه غوښت چي ورڅخه لېرې شي، د ونې ښاخونه زياتر وچ شوي وو، يو څو زړې پاڼې ورباندې رپېدلې، ژوندون چي يې ډډ ته ملا ووهله، بيا يې پورته ورته وکتل، په سترګو کې يې اوښکې راغلې، سوکه يې له ځانه سره وويل، داسې ښکاري چي د بېلتون وخت دي را نيژدې شو، بيا يې سترګې پټې کړې، ډډ ته يې سر ايله کړ، د خوب وښمه پر راغلې وه، له ونې څخه يوه اوښکه له ډېره وخته را روانه وه، د ژوندون پر تندي ايله شوه، ژوندون جګ را وغورځېد، پر تندي يې لاس تېر کړ، اوښکې ته يې وکتل، بيا يې ونې ته وکتل، بيا يې لمر ته پام شو، چي ډېر ژيړ وو او پټېدو ته نيژدې وو. د نورو ونو سيوري داسې ښکارېدل لکه تورې بلاوې چي ولاړې وي، ژوندون ژر ولاړ شو، د ونې ښاخ ته يې لاس ورکړ، روان شو، کور ته لاړ.

    ماښام يې ټي وي ولګوله، د خبرونو چينل يې را واړاوه، پر هغه باندې خبر چلېده چي په پلاني ځاى کې چاودنه شوې ده، دا خبر لا نه وو بشپړ شوى چي بل خبر راغى، يو وحشي پلار له خپلې لور سره زنا وکړه، بيا يې غاړې ته رسۍ ور واچوله او مړه يې کړه. ده ژر دا چينل واړاوه، پر بل چينل خبر چلېده، دا هغه سړى دى چي خره حلالوي او بيا يې خرڅوي. د ده کرکه وشوه، ژر يې چينل بدل کړ، هلته هم دې ته ورته خبرونه چلېدل. ټي وي يې بنده کړه، چت ته وخوت، اسمان ته يې وکتل، هلته هم هيڅ نه ښکاره کېدل، نه سپوږمۍ نه ستوري او نه شين اسمان. توره تياره وه، بس د ښار روڼاوې ښکاره کېدې، د ټکانو ږغ راتلى، چي ټکونه به ودرېدل د سپيو غپا به شروع شوه، يوه پلا به ټکونه، بيا به غپا شوه.

    ژوندون له ځان سره فکر وکړ، په دې ښار څه بلا وشوه، يا ټکونه دي يا غپا. را کښته شو، په ځاى کې پرېووت، نن ډېر ژر خوب ورغى، خوب ويني چي ونې ته ولاړ دى، ونه ورته ګايېږي (ږغېږي):

    - ته خبر يې زه له دې نورو ونو څخه ولې جلا يم، نه يې خبر، غوږ ونيسه خپل حال درته وايم، زه دلته دې ستاسو ښار ته په خپل جانان پسې راغلې يم، دلته په دې غره کې يې انتظار کوم، زما جانان ډېر ښکلى وو، دا ټول کاينات يې په ښکلا کې سارى نه لري، ته خبر يې دا ټول کاينات د ده په ښکلا کې مست او په نڅا وو. لمر، سپوږمۍ، باد، باران، پسرلى ټول د ده لپاره راتلل، زه هم پر ده مينه يم، د ده پر ښکلا، د ده پر ذهانت مينه يم، دى ډېر مينه ناک وو، يو شى پکښې وو چي د خپل سر باچا وو، د چا پر خبره يې ډېر کم غوږ نيوه، مستي پکښې وه، پر هر ډول غورځېده، په هر اتڼ کښېواته، يوه ورځ په مستي کې دى دمخه، زه په پسې وم، دى ستاسو په ښار ننووت، زه يې دلته په انتظار پرېښووم، ستاسو د غره دا ونې ما خپله نه بولي، ځکه يې له ځانه لېرې ساتلې يم، زه په دې انتظار وم چي د ښار پر روڼا مين جانان به مي يوه ورځ لا راشي.

    خو هغه انتظار ډېر اوږد شو، بيا ته راغلې، ماته به دي زما د جانان حال راووړ، څومره چي زه د ده په حال خبرېدم، هغومره ژړېدم، زه پوه سوم زما جانان ستاسو ښار راڅخه و خوړ، مينه او ښکلا يې له منځه تللې ده. ما کله هم لمر او سپوږمۍ دومره غمجن نه وو ليدلي او نه مي پسرلى دومره په وير لړلى ليدلى وو، باران خو ګرسره مخ وګرځاوه، چي راځي هم دومره په خښم چي هر څه مخ و شاته کړي. ژوندونه ما ستا ټولې خبرې اورېدې او ته مي پخپله غېږه کې لوبولې، چي د خپل جانان غوندې سکون درکړم، مينه درکړم. نن ماته داسې ښکاري چي زما جانان خپله ښکلا له لاسه ورکړې ده، مينه يې کرکې خوړلې ده، زه وېرېږم، داسې نه چي دا څو وچ هډونه، پردېس هډونه راڅخه واخلي.
    ژوندون يو دم را وغورځېد، حيران شو چي دا څرنګه خوب دى، په ډېر ژور فکر کې ولوېد، ماځيګر چي غره ته ورغى، هغه پردېسه ونه چا په تبر کښلې وه.
Working...
X