شاعري له شخصيته تېښته ده / اجمل ښکلى
| شنبه, 11.05.2013, 12:54 PM | (6 لیدل شوی)
ټي ايس ايليټ د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي انګليس شاعر، ډرامه پنځګر او کره کتونکى دى، چې په ادبي نړۍ کې يې د انقلاب د راوستو هڅه کړې. ده د ځان په اړه يوه خبره کړې، چې د ده فکر هېنداره ده: ''په ادب کې دودپال/کلاسسيست، په سياست کې شهنشاهيت پلوى او په مذهب کې زوړپالى/انګلوکاتوليک يم''.
د ده د (The Sacred Wood) په نامه د ليکنو يوه ټولګه ده. په دغو ليکنو کې يوه ليکنه (دود او فردي وړتيا/Tradition and individual talent ) ده چې زياتره خلک يې په هغه وخت کې حيران کړل.
په کره کتنه کې د ايليټ څو خبرې ډېرې مشهورې دي. يوه دا چې ايليټ وايي چې ډېره مطالعه شاعرانه ذوق وژني، همدومره بس ده چې څوک درباندې د ناپوه ټاپه ونه لګوي. وايي چې ځينې خلک لږ څه ولولي او په ډېر څه پوه شي، بېلګه شکسپيير ورکوي چې يواځې (د پلوټارک ژوندليک) يې ولوست او دومره پوهه يې ترلاسه کړه چې که څوک برټش ميوزيم له څېرمې ولولي، دومره به تکړه نه شي. د ايليټ خبره پخپله د ده پرخلاف ده، ځکه ده د اروپا د زياترو ژبو زاړه او نوي ادبيات لوستي وو، هغه خو پرېږده چې د شرقي ژبو ادبيات او علوم يې هم څه ناڅه لوستي وو، خو بيا يې هم ډېره ښه شاعري کړې، ډېرې ښې منظومې ډرامې يې ليکلې؛ نو د ده شاعرۍ ته خو د ده دومره علمي پوهې څه تاوان نه دى اړولى، بلکې قوې کړې يې ده. په ځواب کې دى وايي، چې زما کره کتنيز اصول بېل دي او شاعري بېله. زما اصول زما پر شاعرۍ مه تطبيقوئ، خداى خبر، چې ايليټ دا خپل اصول د چا پر شاعرۍ تطبيقوي؟
له دې خبرې پرته د ايليټ دوه نورې خبرې ډېرې مشهورې دي:
تر ايليټ پخوا رومانتستانو ويل چې شاعري د شاعر د خپل فردي شخصيټ هېنداره ده. شاعر په شاعرۍ کې خپل احساسات بيانوي. مطلب دا چې له شعره د شاعر شخصيت معلومېداى شي؛ خو ايليټ د ورډزورت د دې خبرې چې ''شاعري په ارام حالت کې د تېرو احساساتو له يادولو راپيدا کېږي'' پرخلاف وايي، چې شاعري نه احساسات دي، نه يادول دي، او نه سکون. مطلب دا چې شعر د شخصيت انځورنه نه، بلکې له شخصيته تېښته ده. هغه شخصيت چې په ىوه شعر کې وړاندې کېږي، هغه د شاعر له شخصيته بېل شاعرانه شخصيت دى چې شاعر له شعره جوړ کړى دى. دى وايي، چې څرنګه چې د پلاتونيم د يوه واړه بڅري په شتون کې اکيسجن او سلفر ډاى اوکسايډ سره يوځاى کېږي او سلفرک اسيد جوړوي، دغسې د شاعر ذهن هم دى چې دود(تجربې) او احساسات سره پېيي، خو پخپله د شاعر پر ذهن لکه د پلاتونيم غوندې کوم اغېز نه کوي او نه پکې دا خپل رنګ پرېږدي؛ خو د ده پر دې نظر دا نقد کېږي چې که په شعر کې شخصىت نه انځورېداى، نو دا دومره سبکونه له کومې راغله؟
رومانتستانو د شعر پرځاى شاعر ته اهميت ته ورکاوه، خو ايليټ خبره د شاعر له شخصيته، شعر ته راوړه او شعر يې بېل موجود وګاڼه چې د شاعر ذهن يې په پنځولو کې يواځې د وسيلې(Medium)/کتلست نقش لوبوي. له دې امله پر ده نيوکه وشوه چې ايليټ، د شاعر مرتبه راټيټه کړه او ماشين يې ترې جوړ کړ چې شعرونه جوړوي، خو اراده او احساسات پکې نه وي.
اوس چې دا خبره جوته شوه، چې شخصيت په شعر کې لاس نه لري؛ د ايليټ عيني پيوستون(Objective Correlative) ته لار جوړه شوه. ايليټ وايي چې د شاعرۍ لپاره څپاند احساسات ضرور نه دي، په عادي احساساتو هم شاعري کېداى شي. شعر عيني پيوستون ته اړ دى. د عيني توازن/ پيوستون(Objective Correlative) مانا دا ده چې په شعر کې د احساساتو او تجربې يا پوهې- چې د پنځونې تر شا دي او اوس د پنځونې د وجود برخه دي- ترمنځ دې دومره توازن وي چې لوستونکى هم هغه حالت احساس کړي چې په پنځونه کې دى؛ اوس نو که دا توازن خراب شي، په شعر کې دوه کمزورۍ پيدا کېداى شي، يا شعر احساساتي شي يا مصنوعي. احساساتي هله چې شاعر د شعور/ پوهې يا تجربې پرځاى پرې خپل فردي شخصيت يا فردي احساسات زيات کړي او مصنوعي هله چې احساساتي او لاشعوري توک کم او شعور/پوهه/تجربه پکې زيات شي. د ايليټ په وينا، د شکسپيير هملټ په همدې کمزورى دى چې عيني پيوستون ته پکې پام نه دى شوى.
ايليټ د شعر په رامنځته کولو کې خو شخصىت نه مني، د شخصيت پرځاى هغه د دود/سنت(Tradition) خبره کوي چې زموږ د شخصيت تابع نه وي، بلکې زموږ له شخصيته لوى او خپلواک وي او په دې توګه د شعر په ويلو کې د شخصيت نه، د دود/سنت تر اغېز لاندې يو.
ايليټ په خپله بله يوه ليکنه د نااشنا خدايانو پسې/په تعقيب کې(After Strange Gods) د دود/سنت تعريف داسې کوي:
''دود د وچې/خرافاتي عقيدې(Dogmatic Beliefs) ساتنه يا بقا نه ده. دا عقيدې دودونه ژوندي ساتي. زه چې له دوده کومه مانا اخلم، په هغې کې ټول هغه خويونه(Habitual Actions)، دودونه، کولتور، تر دې چې ستړي مشي راځي، چې پر يوه ځاى استوګن ولس سره نژدې کوي. دا(دود) لکه يوه کلکه ونه، نوې نوې څانګې کوي''. داسې نو، د شعر موضوع، شاعرانه ژبه ټول په دود کې راځي. يو شاعر چې کوم فکر وړاندې کوي، هغه که هر څومره له دوده مخالف ښکاري، خو مخالف نه وي، داسې شاعرانه ژبه هم ده چې شاعر څومره له دوده تښتي يا بغاوت کوي، هغومره دود ته ورنېژدې کېږي.
د ايليټ په اند، دود جبر دى، شاعر له دې نه بهر پښه نه شي ايښودى. رومانتستان چې کلاسيسيزم پر خلاف راپاڅېدلي ول، په ادب کې يې د لرغوني يوناني او لاتيني ادبياتو تقليد ته په بده سترګه کتل، ځکه د دوى په اند اوسنۍ ټولنه او اړتياوې د هغه وخت له اړتياوو سره توپير لري، ځکه خو دوى په ايليټ پسې ملنډې کولې چې د دود پر بنسټ نوښت غواړي. مطلب زوړپالى نوښتګر يا دوديز نوښتګر دى.
ايليټ په ادب کې بغاوت مني، خو وايي چې دا بغاوت هم د يوه نه يوه دود له مخې رامنځته شوى. دې بغاوت هم يو سنت بېلګه کړى او د هغه پر بنسټ يې بغاوت کړى. مثلا د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې د رومانتستانو بغاوت او نوښت غوښته مشهور دي، خو دوى هم په اوولسمه پېړۍ کې ماورالطبيعي شاعرانو شاعرانه دود مخې ته کېښود، بيا يې پرې خپل فکر ورغاوه.
پخپله د ايليټ په شاعرۍ کې د پخوانو شاعرانو ترکيبونه پرېمانه دي. په دغو ترکيبونه کې پر سترو اروپايي شاعرانو سربېره د ختيځو ژبو شاعرانه ترکيبونه هم دي.
ايليټ وايي چې يوه شاعر ته ځير شئ، هغه خبرې او شاعرانه ژبه چې تاته د ده خپله ښکاري او کمال يې ګڼې، هغه به درته د مړو شاعرانو په شعرونو کې تر ده ژوندي ښکاري.
ايليټ وايي چې پخوانۍ او اوسنۍ پنځونې د دود په تار پېيلې دي او يو شاعر هم له دې جبره ځان نه شي خلاصولى او نه دومره چورلټ نوښت کولى شي چې تر ده مخکې انسانانو لږ هم تجربه کړى نه وي.
نوموړى د دود د تيورۍ پر بنسټ، د يوه شاعر يو شعر د هغه له نورو شعرونو او د نورو شاعرانو له شعرونو سره يوځاى کوي او د يوه ژوندي کل(Living Whole) په سترګه ورته ګوري چې تر دغې پنځونې پورې پکې ټوله شاعري شامله ده.
ايليټ هسې نسبي نوښت مني، خو دا نسبي نوښت له دوده(سنته) د بغاوت په مانا نه، بلکې د زړو دودونو د بيا پېيلو په مانا؛ نو ايليټ نوښت په نوې بڼه د دودونو پېيلو ته وايي. په دې ځاى کې دود جبر ګڼي او په همدې ځاى کې پرې رومانتستان تور لګوي چې دى له سنته هم لاس نه اخلي او نوښت هم غواړي. مطلب عجيبه سړى دى، دودپالې ته نوښت وايي.
د ايليټ په اند، د يوه شاعرانه ترکيب يا خيال تر شا دود وي او موږ چې پرې پوهېږو تاريخي ادراک راسره دى؛ نو د دود د پېژندلو لپاره له تاريخي ادارکه چې ايليټ ورته Historical Sense وايي، کار اخلو، نو له تاريخي اداره ثابتېږي چې شعر له دوده زېږي، ځکه نو بې له دوده د شعر ايجاد، هوا په ډانګ وهل دي.
ايليټ دا هم وايي چې اوسنى ادب له تېر ادبه نه شي بېلېداى. د تېرو شاعرانو، لکه د هومر، ويريژيل، دانتې او... د شاعرانه دود پر بنسټ اوسنۍ شاعري کېږي. دغسې که پخوانى شعر اوسنى شعر اغېزمنولى شي، اوسنى شعر هم پخوانى شعر اغېزمنولى شي، يعنې موږ د اوسني ادب له مخې د پخواني ادب پر ارزښت پوهېږو.
ايليټ چې د دوديزوالي له تاوانه خبر و، منځنۍ لار نيولې. نوموړى وايي چې که د شعر تر شا دود نه وي، درک يې ناشونى دى او دا کېداى هم نه شي، همداسې که شعر يواځې دود او زاړه شيان وي؛ نو د نوښت او پرمختګ مخه ډب کېږي. مطلب د ايليټ په فکر، ادب بايد له جمود(Fixity) له سره اوږه په اوږه مخکې(حرکت/نوښت/Flux) لاړ شي.
ايليټ ځکه د دود لمن نيولې وه چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې په اروپا کې له ارزښتونو او دودونو بغاوت او فردي تجربو ته سخت تمايل موجود و او ايليټ ويرېده چې له فرديته ګډوډي پيدا کېږي، بيا به هر سړى خپله خبره ميره ګڼي، د شعر د ويلو او ارزونې يو معيار به نه وي. دا ګډوډي موږ له خپله تاريخه هم شلولى شي.taand
