د ميرمن نرګس سيماب علمي او تاريخي کارنامه
د ميرمن نرګس سيماب
Peshawar International Pashto Megazine ::
علمى او تاريخى کارنامه
د پښتنو د اصل نسل او بنيادى تحقيق په اړه ګڼو څېړن کارو، پوهانو لکه نعمت الله هروى ، ډاکټر محمد بشير حُسين ، شير محمد خان ګنډه پور ، سراج احمد علوى ،پير معظم شاه، سيد عبد الجبار شاه ليونى فلسفى غنى خان ، پروفيسر پريشان خټک ، بهادر شاه ظفر کاکا خيل، سعد الله جان برق او دلر او بر نورو قلمکارو، د پښتون قام په تاريخ ليکنه قلمونه پورته کړى دى—دغه رنګ ارواښاد خان روشن خان پښتانۀ اصلاً بنى اسرائيل د نظر يې په تائيد کښې په اُردو ژبه کال ١٩٨٠ء کښې تذکره پٹهانو ں کى اصليت اور اُن کى تاريخ؛ منظر عام ته راغلو ، چې په کال ١٩٩٢ء کښې ئې په شپږم ځل خوورؤنه اوشوه، ولې د بيا بيا او زر زر چاپ کېدو باوجود دا کتاب ناياب کېدو- د خوش بختۍ نه په کال ٢٠١١ء کښې د دې مهم کتاب پښتو ترجمه ميرمن نرګس سيماب اوکړه چې د ١٥٠٠ په تعداد کښې د ؛ پېښور پښتو ادبى جرګې ، له خوا چاپ شو چې د نشر و اشاعت شختې لارې چارې ئې ښاغلى فيروز آفريدى په ښۀ ډول ترسره کړې- د کتاب ټول صفحات ٥٤٦ جوړېږى چې په ښۀ اعلٰى کاغذ او مجلد رنګين ټائټل په عامر پرنټنګ ايجنسۍ کښې چاپ شو-
په کتاب د ډاکټر محمد اعظم اعظم و ډاکټر سلٰمى شاهين د فيپونو نه علاوه د شاه ولى خان، فيروز آفريدى او نور الامين يوسفزى د زړۀ پورې ليکنو څخه د لوستونکو لاسونو ته اورسېدو – د پښتنو د اصل نسل په حقله په اُردو، فارسۍ، انګريزۍ او پښتو ژبو کښې بلها کتابونه چاپ شوى دى، خو کوم مقبوليت چې د خان روشن خان مرحوم کتاب ته حاصل شو هغه يو کتاب ته هم په برخه نۀ شو-
د دې اهم کتاب ترجمه محترمې نرګس سيماب کړې ده نو بائيد د دې خوارى کښې قلمکارې د پېژندګلو څو ټکى هم دلته رقم شى- نرګس بى بى په کال ١٩٦٩ء کښې د اګست د مياشتې په شلمه نيټه د محترم فضل رحيم خان درانى په کور کښې زېږېدلې ده په يو علمى ادبى او روښانه کورنۍ کښې د زېږون د امله د دې قابليت او ذهانت په خپله راښکاره شو- د ايم- اے پښتو نه پس ئې بى-ايډ اوکړو- او بيا د پرله پسې محنت او تکامل يوه لړۍ پېل شوه چې قابو اتلس١٨ کاله ئې د ښځو د حقوقو کلى والې ترقۍ او په دې اړه په نړيوال کچ په مختلفو سيمنارونو کښې د شرکت دپاره د دنيا ګټ ګټ ته اورسېده او هر چرته ئې د خپل پښتنى فکر او ذهانت انګازې خورې کړې – کۀ څۀ هم د خپل بې کچه مصروف ژوند سره نرګس بى بى په پوره توګه د پښتو ژبې ، ادب او تخليق يا څېړنې د خدمت د پاره اوزګاره نۀ ده ولې د خپل ژوند د لارې ملګرى ښاغلى افتخار احمد ډاډ او حوصله افزايۍ د دې جوګه کړه چې د پښتنو په اصل نسل د روشن خان مرحوم مهم کتاب ته ئې د پښتو کړه او د دغې په کامياب تکميل او اشاعت نه پس اوس لګيا ده د پښتو او انګريزۍ يو د رابطې کتاب تياروى چې پښتو ويونکى به د دې کتاپ لارې نګريزۍ په زده کړه دخپلې پوهې لمن ډکه کړى، هم دغه رنګ انګريزى دانه طبقه به پښتو ژبه زده کړى- غير پښتنو ته د ژبې د زدکړې کوششونه ئې دوام دار دى او نرګس سيماب دا وخت د :NET:د لارې امريکه کښې د درس و تدريس ذمه دارۍ په غاړه لرى-
نامتو اديب فيروز آفريدى ليکى چې:
نرګس يوه اعلٰى تعليم يافته مهذبه مېرمن ده، په انسانى ټولنه کښې په طبقاتى او نسلى ويش او د دې سره تړلى عدم مساوات خلاف ده- پېدائشى سوشل ورکره ده، او د خلقو د خير ښګېړې په کارونو کښې د هر چانه وړاندې ليدلے کېږى- د تضع نه لرې په فطرت مئينه دا ميرمن په خپل ذات کښې يوه مکمله درويشه ده- د پاکستان نه علاوه د اروپا او امريکې په شمول د ګڼ شمير خليجى هيوادونو سفرونه ئې کړى دى ريډيو پاکستان پېښور مرکز کښې ئې د اردو او پښتو دواړو ژبو کښې خبرونه او ګن شمېر دستاويزى پروګرامونه هم وړاندې کړى دى د مذکوره کتاب تذکره لوستل او بيا د هغې ترجمه کول د نوې تخليقى عمل نه زيات کړکيچن کار دے خو نرګس بى بى دغه کړکيچن کار له غاړه ورکړه او هله ئې پرېښودو چې سرته ئې اورسولو-
نامتو څېړن کار او اديب نوراالامين يوسفزے د دې کتاب په سرېزه کښې ليکى چې: د پښتنو د اصل نسل په حقله درې نظريې مقبولې دى او هره يوه نظريه خپل خپل پلويان لرى او په دغه دريو واړو کښې د ټولو نه زړه او زياته مقبوله نظريه د بنى اسرائيل نظريه، ده-
روشن خان هم د دغه نظريې پلوى او پرچارك وو- دخان دغه نظريې سره اصولى اختلاف په خپل ځائې خو د هغۀ کمال دا دے چې د يو پښتون او يوسفزى په حيث ئې په خپل تاريخ قلم اوچت کړو او دوئيم کمال ئې دا دے چې د تاريخ نويسۍ په لړ کښې ئې په جديد انداز د څېړنې او تجزيې لار پرانسته او ډېره خوارى ئې هم اوکړه- په مجموعى حيث دا ترجمه په پښتو کښې يوه ګټه وره اضافه ده، چې د پښتو علمى پنګه به هم پرې درنه شى- شاعرى او افسانه په خپل ځائې خو ژوندۍ ژبې ته د علمى، سائنسى او تاريخى ليکونو هم ضرورت وى- تاريخ د پرون او نن داسې تړون دے چې د صبا لپاره د عبرت تجربې او خود تنقيدۍ موقع ورکوى او انسان ته د خپل پرون خوږه قيصه هم اوروى- د قام دوست او دښمن هم د تاريخ په رڼا کښې پېژندے شى او د راتلونکى وخت لپاره منصوبه بندى او کړنلاره هم ټاکلے شى-"
د ارواښاد روشن خان کتاب نرګس سيماب بى بى سره د تقريظونو عن تر د ليکوال د خپلو سپېځلو ليکونو ژباړلے دے- روشن خان ليکى چې:
د پښتنو د تاريخ په حقله ګڼ شمير کتابونه موجود دى ولې دغه ټولو کښې يو کتاب هم داسې نشته دے کوم کښې چې د پښتنو تاريخ په صحيح توګه وړاندې کړے شوى وى دا کمے دواړه قسمه دقلم خاوندانو کښې په نظر راځى کۀ غير پښتنو ليکوالو د تنګ نظرۍ له کبله تيندکونه خوړلى وى يا د تعصب يا دڅۀ ګټې ترمخه د واقعاتو بيان ته څۀ بل رنګ ورکړے دے نو بل خوا پښتانۀ ليکوال هم د واقعاتو د پس منظر يا د دې ټولو اړخونو باندې د ژور نظرنۀ لرلو له کبله د غلطۍ سره مخ شوى دى- دا څومره د خفګان ځائې وو چې د ځنې څېړن کارو د نقل عادت تنګ نظرۍ او تعصب نه يواځې د دې قام تاريخى لوړ والى باندې خاورې اچولو هڅه اوکړه بلکې د دوى د حسب نسب په حقله ئې هم شکونه پيدا کړل- زمونږ په معيار به هغه ادب پوره وى کوم کښې چې تفکر وى د آزادۍ جذبه وى، د ښائست جوهر وى- د جوړښت روح وى د ژوند د رښتينو رڼا وى کوم چې مونږ کښې حرکت هنګامه او بې سکونى پيدا کړى، نه چې خوبولى موکړى، ځکه چې اوس زيات خوب د مرګ نخښه ده-"
"د پښتنو اصليت او دهغوى تاريخ " د حوالې او موضوع په اعتبار يو معتبر کتاب دے چې هر پښتون او پښتنې ته ئې مطالعه کول ضرورى ده- لاس په دُعا يم چې لوے الله ج دې روشن خان مرحوم ته د هغه لوئې جهان خوشحالۍ په برخه کړى او د مترجمې نرګس سيماب دا زيار دې په عمل راولى چې پښتانۀ ئې مطالعه کړى او دخپل اصل نسل او تاريخ په حقله دا تذکره يو قيمتى سوغات اوګڼى (آمين)

Comment