رڼا په دوه ډوله ده: يو د لمر، سپوږمۍ، ستورو، څراغونو او ... رڼا چې په دې سره د نورو ګټو ترڅنګ سترګې لېدل کوي. خو يوه بله رڼا هم شته چې د سر د سترګو تر څنګ د زړه او د زړه له سترګو سره سروکار لري! دغه رڼا د سترګو ترڅنګ له زړه څخه هم تيارې لرې کوي! دغه رڼا نه يواځې رڼا کوي بلکې د دغې رڼا په وسيله د ظاهر او باطن بشپړه ساتنه هم کېږي! د انساني ژوند ټولې چارې په رڼا کې ترسره کېږي. ولې تياره هم داسې نه ده چې ګټې نه لري. پخوا به چې ځينو خلکو په رڼا کې د ژوند اړتياوې نه شوې پوره کولی نو تيارو ته به يې پناه يووړه! مثلاً: که ځينې چا به د ژوند لومړنۍ اړتياوې په رڼا کې نه شوې پوره کولی نو مجبور به شو چې د دغو اړتياو د پوره کولو په موخه په تياره کې غله، قتل او چور وکړي يا لارووهي او په دې ډول د خپل ژوند پروسه له درولو وژغوري!
خو په اوسني وخت کې غله، قاتلين او لوټمار دغه کارونه په سپينه ورځ په رڼا کې ايله بيله د تکتيک په بدلولو سره ترسره کوي! مثلاً: پخوا به يې په عادي جاموکې غله کوله اوس يې په درېشۍ کې کوي! پخوا به يې د لارو په خواو شا کې کمين نيولو اوس يې په لاروکې پټاکونه اچولي! پخوا به يې په زور له خلکو پيسې اخيستلې اوس يې د قانون په پلمه غواړي! پخوا به قاتلين او تورور کوونکي وربوز وهلي ګرځېدل اوس يې پر سر توره کڅوړه اغوستې وي! پخوا به پلي ګرځېدل اوس الوتکه، موټر او ... ورسره وي! او پخوا به يې دغه کارونه له مجبورۍ نه کول خو اوس يې کسب ګرځېدلی!
البته يوه بله ډله هم شته چې د دغو غلو او قاتلينو د ټولو خرابو کارونو تر شا اصلاً د دوی لاس دی. دغه ډله د چا له مادي شتمنيو سره دومره سروکار نه لري بلکې دوی د يو بل ډول شتمنۍ په چور او تالان پسې ګرځي! دغه ډله د سر په سترګو ترهغې نه ښکاري چې د زړه سترګې نه وي رڼې. دغه ډله د انسانانو په زړونو کې ګرځي! د انسانانو په زړونو کې وسوسې اچوي! او د انسانانو تر منځ د دوښمنيو لامل ده!
د دغې ډلې د پېژندلو او مخنيوي لپاره لومړۍ داسې رڼا په کار ده چې د سر سترګو ترڅنګ د زړه سترګې هم لېدل وکړي او بيا داسې وسله ورته پکار ده چې مخه يې ونيولی شي. خو پوښتنه داده چې دا ډول رڼا او وسله به څنګه او چېرته پيدا شي؟؟
ځواب دا دی چې د دغې ډلې د پېژندلو لپاره د زړه پوهه يعنې د الله تعالی دمعرفت رڼا په کار ده! د الله تعالی دمعرفت رڼا د زړه تياره ګوټونه رڼوي! او د زړه سترګې خلاصوي! ځکه چې الله تعالی د ځمکې او اسمانونو نُور او رڼا دی!
دغه ډله د الله تعالی په ملګرتيا کې پېژندلی او ماتولی شو! ځکه چې دغه ډله د الله تعالی دوښمنه هم ده! نو د الله تعالی ملګرتيا به مو هله په نصيب شي چې الله تعالی وپېژنو! او د دغې ډلې د مخنيوي وسله پر الله تعالی پرلپسې کلک او پوره ايمان لرل دي!
کوم وخت چې د چا زړه خپه شي نو وايي: زړه مې د خپګان تيارو لاندې کړی! د دغو تياره ترشاه هم د دغې ډلې لاس دی! مګر پوښنه دا ده چې زړه ته خو د لمر، سپوږمۍ، ستورو او ... رڼا نه شې نتلی چې روڼ يې کړي نو اوس به هغه کومه رڼا وي چې زړه ورباندې روڼ شي؟
ځواب يې مخکې هم تېر شو. دغه رڼا د الله تعالی د معرفت رڼاده! خو که دغه ډله مو سمه نه وي پېژندلې نو زه به يې دومره در وپېژنم چې د مشر نوم يې ابليس دی! ابليس!taand
