د ژوند طریقه د عمر که په کمېدا یا زیاتېدا اثر کوي
| دوشنبه, 29.04.2013, 12:51 AM | (149 لیدل شوی)
تاند- د ژوند طریقه د عمر په زیاتوالي یا کموالي باندې اثر لرلای شي. د څو اویا کلنو او څو اتیا کلنو په باره کې یوه نوې څېړنه ښیي چې که دوی سګریټ ونه څکوي، که ورزش او د بدن تحرک ته توجه وکړي او د کورنۍ له غړیو یا یارانو دوستانو سره په رابطه کې واوسي، نو عمر به یې نسبتا اوږد وي. دغه څېړنه چې په یوه اتلس کلنه موده کې ترسره شوې ده ، وايي چې د زړبودن په وخت کې کې د ژوند د روغتیایي طریقې د خپلولو په مرسته د نارینه عمر په متوسط ډول شپږ کاله او د ښځې عمر په متوسط ډول پنځه کاله اوږدېدلای شي.
د سویډڼ د کارولینسکا انستیتیوت او سټوکهولم پوهنتون د محققانو په قول، دې څېړنې وښودله چې که یو څوک په تېر عمر کې هم له سګریټ څکولو لاس واخلي، د کورنۍ له غړیو سره یا دوستانو سره ناسته پاسته او رابطه ولري او دغه راز په جسمي لحاظ متحرک واوسي، نو عمر یې ممکن څو کاله اوږد شي. دغه څېړنه د عمر په اوږدوالي باندې د ورزش په ا همیت باندې ټینګار کوي او وایي چې ورزش که په هر عمر کې پیل شي، د روغ صورت او اوږده عمر د لرلو لپاره ډېر ضرور دی.taand
