Announcement

Collapse
No announcement yet.

د خندا په اړه د مشیګان پوهنتون څېړنه

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • د خندا په اړه د مشیګان پوهنتون څېړنه



    د خندا په اړه د مشیګان پوهنتون څېړنه

    | دوشنبه, 20.05.2013, 04:13 PM | (21 لیدل شوی)

    خندا روحیه پیاوړې کوي، روغتیا ته ګټه رسوي، د اجتماعي روابطو په ښه کولو کې پکارېږي او عمر اوږدوي. خو له بلې خوا خندا اجتماعي روابط خرابوي، د ځورولو سبب کېږي او بنیادم ورسره سپکېږي. ایا پکار نه ده چې په خندا باندې او په خپله ټولنه کې د خندا په کلتور باندې یو څه زیات غور وکړو؟

    مختلفو تحقیقاتو ثابته کړې ده چې وریني او خندان کسان تر ترینګلو کسانو زیات عمر کوي. د میشیګان په وین پوهنتون کې یوه ترسره شوې سروې ښیي چې وریني او خندان کسان تر ترینګلو کسانو په متوسط ډول ممکن اووه کاله ډېر عمر وکړي.

    په طبي لحاظ خندا د بدن حفاظتي سستم پیاوړی کوي، د وینې غلظت کموي، زړه او سږو ته د اکسیجن رسول اسانه کوي او د وینې د حرکت د چټکولو په ذریعه د وینو فشار ټیټوي.

    په اجتماعي لحاظ ورینی بنیادم نورو ته مهربان او ملګری کس ښکاري. د خندا په نتیجه کې په بدن کې داسې کیمیایي مواد ترشح کېږي چې روحیه پیاوړې کوي او جسم ته ګټه رسوي.

    یو نیم وخت دوه کسه خاندي او یو بل کس ته شک ورلوېږي چې په ده پورې به خاندي. دا خندا چې د بل د ځورولو سبب ګرځي،د بې کلتوره خلکو خندا ده. دغه دوه کسان به شاید نه غواړي چې بل وځوروي خو د کټ کټ خندا لپاره یې مناسب ځای او وخت په نظر کې نه دی نیولی. هغوی چې لاروي ته ګوري او په لوړ اواز خاندي، که په لاروي پورې خاندي هم نه، د هغه د ځورولو باعث کېږي.

    ځینې کسان په نورو پورې ټوکې کوي او د نورو له ځورولو خوند اخلي ، ورته خاندي. دا خندا په اخلاقي لحاظ جواز نه لري او عواقب یی بد دي. هغوی چې په نورو پورې خاندي په روحي ناروغیو مبتلا کېږي او په اجتماعي ژوند کې یې ناکامۍ ته مخه وي.

    د افغانستان په مختلفو سیمو کې ځینې کسان له دې سره دلچسپي لري چې په نورو قومونو پورې ټوکې وکړي، چې د مضرو ټوکو یوه بڼه یې بللای شو.

    زموږ په ټولنه کې کله کله ان د طنز لیکوال او رسنۍ هم د ګټورې او مضرې خندا تر منځ فرق نه کوي. څو کاله پخوا مې د کابل په یوه تلویزیون کې د ټیټې ونې یو بنیادم لیده چې د دې لپاره ښودل کېده چې نور ورپورې وخاندي. د نورو په رنګ او قوارې پورې خندل د بې کلتوره کسانو خندا ده. زموږ ځینې طنز لیکونکي هم له دې سره دلچسپي لري چې د بل په رنګ پورې وخاندي یا حتی د بل په بیوزلۍ پورې وخاندي. د رسنیو او لیکوالو خندا باید په هیڅ وجه منفي پیغامونه ونه لېږدوي.

    زموږ په ټولنه کې که ځینې د خندا له لوی نعمته منفي استفاده کوي، ځينې نور بیا په نه خندلو او ترینګلی حالت کې وقار او عزت ویني. دا دواړه حالته د منلو نه دي. څو وخته دمخه مې په یوه تحقیقي راپور کې ولوستل چې د ورځې څو ځله خاندئ چې زیاته ګټه لري او که د خندا موضوع نه مومئ د دروغو خندا وکړئ. په کټ کټ خندا په هر حال ګټوره ده. نن سبا د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د خندا کلپونه جوړ شوي دي. په دغو کلپونو کې خلک راټولېږي او سره خاندي.

    محققان وایي ښځې هغه نارینه خوښوي چې خندولای یې شي او په نارینه هغه ښځه ښه لګېږي چې د ده په حضور کې ورینه او موسکۍ شي.taand

  • #2
    دا پکې له بله

    Comment

    Working...
    X