Announcement

Collapse
No announcement yet.

ړونــد تقليد

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • ړونــد تقليد

    ړونــد تقليد
    فيروز
    زه د نوې نړۍ نوی رنځ لرمه
    په کوشته د روایت مې علاج نه شي
    شعورونه د جمود کوهي ته لویږي
    چې بدلون چرته حصه د رواج نه شي
    عندلیب

    زمونږ نوي اديبان د تيرو رواياتو په بهير کې کله کله داسې وبهيږي، چې د ځان نه خبريږي نو هر څه ئې لاهو شوي وي.

    بيا دا هم ورته معلومه نه وي چې دا کومه رواياتي نکته ما رانيولې ده د دې شاته فلسفه څه ده.؟


    خو د يوې پيښې پيش منظر به د بلې پيښې په پس منظر کې ورټومبي او لټوي.
    زه دا منم چې جدت په رواياتو قائيم دے او تر کومه چې د يو شي بنياد نه وي نو په هغه شي کار کول ،يا کومه نظريه قائيمول لکه په هوا کې محلونه جوړول وي، خو دا بنياد دې هم د وچو شګو نه وي بلکه په پوخ درنګ دي وتړلې شي، چې کم از کم يوې زمانې د هغه تابعيت خو کړي وي.

    وچو شګو نه کورونه نه جوړيږي
    په هــوا کې محلونه نه جورېږي

    خو داسې هم نه چې فلانکي مدبر يوه نظريه پيش کړه او زه ورته د زرګونو کالو زاړه او د لکهونو خلقو عقيده په سيند لاهو کړم او د يو کس په کچه روايت کې دې خپل د نظريې عمارت بنا کړم.

    زمونږ د پښتو ليکوالانو مشکل دا دے چې د علم او تحقيق ئې تش نوم ئې اوريدلي وي او ځان بيا د عالمانو په قطار کې شماري او کله کله داسې شيان درته مخې ته کيږدي چې سړي حيران شي چې کاکا پخپله خو دې د پښتو ليکل نه زده او د ګوئيټې،نطشې او چيخوف راته حوالې راکوې؟

    مشکل دا دے چې د چا زده دي يا څوک عالمان دي هغوئي ليکل نه کوي او چې د چا نه زده هغه بيا فقط په دې خاطر ليکل کوي چې نور عالمان خو هسې هم نشته چې نيوکې راباندې وکړي نو راشه په دې خپلو ليکنو دا مخاظب هم عصر خو تر اغيزه لاندې راوله چې ګويا زه هم فلاني فلاني ليکوال پيژنم او لوستې مې څه چې هضم کړې مې هم دے.

    اوس که په شعر کې يو چا د ميخانو خبره اوريدلي وي نو دې به هر ماښام په ميخانه کې ناست غزل ليکي.د ګودرونو زمانې لاړې خو زما شاعر ئې اوس هم يادوي.چارګل پارينه قصه ده.دغه شان نور ډير داسې عوامل چې زمونږ د روزمره نه اوس بيرون دې خو زما شاعر او اديب به خامخا د رويت دا ناليدلې مخ سينګاروي.


    که چا وئيلي وي چې ټول کار زهدانو واعظانو او عالمانو خراب کړي دے نو زمونږ اديب او شاعر که تشه ږيره چا پريخي وي او بيا چرته غلط کار وکړي نو دې به فورا په عالمانو ،مليانو ،زاهدانو او واعظانو پسې کوتک راوخلي او د دې ږيري والا غلط کار کونکي ټولې دفعې او تعزيرات به هم په دين چلونکو پسې وليکي.
    د فاشسټ خلکو طريقه واردات هم دا وي چې کوم دين ،يا فرقه بدنامول غواړي نو د هغې په چلونکو يا علماوو ، دين ساتونکيو او پالونکيو خلقو باندې تيري کوي.
    هګوئي پوهيږي چې ملا بدنام شي نو دين به ئې خامخا د خلکو په نظر کې سپک شي.
    د بې علمه خلکو دغه تابعيت د معاشرې د پاره زيانمن وي.
    اوس که څوک دهشت ګردي کوي يا د اسلام په نامه ورانکاري کوي نو په دې کې د اسلام يا دين څه قصور شو؟
    قصور خو د غه وخشي انسان دے چې د معاشرې ناسور ګرځيدلې دے.

    زه د يو ډير ستر ليکوال نه متاثره وم ما به هغه ته ټيلفون هم کوو چې ستاسو فلانې کتاب مې وکوت او ډير زيات ترې متاثره شوم
    د هغه په ړوند تقليد کې ما ډير ځله په داسې شيانو
    هم د خپلې ناقصې پوهې چړو تبرګو ګذارونه کړي وو چې په هغې زما عقيدې ته د زيان رسيدلو احتمام وو او ورسره په ټولنه کې د فساد راپورته کيدو انديښنې هم وې.
    ډير نزدې خلک مې د ځانه بدګمان کړل.
    ما ته يو کس اوئيل چې داسې معلوميږي چې د فلاني ليکوال پوهان نه ته ډير متاثره او اغيزمن ئې ښه به دا وي چې نو لږ نور هم ورنزدې شه.
    او د نزدو نه ئې وځيروه .ما هم داسې وکړل .
    زما د هغه کس سره نزديکيت او د هغه د کتابونو په صفت او تعريف چې کله هغه ښه مطمئين شو نو ماته دوه خبرې معلومې شوې؟
    يوه دا چې دا کس د عقيدې په لحاظ ملحد وو.دوئيمه دا د پلار او نيکه د وختو پيدائيشي قاديانې وو.
    د قاديانت ريښې مې د هغه د نورو نزدې خپلوانو نه ښۀ په تصديق معلومې کړې او چې کله ښه پوه شول چې اوس د دې خبرې نه انکار نه کيږي نو په ځواب کې ئې دا اوئيل چې مونږ پيدائيشي قاديانان يو او فل حال خو زمونږ نوې نسل په دې عقيده نه دے ،بيا د موصوف د الحاد واقعه ماته داسې معلومه شوه چې په خپله ئې يوه ورځ دا اوئيل چې زما په خيال دا کوم خدائي چې مونږ يادوو چي هر ځائې کې موجود دے نو دا په اصل کې ګريويټې يعني کشش ثقل دے چې هر ځائي کې موجوديت لري.
    بس زه پوه شوم چې د دۀ اصل عقيده هم په دغه د جدت او روايت په درياب کې غرقه شوې ده،ما هغه ته اوئيل چې صاحبه ستاسو په ليکنو کې خو زه قراني ايتونه او د سنسکرت او مختلفو اساطيرو حوالي وينم نو دا ولې؟
    هغه اوئيل چې د زرګونو کالو عقيدې بدلول دومره اسان کار هم نه دې.
    د خلکو په ذهنونو کې په اول د دې شيانو تصوراتي خاکه ګډه وډه کول ضروري وي بيا چې کله اوسپنه ګرمه شي نو ګذار به پرې کوې نو څه اوزار به ترې جوړ شي.
    د خپل مونځونو او ديني فرائيضو په ځواب کې ما هغوئي ته دومره اوئيل چې زه که مونځ کوم روژه نيسم ،زکوات ورکوم او حج ته ځم نو پدې کې زما تاوان نشته. بلفرض توبه نغوذبالله زه ستاسو دا خبره ومنم چې دا مذهب د انساني ټولنې خپل ايجاد دے او الله د هري زمانې د انسان خپل خپل لټون او وسيله ده يعني خدائي هر چا د افتونو نه د خلاصي د پاره يوه مضبوطه اسرا پخپله جوړه کړې او غوړه کړي ده.

    د جنت او دوذخ هيڅ وجود نشته ،مونځ روژه او پنج بنا د څه د پاره؟
    نو که دا د يوې لحظې د پاره ومنلې هم شي چې د دې څه عاقبتي يا روحانې فائيدي نشته نو کم از کم تاوان خو هم پکې نشته.بلکه ګټه پکې خامخا شته
    مونځ يو ښه ورزش دے،روژه د نفس ،خيټې او ويني بدن د پاره ضروري تمرين دے، زکوات چې چا سره نصاب برابر شي نو د نورو خلکو ضرورت پوره کول او د هغو زړونه ګټل د سړي د وجدان او ضمير د پاره د اطمينان سوب دے ،چې غير مذهبه لامذهبه هم د چيرټې په نوم دا کارونه کوي،حج د دنياوي شخړو نه څو ورځي د پاره ځان لرې کول او د سيل سياحت ښه بندوبست دے چې چا سره طاقت وي پيسې وي نو په دې رياضت کې د څه تاوان دے؟

    او که بيا يو انسان د الله په ذات او دين مبين پخه عقيده لري نو د اخيرت سره سره د وجود او روح دواړو فائيدې دي.

    زما د خبرې مقصد دا وو چې که يو شاعر په يوه مصرع کې د زاهد يا ملا يا ساقي يادونه يا غندنه کوي نو خلک په نه خفه کيږي ځکه په شعر او مصرعه کې تشبهياتي خاکې شاعران وړاندې کوي دومره ګنجائيش نه وي چې په هغې کې دا وضاحت وشي چې زه علمائے سوو يادوم علمائے حق نه يادوم،هر سړې ترې بيا مطب اخيستې شي
    خو که يو نثر نګار د يو وحشي انسان چا چې تشه ګيره پريخې وي عملونه په يو عالم او تقوي داره انسان منطبق کوي نو دا د نوي نسل ،ټولنې،مذهب او ادب سره ظلم دے بائيد اجتناب ترې وشي
    _________________

  • #2
    ډېره مننه چې دا ښکلے ليک مو لوستونکو سره شريک کړو خو ډېر پۀ ادب سره عرض کوم چې دَ ليک پۀ مرکزي خيال يا مطلب پوهه نۀ شوم زما پۀ ذهن کښې چې کوم سوالونه راپورته شوي دي کۀ دَ دې لږ وضاحت مو وکړۀ نو ډېره مهرباني به وي:

    وړومبے: ستاسو پۀ خيال ګودر، مېخانه، چارګل وغيره پۀ شاعرۍ کښې راوستل نۀ دي پکار؟ ځکه چې دا څيزونه اوس زمونږ معاشره کښې متروک شوي دي؟

    دوېم:لکه څنګه چې تاسو ووې شاعر پۀ اشارو کنايو کښې دَ خرابو څيزونو، کارونو او غلطو خلقو غندنه کوي . او لوستونکي ترې خپله هغه مطلب اخلي لکه رحمان بابا چې وائي:

    و هر چا ته پۀ خپل شکل څرګندېږم
    آئينه غوندې بې رويا بې ريا يم

    نو مونږ ننني دور کښې داسې څوک شاعر نۀ وينو څوک چې هغه دَ خر پۀ ځاے کولال داغي بلکې همېشه دَ ناوړو کارونو او شخصياتو غندنه کوي بيا ستاسو تنقيد پۀ څۀ دے؟ آيا شاعر له خلقو ته دَ ميا، ملا، فوجي، سالار، بادشاه او نورو طبقو ناولې څهره ښکاره کول نۀ دي پکار؟
    Na soz sho na saaz sho,
    Bas hasy jwand tamam sho

    Comment


    • #3
      ګرانه وروره..زما په خيال د چارګل ،ميخانې، او ګودر يادول که بد نه دي نو اوس ئې اخت هم تير شوې دے بائيد مونږ د نن ستونزې او د راتلونکي وخت د پاره سوچ وکړو.
      زما مقصد د رونډ تقليد دا وو چې ځينې خلکو د يوې عقيدې سره الرجي وي نو د هغې په رد کې بيا د يو او بل اورديلي وائي چې دين داسي عقيده داسې ،ميخانه داسې او بيا دا شيان کوم چې ما ياد کړي دا د يو شاعر د سقوط د وختونو ترجماني کوي د ژوند سره برابر يون ته نه ګوري.

      بله خبره دا ده چې که يو شاعر ملا ياد کړي نو زما يقين دې چې هغه به هم هغه ملا يادوي چې د ملا لباده ئې اغوستي وي خو په منځ کې شيطان وي او د ده اشره کافي ده خو يو اديب ته دا ستونزه نشته هغه د علمائي سو او علمائي حق ټاکنه او ښوونه کولې شي ځکه چې د هغه د بيان کينوس ويړ وي.
      د کوم شيان چې تاسو ليکلي بادشاه سلار وغيره ..هم دغه د وخت د شاعر کار دے چې بيان کړي
      په درنښت

      Comment

      Working...
      X