Announcement

Collapse
No announcement yet.

هغه لارې چې د چا دروغ مالومولی شو / ژباړه: احس

Collapse
X
 
  • Filter
  • Time
  • Show
Clear All
new posts

  • هغه لارې چې د چا دروغ مالومولی شو / ژباړه: احس



    هغه لارې چې د چا دروغ مالومولی شو / ژباړه: احسان الله غازي يار

    | جمعه, 19.04.2013, 03:05 PM | (1304 لیدل شوی)


    1) سترګې: د خبرو پر مهال د سترګو ډېر زيات او يا هم کم ځير کيدل، غېر نارملتيا ښيي. دا د انسان فطري خاصيت ده، چې د خبرو پر مهال يو څه سترګې ورپوي، خو د خبرو پر مهال د سترګو ډېر زيات او يا هم کم ځير کيدل به دا وښيي چې نوموړی شخص دروغ وايي. دروغ ويونکي زیاتره وخت خپل دروغ د سترګو په زیاته ځير کيدا جبرانوي.

    2) غاړه: تاسو به کارتون ليدلي وي، کله چې دوی مشکل سره مخ شي نو دوی د غاړې يو ډول حرکتونه، چې زیاتره د ډوډۍ تيرولو پر مهال پیدا کيږي، اجرا کوي. همدغه شان انسانان هم د دروغو ويلو پر مهال ورته حرکتونه تر سره کوي. هغه کسان چې دروغ وايي زیاتره کوښښ کوي چې خپله غاړه تازه کړي تر څو د هغه انديښنې څخه چې دوی ته پيدا کيږي، مخنيوی وکړي.

    3) سر: هغه څوک چې دروغ وايي خپل سر د خپلو خبرو برعکس خوځوي. او بله دا چې د سر خوځولو پر مهال یو ډول ناراحته وي.

    4) پوزه: هغه څوک چې دروغ وايي زیاتره خپله پوزه لمس کوي. دغه غير ارادي عمل سره دوی کوښښ کوي، چې د هغې موضوع نه ځان خلاص کړي.

    5) خوله: زیاتره هغه وخت چې څوک دروغ وايي په بې خبرې سره خپله خوله لمس او يا هم پټوي، چې په دې سره يو څه کوښښ کوي، هغه دروغ ونه وايي. ځيني وخت کله چې دروغ وايي د ګوتو پواسطه په خپلو شونډو باندې يو ډول حرکتونه تر سره کوي.

    6) بيان: ځيني وخت د هغه په خبرو کې يو څه بدلون او تیروتنه رامنځ ته کيږي. او هغه يو ډول پریشانې حالت سره مخ کيږي چې خپلې وروځې پورته کوي او په تندي کې يې ګونځې پیدا کيږي.

    7) سا اخيستنه: دا ډول خلک د دروغو ويلو په مهال تيزه، لنډه او په بېړه سا اخلي.

    8) تکرار: اکثره وخت هغه څوک چې دروغ وايي دې ته متوجه نه وي، چې يو عبارت او خبره په ورته ډول تکراروي. او ځينې وخت په خپله خبره ډېر باوري وي او بيا بيا يې تکراروي.

    9) غږ: که چېرې د يو شخص غږ د خپلې اندازې نه چټک يا ورو وي او يا هم لوړ يا ټيټ وي نو دې څخه به دا مالومه شي، چې نوموړی شخص دروغ وايي. او بل دا چې دده د دروغو د پیدا کولو لپاره بايد دا جوته کړو، چې دده د خبرو اواز نورو خبرو په شان عادي دی او که نه؟

    10) زیاته تشريح: شخص خپلو خبرو ته عجيبه او غريبه تشریح ورکوي، داسې يوه تشريح چې هغه معقوله نه وي. او په داسې تشريح سره غواړي خپل دروغ جبران کړي.

    11) لاسونه: د يو شخص د لاسونو د حرکاتو څخه هم د هغه دروغ مالومولی شو. که چېرې د خبرو پر مهال په دوامداره توګه پوزه ګروي، شونډې لمس کوي او يا خپل لاسونه مروړي، نو دا ټولې هغه نښې دي، چې نوموړی شخص دروغ وايي.

    12)بدن: په داسې حالت کې شخص د خبرو پر مهال کوښښ کوي، چې ځان مخاطب شخص ته مخامخ نه کړي، او کوښښ کوي خپله توجه بلې خواته واوړوي.taand
Working...
X